تروريزم

د داعش له خوا له عاشورا څخه مخکې د شیعه ګانو په نښه کولو سره، د کابل اوسېدونکیو د امنیت ټینګولو غوښتنه وکړه

د سلام ټایمز راپور

لاسي پلورونکي د زمري په ۱۶مه په کابل کې په یوه مارکېټ کې مېوه او ترکاري پلوري. د کابل اوسېدونکي د ښار په شیعه وګړو باندې د داعش له خوا ترسره شویو یو لړ بریدونو سخت په قهر کړي دي. [لیلیان سووان رومفا/ای اېف پي]

لاسي پلورونکي د زمري په ۱۶مه په کابل کې په یوه مارکېټ کې مېوه او ترکاري پلوري. د کابل اوسېدونکي د ښار په شیعه وګړو باندې د داعش له خوا ترسره شویو یو لړ بریدونو سخت په قهر کړي دي. [لیلیان سووان رومفا/ای اېف پي]

کابل -- یو لړ چاودنو د کابل شیعه اوسېدونکي په داسې حال کې په قهر کړي چې هغوی د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۷مه/ عاشورا، د محرم د پاکې میاشتې ۱۰مه ورځ لمانځي.

چارواکو وویل یو بم چې یوې لاسي کراچۍ پورې نښلول شوی وو د جمعې په ورځ په یوه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، وچاودېد چې ۸ ملکي کسان یې ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.‌

د دغې چاودنې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. یادې ډلې په خپل ټیلیګرام چینل وویل چې د داعش جنګیالیو «دغه بم ته چاودنه» ورکړله.‌

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ خبریالانو ته وویل، «امنیتي ټیمونه هڅه کوي چې عاملان پیدا کړي.»

شیعه عبادت کوونکي د زمري په ۱۷مه د عاشورا په ترڅ کې د کابل په کارته سه سیمه کې له یوې موقتې خېمې سره نږدې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

شیعه عبادت کوونکي د زمري په ۱۷مه د عاشورا په ترڅ کې د کابل په کارته سه سیمه کې له یوې موقتې خېمې سره نږدې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه وویل، چاودېدونکي توکي یوې کراچۍ پورې چې له مېوې څخه ډکه او په داسې یوه سیمه کې درول شوې وه چې خلکو د ورځنیو خوراکي توکو د اخیستلو سودا کوله، نښلول شوي ول.‌

چاودنه د کابل په لویدیځه برخه کې وشوه چې ډېری اوسېدونکی یې له قومي پلوه هزاره ګان دي او هغوی اکثر شیعه دي.‌

دغه اقلیت ګروپ د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو له ۱۰٪ څخه تر ۲۰٪ پورې جوړوي.

ځدراڼ وویل، تاوتریخوالي د شنبې په ورځ هم هغه وخت دوام وکړ چې په هماغې سیمه کې یوه بم دوه کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپيان کړل.‌

هغه وویل، «چاودېدونکي توکي د کابل په لوېدیځه برخه کې د سرک پر غاړه په یوه لوښي کې اېښودل شوي ول،» او زیاته یې کړه چې د یوه ټپي شوي کس حالت نازک دی.

د ترهګرو د فعالیتونو د څار استخباراتي ګروپ سایټ د معلوماتو له مخې، داعش ویلي چې د هغوی «عسکرو یوه چاودېدونکې وسیله وچوله.»

دا چاودنې له عاشورا څخه یواځې یو څو ورځې مخکې پېښې شولې. په دغه وخت کې عبادت کوونکي په جوماتونو کې راټولېږي او د شیعه ګانو د امام او د محمد رسول الله (ص) د لمسي حسن بل علی د تلین په مراسمو کې برخه اخلي

طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د کابل د ۶مې حوزې ډېرو اوسېدونکیو د ښار په لوېدیځو سیمو کې د چاودنو له لارې د بریدونو د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.‌

ځایي خلکو وویل، د شنبې ورځې د چاودنې اکثر قربانیان هغه لاسي پلورونکي ول چې خپل توکي یې پلورل.‌

د کابل د برچي سیمې یوه اوسېدونکي محمد علي طلوع نیوز ته وویل، «چاودنې هره ورځ کېږي، او د ناامنۍ سطحه لوړه شوې ده.»

د کابل د پل سخته سیمې یوه اوسېدونکي محمد جعفر وویل، «ټول قربانیان نارینه او ځوانان ول، او هغوی د ویر مراسمو ته راټول شوي ول، او ډېره ګڼه ګوڼه وه.»

