جرم او انصاف

د ایراني ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د سوځولو او وژلو له امله نفرت او قهر

د عمر راپور

د یوه لاروي له ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ عکس یو موټر په داسې حال کې ښیي چې د ایراني ځواکونو له خوا د غبرګولي په ۱۴مه د یزد ولایت په مهرېز ښار کې ویشتل شوي افغان کډوال په داسې حال کې چې اور یې اخیستی دی، انتقالوي.

د یوه لاروي له ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ عکس یو موټر په داسې حال کې ښیي چې د ایراني ځواکونو له خوا د غبرګولي په ۱۴مه د یزد ولایت په مهرېز ښار کې ویشتل شوي افغان کډوال په داسې حال کې چې اور یې اخیستی دی، انتقالوي.

هرات -- د ایراني امنیتي منسوبینو په لاس د درې افغان کډوالو وحشیانه وژنو چې ویډیوګانې یې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې دي، په افغانستان کې پراخ قهر او غندنې راپارولې دي.‌

دا ویډیو چې د غبرګولي په ۱۴مه اخیستل شوې د یزد ولایت په مهرېز کې یو موټر په داسې حال کې ښیي چې اور یې اخیستی او یو شمېر مسافر په کې تر مرګه پورې سوځیږي.‌

په ویډیو کې یو څوک چې ښکاري په ایرانۍ لهجه خبرې کوي، وایي، «ګزمه ورپسې وه؛ په دوی باندې یې برید وکړ او نور له سیمې څخه ولاړل.»

دوه ځوانان چې افغاني لباسونه یې پر تن دي له سوځېدلو څخه وروسته له موټر سره نږدې ولاړ دي. یو یې وایي چې موټر وروسته له هغه اور واخیست چې ایراني امنیتي ځواکونو پرې برید وکړ.‌

په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال د غبرګولي په ۱۷مه په یزد ولایت کې په یوه روغتون کې یو ټپي کس په داسې حال کې ګوري چې لاسونه یې د روغتون له چپرکټ سره ولچک شوي دي. [عکس په تهران کې د افغانستان سفارت اخیستی دی] ‌

په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال د غبرګولي په ۱۷مه په یزد ولایت کې په یوه روغتون کې یو ټپي کس په داسې حال کې ګوري چې لاسونه یې د روغتون له چپرکټ سره ولچک شوي دي. [عکس په تهران کې د افغانستان سفارت اخیستی دی] ‌

د هلمند په لسګونو اوسېدونکیو د غبرګولي په ۲۰مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایران پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې د ایران بیرغ ته اور ورته کړ. [سلام ټایمز]

د هلمند په لسګونو اوسېدونکیو د غبرګولي په ۲۰مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ایران پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې د ایران بیرغ ته اور ورته کړ. [سلام ټایمز]

ایراني چارواکو په پېښه کې، چې درې کسان په کې مړه او اته نور سخت ټپیان شول، خپل دخالت تایید کړ.‌

د یزد ولایت امنیه قوماندان عباس علي بهداني د غبرګولي په ۱۵مه ایراني رسنیو ته وویل، «پرون، د یزد پولیس ځواکونو چې د یزد ولایت په لور د ټرانسپورټ په لارو باندې یې ګزمه کوله ځینې مشکوکو موټرو ته چې بهرني وکړي او نشه ییز توکي یې وړل د درېدلو حکم وکړ،»

هغه وویل، «د یزد امنیتي افسرانو وکولی شوای په اشارې سره درې موټر ودروي، چې یو شمېر بهرني وکړي یې ونیول او یوه اندازه نشه ییز توکي یې ضبط کړل.»

بهداني وویل، «خو یوه موټر د پولیسو اشارو او د خبرداري ډزو ته پاملرنه ونه کړه او موټرته یي سرعت ورکړ چې وتښتي. پولیسو د موټر په ټایرونو باندې ډزې وکړې، چې په نتیجه کې یې موټر په کنده ورغی او اور یې واخیست.»

په تهران کې د افغانستان سفارت د درې افغانانو د وژلو پېښه تایید کړه او ویې ویل چې هغوی په زاهدان ولایت کې د افغان کونسلګرۍ په مرسته د پېښې په هکله خپله څېړنه پیل کړې ده.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وویل، «کله چې افغان سفارت خبر شو چې یو موټر چې افغان کډوال یې وړل اور اخیستی دی او زموږ یو شمېر هېوادوال په کې مړه او ټپيان شوي دي، موږ په هماغه لومړیو شېبو کې د پېښې په هکله غبرګون وښود او د دپلوماتیکو چینلونو له لارې مو له اړوندو ایراني ادارو سره شریکه کړه..»

