امنیت

په هرات کې د داعش غړو له نیول کېدلو څخه وروسته د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

د عمران راپور

د داعش د درېوو غړو له نیول کېدلو څخه وروسته، چې په هرات کې د غوایي په میاشت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید مسؤل بلل کیږي، د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- د داعش د درېوو غړو له نیول کېدلو څخه وروسته، چې په هرات کې د غوایي په میاشت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د یوه برید تور پرې لګول کیږي، د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.

د هرات ولایت ځایي چارواکو اعلان وکړ، چې دغه سړي د غبرګولي په ۱۳مه په هرات ښار کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

په ګذره ولسوالۍ کې د غوایي په ۱۰مه د شیعه ګانو په یوه جومات باندې د داعش په برید کې، د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون شپږ ملکي وګړي ووژل شول.

داعش وویل، په برید کې د داعش څو غړو برخه اخیستې وه.

ماتم کوونکي د غوایي په ۱۱مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د خپلو خپلوانو د خښولو لپاره راټول شوي دي. هغوی د غوایي په ۱۰مه د شیعه ګانو پر یوه جومات د داعش په برید کې ووژل شول. [عمران/سلام ټایمز]

ماتم کوونکي د غوایي په ۱۱مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د خپلو خپلوانو د خښولو لپاره راټول شوي دي. هغوی د غوایي په ۱۰مه د شیعه ګانو پر یوه جومات د داعش په برید کې ووژل شول. [عمران/سلام ټایمز]

په وژل شویو کې ۱۷ کلن محمد علي هم شامل و چې له برید څخه لږ مخکې د لمانځه لپاره جومات ته رسېدلی و.

د هغه مور فاطمې رضايي د خپل یواځيني زوی قاتلان «وینو ته تږي جنایتکاران» وبلل.

رضايي سلام ټایمز ته وویل، «زما مېړه ۱۱ کاله وړاندې د یوې ناروغۍ له امله مړ شو، او زما یواځینۍ هیله زما زوی و. هغه په ​​۱۱ ټولګي کې و، او ما د خلکو په کورونو کې کار کاوه چې له هغه سره د زده کړو په برخه کې مرسته وکړم،»

هغې وويل، «ما له خپل زوی او دوو لوڼو سره يو غريبانه ژوند تېراوه... داعش زما يواځینۍ هيله له منځه وېوړه. هغه بې ګناه و او هیچکله یې چاته زيان نه و رسولی،»

هغې وویل، د یوې غمجنې مور په توګه، د کمزورۍ احساس کوي، خو په بې صبرۍ دې ته تمه کوي چې قاتلانو ته به سزا ورکړل شي.

د عدالت غوښتنه

د محمد علي تره ۵۴ کلن عبدالحکیم رضايي وویل، د داعش له خوا رارسیدلی غم او درد «ډېر دروند» دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، مجرمین باید سزا وویني.

شل کلن محمد علي اخلاقي، چې پلار یې عبدالعظیم اخلاقي د جومات د امام په توګه دنده ترسره کوله او د غوایي په ۱۰مه ووژل شو، هم د خپلې کورنۍ لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.

هغه وويل، «زما پلار يو ديني عالم او زموږ د کورنۍ نفقه ګټونکی و. زما ورور او درې خويندې اوس يتيمان دي،»

هغه زیاته کړه، «د داعش غړي جنایتکاران او وینه تویونکي دي او پر هغوی باید هیڅ رحم ونشي. د اسلامي شریعت له مخې، دا کسان باید سزا وویني،»

په ټول افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو د افغانانو غوسه راپارولې ده، چې د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې د قوي او پرېکنده اقدام غوښتنه کوي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي جمال الدین حسیني وویل، د داعش د نورو بریدونو د مخنیوي یواځینۍ لاره دا ده چې د داعش پر وړاندې مبارزه جدي وګڼل شي.

هغه وویل، «د داعش وسله وال د بې ګناه خلکو له وژلو څخه وروسته د پېښې له ځای څخه تښتي او بیا ورته بریدونه کوي،»

حسیني وویل، «موږ په ندرت سره د داعش د غړو په هکله اورو چې له نیول کېدلو څخه وروسته سزا ورکول کیږي. هغوی قاتلان دي، او د اسلامي شریعت له مخې چې موږ ټول پرې باور لرو، باید د خپلو اعمالو له عواقبو سره مخ شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا به نه وایو چې افغانستان کې د داعش غړي نشته، وي به نو ډېر زیات کم او هغه هم داسې چې سلګونو زرو منځ کې یو تن او دا بیا نه یوازې چې افغانشتان کې دي؛ بلکې د اروپا په څېر پرمختللو هېوادونو کې هم شته چې ډېر منظم استخباراتي سیستم لري چې حتی مچ ترې بې ځایه نه شي الوتلی؛ نو افغانستان کې خو به یې حضور حتماي وي مګر بیا هم د طالبانو استخباراتو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په چوکاټ کې د خپلو لیکو ۱۷ تنه له داعش سره د اړیکو په تور نیولي دي. د معلوماتو له مخې پر دغو کسانو داعش ډلې سره د مهمو معلوماتو شریکولو او د بریدونو پر مهال هغوی ته د کورډینات ورکولو شکونه موجود دي او دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست د ۲۰۲۳ کال تر مارچ پورې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش شاوخوا ۱۱۰۰ غړي وژلي او نږدې ۱۷۰۰ کسان ورسره بندیان دي. نو زه وایم چې طالب د اړیکو په تور ورسره کسان نیسي نو نور خلک خو په هیڅ صورت نه پرېږدي چې داعش ته جذب شي.

ځواب ورکړئ

افغانان د ډېرو کارونو کولو استعداد لري، لاکن په افغانستان کې د موجودو امکاناتو په پام کې نیولو سره زمونږ هېوادوال یوازې چاقو، لور، او تبر جوړوي. نور هر ډول وسلې او جنګي وسایل له بهرنیو هېوادونو څخه راځي بلکې راوړل کیږي یا را لېږل کیږي. همدارنګه، افغانان د اسلام د راتګ له لومړیو لسیزو راهیسې مسلمانان دي او په معتدل اسلام عقیده لري. د جارحه وسلو تر څنګ، جارحانه فکرونه او نظریې هم له بهرنیو هېوادونو څخه رالېږل شوي او رالېږل کیږي، او دا دواړه د دې سبب کیږي چې افغانان یو د بل په مقابل کې وجنګېږي، ووژني او ووژل شي. که څه هم چې موجودو واکمنانو پخپله هم ډېر خلک وژلي او اوس یې هم په غیرمستقیم او تدریجي مرګ وژني لاکن لږ تر لږه مستقیم مرګ او وژل تر کافي حده کم شوي دي. د دې ټکو په پام کې نیولو سره، مونږ له تالب واکمنانو څخه غواړو چې د «دیموکراسي په دکتاتورۍ ساتل کیږي» فورمول په اساس له خپلو موجودو امکاناتو څخه د داعش،‌ شمال ټلوالې او نورو ورانکارو او شریرانو په مقابل کې چې افغانان وژني لاس په کار شي او له منځه یې وېسي، او دغه کار ته تر هغه دوام ورکړي چې افغانستان ارام او امن شي. په عین حال کې، نوی حکومت باید له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو، برتانیا، جرمني، فرانسې، هندوستان سره روابط جوړ کړي ځکه دا هغه هېوادونه دي چې کولی شي د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې مرسته وکړي. چین، روسیه، پاکستان پخپله له لوږې مري او د خپلو هېوادوالو لپاره خواړه نشي برابرولی.

ځواب ورکړئ