اقتصاد

د قرغزستان د تېلو واردات په ۱۰ کالونو کې په لومړي ځل افغانستان ته راننوتل

د سلام ټایمز راپور

د تېلو یو ټانکر د هرات ښار په لمنه کې لیدل کیږي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

د تېلو یو ټانکر د هرات ښار په لمنه کې لیدل کیږي. [عارف کریمي/ای اېف پي]

کندوز، افغانستان -- پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۴مه/ د ځایي سوداګرو له قوله راپور ورکړ چې، په ۱۰ کالونو کې په لومړي ځل د قرغزستان له لارې د تېلو واردات د شېرخان بندر له لارې د افغانستان کندوز ولایت ته راداخل شول.

په ټولنیزو رسنیو کې راغلي چې دغه تېل په قزاقستان کې تولید شوي دي.‌

دغه واردات د تاجکستان له لارې راتېر شوي دي.‌ نه قزاقستان او نه هم قرغزستان له افغانستان سره سرحد لري.‌

د تېلو د مقدار او د تادیه شوي قېمت په هکله څه راپور نه دی ورکړل شوی.

هغه سوداګر چې د شېرخان بندر له لارې یې د تېلو واردات بیا پیل کړي دي له افغان حکومت څخه غواړی چې هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخامخ شوی چې انفلاسیون او د خوراکي توکو او نورو اړتیاوړ توکو کموالي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.‌

د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې د خونې رییس متین یوسفزي وویل، «ان شاءالله چې د دې بندر له لارې د تېلو واردات به په قېمتونو باندې مثبت اغېز وکړي». دغه راز، هغه هیله څرګنده کړه چې واردات به د شېرخان بندر عواید پیاوړي کړي.

د کندوز ولایت د پیټرولیم د تولیدي ادارې رییس حبیب الله همکار سوداګرو ته اطمینان ورکړ چې حکومت به د تېلو په واردولو کې ورسره همکاري وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه اقدام دی، که نور سوداګر هم لاس په کار شي او د پخوا په څېر هېواد ته د وارداتو کچه زیات کړي ښه به وي، ځکه چې په روان حالت کې د ټولو جنسونو نرخونه یو په بل پسې ورځ تر بلې لوړېږي او که دغه ډول افغانستان ته د ټولو بندرونو څخه واردات وشي ښايي د توکو نرخونه یو څه راکنټرول شي او په دې سوړ ژمي کې د افغانانو لپاره اقتصادي تمام شي. بله خبره بیا حکومت ته په کار داده چې د پخوا په څېر هم د صادراتو او هم د وارداتو په برخه کې سوداګرو ته ډاډ ورکړي چې کارونه په نورمال ډول پیل شي کنه قیمتي به د ډېرو افغانانو ژوند نور هم تریخ کړي. خو مهمه داده چې په کور د ننه کوم تولیدات موږ پخوا لرل د نوي حکومت په راتګ هر څه ګډوډ شول چې باید توجه ورته زیاته او مالکینو ته یې امکانات برابر کړل شي.

ځواب ورکړئ