د فواد په نامه د پل سوخته یوه بل اوسېدونکي وویل، «هرې خوا ته د غوښو ټوټې، د بدن غړي، پښې او نور اندامونه پراته ول.»

هغه وویل، ښاروالۍ جسدونه وانه خیستل چې د خښولو لپاره یې وېسي، او زیاته یې کړه چې ده او څلورو نورو کسانو مړي خښ کړل.‌

پولیس چارواکو وویل چې هغوی په پل سوخته کې د شنبې ورځې د برید په تړاو دوه مشکوک کسان نیولي دي.‌

د پلازمېنې د ۶مې حوزې د استخباراتو رییس مولوي وقاد وویل، «تر اوسه پورې، موږ د دغې چاودنې په تړاو د داعش دوه کسان نیولي او هڅه کوو چې پاتې نور یې هم ونیسو.»

عیني شاهدانو وویل چې درېیمه چاودنه د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په چنداول سیمه کې وشوه.

دغه عیني شاهد وویل، چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله وشوه چې عامه ټرانسپورټ یې په نښه کړی وو او زیاته یې کړه چې ټپي شوي کسان روغتون ته وېوړل شول.‌

تر اوسه پورې چارواکو د دغه برید په هکله څه نه دي ویلي، نه د تلفاتو په هکله معلومات شته او نه یې چا مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.‌

نړۍ والې ټولنې د غوايي په میاشت کې په کابل او مزارشریف کې شوې مرګونې چاودنې وغندلې. په مزارشریف کې د شویو درې چاودنو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

12. د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې د سیاسي جوړجاړي له لارې سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو نه لېوالتیا، 13. د فاسدو رسنیو شتون چې په بهرنیو او غیر مسؤلو استخباراتو یې تکیه کوله. 14. د پاکستان ویجاړونکی رول. ډاکټر نوراحمد خالدي

ځواب ورکړئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط دولس لاملونه: د نور احمد خالدي لیکنه د اسلامي جمهوري دولت نظام د لاندې عواملو په نتیجه کې په سیستماتیک ډول سقوط وکړ: 1. د مافیايي ډلو او جهادي مشرانو له لاسپوڅي طبقې څخه د متحده ایالاتو دوامدار مالي او سیاسي ملاتړ او په حکومت کې د هغوی د مشرانو په شاملولو او د دې ډلو له خوا د واک د سیمه ایزو ټاپوګانو په رامینځته کولو او په هیواد کې د فساد په خپریدلو ټینګار، 2. د متحده ایالاتو او فاسدو جهادي مشرانو له خوا په سیستماتیک ډول د حکومت د مشروعیت له منځه وړل، 3. د اساسي قانون او نورو قوانینو پر ضد د فعالیتونو په پایله کې د حکومت او پوځ کمزوری کېدل او د عبدالله عبدالله په مشرۍ او مرکز کې د یوې فاسدې مافیايي ډلې له خوا د ولسواکو ټاکنو د پایلو ردول، 4. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د شمال ټلوالې د شورای نظار د بدې او فاسدې ډلې د نژاد پالو سیاستونو له امله د هېواد د نژادي ډلو ترمنځ د تفرقې او اختلاف رامنځته کول، چې د هېواد د روڼ اندو په منځ کې یې ژور زخمونه جوړ کړل، 5. په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له ګډون پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک، 6. د دې هوکړې په پایله کې د طالبانو په مشرۍ د یوه نوي اسلامي دولت د جوړولو لپاره د امریکایانو ژمنه، 7. د متحده ایالاتو له خوا د اسلامي جمهوریت د حکومت د دوام مشروعیت او د هغې د مالي مرستو کمول، 8. د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته په تیر کال کې له افغان پوځ سره د متحده ایالاتو د هوایي ملاتړ پای ته رسیدل، 9. د ناټو د ۱۵ زره قراردادیانو په وتلو سره چې د افغان پوځ په ځانګړې توګه د هوایي ځواک د لوژیستیکي ملاتړ مسولیت په غاړه درلود، د افغان پوځ په جنګي وړتیا کې د پام وړ کمښت، 10. د افرادو، د اردو

