امنیت

د داعش خراسان څانګې او القاعدې ترمنځ په افغانستان کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره سیالي زیاته شوې ده

د محمد قاسم راپور

خلک د ۱۴۰۰ د تلې په ۲۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې په یوه ځانمرګي برید کې ۴۱ کسان ووژل شول او یادې افراطي ډلې یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، د پېښې قربانیان خښوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

خلک د ۱۴۰۰ د تلې په ۲۴مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې په یوه ځانمرګي برید کې ۴۱ کسان ووژل شول او یادې افراطي ډلې یې مسؤلیت پر غاړه واخیست، د پېښې قربانیان خښوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- شنونکو وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعدې تر منځ د نفوذ لپاره سیالي زیاته شوې او هر یو هڅه کوي چې په نړۍ وال ډګر کې موقف ترلاسه کړي.

په فرانسه کې مېشت سیاسي شنونکي غلام حسین توانا وویل، د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې د داعش خراسان څانګې شاوخوا ۴۰۰۰ غړي د افغانستان له زندانونو څخه خوشې شول، چې دغې افراطي ډلې ته یې وده ورکړه او د القاعدې په لومړني سیمه ییز سیال باندې یې بدله کړه.

توانا وویل، «که څه هم داعش د القاعدې په پرتله کم عمر لري لاکن په ایران او روسیه کې د داعش خراسان څانګې وروستیو پیچلو بریدونو د نړۍ وال تروریزم د ګواښ په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي،»

هغه وویل، « د القاعدې ترڅنګ، د داعش خراسان څانګه د موقف ترلاسه کولو په لټه کې ده،» او زیاته یې کړه چې دا ډله «د نړۍ پام ځانته ور اړوي او په افغانستان کې یې خپل ویجاړونکي فعالیتونه زیات کړي دي.»

هغه وویل، «داعش اوس د افغانستان له پولو هاخوا په ګواښونو تمرکز کوي، او هیله لري چې په راتلونکې لسیزه کې یوه نړۍ واله ترورستي ‌‌‌‌‌‌ډله شي لکه القاعده چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه مخکې وه،»

د القاعدې بیا راژوندي کېدل

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې، القاعده په افغانستان کې د خپلو عملیاتي وړتیاوو د بیارغولو هڅه کوي.

په کاناډا کې مېشت افغان سیاسي شنونکيمحمد زمان سیال وویل، له دې سره سره چې القاعدې په ۱۴۰۱ لمریز کې خپل مشر ایمن الظواهري له لاسه ورکړ، لاکن د دغې ډلې جګپوړي غړي لا هم په افغانستان کې د روزونکو او سلاکارانو په توګه فعال دي.

هغه وویل، القاعده له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د ازبکستان اسلامي غورځنګ (آی اېم یو) په ګډون نورو سخت دریځو ډلو سره همکاري کوي.

سیال وویل، د دغو ډلو څخه ډېرې یې د القاعدې تر لارښوونې لاندې فعالیت کوي، او یادونه یې وکړه چې «دا اړیکې ژورې شوې دي.»

هغه وویل، «القاعده د افغانستان په مهمو بنسټونو کې د حضور په لرلو سره، په خپلو ستراتیژیکو موخو تمرکز کوي، او د دې شبکې ستراتیژیک اهداف بې له شکه پر نړۍ وال جهاد تمرکز کوي.»

هغه وویل، دا ډله او متحدین یې کولی شي افغانستان «یوه ورځ د قوماندې او کنټرول مرکز په توګه وکاروي،»

هغه وویل، «القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې له مناسبو شرایطو څخه په ګټې اخیستنې سره د یو بل پر وړاندې سیالي کوي،»

د ترهګرۍ ګواښ زیات شوی

د کابل اوسېدونکي، سید نسیم مرادي چې ۴۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان له دننه څخه سیمې ته نړۍ وال ګواښ زیات شوی دی.

مرادي وویل، «له بده مرغه، ترهګرې ډلې په افغانستان کې له بې ثباته وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې په هېواد کې دننه او بهر خپل نفوذ پراخ کړي،»

هغه زیاته کړه، «زموږ معلومات ښیي چې دا ډلې تر ډېره د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې فعالې دي،»

د کابل اوسیدونکی، کریم الله مصلح، چې ۳۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، د ۱۴۰۰ لمریز له زمري میاشتې راهیسې، د داعش خراسان څانګې د هېواد په بېلابېلو برخو کې بریدونه کړي، او افغان وګړي لا هم د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو ویره لري.

هغه وویل، «ډېر خلک د داعش خراسان څانګې له ډاره له جوماتونو او غونډو ډډه کوي، ځکه چې دې ډلې ترهګري راپارولې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500