جرم او انصاف

د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو په هکله د اعتراضو په وړاندې د تهران شکایت رد کړ

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت په لسګونو اوسېدونکي د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۲۱مه په جلال اباد کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راټول شول او د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو وروستۍ وژنه یې وغندله. [خالد زېری]

جلال اباد -- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د روانو اعتراضونو په هکله د ایران شکایت رد کړ. دغه اعتراضونه د پېښو د هغې لړۍ پر ضد ترسره کیږي چې ایراني امنیتي ځواکونو په کې افغان کډوال وژلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۴مه/ په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال په افغانستان کې د ایران پر ضد د لاریونونو له امله احضار کړی وو.‌

وزارت ویلي، «افغان سفیر یاده کړې ده چې د وګړو د قوانینو او حقونو په اساس، هر افغان وګړی حق لري‌ چې سوله ییز اعتراض وکړي.»

په یوه پېښه کې د غبرګولي په ۱۴مه چې په ویډیو ثبت شوې ده، ایراني ځواکونو د یزد ولایت په مهرېز ښار کې په یوه موټر باندې چې افغان کډوال یې وړل ډزې وکړې چې د اور په لمبو کې یې درې کسان مړه او اته نور سخت ټپیان شول.

د ښځو په ګډون د ننګرهار اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي ول چې د هغو افغان کډوالو لپاره د انصاف غوښتنه وکړي چې ایراني ځواکونو تېره اونۍ په یزد ولایت کې ووژل. [خالد زېری]

د ښځو په ګډون د ننګرهار اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۱مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راټول شوي ول چې د هغو افغان کډوالو لپاره د انصاف غوښتنه وکړي چې ایراني ځواکونو تېره اونۍ په یزد ولایت کې ووژل. [خالد زېری]

دغې پېښې په کابل، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې د ایران پر ضد یو شمېر اعتراضونه راوپارول چې برخه والو په کې د ایران بیرغ او د دغه هېواد د مشرانو عکسونو ته اور ورته کړ.‌

د ننګرهار ولایت په لسګونو اوسېدونکي د غبرګولي په ۲۱مه په جلال اباد ښار کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته راټول شول چې د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا د افغان کډالو د وژنې پر ضد اعتراض وکړي، او د پلټنې غوښتنه یې وکړه.

د روقیې په نامه د اعتراض یوې ۱۴ کلنې برخه والې یو کاغذ په لاس کې نیولی وو چې پرې لیکلي وو، «د [آیت الله] خامنه اي د ظالم رژیم له خوا د بې ګناه کارکونکو سوځول او په سیند کې ډوبول یو د نه بښلو وړ جرم دی.»

رقیې وویل، «موږ دلته د دې لپاره راټول شوي یوو چې ایران ته خپل پیغام ولېږدوو چې موږ به د خپلو هغو کارکونکو مرګ و نه بښو چې هغوی وویشتل او ویې سوځول.»

د لاریون یوه برخه وال احمد شرق خبریالانو ته وویل، «ایرانیانو رحم ونه کړ؛ هغوی زموږ ورونه چې غوښتل یې ایران ته لاړ شي ووژل او وسوځول. نه یواځې دا بلکې هغوی ټپیان په روغتون کې ولچک کړي وو چې دا یو غیرانسانی کار دی.»

هغه وویل، «موږ غواړو چې افغان حکومت دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او ایران یې مسؤل ونیسي.»

د زهرا په نامه یوې بلې لاریونوالې وویل، د ایران رژیم «تل په افغانانو باندې ظلم کړی دی، چې موږ نشو کولی نور یې په هکله چوپ پاتې شو.»