ځواب ورکړئ

لسېزې کېږي چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو په مرکز بدل شوی. د ایران خامني به خپلو خلکو ته ویل، “که غواړئ چې ایران روغ او له جګړو په امان کې وساتئ، جګړه له ایران نه وباسئ”. په افغانستان کې نن سبا هماغه د خامني د وینا اړوند فارموله روانه ده ـ د پاکستان هم همدا پالیسي ده. دلته د روسانو، هندوانو، ایرانیانو او پاکستانیانو د ګټود لاسته راوړلو جنګونه دي چې د خپلو افغان مزدورانو له خوا یې پر مخ بېول کېږي. د دغه ډول نیابتي جګړو د مخنیوي لپاره په کار ده چې افغانان په خپل منځ کې سره یو شي. زه فکر نه کوم چې دا دې یا د داعش حملې وي او د بلې کومې ډلې، دا د ګاونډیانو د ګټو د خوندیتوب جنګونه دي. په کار ده چې نوي مسولین له خپلو بې ځایه لاپو تېر شي، افغانان سره راټول او یو قوي حکومت جوړ کړي. که نه، فکر نه کوم چې افغانستان او افغانان دې د ارام ساه واخلي.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې ملګري ملتونه او نړیوال سازمانونه به د بشریت ضد جنایتونه چې په افغانستان کې د شمالي ټلوالې د مقاومت ډلې او داعش له خوا ترسره کیږي، وڅېړي. پنجشېریان ډېر بې رحمه او بې ایمانه خلک دي. له یوې خوا د طالبانو پر ضد د جګړې او مقاومت شعارونه ورکوي او له بلې خوا د طالبانو له خوا د وژلو نارې وهي. دوی کولی شي د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره د ذلت اوج ته ورسیږي. امریکا او نړیواله ټولنه باید دا ډله د داعش په شان یوه تروریستي ډله اعلان کړي، د داعش د جنګیالیو او د شمالي ټلوالې د مقاومت د ډلې تر منځ د پیوستون اوازې شته چې مشري یې د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود کوي. .

ځواب ورکړئ

تر څو چې پاکستان د نړۍ له نقشې نه حذف شوی نه وي او تر څو چې په ایران کې اخوندي حکومت په واک کې وي، په افغانستان کې سوله او ثبات یوازې یو خوب دی. دا دواړه په بې شرمۍ سره ځانونه د سولې غوښتونکي هیوادونه بولي خو په حقیقت کې شپه او ورځ د افغانانو پر ضد کار کوي. افغانان د اور او اوبو تر منځ ایسار دي. که دوی په افغانستان کې پاتې شي، هره ورځ به د طالبانو له ظلم سره مخامخ وي، او یا به د داعش له خوا وژل کېږي. که دوی بهر ته لاړ شي، د افغانستان د ظالمو او متعصبو ګاونډیانو له خوا شکنجه کیږي او حتی وژل کیږي. څو ورځې وړاندې مې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې ولیدلې چې په کې ایراني سرحدي ځواکونه افغان کډوال تر ډبرو لاندې ښخوي. دوی افغان مهاجرینو ته سپکاوی او ګواښونه کول او د هغوی له ژړاوو او چیغو یې خوند اخیست. بل هیڅ هیواد د افغان مهاجرینو سره دومره ظلم نه دی کړی لکه ایران یې چې کوي. مرګ د ایران په بې دین، ظالم او منافق رژیم.

