هرات -- په افغانستان کې د امنیت په هکله د نړۍ والو اندیښنو په ترڅ کې، د هغو کورنیو وېره په زیاتېدلو ده چې د داعش خراسان څانګې په بریدونو کې یې خپلوان له لاسه ورکړي دي.
۴۲ کلنه زینب حسیني د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې له خپلو اتو یتیمانو سره یوځای ژوند کوي.
د غبرګولي په ۸مه په ګذره کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې، د داعش خراسان څانګې بریدګرو د هغې مېړه (ملا امام) او پنځه نور عبادت کوونکي د ماښام د لمانځه پر مهال په ډزو ووژل.
حسیني سخته ضربه خوړلې، او په یواځې سر د اتو ماشومانو د پاللو مسؤلیت د هغې لپاره دروند دی.
هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه وېره لرم چې د داعش خراسان څانګه به یو ځل بیا زموږ پر جومات یا ښارګوټي برید وکړي. زه اندېښمنه یم، چې خدای مه کړه، د داعش په بل برید کې به زه یو یا څو ماشومان له لاسه ورکړم.»
هغې وويل، «زه مخکې له داعش څخه ډېره وېرېدم، او په نتیجه کې مې مېړه له لاسه ورکړ. ما په خپلو سترګو د داعش وحشت وليد. داعش وسله وال هیڅ رحم نه کوي .... او زه ډارېږم چې زه به خپل ماشومان هم له لاسه ورکړم.»
د داعش خراسان څانګې د قربانیانو کورنۍ د هغې د فعالیتونو په هکله په زیاتیدونکې توګه اندیښمنې دي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو وروستي راپور خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګه افغانستان، سیمې او ترې اخوا ته یو جدي ګواښ دی.
د چنګاښ د ۲۰مې راپور وايي، د داعش خراسان څانګه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له خپلو مرکزي سیمو څخه شړل شوي او ځینې غړي یې هرات ولایت ته کډه شوي دي.
په وېره او غم کې ژوند کول
په همدا ګذره ولسوالۍ کې ۳۸ کلن غلام رضا رضايي خپله مېرمن له لاسه ورکړه.
اوس چې هغه د یوه کارګر په توګه کار کوي، په یواځې سر د خپلو درېوو ماشومانو د پاللو مسؤلیت پر غاړه لري او د مور او پلار دواړو مسولیت ترسره کوي.
له سلام ټایمز سره د خبرو پر وخت د رضايي سترګې له اوښکو ډکې شوې. هغه وویل، داعش د هغه ماشومان بې موره کړل او کور یې ورته وران کړ. هغه له دغه قتل څخه وروسته جومات ته د لمانځه لپاره د تللو جرئت نه دی کړی.
هغه وویل، «زه ډېر ډارېږم کله چې اورم چې داعش په افغانستان کې پیاوړی کېږي. زما په کور کې زما د مېرمنې د مړینې غم کم شوی نه دی. د دې درد او کړاو لامل داعش دی.»
هغه وويل، «موږ به تر څه وخته د داعش له امله په غم او وېره کې ژوند کوو؟ زموږ غوښتنه دا ده چې داعش نور د بې ګناه [افغانانو] له وژلو څخه ډډه وکړي،»
د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۷ کلن میثم امیري په همدې برید کې خپل پلار له لاسه ورکړ.
هغه وویل، «داعش زما پلار، چې کارګر و، په یوه عبادت ځای کې وواژه. دا ډله په هیچا رحم نه کوي، او زه ډېره ویره لرم چې یوه ورځ به ما هم ووژني.»
میثم وویل، «د داعش بریدونو زموږ د امنیت احساس له منځه وړی دی، او موږ ټول په دې فکر یو چې راتلونکی برید به چیرته کیږي او زموږ کوم خپلوان به له موږ څخه واخیستل شي.»
د افغانستان لپاره د ایران نسخه د لبنان برخلیک دی چې لکه حزب الله د دوی په نیابت غربي نړۍ او امریکا سره تل په جگړه وي. د پاکستان نسخه خو روښانه ده، یو داسې افغانستان چې وږی، محتاج، بېسرنوشته، بېسرپوښه، بېپوښتنې او په ټوله مانا د پاکستان تر کنټرول لاندې وي. روسیه عملا د افغانستان د تجزیې هر ډول ته گډېږي، یوازې د داعش او نورو ترهگرو له وېرې کله کله د یوه مشروع نظام د جوړېدو غږ پورته کړي. چین وچ کلک د خامو موادو غل دی او نږدې درېیو کلونو کې یې ډېر شمېر کمپنیو په یو نوم او بل نوم«د افغان شرکتونو په نوم» ډېر شمېر معدني او نورې پروژې اخستي او درگرده یې استخراج روان دی. همداسې لکه ایران و روسیه په افغانستان کې د داسې یو نظام غوښتونکي دي چې په بهرني سياست کې د غرب ضد په ځانگړي ډول د امریکا متحدهایالاتو پر وړاندې سخت افکار ولري، خو عمل کې هیڅ هم نهدي او د ننگ په ورځ د تېښتې لار گوري. هند د داسې یو نظام پلوی دی چې پاکستان سره خورا بدې اړیکې وپالي او په هر ډول چې وي د خپلو ځینو مرستو په دوام د افغانانو په زړونو کې ځای ولري. تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان یوازې د خپلو سیمهییزو پروژو غم وړي او کیسه کې یې نهدي چې څوک نظام چلوي، خو بس چې د دوی گټه ښه روانه وي. هو بې له شکه په سیمه د ترهگرۍ زیاتېدو اندېښمن کړي او کله نا کله غږ هم باسي. نو په داسې یو چاپیریال چې یو هوښیار، مدبر، پراخه اړیکه لرونکی او تر ټولو مهم د ملت له کلک ملاتړه برخمن نظام نه وي، خاورې به په توپان کې دا روانه کښتۍ تر ساحله ورسېږي.
ځواب ورکړئزه پخپله په هېڅ سیاست او سیاستوالو باور نه لرم. سیاست داسې یوه ناولې لوبه ده چې ټول انساني اقدار تر پښو لاندې کوي. تاسو وګورئ چې اسرائیلو څومره بې ګناه ښځې، ماشومان او سپین ږیري ووژل لاکن ټوله انساني نړۍ ورته چوپ ده. نه ملګري ملتونه او نه کومه بله موسسه دا وس او توان لري چې د یهودو د ظلم مخه ونیسي. دا ټول د یوه سپي وېښتان دي.
ځواب ورکړئ2 تبصره