هغه وویل، «موږ په دې باندې کار کوو چې د پېښې په هکله نور معلومات ترلاسه کړو او په لا ښه ډول یې وڅېړو.»

د نه بښلو وړ جرم

دا له دوه میاشتو څخه په لږ وخت کې دویم ځل دی چې ایراني ځواکونو افغان کډوال ووژل.‌

د ایران سرحدي پولیسو د غوایي په ۳مه، ۴۷ تنه افغانان د دهن ذوالفقار سرحدي سیمه کې یوه سیند ته ور وغورځول چې ۲۹ تنه په کې ډوب شول. تهران له دغو تورونو څخه انکار کوي، خو افغانستان څېړنې ترسره کوي.

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، وروستۍ پېښې ښیي چې د ایران حکومت د افغان کډوالو پر ضد یو خطرناک موقف غوره کړی دی.

هغه وویل، «یوه ورځ افغانان په سیند کې غورځول کیږي، او بله ورځ یو موټر چې هغوی وړي ویشتل کیږي او په کې ناست مسافر ژوندي سوځول کیږي.‌ د افغان کډوالو پر ضد دغه خطرناک پلانونه له کالونو راهیسې په ایران کې روان دي.»

سادات وویل، «د افغانانو د وژنې او شکنجې قضیې له رسنیو سره لږې شریکېږي ځکه هغه تل د ایران د حکومت له خوا پټیږي. یواځې د کارکونکو د ډوبولو او یوه موټر ته چې کډوال یې انتقالول د اور اچولو پېښې رسنیو ته راووتلې.»

په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازي عبدالستار حسیني وویل، «د انسانانو ژوندي سوځول داسې یو عمل دی لکه داعش یې چې کوي او ایراني ځواکونو وښودله چې هغوی په وحشت کې د داعش په څېر ظالم دي.»

هغه وپوښتل، «د انسان له ژوندي سوځولو څخه بدتر جرم څه دی؟»

حسیني وویل،‌ په ډله ییزه توګه د ډوبولو پېښه لا څېړل شوې نه وه چې ایراني ځواکونو له هغه نه هم ډېر ټکان ورکوونکی جنایت ترسره کړ.‌

هغه وویل، «موږ باید د بې ګناه افغان کډوالو او کارکونکو پر ضد د ایران وحشت ته غبرګون وښیو. هغه څوک چې دغسې جنایتونه ترسره کوي او بیا په خپله مخه ځي باید په ګوته شي او سزا وویني. د داسې ظلمونو او جنایتونو دوام نور د منلو وړ نه دی.»

د افغانستان دښمن

افغانانو دغه پېښه یو فجیع او د نه بښلو وړ جرم بللی دی.‌

د هلمند په لسګونو اوسېدونکيو د غبرګولي په ۱۸مه د ایران د رژیم او له افغان کډوالو سره د هغوی د چلند پر ضد د یوه اعتراض په ترڅ کې د ایران بیرغ وسوزاوه.

د هرات ولایت یوې اوسېدونکې انجیلا عمر د ایران رژیم ته په خطاب کې وویل، «که تاسو ځانونه انسانان بولئ باید د شرم احساس وکړئ. د هغو بې ګناه کډوالو چې تاسو په سیند کې غورځولي ول ویر لا ختم نه وو چې تاسو د یوه بل وحشیانه عمل په ترسره کولو سره یو ملت د ویر په ټغر کېناوه او په انساني ارزښتونو مو مسخرې وکړې

هغې وپوښتل، «آیا ستاسو لوړې ودانۍ د دغو کارکونکو په مرسته نه دي جوړې شوي؟‌ آیا دا کافي نه وو چې تاسو د لږې مزدورۍ په ورکولو سره په هغوی باندې سخت کارونه وکړل؟»

هغې زیاته کړه، «تاسو د هغوی توهین وکړ او د هغوی له حقونو څخه مو سرغړونه وکړه.‌ آیا هغه کافي نه وه چې اوس یې په ناځوانمردانه توګه وژنئ؟»

په بادغیس ولایت کې یوه ځایي خبریال نبی الله بینش په یوه فیسبوک کې په یوه پوست کې لیکلي، «دا هغه څه دي چې موږ یې د ایران اسلامي جمهوریت څخه ترلاسه کوو... هغه ځان د یوه شیطان او د افغانستان د دښمن په توګه ثابت کړی دی.»

