هرات -- نامعلوم وسله وال په فراه او هرات ولایتونو کې وژنې ترسره کوي، چې د خلکو تر منځ یې وېره راپارولې ده.
وروستۍ پېښه د غبرګولي په ۶مه د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې بریدګرو د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي ووژل. د راپورونو په اساس، بریدګر د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي.
دې ته ورته بریدونه تر ډېره حده شیعه وګړي په نښه کوي.
تېر کال د لیندۍ په ۱۰مه وسله والو په هرات ښار کې دوه دیني عالمان، دوه ښځې او دوه نارینه ووژل. دوه اونۍ وړاندې د لیندۍ په ۲مه مه په هرات ښار کې هم پر موټرسایکل سپرو وسله والو دوه شیعه دیني عالمان ووژل.
![یو پلار د لیندۍ په ۱۱مه د خپل زوی عکس ته ګوري. هغه یوه ورځ مخکې ترهګرو په هرات ښار کې وواژه. [عمر/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2024/06/04/46755-s_3-585_329.jpg)
یو پلار د لیندۍ په ۱۱مه د خپل زوی عکس ته ګوري. هغه یوه ورځ مخکې ترهګرو په هرات ښار کې وواژه. [عمر/سلام ټایمز]
په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې مخکې د ورته بریدونو مسؤلیت مانه، د داعش خراسان څانګې په ګډون هیڅ ډلې د دې وروستیو بریدونو مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د لیندۍ په میاشت کې د یوه وژل شوي دیني عالم زوی، ۴۱ کلن جمعه خان اخلاقي وویل، دا پټوالی د وېرې یو بل اړخ زیاتوي، چې «یو نوی دښمن په راڅرګندېدو دی.»
هغه وویل، «وروستي بریدونه ښيي چې نورې ترهګرې ډلې چې هدف یې د ملکي وګړو وژل او په هېواد کې ګډوډي رامنځته کول دي، رامنځته شوي دي،»
هغه زیاته کړه، «دا چې موږ نه یو پوه چې زموږ پټ دښمن څوک دی، موږ ټول وارخطا کړي یو. وروستۍ پېښې نه دي څېړل شوي او تقریبا له پامه غورځول شوي دي.»
اخلاقی وویل، «کله چې زه په ښار کې یا له خپل کور څخه بهر موټرسایکل سپاره یا یو ګړندی موټرسایکل وینم، وېرېږم چې هغوی به پر موږ برید وکړي او وبه مو وژني.»
په ویره کې ژوند کول
۴۵ کلن حامد عالمي چې تره یې د لیندۍ په ۱۰مه په هرات ښار کې ووژل شو، په هرات کې د نامعلومو ترهګرو ډلو له خوا په دوامداره وېره کې ژوند کوي.
هغه وویل، «تر څو چې ترهګر ونه نیول شي او سزا ورنه کړل شي، خلک به سوله ونه ویني. کاش چې یوه ترهګره ډله د دې بریدونو د ترسره کولو ادعا وکړي څو موږ خپل دښمن وپېژنو.»
۲۶ کلن حسین چې خپل تخلص یې نه دی یاد کړی او په هرات ښار کې ژوند کوي، په دوامداره وېره کې ژوند کوي او هیڅکله د خوندیتوب احساس نه کوي.
هغه وویل، «زموږ وېره یواځې په داعش پورې محدوده وه، خو ... موږ نه پوهیږو چې دا دښمنان څوک دي او ولې بې ګناه خلک په نښه کوي.»
په ايټاليا کې مېشت افغان پوځي شنونکي محمدنعيم غيور خبرداری ورکړ، چې نوې ترهګرې ډلې د فرقه يي شخړو په رامنځته کولو سره غواړي چې افغانستان بې ثباته کړي.
هغه وویل، «داعش یواځینۍ ډله نه ده چې د افغانستان امنیت ته جدي ګواښ پېښوي، بلکې نورې ډلې هم رامنځته شوې چې هدف یې په هېواد کې ګډوډي او بې ثباتي رامنځته کول دي.»
