جرم او انصاف

معترضین په ایران کې د افغان کډوالو د وژنو د غندنې لپاره لارو او کوڅو ته ووتل

د عمر راپور

تېره اونۍ په افغانستان کې په سلګونو افغانان لارو او کوڅو ته راووتل چې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو وروستۍ وژنې وغندي.‌ لاریونوالو د افغان قربانیانو لپاره د عدالت او په وحشتونو کې د ښکېلو کسانو لپاره د سزا غوښتنې وکړې. [عمر]

هرات -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د تهران د چلند د غندلو لپاره لارو او کوڅو ته د اعتراض کوونکيو په راوتلیو سره، په دغه هېواد کې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د وروستیو وژنو پر ضد قهر او غوسه په ډېرېدلو ده.‌

ادعا کیږي چې ایراني ځواکونو د غوایي په ۱۲مه ۴۷ تنه افغانان د دهن ذوالفقار په سرحدي سیمه کې یوه سیند ته ور وغورځول چې په نتیجه کې یې ۲۹ تنه ډوب شول.

د افغان حکومت څېړونکې کمېټه وایي، افغان مقاماتو د ۱۲ ډوبو شویو کارکوونکیو جسدونه را اېستلي دي. پاتې ۱۷ کسان اوس هم ورک دي.‌

په ورته وخت کې، د غبرګولي په ۱۴مه په یوه پېښه کې چې په ویډیو ریکارډ شوې ده ایراني ځواکونو په یوه موټر باندې چې د یزد ولایت په مهرېز ښار کې یې افغان کډوال وړل، ډزې وکړېچې د اور اخیستنې په نتیجه کې یې درې کسان مړه او ۸ نور سخت ټپیان شول.

په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته یوه ځوان افغان معترض د غبرګولي په ۲۱مه یوه لوحه پورته کړې چې پرې لیکلي دي «ګاونډیه، ظلم دې بس دی.» تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په سلګونو معترضین سرکونو ته راووتل چې د افغان کډوالو پر ضد د ایراني رژیم چلند وغندي. [عمر]

په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته یوه ځوان افغان معترض د غبرګولي په ۲۱مه یوه لوحه پورته کړې چې پرې لیکلي دي «ګاونډیه، ظلم دې بس دی.» تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په سلګونو معترضین سرکونو ته راووتل چې د افغان کډوالو پر ضد د ایراني رژیم چلند وغندي. [عمر]

لاریونوالو د غبرګولي په ۲۱مه په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته د یوه اعتراض په ترڅ کې د ایران د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل. [عمر]

لاریونوالو د غبرګولي په ۲۱مه په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته د یوه اعتراض په ترڅ کې د ایران د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل. [عمر]

دغو پېښو په کابل، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې د ایران پر ضد یو شمېر اعتراضونه راوپارول چې برخه والو یې د ایران بیرغ او د هغه هېواد د مشرانو عکسونو ته اور ورته کړ.‌

د فراه ولایت له ۱۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۲مه/ د فراه ښار په سرکونو اعتراض وکړ. تر دې یوه ورځ مخکې د هرات شاوخوا ۱۰۰ اوسېدونکي په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راټول شول او د ایران په رژیم یې د افغانانو د وژنې تور ولګاوه.

دا اعتراضونه د دوشنبې د ورځې /د غبرګولي ۱۹مې/ له هغې غونډې څخه وروسته وشول چې په کې په لسګونو افغانانو او د مدني ټولنې فعالانو د هرات ولایت په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریون وکړ او په ملګرو ملتونو او نړۍ والو سازمانونو یې غږ وکړ څو په تهران باندې فشار راوړي چې په ایران کې د افغان کډوالو او کارکونکو وژنې ودروي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبداللطیف احمدي چې د غبرګولي د ۲۱مې په اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه، وویل، د ایران رژیم په دهن ذوالفقار او یزد ولایت کې د بې ګناه افغان کډوالو پر ضد فجیع او بشرضد جرمونه کړي دي.

هغه وویل، «که ایران زموږ د عدالت غوښتنې غږ ته ځواب ونه وایي، موږ به په هرات ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته پرلت کېنو او دروازې به یې وتړو.»