هغه وویل، «له دوه میاشتو څخه په لږه موده کې، په لسګونو افغان وکړي د ایران د شیطاني جمهوریت د ځواکونو په لاس په غیر انساني توګه ووژل شول.»

بینش وویل، «دا افغان کډوال خپل وطن پرېږدي او ایران ته د کار لپاره ځي، خو د ایران ظالم حکومت ورته په دې ډول ښه راغلاست وایي.»

سید عابد پیام د فیسبوک په یوه پست کې لیکلي، «ایراني ځواکونو په یوه موټر باندې چې افغان کډوال یې وړل تر هغه وخته پورې ډزې وکړې چې اور یې واخیست.»

«په دې پېښه کې، لکه څنګه یې چې تاسو په ویډیو کې وینئ، یو شمېر کډوال ژوندي سوځیږي، او هغه چې تښتېدلي دي هغوی په یوه ډېر بد حالت کې دي. د دغو غریبو خلکو له جملې څخه یو چیغې وهي. 'وسوځېدم،‌ لږې اوبه راته راوړئ.'»

هغه زیاته کړه، «د ایران شیطاني جمهوریت په نړۍ کې یو له ډېرو ظالمو هېوادونو څخه دی؛ د ایران په کافر رژیم او د هغه په متحدینو باندې دې لعنت وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران حکومتي مقاماتو د درې بې ګناه افغانانو په وژلو او په وحشیانه توګه سوزولو سره یو ځل بیا وښودله چې د هغوی چلند د مسلمانانو پر وړاندې د کفارو له چلند څخه چې د مسلمانانو دښمنان دي بهتر نه دی.‌ هغوی وښودله چې هغوی د انسانیت او انساني وقار په نامه هېڅ شی نه پېژني. په نړۍ کې داسې هېڅ افغان نشته چې له بهرنیو هېوادونو څخه درد نه وي ور رسېدلی. خدای دې د قیامت په ورځ په هغو باندې رحم ونه کړي څوک چې زمونږ په افغانانو باندې رحم نه لري.‌

ځواب ورکړئ

د دغه بې چاره ملت په حال افسوس په کار دی! له فرصت څخه ګټه اخیستونکي له هر بحران څخه د غوره فرصت په توګه کار اخلي. که خلکو زړه سوی درلودلی، زمونږ د زړورو عسکرو په شهادت باندې به یې ښودلی وای چې د کال له پیل څخه تر اوسه پورې په غټ شمېر کې ووژل شول او لا وژل کیږي،‌ یا د ماشومانو د زېږونې پر وخت د ښځو په مرګ، او د هغو ماشومانو د وژنې په وړاندې چې تازه یې سترګې غړولې وې، یا د هغو خلکو په مرګ به یې غبرګون ښودلی وای چې د خپلو عزیزانو د ښخولو پر وخت ووژل شول، یا د هغو د مرګ پر وړاندې چې د لمانځه پر وخت وویشتل شول، خو هغوی هېڅ عکس العمل ونښود.

ځواب ورکړئ

مرګ د ایران په دکتاتور رژیم. خدای دې دغه ظالم حکومت په خپل قهر او غضب اخته کړي.‌ ان شاءالله، الله تعالی به د دغه هېواد له حکومت او ترهګرو ځواکونو څخه د بې چاره افغان کډوالو انتقام واخلي، او دغه دکتاتور رژیم به راوپرځوي.‌

ځواب ورکړئ

ایران د افغانانو یو پخوانی دښمن دی. د ایران پوځ د افغانانو وینو ته تږی دی. د ایران اردو د دغو بې چاره کډوالو پر ضد غټ ظلم وکړ. دغه ظالمانو حتی هغه کس ته چې سوزېدلی وو او لږې اوبه یې غوښتلې اوبه ورنه کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان په میلیونونو مکعب متره اوبه هر کال ایران ته بهېږي.‌ افغان حکومت باید د افغانستان اوبه چې له کلونو راهیسې ایران ته وړیا بهېږي،‌ مهار کړي، او د افغانانو د سوزېدلو قضیه په کلکه تعقیب کړي. که افغان حکومت د افغان کډوالو د ډوبېدلو او سوزېدلو قضیه په جدي توګه ونه څېړي، افغانان به په ټول هېواد کې د حکومت پر ضد په اعتراضونو لاس پورې کړي.‌