هغې وویل، «موږ د ایران د رژیم پر ضد خپل غږ پورته کوو او په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې دغه اخوندان د افغانانو د وژنې مسؤل ونیسي،» او زیاته یې کړه چې رژیم «تل د کډوالو پر ضد ظلم او تاوتریخوالی کړی دی».‌

ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۱۹مه د کابینې په یوه غونډه کې د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر ته حکم وکړ چې د دپلوماتیکو چینلونو له لارې په یزد ولایت کې د موټر سوځونې د مرګونې پېښې پلټنه ترسره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غبرګولي په ۲۱مه په یوه رسنیزه اعلامیه کې وویل،‌ د ایران حکومت په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وژنې پلټنه کوي، په داسې حال کې چې افغان پلاوی به ژر ایران ته په سفر لاړ شي چې په یزد ولایت کې شوې مرګونې پېښه وڅېړي.‌

دغه وزارت د غبرګولي په ۲۱مه د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د وژنې په هکله یو راپور وړاندې کړ.

په اعلامیه کې راغلي، «د ملي امنیت شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه چې یو جګپوړی افغان پلاوی به ایران ته لاړ شي چې حللارې ولټوي، د وروستیو په څېر وحشیانه پېښو د بیا پېښېدلو مخه ونیسي، او د دغو خونړیو پېښو سببونه معلوم کړي.»

وزارت د غبرګولي په ۲۴مه په یوه بله اعلامیه کې وویل، هیئت «به هڅه وکړي چې د متقابلو ګټو په چوکاټ‌ کې د ستونزو لپاره یوه حللاره ومومي، دوستۍ ته دوام ورکړي او همکاري پراخه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شرم دې وي د ملي امنیت په شورا. (د وینو تویولو سببونه، د پېښې د تکرار مخنیوی)؟؟؟...!!! هرات او د افغانستان لویدیځ کاملاً ایراني شوي دي.‌ د هرات پخوانی ښاروال ښاغلی نورزی له دې امله زندان ته ولېږل شو چې هغه د سرک له منځ نه د کونسلګرۍ دېوال لیرې کړ.‌ ښاغلی نورزی یو تعلیم یافته ځوان وو چې څو کاله مخکې یې د دې ښار اوسنی پلان جوړ کړی وو، خو هغه ته نشه ییز توکي ور تزریق شول او اوس هغه لېونی دی.‌ دا افغان حکومت دی، ایرانی حکومت دی که د طالبانو حکومت؟‌ دلته څوک واکمني کوي؟ ځینې وختونه حتی مونږ د خدای په واکمنۍ باندې شکي شو.

ځواب ورکړئ

د ایران د رژیم لپاره مې (د ایران ځناور رژیم)، (د خامنه ای ځناور رژیم) او د (ایران شیطاني جمهوریت) اصطلاح ګانې خوښې شوې. په داسې وحشي ځناورو باندې د اسلام مبارک دین نوم اېښودل غلط کار دی. ایران، پاکستان، داعش، طالب، ترورست، شیطان... دا ټولې داسې اصطلاح ګانې دي چې کېدی شي یو د بل پرځای وکارول شي.

ځواب ورکړئ

اوس افغانان هوښیار شوي دي.‌ که ایران فکر کوي چې دغه هېواد به هره ورځ د افغانستان غریب خلک وژني او افغانان به خپل غږونه نه پورته کوي، غلط فکر کوي.‌ تاسو ولیدل چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې، په ګرده نړۍ کې خلکو د ایران پر ضد اعتراضونه وکړل. په متحده ایالاتو، لندن، کاناډا،‌ جرمني او نورو هېوادونو کې خلک د ایران د دکتاتور رژيم پر ضد سرکونو ته راووتل،‌ او د دغه هېواد پر ضد یې شعارونه ورکړل او د ایران بیرغ او د مشرانو عکسونه یې وسوزول.‌ د افغان وګړو او مدني ټولنې دا کار واقعاً د ستاینې وړ دی، او خدای پاک دې په هغوی ټولو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

ایران یو ډېر دکتاتور او مغرور هېواد دی. هغه حتی په افغانستان کې د اعتراضونو د ترسره کېدلو اجازه نه ورکوي.‌ هغوی وایی، په ایران کې چې مونږ په افغانانو باندې هر ډول ظلمونه کوو، افغانان باید زمونږ پر ضد خپل غږونه پورته نه کړي. مرګ د ایران په خونخوار حکومت.

ځواب ورکړئ