هغه زیاته کړه، سربېره پر دې، ژر به په هرات ولایت کې د ایراني تولیداتو پر ضد بایکاټونه پيل شي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي شکېب پردېس د غبرګولي په ۱۹مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د اعتراض په ترڅ کې وویل، د ایران حکومت تل د افغان کډوالو پر ضد وحشیانه جنایتونه کړي دي او دا جنایتونه باید ودریږي.‌

هغه وویل، «موږ په دې اعتراضونو کې د دې لپاره برخه واخیستله چې د ایران د رژیم جنایتونه له ملګرو ملتونو سره شریک کړو، او موږ په ملګرو ملتونو باندې غږ وکړ چې د کډوالو د قوانینو په اساس ایران مسؤل ونیسي څو دغه هېواد نور افغان کډوال او کارکوونکي ونه وژني.»

د محمد په نامه د هرات ښار یوه اوسېدونکي وویل، «موږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې زموږ غږ نړۍ ته ورسوي چې هر څوک د ا یران د حکومت له ظلمونو څخه خبر شي.»

هغه وویل، تهران باید د دغو وژنو ترسره کوونکيو ته سزا ورکړي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

هغه وویل، «موږ ایران ته ۱۰ ورځې ضرب الاجل ورکوو څو هغه جنایتکاران چې کډوال یې وژلي دي په یوه عدلي محکمه کې محاکمه کړي، که نه،‌ موږ به د هغه هېواد پر ضد لا نور جدي ګامونه واخلو.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي محمد مهدي وویل، «موږ به د ایران پر ضد خپلو اعتراضونو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو څو چې دغه هېواد د افغان کډوالو قاتلانو ته سزا ورکړي او د افغان کارکونکو پر ضد جرمونه ترسره کول ودروي. زه پوهېږم چې ایران له افغانستان سره خپله زړه دښمني پالي، خو دغه هېواد باید زموږ بې ګناه کارکونکي ونه وژني.»

هغه زیاته کړه، «موږ به په هرات کې د ایران کونسلګرۍ تر هغه بنده کړو چې زموږ غوښتنې ومنل شي.»

د وحشتونو بېلګه

په ورته وخت کې، افغان چارواکي هڅه کوي ډاډمنه کړي چې دغه مرګونې پېښې د دواړو هېوادونو له خوا په بشپړ ډول وڅېړل شي.

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۱۹مه د کابینې په یوه غونډه کې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر ته حکم وکړ چې په یزد ولایت کې د موټر د سوزېدنې مرګونې پېښه د دپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب کړي.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ‌ /د غبرګولي ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، د ایران حکومت په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وژنې تحقیق کوي، په داسې حال کې چې یو افغان پلاوی به ژر ایران ته لاړ شي چې په یزد ولایت کې مرګونې پېښه وڅېړي.

یاد وزارت د غبرګولي په ۲۱مه د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د وژنې راپور وړاندې کړ.

وزارت په اعلامیه کې وویل، «د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه چې یو جګپوړی افغان پلاوی به ایران ته ولېږل شي چې حللارې ولټوي،‌ د وروستیو په څېر پېښو د بیا پېښېدلو مخه ونیسي، او د دغو خونړیو پېښو سببونه معلوم کړي.»

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، د ایراني ځواکونو له خوا ترسره شوي وحشتونه نوې خبره نه ده.

هغه وویل، «د ایران حکومت له کالونو راهیسې د افغان کډوالو او کارکوونکیو پر ضد ظالمانه چلند کوي. د ایراني ځواکونو له خوا د افغانانو وژل ډېر ظالمانه کار دی چې موږ یې په کلکه غندو.»

قانع وویل، «موږ په افغان حکومت باندې غږ کوو چې یو جګپوړی هیئت ایران ته ولېږي چې هلته د افغان وګړو د حقونو دفاع وکړي. حکومت باید خپل غیرفعال سیاست پای ته ورسوي او د نړۍ وال قانون او سیاسي هوکړو په اساس د هغوی [افغانانو] له حقونو څخه دفاع وکړي.»

لږه پښېماني

د ایران رژیم د دغو ظالمانه عملونو له امله لږه پښېماني ښودلې ده. هغه په سیند کې د کارکونکو په ډوبولو اعتراف نه دی کړی.‌

افغان چارواکي وایي، تهران، د هغو اعتراضونو په ځواب کې چې د افغان کډوالو کارکوونکو د مرګونو پېښو پر ضد یې د عدالت غوښتنه کوله، په زیات شمېر د کارکونکو را اېستل چټک کړي دي.

په ورته وخت کې، رژیم د طالبانو د دوامدار ملاتړ له لارې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکوي.