ځواب ورکړئ

زما لپاره د طالبانو او داعش تر منځ توپیر نشته. طالبان له تېرو شلو کلونو راهیسې همدا کار کوي او اوس پوهېږي چې چاودنې او ځانمرګي بریدونه کول ډېر ساده او اسانه دي. په مقابل کې د خدمتونو وړاندې کول، د خلکو امنیت ساتل، له ټولنیزو ستونزو سره مقابله او داسې نور کارونه سخت دي. زه په ډاډ سره ویلی شم چې طالبان پخپله پوهیږي چې د خلکو د امنیت د ساتلو توان نه لري او په خپله ناکامي پوهیږي. له یوې خوا د دوی غرور، خود غرضي او له بلې خوا د پاکستان حکمونه د دې مخه نیسي چې دوی په هېواد کې د ثبات د ټینګښت لپاره اساسي ګامونه پورته کړي. د طالبانو پاکستاني قوماندانان په دې پوهېږي، چې کله په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او دا هېواد باثباته شي، نو د امریکا او متحدینو لپاره به پاکستان خپل اهمیت له لاسه ورکړي او دغه هېواد به بیا د دې جوګه نه وي چې له نورو هېوادونو څخه په افغانستان کې د جګړې او ترهګرۍ په نامه پیسې واخلي. همدا لامل دی چې پاکستان طالبان مجبوروي چې هغه کارونه وکړي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ لامل ګرځي. طالبان د پاکستان غلامان دي چې د پاکستان د ګټو د ساتلو لپاره افغانستان قرباني کوي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې چې څومره وژنې او قتلونه کېږي تر شاه یې د بهرنیو استخباراتو لاس دی چې غواړي افغانان په خپلو کې سره په جګړو کې ښکیل کړي او دوی له دې فرصت په استفادې خپلې ګټې ترلاسه کړي او افغانستان د همېش لپاره د جنګ د میدان په توګه وکارول شي. دلته چې هر څوک او د هر قوم کس وژل کېږي، ظلم پرې کېږي، حق یې خوړل کېږي... خلاف یې یو. خو څومره تبلیغ چې هزاره ګانو ته کېږي، بل هېڅ یوه قوم ته نه کېږي. کنه هره ورځ لسګونه پښتانه وژل کېږي، ولې یې راپورونه نه خپرېږي؟ ولې نه رسنیز کېږي؟ ولې د پښتون د حق پوښتنه نه کېږي؟ دا چې هر څه دلته روان دي علت دادی چې پښتانه او نور قومونه په خپلو کې سره په جنګ کړي. کنه په تېرو شلو کلونو کې د پښتون بېلا بېل انساني حقونه خوړل شوي، مګر ټولې دنیا پرې سترګې پټې کړي وې، اوس یې هم حقه حقوق خوړل کېږي. خو نړیوال پرې چپه خوله دي. زما عرض دادی چې د سلام ټایمز اداره دې دغه موضوع د خپلو سرچینو له لارې دنیاوالو ته وښيي او ثابته دې کړي چې په افغانستان کې یوازې د هزاره، تاجک، ازبک... حق نه؛ بلکې کلونه کېږي چې د پښتنو حقونه هم خوړل کېږي، وژل کېږي، په بمونو کېنول کېږي او بیا انفجار ورکول کېږي... خو هېڅوک یې پوښتنه نه کوي او نه یې غمخوار پیدا شو.

ځواب ورکړئ

داسې ګونګوسې خپریږي چې ګواګې د داعش جنګیالیو او د شمالی ټلوالي د مقاومت ډلې تر مېنځ چې مشري یې د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود په غاړه لري یو بل ته لاس ورکړی او د طالبانو په وړاندې یوځای جګړه کوي. شمالي ټلواله چې د ډېر پخوا نه د ترهګریزو حملو سره بلدتیا لري او آن د جمهوریت پر مهال به یې هم ورانکاري کارونه ترسره کول غواړي د داعش په ملتیا افغانستان یو ځل بیا د کورنۍ جګړې د اور خوراک کړي. زما هیله ده ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو نه داده چې په افغانستان کې دې هغه د بشريت ضد جنایتونه وڅېړي کوم چې شمالي ټلوالي د مقاومت ډلې او داعش لخوا په ګډه ترسره شویدي. پنجشیریان ډېر سپین سترګې او بې وجدانه خلک دي. دوی له یوې د طالبانو په وړاندې د جګړې شعارونه ورکوي او له بلې خوا شکایت کوي چې ګواکې طالبان یې وژني. دوی خپلو شخصي موخو ته د رسېدلو لپاره د رزالت تر وروستۍ کچې رسېدلی شي. امریکا او نړیواله ټولنه باید دا ډله د داعش په څېر یوه تروریستي ډله اعلان کړي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې دا دوه بریدونه یوازیني بریدونه نه دي چې د عاشورا په مراسمو کې ترسره شوي دي. د دغو مراسمو په ترڅ کې هره ورځ د کابل ښار په شیعه مېشتو سیمو کې یوه چاودنه کیږي،‌ خو طالبانو د داعش د بریدونو د مخنیوي په خاطر په کابل ولایت او د هغه د ګاونډیو ولایتونو په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې بندې کړې. د طالبانو دغه کړنه په ډاګه کوي چې دغه ډله تر کومه حده د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلې او په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د دوی ادعا درواغ دي. زموږ پر هېوادوالو هره ورځ وحشتونه کېږي. داعش يې وژني، طالبان هم خپل خلک وژني، ولس هم له فقر او لوږې ځورېږي. بېکاري او نورې ټولنيزې ستونزې خپل اوج ته رسېدلې دي. په همدې حال کې طالبان چمتو نه دي چې د یوه مسوول حکومت په توګه عمل وکړي او خپلې دندې ترسره کړي. هماغه وژنې او بریدونه چې طالبانو د جمهوریت پر مهال ترسره کول اوس داعش او هغه ډله چې ځان مقاومت بولي، ترسره کوي. افغانان به تر هغه وخته پورې جنګیږي او وژل کیږي څو چې موجود وي.

ځواب ورکړئ