کابل -- داعش د هغه ځانمرګي بمي برید د ترسره کولو مسؤلیت منلی چې د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ په کابل کې د روسیې سفارت سره نژدې وشو، د سفارت دوه دیپلوماتان او څلور افغانان یې ووژل.
بمي بریدګر د سفارت د کونسلي څانګې له دروازې سره نژدې ځان وچاوه.
یادې ډلې په یوه اعلامیه کې چې په بېلابېلو تیلیګرام چینلونو باندې خپره شوې ده، وویل، د داعش یوه جنګیالي «په یوه غونډه کې چې روسي کارمندانو په کې برخه لرله خپل انتحاري واسکټ ته چاودنه ورکړله.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سفارت د دوو کارمندانو مړینه تایید کړه.
![افغانې ښځې د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته د روسیې سفارت تر څنګ تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2022/09/06/36976-Russian-embassy-women-585_329.jpg)
افغانې ښځې د وږي په ۱۴مه په کابل کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته د روسیې سفارت تر څنګ تېرېږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]
د کابل پولیسو وویل، څلور افغانان چې د کونسلي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره منتظر وو هم ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف دغه برید «په مطلق ډول د نه منلو وړ» وباله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، په سفارت کې، چې د کابل په یوه لویه او د پارلمان ودانۍ ته تللې لاره باندې پروت دی، د امنیت د پیاوړتيا لپاره چټک ګامونه اخیستل شوي دي.
د استخباراتو کمزورتیا
دا برید د افغانستان هغو هڅو ته یو ټکان دی چې بهرني هېوادونه یې هڅول چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي، او ټینګار یې کاوه چې امنیت تضمین دی.
د روسیې سفارت یو له څو هغو سفارتونو څخه وو چې د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې څخه وروسته پرانستی وو. له هغه وروسته اکثرو هېوادونو خپل سفارتونه وتړل او کارمندان یې واېستل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې یوه څېړنه پيل شوې او مقامات «به دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې په داسې منفي کارونو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړي.»
د امنیتي چارو افغان تحلیلګر حکمت الله حکمت وویل، دغه برید د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې د افغانستان «کمزورتیا» وښودله.
هغه ای اېف پي ته وویل، «که هغوی د کابل په زړه کې د داسې بریدونو مخه نشي نیولی، بیا نو هغوی نشي کولی چې په اطرافو کې هم امنیت برابر کړي.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په یوه اعلامیه کې دغه برید «په سختو ټکو» وغانده او له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) هم دغه بمي برید وغانده.
دغې ادارې په ټوېټر ولیکل، «یوناما په دې اړتیا ټینګار کوي ... چې ګامونه واخیستل شي څو د خلکو او دیپلوماتیکو ماموریتونو خوندیتوب او امنیت ډاډمن شي.»
په جوماتونو کې بمي بریدونه
نورو ترهګریزو پېښو هم په وروستیو اونیو کې افغانستان ته زیانونه رسولي دي.
د جمعې په ورځ یوه ځانمرګي بمي بریدګر د افغانستان په لوېدیځ کې په هرات ښار کې یو له سترو جوماتونو څخه په نښه کړ چې د هغه د بانفوذه امام په شمول لږ تر لږه ۱۸ کسان یې ووژل.
د مجیب الرحمان انصاری په نامه دغه عالم غوښتنه کړې وه چې حتی هغه کسان چې د هېواد د مشرانو پر ضد «جزئي عمل» هم ترسره کړي، باید سر یې پرې کړای شي.
په انصاري باندې برید له دې سره سره وشو چې مقاماتو ورته د مرمۍ ضد موټر او ساتونکو د برابرولو په شمول سخت امنیت ټینګ کړی وو.
سږ کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر جوماتونه په نښه کړای شوي چې د ځینو بریدونو مسؤلت داعش پر غاړه اخیستی دی.
د زمري په ۱۷مه لږ تر لږه ۲۱ کسان هغه وخت ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول چې په کابل کې په ابوبکر صدیق جومات کې یوه چاودنه وشوله.
داعش د شیعه ګانو، صوفیانو او سکانو په څېر اقلیت ګروپونه په نښه کړي دي.
د زمري په نیمایي کې، داعش د یو لړ هغو بمي بریدونو مسؤلیت ومانه چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې ووژل.
چاودنې د کابل په لوېدیځ کې په هغې مېنه کې وشوې چې ډېری استوګن یې د هزاره ټولنې غړي دي او د هغوی اکثر خلک شیعه دي.
چاودنې له عاشورا څخه یوازې یو څو ورځې مخکې ترسره شوې. په عاشورا کې عبادت کوونکي په جوماتونو کې راټولېږي او په هغو مراسمو کې برخه اخلي چې د شیعه ګانو د امام او د محمد رسول الله (ص) د لمسي حسین بن علي په یاد جوړېږي.
د غبرګولي په میاشت کې، داعش په کابل کې په یوه ګوردواره باندې د یوه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې دوه کسان په کې مړه او ۷ نور ټپیان شول.
داعش په خپل تبلیغاتي سایټ اعماق باندې خپاره کړي یوه پیغام کې وویل چې برید هندوان او سکان او هغه «مرتدان» په نښه کړل چې د هغوی ساتنه یې کوله.