امنیت

داعش د هرات د بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د هغو دوو بمي بریدونو، چې د وري په ۱۲مه په هرات ښار کې په لږ فاصلې سره یو په بل پسې په یوه لوبغالي کې وچاودېدل، قربانیان په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. د دغو بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست. [محسن کریمي/ای اېف پي]

د هغو دوو بمي بریدونو، چې د وري په ۱۲مه په هرات ښار کې په لږ فاصلې سره یو په بل پسې په یوه لوبغالي کې وچاودېدل، قربانیان په یوه روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. د دغو بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست. [محسن کریمي/ای اېف پي]

هرات -- داعش د شنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ په هرات ښار کې د هغو دوو بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست چې لږ تر لږه پنځه کسان په کې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.‌

دغه پېښه د جمعې په ماښام هغه وخت وشوه چې یو ګروپ ځوانان او ماشومان په یوه لوبغالي کې سره راټول شوي ول.

د ټپیانو له ډلې څخه د جان علي په نامه یوه طلوع نیوز ته وویل، «نن موږ هلته د تل په شان راټول شوي وو چې چاودنې وشوې.»

چاودنې په عین ځای کې په لږ زماني واټن سره یو په بل پسې وشولې.‌

په یوه ویډیو کې چې د وري په ۱۳مه خپره شوې، په افغانستان کې د داعش غړي د داعش له نوي مشر ابو حسن القریشي سره بیعت کوي.‌

په یوه ویډیو کې چې د وري په ۱۳مه خپره شوې، په افغانستان کې د داعش غړي د داعش له نوي مشر ابو حسن القریشي سره بیعت کوي.‌

په هرات کې د استخباراتو د ادارې ویاند ثابت هروي ای اېف پي ته وویل، «پنځه کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.»

هغه وویل چې ټوله سیمه په وروستیو کې له ماینونو څخه پاکه شوې څو ټول هغه ناچاوده توکي چې له جګړې څخه پاتې شوي وو له منځه وېوړل شي، او داسې ښکارېده چې د جمعې په ورځ چاودېدلي بموونه د لوبو لپاره د دغه ګروپ له ور رسېدلو څخه لږ مخکې خښ کړای شوي وو.‌

هروي وویل چې ځایي پولیسو په سیمه کې موندل شوي دوه نور بمونه هم شنډ کړل.

د هرات د امبولانس د ادارې رییس ابراهیم محمدي د تلفاتو شمېر تایید کړ او ویې ویل چې په مړو کې یو ماشوم هم شامل دی.‌

د هرات د حوزوي روغتون رییس فیض محمد فیضان طلوع نیوز ته وویل، په ټپیانو کې د پنځو کسانو وضعیت وخیم دی.‌

ټپیانو او د هغوی خپلوانو وویل چې قربانیان ټول ملکي خلک دي.‌

بمونه او ځمکني ماینونه

په یوه اعلامیه کې چې په آنلاین ډول خپره شوې، داعش وویل چې برید په هرات کې د هغوی د خراسان څانګې غړو کړی دی چې شیعه ګان یې په نښه کړي ول.

په یوه جلا ویډیو کې چې په همدې ورځ خپره شوې، په افغانستان کې د داعش غړي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د دغې ډلې له نوي نړۍ وال مشر ابو حسن القریشي سره بیعت کوي.

القریشي یواځې یوه میاشت وروسته له هغه د داعش مشر ونومول شو چې له هغه نه مخکې مشر ابو ابراهیم القریشي په سوریه کې د متحدو ایالاتو د یوه برید په ترڅ کې د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای ځان ته چاودنه ورکړه.

هرات له څو اونیو راهیسې په نسبي ډول امن وو، خو د مرغومي په میاشت کې یوه بم چې د یوه میني بس موټر د تېلو ټانکۍ پورې نښلول شوی وو، د ښار په هغې سیمه کې چې اقلیت شیعه ګان په کې ژوند کوي، اوه کسان ووژل.

په سیمه کې د ماین پاکۍ د ادارو په وینا، د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې له ۵۰ مربع کیلومترو څخه ډېره ځمکه چې ۱۵مربع کیلومتره یې په هرات ولایت کې ده، په ماینونو او چاودېدونکو توکو باندې ککړه ده.

په لوېدیځه حوزه کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې یوه منتظم عبدالجلیل صادق تېره میاشت سلام ټایمز ته وویل، په دغې سیمه کې هره میاشت په اوسط ډول د ۸ او ۱۰ تر منځ ملکي کسان د هغو ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې وژل کیږي چې پخوا نه دي چاودېدلي.‌

د هرات ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست یوه چارواکي محمد قاسم ریاض ای اېف پي ته وویل، تر دې مخکې د جمعې په ورځ په یوه جلا پېښه کې، پنځه ماشومان هغه وخت ووژل شول چې په هلمند ولایت کې یوه د هاوان ناچاودې ګولۍ ناڅاپي وچاودېدله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500