تروريزم

د داعش له برید څخه وروسته سکان وایي، په افغانستان کې یې راتلونکی خوندي نه دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په کابل کې د سکانو د کوچنۍ ټولنې غړي د غبرګولي په ۲۸مه په یوه عبادت ځای باندې د داعش له یوه برید څخه وروسته چې له ډېرو سره یې د خپل ژوند د ژغورلو په هکله فکر پیدا شوی دی، له افغانستان څخه د وتلو په هکله خبرې کوي. [عارف کریمي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- له لسو څخه ډېر افغان سکان د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳۰مه/ په کابل کې د خپل سوځېدلي عبادت ځای تر شا په یوه کوټه کې راټول شول او هیله یې څرګنده کړه چې په چټکۍ سره واېستل شي او بالاخره مجبور شول څو هغه هېواد چې دوی په کې زېږېدلي وو تر شا پرېږدي.

د شنبې په ورځ په عبادت ځای باندې د وسله والو په برید کې، چې مسؤلیت یې داعش پر غاړه واخیست، ټپي شوي رګبیر سنګ وویل، «دلته موږ راتلونکی نه لرو. ما ټوله هیله له لاسه ورکړې ده

هغه وویل، «مونږ هر چېرې تر ګواښ لاندې یو.»

داعش په یوه پیغام کې چې په خپل تبلیغاتي وېب سایټ اعماق باندې یې خپور کړی وو، وویل چې د شنبې ور‍ځې برید هندوان او سکان او هغه «مرتدان» چې د هغوی حفاظت یې کاوه، ووژل.

سک افغان منموهن سنګ سیتي (ښی) د غبرګولي په ۳۰مه په کابل کې له ای اېف پي سره مرکه کوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

سک افغان منموهن سنګ سیتي (ښی) د غبرګولي په ۳۰مه په کابل کې له ای اېف پي سره مرکه کوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

د سک ټولنې غړي د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې د سکانو په یوه عبادت ځای باندې د داعش له یوه برید څخه وروسته د ویجاړې شوې ودانۍ تر څنګ تېرېږي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

د سک ټولنې غړي د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې د سکانو په یوه عبادت ځای باندې د داعش له یوه برید څخه وروسته د ویجاړې شوې ودانۍ تر څنګ تېرېږي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۳۰مه اخیستل شوی، په کابل کې د داعش له یوه برید څخه دوه ورځې وروسته د سکانو د یوه عبادتځای د سوځېدلو پاتې شونو عمومي منظره لیدل کیږي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۳۰مه اخیستل شوی، په کابل کې د داعش له یوه برید څخه دوه ورځې وروسته د سکانو د یوه عبادتځای د سوځېدلو پاتې شونو عمومي منظره لیدل کیږي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

په برید کې دوه تنه افغانان ووژل شول، او لږ تر لږه ۷ نور ټپیان شول.

ډېرو سکانو په دغې ودانۍ کې پناه اخیستې وه، او د ودانۍ شاوخوا ته یې په ټولنیز ډول یا د کورنیو په بڼه ژوند کاوه.

د منموهن سنګ سیتي لپاره، چې په افغانستان کې زېږېدلی وو، دغه معبد یواځې د عبادت ځای نه، بلکې د ټولې سک ټولنې استوګنځی وو.‌

سیتي چې د ۷۰ کالونو په شاوخوا کې عمر لري، وویل، «دا عمومي ګوردواره وه چې موږ ټولو په کې د یوې کورنۍ په توګه ژوند کاوه.»

د داعش هدفونه

ژوندیو پاتې شویو کسانو وویل، وسله والو سړیو لومړی د ودانۍ په غټه دروازه کې ډزې وکړې چې یو ساتونکی یې وواژه او بیا دننه ننوتل، ډزې یې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول.‌

څو دقیقې وروسته له ودانۍ څخه بهر یوه موټربمي چاودنه وشوه چې د نږدې ودانیو دېوالونه او کړکۍ یې ونړول.

کله چې برید پیل شو ځینې خلک د یوې شاتنۍ دروازې له لارې وتښتېدل او په نزدې ودانیو کې یې پناه واخیستله.

له برید څخه وروسته ګډوډۍ کې، سنګ چې د ودانۍ په څلورم منزل کې وو لاندې وغورځېد چې پښې او یو لاس یې ټپي شول.

