کابل -- داعش خراسان څانګې د وږي په ۱۳مه په کابل کې د هغه ځانمرګي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې لږترلږه شپږ کسان یې ووژل، او ویې ویل چې برید د اوسني حکومت د څارنوالۍ کارمندان په نښه کړي دي.
پولیسو د وږي په ۱۲مه وویل، دا پېښه د کابل په جنوبي لمنه کې د قلعه بختیار په سیمه کې وشوه، چې شپږ تنه یې ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې وژل شوي د یوې ښځې په ګډون ملکي وګړي دي.
هغه وويل، «يو تن چې د چاودېدونکيو توکو وسیله یې پر تن وه، چاودنه وکړه. ټپيان پر وخت روغتونونو ته انتقال شوي او پلټنې روانې دي.»
د داعش خراسان څانګې تبلیغاتي اژانس (اعماق) د مړو او ټپیانو ټول شمېر «له ۴۵ څخه ډېر» یاد کړی،او ویلي یې دي چې دغه بمي برید په محبسونو کې د بندي مسلمانانو د غچ په ترڅ کې ترسره شو.
اعماق په ټیلیګرام کې په یوه اعلامیه کې وویل، «ځانمرګي بریدګر تر هغه وخته پورې انتظار کاوه چې د څارنوالۍ کارمندان له خپلو دفترونو څخه وځي،» بیا یې د خلکو په مینځ کې چاودنه وکړه.
افغان چارواکو د ۱۴۰۰ لمریز کال له زمري میاشتې راهیسې امنیت خپل لومړیتوب اعلان کړی، خو ترهګریز بریدونه لا هم د افغانانو لپاره یوه غټه ننګونه ده.
د داعش خراسان څانګې په کابل او له پلازمینې څخه بهر د نږدې ټولو وروستیو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.
په درې کالونو کې ۶۲ بریدونه
د افغانستان د امنیت څار ادارې د راپور له مخې چې د زمري په ۲۶مه خپور شو، یادې ترهګرې ډلې په تېرو درې کالونو کې په ټول افغانستان کې ۶۲ وژونکي بریدونه ترسره کړي دي.
په افغانستان کې تر ټولو وروستی ځانمرګی برید د زمري په ۲۱مه د داعش خراسان څانګې له خوا په غاړه واخیستل شو.
دا چاودنه د کابل په لویدیځ کې د شیعه مسلمانانو د استوګنې په یوه مېنه کې وشوه. په دې مېنه کې له تاریخي پلوه ځورېدلی افغان شیعه اقلیت ژوند کوي چې ډېر وختونه د داعش خراسان څانګې، چې هغوی مرتد بولي، د بریدونو هدف ګرځي.
د کب په میاشت کې، د داعش خراسان څانګې په کندهار کې د یوه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. په هغه وخت کې، افغان چارواکو وویل چې یواځې درې تنه وژل شوي په داسې حال کې چې د روغتون یوې سرچینې د مړو شمیر تر ۲۰ ډېر لوړ بللی و. دا ډول توپیرونه غیر معمولي نه دي.
د پنټاګون ویاند تورن جنرال پټ رایډر د وږي په ۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «موږ پوهېږو چې د داعش خراسان څانګې په څېر سازمانونو په ګواښونو باندې سترګې نشو پټولی، او دا چې موږ باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې نه ستړی کېدونکی تمرکز ولرو.»