امنیت

د داعش خراسان څانګې ترهګرو په دایکندي کې بې وسلې ولسي وګړي په ډزو ووژل

د سلام ټایمز راپور

یو عکس چې د داعش له خوا د وږي په ۲۲مه خپور شو د افغان ملکي وګړو یوه ډله، له وژل کېدلو څخه مخکې، ښیي. [آرشیف]

یو عکس چې د داعش له خوا د وږي په ۲۲مه خپور شو د افغان ملکي وګړو یوه ډله، له وژل کېدلو څخه مخکې، ښیي. [آرشیف]

کابل -- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل، اورپکو د وږي په ۲۲مه په دایکندي ولایت کې په یوه برید کې چې پړه یې د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستې، یوه ډله ملکي کسان ووژل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ای اېف پي ته وویل، «ناپیژاندو وسله والو ډزې کړي او ملکي وګړي یې وژلي دي،» او زیاته یې کړه چې نور جزیات به وروسته شریک شي.

په دغه ولايت کې يوې سرچينې چې د امنيتي دلايلو له امله يې نوم نه دى څرګند شوى، ای اېف پي ته وويل چې په دغه بريد کې ١۴ تنه وژل شوي او لږ تر لږه څلور نور ټپيان دي.

سرچینې وویل، یوه ډله خلک د عراق له کربلا څخه، چې د شیعه ګانو یو مقدس ځای دی، د راستنیدونکو زیارت کوونکو د هرکلي لپاره راټول شوي وو.

سرچینو د یوه محلي رسنیز وېب سایټ طلوع نیوز په اساس راپور ورکړ چې په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د دایکندي ولایت د مرکز نیلي ښار د یوه روغتون یوه چارواکي ویلي، چې کارکوونکي یې د تیارسئ په حال کې دي.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پی ته وویل، «دوی ته خبر ورکړل شوی چې د ټپیانو د ترلاسه کولو او درملنې لپاره چمتو شي،»

د داعش خراسان څانګې پخوا هم شیعه ګان په نښه کړي، او هغوی بدعتیان ګڼي.

د روانې میاشتې په نیمایي کې دغې ډلې په کابل کې د یوه ځانمرګي برید، چې د یوې ښځې په ګډون شپږ ملکي وګړي یې ووژل، پړه پر غاړه اخیستې وه.

دغې ډلې وویل، چې د غوایي په میاشت کې په افغانستان کې د سیلانیانو په نښه کولو د برید تر شا چې د درې بهرنیانو په ګډون شپږ کسان یې ووژل، هم د هغوی لاس و.

د ملګرو ملتونو د تروریزم ضد مبارزې یوه چارواکي په دې میاشت کې خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګه د اروپا لپاره ترټولو لوی بهرنی ترهګریز ګواښ دی، چې «په تېرو شپږو میاشتو کې یې خپلې مالي او لوجیستیکي وړتیاوې پیاوړې کړي دي.»

د ۱۴۰۰ لمریز کال له زمري راهیسې بهرنیو څارونکو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو بیا راژوندي کېدو ته اشاره کړې ده.

ملګرو ملتونو د چنګاښ په میاشت کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې په ګډون د ځینو ډلو د زیاتیدونکيو فعالیتونو او نړۍ وال امنیت ته د هغوی د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.

په زمري کې، د افغانستان د امنیت څار موسسې راپور ورکړ چې د داعش خراسان څانګې په تېرو دریو کلونو کې په ټول هېواد کې ۶۲ ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي. له هغه وخت راوروسته دا شمېر نور هم زیات شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500