امنیت

د داعش بریدونو د افغانستان - تاجیکستان د پولې په اوږدو کې سوداګري بنده کړې ده

د محمد قاسم راپور

یوه لارۍ چې له افغانستان څخه تاجیکستان ته وړل کېدونکي پیاز یې بار کړي د غوایي په ۲۵مه د افغانستان په شمال کې د شېرخان بندر په سرحدي نقطه کې لیدل کیږي. [عبدالخالق مرادي]

یوه لارۍ چې له افغانستان څخه تاجیکستان ته وړل کېدونکي پیاز یې بار کړي د غوایي په ۲۵مه د افغانستان په شمال کې د شېرخان بندر په سرحدي نقطه کې لیدل کیږي. [عبدالخالق مرادي]

کندوز -- له افغانستان څخه د تاجکستان په لور د داعش له خوا توغول شوي راکټونه د دې سبب شوي چې د شېرخان بندر سرحدي دروازه د تجارتي موټرو پر مخ وتړل شي.

داعش د غوایي په ۱۷مه د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ څخه په تاجیکستان باندې توغندي ور وتوغول.

د شېرخان بندر د صادراتو او وارداتو د ریاست رییس مسعودخان وحدت وویل، له هغه وروسته د غوایي په ۱۸مه تاجیکستان د شېرخان بندر سرحدي دروازه بنده کړه چې د سرحد دواړو غاړو ته لارۍ ایسارې شولې.

هغه د تېرې جمعې په ورځ /د غوایي ۳۰مه/ وویل، «افغانستان تاجیکستان ته سبزۍ، مېوې، لاسي صنایع او سمنټ صادروي، او له تاجیکستان څخه بوره، وسپنه، ګاز او تعمیراتي مواد را واردوي.»

وحدت وویل، د دواړو لوریو په هڅو سره به سرحدي لاره د سوداګرۍ لپاره بیا پرانستل شي.

دغه لاره د سې شنبې په ورځ په موقت ډول بیا پرانستل شوه.

د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې د خونې سرپرست رییس عبدالمتین یوسفزي وویل، افغان سوداګر د شېرخان بندر د لارې د بندېدو له امله له درنو زیانونو سره مخامخ دي.‌

هغه وویل، «له بده مرغه چې له صادراتي توکو څخه ډکې لارۍ چې غوښتل یې اسیایي هېوادونو ته لاړې شي په شېرخان بندر کې ایسارې دي... او سوداګر درانه مالي زیانونه ګالي.»

هغه افغان او تاجیک چارواکو ته په خطاب کې وویل، «لطفا تجارت مه سیاسي کوئ او سوداګرو ته اجازه ورکړئ چې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي. خپلې داخلي ستونزې د خبرو له لارې حل کړئ.»

هغه زیاته کړه، «هره ورځ چې موټر ایسارېږي دا د سوداګرو لپاره تاوان رسوي او ورسره په بازارونو کې د خوراکي توکو قیمتونه لوړیږي. له دې امله، په کار دی چې سرحد ژر تر ژره پرانستل شي.»

کندوز ولایت چې له تاجیکستان سره ۲۷۰ کیلومتره اوږده پوله لري، د یوه ۶۷۰ متره اوږده پله په وسیله له تاجیکستان سره، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري، وصل شوی دی.

سوداګرو ته مالي زیانونه

په شېرخان بندر کې د حشمت الله مصدق په نامه یوه سوداګر وویل، پنځه لارۍ چې د ده تجارتي توکي یې تاجیکستان ته انتقالول په سرحد کې ایسارې دي.

مصدق وویل،‌ له دوو اونیو څخه له ډېرې اوږدې ایسارتیا څخه وروسته، «د ترکاریو او مېوو په ګډون ځینې خوراکي توکي وراسته شوي چې په نتیجه کې یې هغه ۱ میلیون افغانۍ (۱۱۲۶۸ ډالر) تاوان کړی دی.»

هغه وویل، «د نورو سوداګرو اړوند توکي هم ورستېدلو ته نږدې شوي چې په نتیجه کې به یې هغوی په میلیونونو افغانۍ تاوان وکړي.»

هغه زیاته کړه، «یوې خوا ته د سوداګریزو توکو خرابېدلو او بلې خواته لوړو تعرفو، د ذخیره کولو کرایو او نورو لګښتونو د سوداګرو لپاره ډېرې ستونزې راپورته کړي دي.»

یوه تاجیک موټروان اسماعیل چې ۴۴ کاله عمر لري او په شېرخان بندر کې ایسار دی، وویل، «ما دوه اونۍ مخکې له تاجیکستان څخه دې خواته وسپنه راوړله او مخکې له دې چې زه بېرته واوړم دروازه بنده شوه.»

هغه وویل، «د سرحد د بندېدو له امله د دواړو لوریو سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي. دا حالت افغان او تاجیک سوداګرو دواړو ته د مالي زیانونو سبب شوی دی.»

هغه وویل، «د ذخیره کولو ټول ګودامونه له تجارتي توکو څخه ډک دي. که وضعیت همداسې روان وي، دا به سوداګرو ته ډېر زیانونه ورسوي.»

شمس الدین حیدري چې په کندوز ښار کې تعمیراتي مواد خرڅوي، وویل، په تېرو دوو اونیو کې د سمنټو قیمت زیات شوی دی.

هغه وویل، «د یوې بورۍ تاجیکي سمنټو قیمت ۳۶۰ افغانۍ (۴ ډالر) وو، خو اوس ۴۲۰ افغانیو (۴.۶۴ ډالرو) ته زیات شوی دی.»

