کابل -- په کابل کې د داعش خراسان څانګې له خوا د تېرې اونۍ برید په افغانستان کې د دې ډلې د پراخو عملیاتو په هکله اندیښنې زیاتې کړي دي.
د داعش خراسان څانګې د زمري په ۲۱مه د کابل په لوېدیځ کې د شیعه ملکي وګړو په یوه منی بس موټر باندې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست، چې یو کس په کې ووژل شو او ۱۱ نور ټپیان شول.
د کب میاشتې له نیمایي راهیسې، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې اوه ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې تر ډېره یې شیعه مسلمانان په نښه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې د چنګاښ په میاشت کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د زیاتیدونکي ګواښ په اړه د اندیښنې غږ پورته کړ.
د څار ډلې وویل، دا ګروپ په فعاله توګه د افغانستان له شمال څخه تاجک او ازبک جنګیالي استخداموي او په لیرې پرتو سیمو کې وسلې او چاودیدونکي مواد راټولوي.
راپور وايي، داعش خراسان څانګه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له خپلو مرکزي سیمو څخه خپره شوې، چې یوه ډله یې بدخشان او نورې یې هرات او نیمروز ولایتونو ته تللې دي.
نه ختمېدونکی غم او رنځ
۲۷ کلن محسن رضايي د هغو کسانو په ډله کې و چې د داعش په وروستي برید کې ټپیان شول. د وري په ۲۱مه، د هغه ورور د کابل په لویدیځ کې د داعش خراسان څانګې په یوه چاودنه کې ټپي شو.
رضايي د تېرې میاشتې په نیمایي کې وویل، «څلور میاشتې هم نه وې تېرې چې زما ورور د داعش په یوه چاودنه کې سخت ټپي شو، او لا هم هغه تګ نه شي کولی،»
هغه وویل، «اوس زه هم ټپي شوی یم، او دې درد یو ځل بیا زموږ کورنۍ ځپلې ده.»
د رضايي د لاس زخم به لږ تر لږه د یوې میاشتې لپاره طبي پاملرنې ته اړتیا ولري.
هغه وویل، «د داعش له خوا رامنځته شوي غمونه او کړاوونه بې پایه ښکاري. هرکله چې موږ خپل عزیزان له لاسه ورکړو ... موږ هیڅکله هغه درد نشو هېرولی، او بیا بل برید پیښیږي، زموږ غم تازه کوي او ژوروي.»
رضايي وېره څرګنده کړه چې په داسې حال کې چې هغه دا ځل یواځې ټپي شو، ښايي د داعش خراسان څانګې په بل برید کې هغه مړ شي.
جدي اندېښنې
په هرات کې مېشت د پوځي چارو شنونکي ولي محمد پیمان وویل، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې فعالیتونه په زیاتیدو دي او باید جدي ونیول شي.
هغه وویل، «په افغانستان کې د داعش خراسان د زیاتېدونکیو فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو او د ځینو هېوادونو اندېښنې رښتینې او د منلو وړ دي. موږ نشو کولی د خلکو او نړۍ په ګمراه کولو سره دا جدي ګواښ له پامه وغورځوو.»
پیمان وویل، د داعش خراسان څانګې مرکز په افغانستان او د پاکستان په قبایلي او ناامنه سیمو کې دی. هغه زیاته کړه، دا د افغانستان او نورو هیوادونو لپاره مخ په زیاتیدونکي خطر رامنځته کوي.
هغه وویل، «له څو میاشتو چوپتیا وروسته، په کابل کې پر شیعه ملکي وګړو د داعش وروستی برید دا په ډاګه کوي چې دغه ترهګره ډله کولی شي چې لا نور بریدونه ترسره کړي. د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید تر ګواښ لاندې ولایتونو او سیمو کې جدي امنیتي تدابیر ونیول شي.»
طالبان وايي چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري. د طالبانو د مشر فصيح الدين فطرت چې معمولاً په پګړۍ او ملکي جامو کې څرګندیږي، او اوس په ويډيو کې په پوځي يونيفورم کې ليدل کېږي وايي چې داعش په افغانستان کې له منځه تللى دى. فطرت وویل، داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او نه شي کولای د افغانستان او د سیمې اوسېدونکو ته ګواښ رامنځته کړي. نوموړي دا خبره د امریکايي چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې، چې ویلي یې و چې داعش په افغانستان کې شتون لري او ښايي یو ستر ګواښ شي. په همدې حال کې، د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز فصيح الدين فطرت تاييدوي چې په ځينو ځايونو کې کله ناکله تخريبي فعاليتونه تر سره کېږي، خو د طالبانو اسلامي امارت هڅه کوي چې دغه فعالیتونه صفر ته راټيټ کړي. او که دا ډول عملیات ترسره شي، ډېر ژر یې مخه نیول کېږي او یا یې عاملین له منځه وړل کېږي. هغه وويل، شونې ده په دې پېښو کې نور کسان هم لاس ولري، چې غواړي امنيت ګډوډ کړي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه تللی دی. د لا زیاتو مالوماتو لپاره به تاسو ته د افغانستان د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز فصیح الدین فطرت د وینا یوه ویډیو راولیږم. زه د یوه عادي افغان په توګه پر ټولو افغان وسله والو او بې وسلې (سیاسي) ډلو غږ کوم چې د افغانستان مسله د خبرو له لارې حل کړي او پرې نږدي چې افغانستان پخوانیو کلونو او لسیزو ته وګرځي. که له یوې خوا زموږ د هېواد ستونزه د جګړې له لارې نه شي حل کېدای، له بلې خوا نړۍ په ځانګړې توګه امریکایان او اروپایان په افغانستان کې د پنځه لسیزو جګړې له امله زموږ د خلکو له مرستې ستړي شوي دي. اروپایان او د نړۍ نور انسانان اړ دي ترڅو د خپلو مالیاتو پیسې زموږ د
ځواب ورکړئتر څو چې د طالبانو حکومت له نړېوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا سره تفاهم ته ونه رسیږي، هېڅکله به په سیاسي، اقتصادي او حتی پوځي چارو کې بریالی نه شي. که څه هم طالبان ادعا کوي چې د ایتلافي ځواکونو پر وړاندې بریالي شوي، خو حقیقت دا دی چې نه امریکا او نه هم د ایتلاف نورو غړو د افغانستان په شل کلنه جګړه کې له خپل بشپړ ظرفیت څخه کار اخیستی دی. یو حقیقت چې ټولو ته څرګند دی، دا دی چې پاکستان د افغان حکومت، نړېوال ایتلاف او په ځانګړې توګه د امریکا پر وړاندې دوه مخی لوبه وکړه. له یوې خوا یې له امریکا څخه د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په ملیاردونو ډالر واخیستل او له بلې خوا یې طالبان په کوټه، پېښور او راولپنډۍ کې په خپلو پوځي مرکزونو کې وساتل. حتی کله چې د طالبانو استازي قطر ته واستول شول، پاکستاني رسنیو ولیکل چې د پاکستان حکومت او په حقیقت کې د پاکستان پوځ له امریکا څخه درې ملیارده ډالره اخیستي څو طالب مشران له امریکا سره خبرو ته حاضر کړي. ترهګر پاکستان مرده باد.
ځواب ورکړئ2 تبصره