امنیت

داعش د منځنۍ اسیا هېوادونو باندې بریدونه پراخ کړل، په تاجیکستان باندې یې راکټونه ور وتوغول

د سلام ټایمز راپور

تاجیک امنیتي ځواکونه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په میاشت کې د یوه پروګرام په ترڅ کې لیدل کیږي. [تاجیک پریس سروېس/فلېکر]

تاجیک امنیتي ځواکونه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په میاشت کې د یوه پروګرام په ترڅ کې لیدل کیږي. [تاجیک پریس سروېس/فلېکر]

د داعش اورپکو ادعا وکړه چې هغوی د شنبې په ورځ‌ /د غوایي ۱۷مه/ په تاجیکستان کې د سرحدي ساتونکیو په مورچلونو باندې څو راکټونه ور وتوغول، چې دا څو اونۍ مخکې د ازبکستان پر ضد له یوې ورته پېښې څخه وروسته د یادې ډلې د بریدونو پراختیا په ګوته کوي.

داعش په تیلیګرام باندې خپاره شوي یوه پوسټ‌ کې وویل چې هغوی د تخار ولایت له خواجه غار څخه د پولې پورې غاړې ته د تاجیکستان په یوه پوځي اډه باندې۷ توغندي ورتوغولي دي.

د سیمې رسنۍ د تاجیک چارواکو له خوا د پېښې د تایید په هکله سره وېشلې وې.‌ ځینو راپور ورکړ چې سرحدي ساتونکیو اورپکي په داسې حال کې لیدلي چې ډزې یې کولې، په داسې حال کې چې نورو بیا ویلي چې داسې څه تایید یې نه دی ترلاسه کړی.‌

د وري په ۲۹مه، داعش د افغانستان له خاورې څخه په ازبکستان باندې یو راکټي برید ترسره کړ. دا د یادې ډلې له خوا د منځنۍ اسیا په یوه هېواد باندې لومړنی دغه ډول توغندیز برید وو.‌

د داعش یو غړی په یوه عکس کې، چې د وري په ۲۹مه په ازبکستان باندې د یوه برید د برخې په توګه خپور شوی او داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه، د ګولیو تر څنګ لیدل کیږي. [آرشیف]

د داعش یو غړی په یوه عکس کې، چې د وري په ۲۹مه په ازبکستان باندې د یوه برید د برخې په توګه خپور شوی او داعش یې پړه پر غاړه اخیستې وه، د ګولیو تر څنګ لیدل کیږي. [آرشیف]

د وري په ۲۸مه، داعش په ګرده نړۍ کې په ټولو جنګیالیو باندې غږ وکړ چې د چارواکو او عسکرو د په نښه کولو له لارې «ستر او دردوونکي» بریدونه ترسره کړي.‌

د داعش وروستي بریدونه

په افغانستان کې د موجودې سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې له خوا وروستیو بریدونو اندېښنې راپورته کړي چې دغه ډله په هېواد کې خپل د استخدام کمپاین پراخوي او سیمې ته یو جدي ګواښ رامنځته کوي.

په افغانستان کې د اکثرو وروستیو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

دغې ترهګرې ډلې د غوایي په ۱۱مه په کابل کې په یوه مسافر وړونکي بس باندې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. پولیسو وویل چې په برید کې یوه ښځه ووژل شوه او درې نور مسافر ټپیان شول.

دغه بمي برید په دومره ورځو کې په پلازمېنه کې، د خلیفه صاحب په جومات باندې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې له شوي بمي برید څخه وروسته چې د کابل په لویدیځه برخه کې وشو او ۱۰ کسان یې ووژل، دویم برید وو.‌

په جومات کې شوې چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شوه چې په دوو بېلابېلو مني بسونو باندې شویو بمي بریدونو په مزار شریف کې لږ تر لږه ۹ افغانان ووژل. په هغو بریدونو کې هغه شیعه مسافر په نښه شوي ول چې کورونو ته د روزه ماتي لپاره روان ول.

یوه اونۍ مخکې په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوي بمي برید لږ تر لږه ۱۲ تنه عبادت کوونکي ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خو طالبان بیا د دې پېښې په اړه یو ښه خبر لري او وايي چې د دې پېښې عاملین یې وژلي. ښه ده چې د افغانستان د خاورې لپاره حد اقل مدافعین شته چې نه پرېږدي د بل چا پر ضد وکارول شي. د امریکا غږ پښتو څانګې د راپور له مخې طالب چارواکو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په «قنچغه» سیمه کې د «خوارجو» (د داعش ـ خراسان څانګې) د یو مرکز د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې یو شمېر غړي وژل شوي دي. په راپور کې وړاندې راغلي، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون یکشنبه د جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) په خپلو څرګندونو کې وویل چې پر تاجیکستان او ازبیکستان وروستي راکټي بریدونه له دغه مرکز څخه تنظیم شوي وو. هغه زیاته کړې چې پر یاد مرکز د طالبانو ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پر تاجیکستان او ازبیکستان د وروستیو راکټونو توغولو درې عاملین وژل شوي او پنځه تنه نور ژوندي نیول شوي دي. که څه هم طالبانو په مستقیم ډول د داعش ډلې نوم نه دی یاد کړی، خو تل یې دغه ډله «خوارج» یاد کړي دي. د راپور له مخې ښاعلي مجاهد همدارنګه د تیرې شپې په عملیاتو کې د یو نیول شوي کس د اعترافاتو ویډیو هم خپره کړې ده چې نیول شوي کس ویلي چې د «مقاومت جبهې» له داعش ډلې سره په همغږۍ دغه مهمات دوی ته چمتو کړي و. امریکا غږ دغه راز د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست له قوله ویلي چې یادو کسانو پلان لاره چې په راتلونکي ورځو کې پر ازبیکستان او تاجیکستان نور راکټي بریدونه هم تر سره کړي. د دغه ریاست د معلوماتو په اساس په دغه عملیاتو کې BM1 څو مرمۍ او څو نقلیه وسایط هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

ځواب ورکړئ

عجبه ده، یو څه وخت مو د طالبانو خلاف راپورونو ته کش ورکړی وو. هره ورځ به مو د طالبانو خلاف نشرات کول. خو دا څه موده کېږي چې طالب مو د ژبې له سر لرې شوی او په داعش مو راباندې کړې ده. لکه چې امریکا دا ځل خپلو ګټو لپاره په طالب کې پروګرامونه انسټال کړل. داسې ښکاري چې داعش کرار کرار د افغان وژنې لپاره راپورته کړي او په یو نه یو ډول افغانستان کې بېرته د جګړې ډګر تود کړي. مطلب داسې ښکاري چې کیسه مو له طالب سره جوړه ده. خو افسوس په عامو افغانانو چې د داعش په نوم جنګیالي به یې وژني. موږ دا تېر شل کاله امریکا ته په خپل کور کې د دې لپاره ځای نه وو ورکړی چې دوی دې خپله ګټه وکړي او د تل لپاره دې په بېلا بېلو نومونو افغانان ووژني.

ځواب ورکړئ