غیور وویل، «په ځینو ولایتونو کې وروستيو ترهګریزو بریدونو، چې کومې ډلې یې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی، یواځې شیعه ګان په نښه کړي دي. د دغو بریدونو موخه دا ده چې د فرقه ییزې جګړې اور ته لمن ووهي.»
له وېرې ډک
ځواب ورکړئ4 تبصره
زه فکر کوم چې افغانانو باید له پخواني شوروي اتحاد سره ملګرتیا ته دوام ورکړی وای، ځکه روسان د غربیانو په نسبت په ملګرتیا کې ټینګ ول. په هر حال دا چې هغه چانس له لاسه ووت، اوس باید افغانان غربي بلاک سره ملګرتیا ټینګه کړي. د غربي بلاک په مقابل کې د افغانانو مخالفت افغانستان ویجاړوي. دا اوس چې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته وکتل شي، زمونږ خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او هیڅوک خوشحال نه دی. علت یې دا دی چې نه یوازې دا چې اوس د خلکو اقتصادي حالت ښه دی او نه هم راتلونکي ته هیله لري. د دې تر شا ستونزه همدغه د داعش په څېر پروژې دي چې غرب یې د پاکستان په وسیله تطبیقوي. له قرینې څخه داسې ښکاري چې د داعش پروژه به په نژدې راتلونکي کې ډېره غښتلې شي، ځکه د افغانستان ګاونډیان نه غواړي چې په افغانستان کې هېڅ نظام هم د پخوالي درجې ته ورسېږي. تر پرون پورې پاکستان د چین او روسیې په پیسو، وسلو او مرستو د طالبانو په لاس افغانان وژل، او اوس به د تالبانو د حکومت پر ضد له داعش څخه کار اخلي او د دې لپاره د منابعو لټون کوي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
ترهګریز بریدونه نه یواځې په شیعه میشتو ولایتونو کې بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په ځانګړې توګه په پښتون میشته او سني میشتو ولایتونو کې ترسره کیږي. د افغانستان تېرو پنځوسو کلونو تاریخ ته په کتو، دا ډول ترهګریز سازمانونه د پاکستان او ایران د استخباراتو له خوا حمایه کېږي. ایران غواړي د دغه ډول بریدونو له لارې د خپل (اسلامي!) انقلاب ساحه نورو هېوادونو ته هم پراخه کړي. په همدې وخت کط پاکستان د لوېدیځو قدرتونو په ځانګړې توګه د برتانیا په امر دغه ډول ترهګریز بریدونه ترسره کوي چې په سیمه کې د افغانانو له خوا څو ځلې مات شوي دي. د خبري آژانسونو د خبر له مخې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته پاکستان یو ځل بیا غواړي له افغان ځوانانو، چې ډېری یې بېکاره دي، په افغانستان کې د داعش د پروژې د پلي کولو لپاره وکاروي او یو ځل بیا افغانان له امنیتي ستونزو سره مخ کړي.
ځواب ورکړئ4 تبصره
موږ خو چې د وطن رسنۍ تعقیبوو دا یو خبر هم په کې نشته. ما ار اوسه نه له طلوع نیوز، نه له اریان نیوز، نه له شمشاد، نه له یک ... ټلویزیونونو په ګډون له هیڅ یوې داخلي رسنۍ څخه وانه ورېدل او نه مې په کې ولوستل چې دغه ډول ترهګریز بریدونه دې شوي وي او په دومره لوی شمېر بې ګناه خلک دې په کې وژل شوي وي. خدای تعالی دې قربانیان وبښي او کورنیو ته یې الله ج بدیلونه ورکړي. مولوي خالص چې یو جهادي شخص و، ویلي یې دي چې موږ غوښتل افغانستان ازاد کړو خو هغه یو څه زیات راڅخه ازاد شو. نو موږ کلونه کلونه د ازادۍ په تمه وو، چې ځه امریکا به ووځي جنګ به قرار شي، خو داسې ښکاري چې کومه بله نوې لوبه پیلېږي (الله ج دې نه کوي) خدای تعالی دې د افغانستان او کړېدلو افغانانو په حال خاص رحم تو کرم وکړي. امین
ځواب ورکړئ4 تبصره