رمضان

په عکسونو کې: افغان اردو په داسې حال کې چې امنیت یې ټینګ کړی دی روژه هم نیسي

د عمر راپور

افغان سرتېرو د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په داسې حال کې چې د روژه ماتي لپاره انتظار کوي د اوبو پیالې یې په لاسونو کې نیولې دي. [عمر]

افغان سرتېرو د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په داسې حال کې چې د روژه ماتي لپاره انتظار کوي د اوبو پیالې یې په لاسونو کې نیولې دي. [عمر]

د افغان ملي اردو افسران، عسکر او محلي مقامات د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د ماښام لمانځه کې برخه لري. [عمر]

د افغان ملي اردو افسران، عسکر او محلي مقامات د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د ماښام لمانځه کې برخه لري. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې په یوه جومات کې د ماښام لمونځ ادا کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې له روژه ماتي څخه لږ مخکې انتظار کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۳مه په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې له روژه ماتي څخه لږ مخکې انتظار کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۳مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې له روژه ماتي څخه مخکې دعا کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۳مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې له روژه ماتي څخه مخکې دعا کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۳مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې له روژه ماتي څخه وروسته خوراک کوي. [عمر]

افغان عسکر د غوایي په ۲۳مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې له روژه ماتي څخه وروسته خوراک کوي. [عمر]

هرات -- امنیتي چارواکي وایي چې افغان ځواکونه د خلکو د حفاظت لپاره د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو له زیاتولو سره سره، دې ته ژمن دي چې د روژې د مقدسې میاشتې په ترڅ کې عبادت وکړي او روژه ونیسي.

د افغان ملي اردو په سلګونو عسکر د هرې ورځې په پای کې په هرات ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرکز ته راستنېږي چې روژه ماته کړي او په جوماتونو کې لمونځ وکړي.

چارواکو وویل، په ورته وخت کې، عسکر په ولسوالیو او کلیو کې د طالبانو تعقیبولو ته دوام ورکوي څو پر جوماتونو د هغوی د ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدلو او د روژې په ترڅ کې د عسکرو د عبادت د ټکني کېدلو مخه ونیسي.

د افغانستان په لوېدیځ کې د سرتېرو قوماندان جنرال نورالله قادري په یوه مرکه کې وویل، د ۲۰۷ ظفر قول اردو کار د روژې د مهالوېش په اساس داسې جوړ شوی چې «هغوی ته فرصت ورکوي چې خپل وظایف ترسره کړي، روزنه ترلاسه کړي، روژه ونیسي او لمونځونه وکړي.»

د افغان اردو یو افسر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په داسې حال کې د ماښام لمانځه اقامه ورکوي چې عسکر او نور افسران روژه ماتوي. [عمر]

د افغان اردو یو افسر د غوایي په ۲۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په داسې حال کې د ماښام لمانځه اقامه ورکوي چې عسکر او نور افسران روژه ماتوي. [عمر]

هغه زیاته کړه،‌ «د روژې په مقدسه میاشت کې د هغوی د مهالوېش په اساس، هغوی خپل لمونځونه له پېشنمي څخه وروسته کوي او بیا روزنه اخلي.»

هغه وویل، «وروسته له هغه چې هغوی له روزنې څخه راستانه شي بیا یو څه ارام کوي،» او زیاته یې کړه چې عسکر په ورځ کې پنځه ځلې لمونځونه کوي.

قادري وویل، «د روژې په مقدسه میاشت کې، مونږ د جګړې د وظایفو ترسره کولو ته دوام ورکوو ځکه چې زمونږ بزدل دښمن تل نیت لري چې پر مونږ او زمونږ پر خلکو برید وکړي، خو مونږ به هغوی ته فرصت ور نه کړو.»

د اسلامي ارزښتونو د ساتلو ژمنتیا

د افغان ملي اردو هغو عسکرو چې د روژې ساتلو پر وخت په عملیاتو کې برخه اخلي، وویل چې د هغوی هدف دا دی چې افغانستان،‌ افغانان او اسلامي ارزښتونه خوندي کړي. هغوی تاکید وکړ چې هغوی به پرې نه ږدي چې طالبان پر جوماتونو د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره بې ګناه خلک ووژني.

قدرت الله چې نه یې غوښتل خپل تخلص ذکر کړي، وویل، «مونږ د خپلو خلکو او دین لپاره جنګ کوو.»

هغه وویل، «مونږ به اجازه ورنه کړو چې ترهګر طالبان بې ګناه خلک ووژني،‌ ښوونځي ویجاړ کړي یا له جوماتونو څخه د خپلو مرکزونو په توګه کار واخلي. د افغان ملي اردو ځواکونه د روژې د میاشتې په ترڅ کې په خپلو ټولو عملیاتو کې بریالي دي او دښمن نشي کولی چې له مونږ سره مخامخ جګړه وکړي.»

د افغان ملي اردو بل عسکر عصمت الله رفیعي وویل، «مونږ عسکر پنځه وخت لمونځ په جوماتونو کې په جماعت کوو او روژه نیسو. زمونږ یوازنی هدف دا دی چې د افغانانو اسلامي او ملي ارزښتونه خوندي کړو.»

هغه زیاته کړه، «طالبان د امنیتي ځواکونو د وژنې د توجیه کولو لپاره هېڅ دلیل نه لري. هغوی باید په دې پوه شي چې امنیتي ځواکونه ټول مسلمانان دي او خدای ته عبادت کوي.»

رفیعي وویل، «الله تعالی ویلي چې هر څوک چې یو مسلمان ووژني هغه به دوزخ ته لاړ شي.»

یوه مقدسه وظیفه

په هرات ولایت کې دیني عالمان وایي چې افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د یاغیانو پر ضد په جنګ کولو سره د دې لپاره قرباني ورکوي چې له خپل هېواد او د هغوی له دیني ارزښتونو څخه دفاع وکړي.

په هرات ولایت کې یوه دیني عالم مولوي دین محمد اخوندزاده وویل، «زمونږ امنیتي ځواکونه لکه اردو او د ملي امنیت ریاست ځواکونه د دې خاورې بچیان دي، او هغوی له مسلمانو میندو او پلرونو څخه مسلمانان زېږېدلي دي.»

هغه وویل، «هیڅوک هم دا ادعا نشي کولی چې ووایي چې امنیتي ځواکونه مسلمانان نه دي.»

هغه زیاته کړه، «زمونږ له هېواد او خلکو څخه دفاع کول یوه مقدسه دنده ده، او دا وخت دا دنده د ملي امنیت ځواکونه ترسره کوي. په دې کې هېڅ شک نشته چې دا ځواکونه له ملي منافعو او دیني ارزښتونو څخه دفاع کوي او هغوی په دې لاره کې خپل ژوند قرباني کوي.»

اخوندزاده وویل، «مونږ وینو چې امنیتي ځواکونه د مسلمانانو په څېر لمونځونه کوي او عبادت ترسره کوي. په هر دلیل د دغو امنیتي منسوبینو وژل غیرمشروع دي او په دې برخه کې هېڅ توجیه د منلو نه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بيخي اساس ملی ارودو تل د الله حافیظ او ناصر شي الله د ورته کامیابي نصیب کړي ستاسو لیکنه په زړه پوري وه

ځواب ورکړئ

ډېر ښه. هر څوک کولی شي چې د ملي اردو لپاره عریضه ورکړي. دا تر ټولو ښه لاره ده چې یو له بل سره یوځای او کار وکول شي.‌

ځواب ورکړئ