د فراه ښار یوه اوسېدونکي شاه محمد چې د غبرګولي په ۲۲مه یې د ایران د رژیم پر ضد اعتراض کې برخه اخیستې وه، د هغو ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله تهران وغانده چې غواړي افغانستان بې ثباته کړي.

هغه وویل، «په پام کې وه چې د بخش اباد د اوبیزې برېښنا بند څو کاله مخکې جوړ شي، خو ایران ډېرې هڅې وکړې چې د بند د جوړېدلو مخه ونیسي. هغه اوس هم د طالبانو ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي او ناارامۍ د خپرولو له لارې وکولی شي د کار مخه ونیسي.»

هغه وویل، د ایران رژیم تل د هغو ډلو له لارې چې دغه هېواد یې ملاتړ کوي د افغانانو په ډله ییزو وژنو کې لاس لري، او زیاته یې کړه چې د ایران حکومت په فراه ولایت کې د ډېرو هغو نښتو لارښوونه کوي چې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک په کې وژل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولولئ چې څنګه برتانیا افغانستان له ایران څخه جلا کړ چې بې دفاع او عاجز خلک یې ولوټي او له منځه یې وېسي.‌ افغانستان د ایراني کلتور زانګو وه او زه د یوه ایراني په توګه اوس هم له ایراني افغانانو سره مینه لرم او درناوی یې کوم. هغه ظلم چې په افغانانو باندې کیږي د ایرانیانو له خوا نه دی، بلکې د هغې غریبۍ له امله دی چې برتانیا او غربیان یې د هغوی لپاره سبب شويدي. قسم په خدای، په ایران کې افغانان د غریبۍ له امله داسې خطرناکو ځایونو ته ځي او هلته ژوند کوي چې زه حتی د یوه ایراني په توګه زړه نه کوم چې هلته لاړ شم.

ځواب ورکړئ

افغانان ایرانیان وو چې په پخوانیو کلونو کې یې ایران خوښ نشو او جلا شول. اوس د ایرانیانو په منځ کې ۳ میلیونه افغانان ژوند کوي او هغوی چمتو دي چې د ناقانونه کډوالۍ خطر پرغاړه واخلي او له افغانستان څخه وځي.‌ د نړۍ په هر ځای کې د سرحدي امنیتي ساتونکو وظیفه دا ده چې د کډوالو د ناقانونه دخول مخه ونیسي، هغوی کومه بله وظیفه نه لري. اوس ولې افغان حکومت د مظلومو افغانانو د قانوني دخول لپاره لاره نه هواروي؟‌ ولې افغان حکومت د افغانانو د مهاجرت لپاره یو اسانه لاره نه برابروي؟

ځواب ورکړئ

رنګ دې ورک شه په دې لیکلو. څوک وایي چې افغانان ایرانیان ول؟ آیا پوهېږې چې ایران کله جوړ شو؟ ایران په ۱۹۶۵ کې جوړ شو.‌ له هغه مخکې فارس ګڼل کېده، او فارس د دوه افغان پاچاهانو؛ میرویس هوتک او احمدشاه دراني په وختونو کې د افغاني امپراتورۍ برخه وه.‌ تاریخ مه تحریفوئ. تاریخ په مستقل ډول ولولئ او د ایران په احمق رژیم باندې باورمه کوئ چې په لاریونونو کې خپل خلک وژني او هغه کسان نیسي چې مدني اعتراضونه کوي. افغانان په ناقانونه توګه مهاجرت نه کوي. دا ایران او پاکستان دي چې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، ملکي خلک وژني، د برېښنا بندونه ویجاړوي... سم چې افغانان چانس ترلاسه کړي، مونږ به ایراني او پاکستاني ادارې د جرمونو نړۍ والې محکمې ته راکاږو او له هغوی نه به مونږ د هغوی د هغو شرموونکیو کارونو پوښتنه وکړو چې زمونږ د حکومت او ملکي خلکو پر ضد د وسله والو ګروپونو فعالیتونه تمویلوي.

ځواب ورکړئ

ایران یو ډیر دیکتاتور او ظالمه هیواد دی. ایراني چارواکو په تهران کې د افغانستان سفیر يې بللی چی ولې په افغانستان کې خلک دې ایران پر ضد لاریونونه کوي. دوی حتی خلکو ته د مظاهرې او لاریون حق هم نه ورکوي. مرګ په ایران و په افغانستان کې د ایران په ګډاګیانو.

