امنیت

القاعده او د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې بې پیلوټه الوتکې او پرمختللې وسلې ترلاسه کړي

د محمدقاسم راپور

ښځې د ۱۴۰۰ د لړم په ۱۲مه د کابل په سردار داوود خان پوځي روغتون کې د چاودنې ځای سره نږدې تېرېږي. تر دې یوه ورځ مخکې، هلته د داعش خراسان څانګې یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د ۱۴۰۰ د لړم په ۱۲مه د کابل په سردار داوود خان پوځي روغتون کې د چاودنې ځای سره نږدې تېرېږي. تر دې یوه ورځ مخکې، هلته د داعش خراسان څانګې یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغان پولیسو یوه پخواني افسر وویل، القاعده او د داعش خراسان څانګه هڅه کوي هغه بې پیلوټه الوتکې او نور پرمختللي پوځي تجهیزات، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا پاتې دي، ترلاسه کړي.

د افغان پولیسو یوه پخواني افسر متقاعد جنرال عبدالحمید حمیدي چې اوس په اسلام اباد کې اوسېږي، سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې د ترهګریزو بریدونو لپاره ډرون او پرمختللي پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې القاعده هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا پاتې مهمو تجهیزاتو، په ځانګړې توګه ... د شپې لیدونکیو کمرو او ډرونونو چې د چاودیدونکو توکو د لیږدولو توان لري، ترلاسه کولو ته سترګې نیولي دي،»

هغه وویل، د داعش خراسان څانګه هره میاشت د پام وړ اندازه پیسې په افغانستان کې د خپلې شبکې د استخدام او پیاوړتیا په چارو لګوي، او زیاته یې کړه چې د دې پراختیا د مخنیوي لپاره سملاسي اقدام ته اړتیا ده.

حمیدي وویل، دا ډلې هڅه کوي چې د خپلې جګړې بڼه بدله کړي، او زیاته یې کړه چې که هغوی بریالي شي، نو دا به د افغانستان، سیمې او نړۍ والې ټولنې لپاره د پام وړ نوی ګواښ رامنځته کړي.

د خبرتیا زنګ

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي، مجتبی احمدي، چې ۴۶ کاله عمر لري، وویل، «داعش پخوا هم پر ځانګړیو هدفونو ځانمرګي بریدونه کړي دي، او که دا ډله او نورې ورته ډلې ډرون الوتکې او درانه پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، نو دوی به سیمه نوره هم بې ثباته کړي،»

هغه وویل، «د خلکو غوښتنه دا ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د نړۍ والو ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره متحد شي. دا ډلې په پټه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې مرکزونه جوړوي، او د هغوی ویجاړونکي فعالیتونه باید ودرول شي.»

څارونکي وايي، په افغانستان کې د القاعدې او داعش خراسان څانګې په څېر تروریستي ډلو په موجودیت سره، به افغانستان د بې ثباتۍ د سرچینې په توګه پاتې شي.

په جرمني کې مېشت افغان سیاسي شنونکي غلام رسول توحیدي وویل، «داعش افغانستان ته د خپل خلافت د پراخولو لپاره د یوه مهم ټکي په سترګه ګوري، له همدې امله هره میاشت په افغانستان کې د فعالو تروریستي شبکو له منځه د غړو د استخدام لپاره د پام وړ پیسې لګوي،»

هغه وویل، «داعش او القاعده په دې کار کوي چې خپل ځواکونه سره یو لاسی او په شمال کې خپلې اډې پیاوړې کړي. دا احتمال شته چې د وخت په تېرېدلو سره نورې ډلې لکه جندالله، د تاجکستان جماعت انصارالله او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ هم دوی ته ور نږدې شي او بیعت ورسره وکړي.»

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي حیات الله محمدي چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل، د تخار په سرحدي ولسوالیو کې د القاعدې د پټ شتون په اړه راپورونو د سیمې اوسیدونکي اندېښمن کړي دي.

هغه وویل، «موږ په تخار کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د القاعدې د پټو فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه لرو،»

محمدي پر نړۍ والې ټولنې غږ وکړ چې د دې ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره دې ګړندی اقدام وکړي او یو ځل بیا دې د عامو خلکو د ژوند د خرابولو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، «افغانانو وار له مخه کافي اندازه کړاوونه زغملي دي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500