د ودانۍ څو خونې او د عبادت عمومي تالار د ګولیو، ګرنېټونو او اور په وسیله چې د برید په ترڅ کې یې سخت اور اخیستی وو، ډېر ویجاړ شول.‌

د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي توماس وېسټ د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «متحده ایالات په کابل کې د افغان سکانو د ټولنې په ګوردواره باندې چې د یوه سک عبادت کوونکي په ګډون د بې ګناه خلکو ژوند یې واخیست، ترسره شوی ډارن برید په سختو ټکو غندي.»

هغه ولیکل، «زه د قربانیانو کورنیو ته پوره تسلیت وایم. کم وسه اقلیتونه باید خوندي کړای شي.»

په سکانو باندې تر دې مخکې هم بریدونه شوي ول.

د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې، لږ تر لږه ۲۵ کسان هغه وخت ووژل شول چې وسله والو سړیو په کابل کې په یوه بل معبد باندې برید وکړ.

او په ۱۳۹۷ کې، لږه تر ۱۹ کسان چې ډېر یې سکان ول په جلال اباد کې د یوه ځانمرګي بمي برید په ترڅ کې ووژل شول.

د دواړو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی وو. دغه ډله په منظمه توګه د شیعه ګانو او صوفیانو په ګډون د افغانستان د اقلیت ټولنو غړي په نښه کوي.‌

له افغانستان څه وتل

تر تېر کال پورې په افغانستان کې د سکانو او هندوانو شمېر شاوخوا ۲۰۰ ته راکم شوی وو، په داسې حال کې چې په ۱۳۵۰مو کالونو کې دغه شمېر نږدې نیم میلیون تنه وو.‌

اکثر پاتې شوي کسان سوداګر ول چې د بوټو د درملو او له هندوستان او پاکستان څخه د راوړل شویو برقي وسایلو په خرڅولو کې ښکېل ول.

دا برید څو ورځې وروسته له هغه ترسره شو چې د نوي ډیلي یوه هیئت له کابل څخه لیدنه وکړه څو د هندوستان سفارت د بیا پرانستلو د امکاناتو په هکله خبرې اترې وکړي.‌

په نوي ډیلي کې د هندوستان د حکومت سرچینو ای اېف پي ته وویل چې شاوخوا ۱۰۰ افغان هندوانو او سکانو ته عاجلې وېزې ورکړل شوي، خو سیتي وویل چې په دغه بیریدلې ټولنه کې هیڅوک هم په دې هکله خبر ندي.‌

هغه وویل چې اوس دغه ټولنه نه پوهېږي چې په راتلونکي کې چېرې عبادت وکړي.‌

هغه وویل، «که موږ ټول په یوه مشخص ځای کې د عبادت کولو لپاره سره ټول شو، ښایي موږ له یوې بلې داسې پېښې سره مخامخ شو.»

نوموړي وویل، «په موږ باندې وار له مخه درې بریدونه شوي... موږ مجبور یو چې پام وکړو.»

سیتي وویل، «وروستۍ پېښې په موږ باندې غټ تاثیر کړی دی.»

هغه وویل، «افغانستان زما اصلي ټاټوبی دی، او ما هېڅکله هم نه غوښتل چې وځم... خو اوس زه وځم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان په پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله، لږ تر لږه ۹۲۰ تنه مړه شوي او له ۶۰۰ زیات ټپیان دي. دغه ارقام پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت مرستیال شرف‌ الدین مسلم نن په کابل کې په یوه بېړنۍ خبري غونډه کې تأیید کړ. هغه وویل د دې زلزلې له امله زرګونه کورونه ان څو کلي بشپړ ډول وران شوي او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله ښځو او ماشومانو ته رسېدلې ده. دا یوه لویه غمیزه ده چې په اوسني بد وضعیت کې په افغانانو راغلې ده او خلک یې سخت خواشیني کړي دي. خلک بې حده غریب دي، چې جوړ کور کې د ډوډۍ له غمه سرګردانه وي؛ نو د زلزلې له وجې د ویجاړو شوو کورونو د خلکو به څه حال وي. نړیوالې خیریه مؤسسې دې د داسې یوې فعالې، شفافې او صادقې ادارې په همکارۍ زلزله ځپلو ته مرستې وروسي او خلکو سره دې مرستې وکړي. که مرستې ورته ونه رسېږي نو هغه کوم چې په هغو سیمو کې ټپیان پاتې خپل ژوند به له لاسه ورکړي. افغانستان په اوسني وضعیت کې دا حالت نه شي قابو کولی. دا لس میاشتې کېږي خلک بې روزګاره دي اوس دادی کورونه یې هم راونړېدل. نو هیله ده نړیوالې مرستندویه ادارې لاس په کار شي او عاجل مرستې ور ورسوي.

ځواب ورکړئ