ځواب ورکړئ

ایران به د افغانانو د وژلو له امله د افغانستان له خلکو څخه معذرت ونه غواړي. د ایران حکومت په نړۍ کې تر ټولو ډېر مغرور او دکتاتور حکومت دی. ځینې رسنیو راپورونه ورکړي چې د ایران حکومت په تهران کې د افغانستان سفیر له دې امله احضار کړی چې هغه د یوې وروستۍ پېښې، چې په کې ایراني ځواکونو یو شمېر افغان کډوال وژلي او نور یې ټپیان کړي دي، له ټپیانو څخه لیدنه کړې ده. د ایران حکومت په هغه هېواد کې د افغان دپلوماتانو په شمول افغانانو ته د میاشو په اندازه ارزښت هم نه ورکوي او نه هم د افغانستان د کلتور درناوی کوي. تاسو ولیدل چې تېر کال د ایران حکومتي ځواکونو په تهران کې د افغانستان سفارت کې د کوچني اختر د لمانځه مخه ونیوله او افغانانو ته یې اجازه ورنه کړه چې په هغه هېواد کې د اختر لمونځ وکړي.‌ ایران دا کار د دې لپاره وکړ چې هغه هېواد هر کال اختر له سعودي عربستان څخه وروسته لمانځي، په داسې حال کې چې افغانستان یې له سعودي عربستان سره په یوه ورځ لمانځي. تاسو پوهېږئ چې سفارتونه په هر هېواد کې خوندي دي، او هغوی کولی شي چې خپل مذهبي مراسم، تاریخي او ملي ورځې او همدارنګه کلتوري ورځې په سفارتونه کې ولمانځي، او حکومت حق نه لري چې هغوی ته ووایي چې ولې یې هغوی په دې یا هغې ورځ لمانځي. افغان سفیر هم یو بزدله انسان دی. که هغه لږ افغاني غیرت هم لرلی، هغه به سمدلاسه دغه هېواد پرېښی او خپل هېواد ته به راستون شوی وای.‌

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران او حسن روحاني چې هره ورځ زمونږ بې ګناه خلک وژني. خدای دې ټول هغه هلاک کړي چې د افغانستان او افغانانو لپاره ناوړه ارادې لري.‌

ځواب ورکړئ

ماته اوس معلومه شوه چې ایرانیان څومره سپین سترګي او بې تهذیبه خلک دي. دغو بدبختانو له یوې خوا افغان کارګر په سیند کې ډوب کړل بلې خواته یې د افغان کډوالو موټر ته اور ورته کړ او د دې پرځای چې بخښنه وغواړي نن د شنبې په ورځ یې په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال خارجه وزارت ته احضار کړ. د افغانستان دا دوه ګاونډیان پاکستان او ایران نهایت چټل، بې فرهنګه، منفور او جابر خلک دی.‌

ځواب ورکړئ

هیچا تاسو احمق، د نشه ییزو توکو معتادان نه یئ راغوښتي چې ایران ته راشئ او زمونږ وطن راته چټل کړئ، خو بیا هم تاسو کړتې کوئ. آیا مونږ افغانستان ته درغلي یو او خلک مو وژلي دي؟ آیا مونږ په ناقانونه توګه درغلي یو؟ ایران یو بې خاونده هېواد نه دی. چین او ترکمنستان ته لاړ شئ. تاسو دا دومره کلونه په ایران کې ازاد وګرځېدئ، او اوس د دې وخت دی چې بېرته لاړ شئ.

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران او د هغه په دکتاتور حکومت.‌ خدای دې د ایران ظالم حکومت رانسکور کړي.‌ ایرانیان باید د دغه هېواد د حکومت پر ضد راپورته شي او یو ولسواک نظام جوړ کړي ځکه چې دکتاتور رژیمونه نور کار نه ورکوي.

ځواب ورکړئ

ایران جنایتکار او د هغو غریبو افغان کارګرانو قاتل دی چې د مزدورۍ لپاره ایران ته کډه شوي ول. هغو عسکرو ته چې د دغو افغان کډوالو په وژنه کې ښکېل ول باید په نړۍ واله محکمه کې سزا ورکړل شي،‌ او د ایران حکومت باید حکم وکړي چې ایراني عسکر نور دا حق نه لري چې په افغان کډوالو باندې ډزې وکړي.

ځواب ورکړئ