هغه زیاته کړه، «د ساختماني موادو په پېر او پلور کې ډېر زیات زیاتوالی راغلی دی چې دا د دوکاندارانو او سوداګرو دواړو لپاره د زغم وړ ندی.»

داعش یو غټ ګواښ دی

د سیاسي چارو شنونکي او قومي مشران خبرداری ورکوي چې، په افغانستان کې د داعش د بریدونو زیاتېدل او د استخدام هڅې د اندیښنې وړ دي.

په تخار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالشکور سعدي وویل، داعش هڅه کوي چې خپل ځواکونه غښتلي کړي چې دا کېدی شي د افغانستان د راتلونکي لپاره یو جدي ګواښ وګرځي.

هغه وویل، «داعش زموږ د خلکو او دین دښمن دی. دغه ډله تل ملکي خلک په نښه کوي او د افغانستان د ثبات، امنیت او واکمنۍ لپاره یو غټ ګواښ دی.»

هغه وویل، «د دې ګروپ هدف دا دی چې داسې یو فزیکي او رواني ګواښ وګرځي چې کولی شي د افغانستان د ویجاړولو لپاره استعمال شي.»

د یادې ډلې خراسان څانګې د غوایي په ۲۹مه د کندوز ښار د ۴مې ناحیې په رستاق اباد سیمه کې درې تنه شیعه ګان ووژل.

دغه راز، داعش په ورپسې ورځ د یوې چاودنې مسؤلیت پر غاړه واخیست. چاودنه د یادو درې قربانیانو د خښېدلو پر مهال وشوه او ۹ افغانان یې ټپیان کړل.‌

د بدخشان یوه قومي مشر روح الله میرزاده چې اوس په کابل کې ژوند کوي، وویل، «له بده مرغه چې بې وزلۍ او بې کارۍ شرایط داسې جوړ کړي چې داعش په کې جنګیالي استخداموي. که وضعیت همداسې روان وي او نړۍ واله ټولنه لاس په کار نشي، داعش به له افغانستان څخه خپل دایمي مرکز جوړ کړي.»

میرزاده وویل، «بې وزلي، بې کاري او سیاسي بې ثباتي د دې اصلي عوامل دي چې افغانان له داعش سره ملګري کېدلو ته ور جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې د داعش د ستونزې تر څنګ د تاجکستان په خودمختاره ولایت بدخشان کې بې ساري ناکراریو هم د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سوداګریزې لارې په تړلو کې رول لوبولی دی. د بي بي سي فارسي د یوه راپور له مخې، د دوشنبې (د غبرګولي ۵) په ماښام، د تاجکستان په خپلواک ولایت بدخشان کې لاریونونه وشول، چې په ترڅ کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دغه ولایت په مرکز خوروګ کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دي. په دغه ولایت کې له هغه راهیسې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې کېږي. د غوایي په ۲۸مه د بدخشان په روشان ولسوالۍ کې یو شمېر خلکو د دوشنبه – خرغ – قلعمه لاره د دې لپاره وتړله چې د دغه ولایت مرکز خرغ ښار ته د مرستندویو حکومتي ځواکونو د ورتګ مخه ونیسي. چارواکو د چهارشنبې په ورځ، د غوایي په ۲۹مه په روشان کې د "ترهګرۍ ضد عملیات" پیل کړل، چې مظاهره کوونکي یې «جنایتکار، افراطي او ترهګر ګروپونه» وبلل. د ورځې په وروستیو کې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په روشان ښار کې د مظاهره چیانو د ځپلو او په مظاهرو کې د لسو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ. ځايي اوسېدونکو له رسنيو سره په خبرو کې دا رد کړه، چې لاريون کوونکي وسله وال وو او ويل يې، چې دولتي ځواکونو پر ولسي وګړو چې «ترهګرۍ او افراطيت» سره یې هېڅ تړاو نه درلود، پرله پسې ډزې وکړې. د ځایي خلکو په وینا، د وژل شویو اصلي شمېر تر هغه ډېر دی چې د کورنیو چارو وزارت تایید کړی دی.

ځواب ورکړئ

سمه ده چې داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده، خو د حکومت مسؤلیت دی چې بریدونه یې دفعه کړي. او په دې نه ارزي چې له یوه هېواد سره دې د یو څو مرمیو ویشتو لپاره سوداګریزې اړیکې پریکړل شي او میلیونونه خلک دې د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي. د پولې په بندښت کې له دواړو خواوو افغان کروندګر او سوداګر تاوان کوي. افغانستان تاجکستان ته هم صادارت او هم واردات لري؛ نو نه باید چې پوله وتړل شي. د اوچا د تازه معلوماتو له مخې چې د افغانستان بازارونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دې ادارې ویلي، په افغانستان کې د خوړو تقاضا زیاته او برعکس د توکو بیې لوړې شوي دي چې خلک یې د اخیستو توان نه لري. نو زه وایم چې حکومتونه په خبرو کېږي هسې د ټوکو کار نه دی. دلته واکمن (طالبان) دې له ګاونډویو هېوادونو سره خپلې ستونزې حل کړي. دا چې کومې راولاړې شوي دا د طالبانو ستونزې دي که د ولس وی ولې اته میاشتې وړاندې نه وې، خو اوس دې دوی خپلې ستونزې په خپله حل او فصل کړي او ولس دې له دې کړاو خلاص کړي. د پاکستان هر ډول ته دې اړخ په اړخ نه اوړي.

ځواب ورکړئ