ځواب ورکړئ

دا د افغانستان د روانو اوبو د مسئلې په برخه کې هم ریښتیا ده. مونږ ونشوای کړای چې په خپله ګټه ترې کار واخلو.‌ حتی که مونږ یو ښه اقتصاد هم ولرو او غواړو چې د اوبیزې برېښنا یو بند جوړ او اوبو مهار کړو،‌ د سیمې هغه هېوادونه چې د افغانستان له اوبو څخه استفاده کوي هغوی د خپلو جاسوسانو په لاس د مرګونو بریدونو په ترسره کولو سره ستونزې جوړوي.‌ ډېر داسې مېکانېزمونه شته چې د یوه هېواد ملي ځواک پیاوړی کوي چې په نتیجه کې یې د نورو د کارونو مخه نیول کیږي، او په دې کې شک نشته چې د هغوی له جملې څخه یو له ډېرو لومړیو او اساسي مېکانیزمونو څخه د اتباعو یووالی او اتفاق او د داسې یوه قوي سیستم جوړونه ده چې د خلکو ملاتړ ورسره وي.‌ داسې یو سیستم چې ملي ملاتړ نه لري په بهر باندې یې اتکا ډېره کمزورې او ماتېدونکې ده، او د هغه د حامیانو د ګټو په بندېدلو سره، کمزوری کیږي. ترکیه یې یو بریالی مثال دی. د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې آیا اردوګان یو ښه سړی دی که بد، مخکې له دې چې هغه لاس په کار کیږي، لکه دا چې سوریې ته عسکر لېږي او داسې نور، لومړی هغه نړۍ ته ښیي چې په میلیونونو وګړي یې په یوه غږ د فیصلې ملاتړ کوي، او بیا د پارلمان په څېر د قانوني چینلونو له لارې رسمي تایید ترلاسه کوي. په ځانګړې توګه له داسې یوه پارلمان څخه تایید ترلاسه کول چې هغه، د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د استانبول په څېر غټو ښارونو کې حکومتي ټیم ته په ماتې ورکولو سره، د انتخاباتو شفافیت تضمین کړ چې له خلکو سره سوال پاتې نشي. (۲ برخه) په احترام، محمد یلماز

ځواب ورکړئ

هغه څه چې په ایران کې افغان کډوالو ته پېښ شوي دي هغه یو وحشیانه او ناوړه جرم دی، خو اصلي مجرم څوک دی؟‌ کله چې د یوه هېواد ملي ځواک کمزوری وي، د نورو د عملونو پر وړاندې له غندنو او یو څو فېسبوکي کنځلو څخه پرته نور هېڅ نشي کېدلی. تر دې چې مونږ ولیدل چې د پېښې قربانیانو د هېواد له سفیر سره په داسې حال کې ولیدل چې لاسونه یې د روغتون له چپرکټونو سره ولچک شوي ول.‌ د کرزي د جمهوري ریاست پر وخت، داسې اوازې خپرې شوې چې د ولسمشر دفتر له ایران څخه پیسې اخیستي دي. که زه غلطي ونه کړم، عمر داودزی د ولسمشر د دفتر رییس وو.‌ وروسته روښانه شوه چې ایران له افغانستان سره په پوله له کانونو څخه فلزات را اېستل. دا چې د ایران لوري ته لږ کانونه وو،‌ ښایي چې تر ځمکې لاندې تونلونو له لارې یې د افغانستان خاورې ته لاسرسی کاوه. ښایي چې مقامات به پوهېدل، خو د خپلې کمزورتیا له امله چوپ پاتې ول، ځکه چې له ایران څخه یې پیسې ترلاسه کولې، او ښایي داسې فکر یې کړی وي چې که هغوی د ایران پر ضد څه نشي کولی لږ تر لږه دا خو کولی شي چې خپل جیبونه ډک کړي.‌ کله چې یوه اوازه ډېر شور جوړوي، معمولاً په کې د حقیقت نښې وي. د دې مسئلې د دروغو او ریښتیاوو د معلومولو لپاره له خپل فکر نه کار واخلئ (اوله برخه)

ځواب ورکړئ