تروريزم

هرات کې په سلګونو افغانان راټول شول ترڅو د داعش خراسان بریدونه وغندي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګه په افغان شیعه ګانو باندې بریدونو ته زور ورکوي، نږدې ۵۰۰ شیعه او سني مسلمانان د ۱۴۰۳ د تلې په ۲مه هرات ښار کې راټول شول ترڅو د دغې ډلې ترهګریز عملونه وغندي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې د افغانستان پر شیعه لږکیو بریدونو ته زور ورکړی، په دې وروستیو کې نږدې ۵۰۰ افغانان په هرات کې سره راټول شول ترڅو د دغې ډلې ترهګریز عملونه وغندي.

د «مسلمانانو تر منځ یووالی» تر نامه لاندې غونډه د تلې په ۲مه په دې موخه ترسره شوه چې د شیعه او سني ټولنو تر منځ یووالی په ګوته کړي.

د غونډې یوه ګډونوال حسین علي روستاپور وویل، دا ښیي چې «د داعش خراسان څانګه نشي کولی چې په افغانستان کې د شیعه او سني پیروانو تر منځ اوږدمهاله یووالی کمزوری کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش هره هڅه چې د افغانستان د خلکو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي، بې ګټې او بې اغېزه ده،»

د هرات د سني او شیعه ټولنو په سلګونو غړي د تلې په ۲مه هرات ښار کې راټول شول ترڅو د داعش خراسان څانګې بریدونه وغندي او په خپلو کې یووالی وښیي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات د سني او شیعه ټولنو په سلګونو غړي د تلې په ۲مه هرات ښار کې راټول شول ترڅو د داعش خراسان څانګې بریدونه وغندي او په خپلو کې یووالی وښیي. [عمر/سلام ټایمز]

روستاپور زیاته کړه، «موږ د افغانستان پر خلکو، په تېره بیا د شیعه ګانو پر ضد د داعش بریدونه غندو،»

د غونډې بل ګډونوال محمد طاهر شیرمستي وویل، د داعش خراسان څانګه د ټولو مسلمانانو ګډ دښمن دی، چې شیعه او سنیان دواړو د هغوی په تروریستي بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل، «داعش زموږ شریک دښمن دی، او موږ یې پر وړاندې په ګډه مبارزه کوو،»

شیرمستي وویل، د دې ډلې هدف دا دی چې «د قومونو او خلکو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي... خو دا به په افغانستان کې بریالۍ نشي ځکه چې خلک متحد دي،»

هغه زیاته کړه، د داعش کړنې له انساني او اسلامي نظره د غندلو وړ دي، او یادونه یې وکړه چې دغه ترهګره ډله د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.

ناکام هدفونه

د غونډې ګډونوالو سلام ټایمز ته وویل، په شیعه ګانو باندې د برید کولو لپاره د داعش خراسان څانګې اصلي هدف د افغانانو ترمنځ مذهبي تفرقه اچول دي.

په هرات کې مېشت دیني عالم محمد معصوم علیزاده وویل، داعش خراسان غواړي د بې ګناه خلکو په وژلو سره د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي، خو افغانانو په خپل یووالي او پیوستون سره دغه پلان شنډ کړ.

هغه وویل، «په افغانستان کې له سلګونو کلونو راهیسې شیعه او سني د ورونو په څېر سره یو ځای ژوند کوي، او هیچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د دوی ترمنځ تفرقه رامنځته کړي،»

هغه زیاته کړه، «د شیعه او سني ټولنو تر منځ دوستي او یووالی د داعش لپاره یو قوي ګوزار دی،»او په دایکندي او بل هر ځای کې یې د دغې ډلې ټول بریدونه وغندل.

محمد سعید رضازاده، چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، د افغانستان شیعه او سني ټولنې د یو بل په خوښیو او غمونو کې سره شریکې دي، او د داعش خراسان څانګه به هیڅکله ونشي کولی چې هغوی سره وویشي.

هغه وویل، «په تېرو څو کلونو کې، داعش هڅه کړې چې د دیني عالمانو په وژلو او په جوماتونو، روغتونونو او ښوونځیو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په ترسره کولو سره د شیعه او سني افغانانو ترمنځ تفرقه واچوي،»

هغه وویل، «خو موږ هغوی ته وایو چې د هغوی دسیسې او هڅې بې ځایه دي.»

هغه زیاته کړه، «موږ افغانانو د داعش د دسیسو د شنډولو لپاره خپلې وینې ورکړې دي،»

رضازاده وویل، «په افغانستان کې شیعه او سني هېڅکله سره نه دي بېل شوي، او موږ دا یوازې په الفاظو نه، بلکې په عمل کې ثابته کړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500