تروريزم

افغان شیعه ګان د داعش له خوا د هېواد د وېشلو د پلان په وړاندې احتجاج کوي

د ای اېف پي او سټاف راپور

په داسې حال کې چې حکومت خبرداری ورکړی چې داعش د افغانستان ۱۱ ولایتونو ته لاس اوږد کړی دی، خواوشا ۲۰۰۰ شیعه مسلمانانو د جنورۍ په ۳ مه د افغانستان په غرب کې د داعش د ډېرېدونکیو فرقه یي حملو په وړاندې احتجاج وکړ. [عارف کریمي/ ای اېف پي]

په داسې حال کې چې حکومت خبرداری ورکړی چې داعش د افغانستان ۱۱ ولایتونو ته لاس اوږد کړی دی، خواوشا ۲۰۰۰ شیعه مسلمانانو د جنورۍ په ۳ مه د افغانستان په غرب کې د داعش د ډېرېدونکیو فرقه یي حملو په وړاندې احتجاج وکړ. [عارف کریمي/ ای اېف پي]

هرات -- ای اېف پي راپور ورکړ چې، په داسې حال کې چې حکومت خبرداری ورکړی چې داعش د افغانستان ۱۱ ولایتونو ته لاس اوږد کړی دی، خواوشا ۲۰۰۰ شیعه مسلمانانو د جنورۍ په ۳ مه د افغانستان په غرب کې د داعش د ډېرېدونکیو فرقه یي حملو په وړاندې احتجاج وکړ.

په داسې حال کې چې د «مرګ د افغانستان پر دښمنانو» او «مرګ پر داعش» شعارونه یې ورکول، او د هغو شیعه مسلمانانو عکسونه یې لېږدول چې په وروستیو حملو کې وژل شوي ول، احتجاج کوونکیو په هرات ښار کې د والي د دفتر په وړاندې مارش وکړ.

یوه ۴۰ کلن احتجاج کوونکي، قربان علي، وویل، «زمونږ په جوماتونو د داعش حملې ورځ تر بلې ډېرېږي. هغوی غواړي چې د شیعه ګانو او سونیانو تر منځ اختلاف رامنځته کړي.»

هغه وویل، «دا یو خطرناک چلند دی، او مونږ له حکومت نه غواړو چې مونږ ته مصؤنیت راکړي.»

داعش کوشش کوي چې فرقه یي بېلتون ته لمن ووهي.

د داعش راپورته کېدا په افغانستان کې د فرقه یي اختلاف روحیه راپورته کړې ده، او دا داسې څه دي چې دا اکثریت سوني نفوس لرونکی هېواد ترې د لسیزو اوږدې جګړې سره سره په امن پاتې دی.

تر څو میاشتو مخکې وخت پورې، داعش تر ډېره ننګرهار ولایت پورې چې له پاکستان سره نښتی دی، محدود ساتل شوی وو، چې هلته د سرونو پرې کولو په شمول ظلمونو له امله مشهور شو.

خو په دې اونۍ کې حکومت وویل چې دغه ډله په منظمه توګه نورو ولایتونو ته پراخېږي.

د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد څانګې مشر نجیب الله ماني په هرات کې خبریالانو ته وویل، «زمونږ لومړني معلومات ښیي چې داعش په هرات کې د وروستیو حملو تر شا لاس لري. هغوی پراختیا مومي او تل د نویو جغرافیوي سیمو په لټه کې دي.»

هغه وویل، «هغوی د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه لږ تر لږه په ۱۱ ولایتونو کې موجود دي. د هغوی اصلي هدف دا دی چې د شیعه ګانو او سونیانو تر منځ فرقه یي اختلافات رامنځته کړي.»

هرات، چې له ایران سره پوله لري، په وروستیو وختونو کې په کې د اقلیت ګروپ په جوماتونو حملو کې ډېرښت راغلی دی.

د جنورۍ په ۱ نېټه په دغسې یوه حمله کې یو امام ووژل شو او ۵ کسه نور ټپیان شول، خو داعش یې مسؤلیت وانه خیست.

یوه بل احتجاج کوونکي، جواد چې ۳۰ کاله عمر یې درلود وویل، «مونږ به داعش ته اجازه ورنه کړو چې له افغانستان نه یوه بله سوریه جوړه کړي. حکومت باید داسې پلان ونیسي چې شیعه ګان خوندي کړي.»

تېر کال، په افغانستان کې په شیعه ګانو باندې د حملو یوه څپه تېره شوه چې داعش یې، چې شیعه ګان مرتد ګڼي، مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د اکتوبر په میاشت کې د مزارشریف په شمالي ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې په یوه قوي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول. دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې وسله والو سړیو په کابل کې په یوه زیارت کې ډزې وکړې او ۱۸ کسان یې ووژل.

د جولای په میاشت کې، د داعش اورپکو په یوه ځانمرګي بمي برید کې د کابل د شیعه ټولنې غړي په نښه کړل. په دغه پېښه کې له ۸۰ کسانو څخه ډېر ووژل او ۱۳۰ تنه نور ټپیان شول.

«مونږ به تل یو واحد ملت یو»

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي وویل، پولیس له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره کار کوي چې د خلکو امنیت یقیني کړي او هېواد ته ثبات او سوله راولي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په هرات کې له ځواکونو او خلکو سره په ګډه د داعش او نورو اورپکو پر ضد کار کوو. هغوی اوس پر شا روان دي، او مونږ به څومره ژر چې ممکنه وي سیمه تصفیه کړو.»

هغه د امنیتي پلان په هکله له جزیاتو ورکولو څخه پرته وویل، پولیس او امنیتي ځواکونه په دې لاره کې ګامونه اخلي چې په راتلونکي وخت کې په جوماتونو د داعش او نورو یاغیانو د حملو مخه ونیسي.

هغه وویل، «مونږ د ټولنې له مشرانو سره کار کوو چې خلک په دې وپوهوو چې د خلکو اصلي ساتونکي څوک دي او د هغوی د ژوند دښمنان څوک دي،»

د هرات ولایت د امنیتي کمېټې مشر سلام ټایمز ته وویل، «داعش زمونږ عالمان وژني او زمونږ په جوماتونو حملې کوي، او هغوی غواړي چې زمونږ تر منځ اختلافات رامنځته کړي. مونږ یو واحد ملت یو، او داعش نشي کولی چې مونږ په سونی او شیعه ووېشي. مونږ به تل تر تله یو ملت اوسو.»

د هرات د سوني علماوو د شورا ویاند مولوي احمد اخونزاده وویل، دغه شورا د شیعه ګانو او سونیانو په جوماتونو باندې حملې په کلکه غندي، او دا یې د داعش له خوا ترسره کېدونکی «غیرانساني» عمل وباله.

هغه د ډسمبر په ۲۴مه خبریالانو ته وویل، د سوني علماوو شورا هغه کسان چې په مقدسو ځایونو ترهګریزې حملې ترسره کوي د اسلام دښمنان ګڼي.

[له کابل نه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه ګوری شيعه ګانو په سوريه کي مداخله وکړه هلته ونيول شول ان له دې ځايه ورغلل ايران ور وليږل دغه يو ډول تبليغات دي چي تاسو يي کوی تاسو بايد داسي ونکړی داعش يوازي دي شيعه ګانو لپاره ندي خطرناک بلکي دي ټولي نړی لپاره خطر ده خو سلام ټايمز يوازي دي شيعه ګانو يادونه کړي ده شيعه ګان خو سوريه ته خپله ورځي هلته په جګړه کي برخه اخلي دوي هلته دسوريي پوځ له لوري نيول شوي دي دغه څه پټه خبره نده خو تاسو بيا ورباندي پرده اچوی تاسو بايد داسي راپورنه خپاره کړی چي دټولي نړی لپاره خطرناک دي داعش داعش ډلې نګوري چي شيعه ده که سوني هعه انسانان وژني دانسانيت دوشمن ده دغه زه په کلکه رده وم چي يوازي شيعه ګانو لپاره خطر ده داعش عام قتلونه کوي هغوی ډلې ټپلې نګوري افغانستان کي يي د۷ ورځي ماشوم وواژه هغه شيعه نه وو ستاسو داسي تبليغات منفي تاثير کوي په خلکې نه مثبت که چيرته نړی ياده کړی بيا هم خو تاسو يوازي مشخص شيعه ياد کړي دي په مينه اومننه ستاسو دايمي لوستونکی او مينوال

ځواب ورکړئ

شیعه ګان دې له خپلو ځانونو نه پوښتنه وکړي چی ولی یې په سوریه کې مداخله کوله. دوی د ایران د شیطاني رژیم د سیاستونو ملاتړ وکړ، په سوریه کې د ایرانیانو د مداخلې وسیله وګرځیدل، لاړل او هلته یې د بشار اسد د رژیم په ګټه جنګونه شروع کړل. څو ورځې مخکې ما کوم ویب سایټ کې ولوستل چې اوس هم زر کسان افغان شیعه ګان په سوریه کې جنګیږی. کله چې څوک د بل چا په وړاندې او هغه هم د بل د ګټو لپاره جنګ کوي د هغوی ملګري او دوستان به خامخا د هغوی د مخالفینو هدف ګرځي. طالب، داعش او نور وسله وال ګروپونه د مسلمانانو نماینده ګروپونه نه دي، دوی اصلا د لویو قوتونو له خوا د دې لپاره رامنځته شوي دي چې خپلې ګټې پرې خوندي کړي. هسې په کې د اسلام او مسلمانان نوم بد دی. د داعش وحشت له اسلام او مسلمانانو سره هيڅ اړخ نه لګوي.

ځواب ورکړئ