جرم او انصاف

د بادغیس اوسېدونکیو د ایران د 'دښمني پالونکي' رژیم پر ضد لاریون وکړ

د عمر راپور

د بادغیس ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۷مه د قلعه نو سړکو ته راووتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د تهران لاسوهنه او د ایران د امنیتي ځواکونو په لاس د افغان کډوالو وژنه وغندي. [شمیل مشال]

هرات -- د بادغیس ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ د ولایت د مرکز سړکو ته راووتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د تهران لاسوهنه او د ایران د امنیتي ځواکونو په لاس د افغان کډوالو وژنه وغندي.

په قلعه نو کې راټولو شویو معترضینو چې ځوانان، د مدني ټولنې فعالان او دیني عالمان په کې شامل وو د تهران پر ضد شعارونه ورکړل او د هغو ۲۹ افغان کډوالو د ډوبېدلو د قانوني تعقیب غوښتنه یې وکړه چې ادعا کیږي ایراني سرحدي ساتونکیو د غوایي په میاشت کې یې مجبور کړي وو چې ځانونه سیند ته وغورځوي.‌

دغه ګروپ همدارنګه د دې لپاره راټول شوی وو چې د غبرګولي د ۱۴مې د هغې پېښې پر ضد اعتراض وکړي چې په کې ایراني ځواکونو د یزد ولایت په مهرېز ښار کې په یوه موټر باندې چې افغان کډوال په کې سپاره ول ډزې وکړې او په پایله کې یې رامنځته شویو لمبو درې کسان ووژل او اته نور یې سخت ټپیان کړل.

ولسمشر اشرف غني امر وکړ چې د کسانو د ډوبېدلو پېښه دې وڅېړل شي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۷مه په قلعه نو کې راغونډ شوي چې د افغان کډوالو پر ضد د ایران چلند او د افغانستان په کورنیو چارو کې د دغه رژیم لاسوهنه وغندي.‌ [شمیل مشال]

د بادغیس ولایت اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۷مه په قلعه نو کې راغونډ شوي چې د افغان کډوالو پر ضد د ایران چلند او د افغانستان په کورنیو چارو کې د دغه رژیم لاسوهنه وغندي.‌ [شمیل مشال]

ایراني چارواکو د ډوبولو تورونه رد کړل او ویې ویل چې دغه پېښه د افغانستان په خاوره کې دننه شوې ده. همدارنګه، هغوی تور ولګاوه چې په هغو کسانو چې په موټر کې سپاره ول وروسته هغه ډزې وشوې چې «د تلاشۍ پوسته کې د درېدلو لپاره یې د پولیسو امر ونه مانه او موټر یې ونه دراوه.»

د دغو وضاحتونو په ردولو سره، د کابل، هرات، هلمند او ننګرهار په ګډون یو شمېر ولایتونو کې افغانان راټول شول او د تهران پر ضد یې اعتراض وکړ.

د قلعه نو یوه اوسېدونکي فاروق شاه ایماق وویل، د دغو کارکونکو وحشیانه مړینې هغه مطلقه دښمني په ګوته کوي چې د ایران رژیم یې د افغان کډوالو پر وړاندې لري.‌

ایماق وویل، «افغان کارکونکي ایران ته د دې لپاره لاړل چې د خپلو کورنیو لپاره روزي وګټي، خو هغوی د ایراني نظامیانو له خوا په غیرانساني ډول سیند ته وغورځول شول یا په اور وسوځول شول.»

هغه زیاته کړه، «‌له دې سره سره چې د ایران حکومت د افغان کډوالو او کارکونکو د ډله ییزې وژنې اصلي عامل دی، خو بیا هم په بې شرمۍ سره په دې کار کې له لاس لرلو څخه انکار کوي. د کډوالو پر ضد دغه ډول جرمونه په هېڅ هېواد کې هم نه دي پېښ شوي. یواځې د ایران حکومت له بې ګناه کډوالو او کارکونکو سره داسې غیر انساني، او شیطاني چلند کوي.»

د قلعه نو یوه اوسېدونکي او د تهران ضد لاریون یوه برخه وال نیازمحمد احمدي وویل، «په سیند کې د بې ګناه خلکو غورځولو یا یې سوځولو د ایراني امنیتي ځواکونو افراطي وحشت وښود.»

هغه وویل، «د ایران حکومت نه د ګاونډیتوب ارزښتونو ته درناوی کوي نه د اسلامي ارزښتونو پروا لري.»

د عدالت غوښتنه

احمدي زیاته کړه، کارکونکو د ایران په بیارغونه او ښېرازۍ کې یو مهم رول لوبولی دی، خو د دې خدمتونو له امله د دغو کارکونکو د ستاینې پرځای، د ایران حکومت داسې ظلمونه ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په وینا، په ایران کې د نږدې یو میلیون کډوالو په ګډون شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان ژوندن کوي.

د قلعه نو معترضینو غوښتنه کوله چې هغه ایراني عسکر چې د افغان کډوالو په وژنه کې ښکېل دي باید په نړۍ والو محکمو کې محاکمه شي او د خپلو عملونو سزا ورکړل شي. سربېره پر دې، هغوی له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د ایراني رژیم پر ضد لاس په کار شي.‌

احمدي وویل، «له افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د کډوالو پر ضد د ایران د حکومت له خوا ترسره شوي جرمونه دې په جدي توګه وڅېړي او د دغو کارکونکو وژونکي دې نه پرې ږدي چې ازاد ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران د حکومت له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې وحشیانه چلند له ډېرو کالونو راهیسې روان دی. هغوی په بېلابېلو بهانو کډوال بندي کوي، شکنجې ورکوي او حتی چې اعداموي یې. د ایران دغه غیرانساني چلند د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو پر خلاف دی.»

هغه وویل، کډوال او بیځایه شوي کسان په ګرده نړۍ کې مشخص حقونه لري او هېڅ حکومت دا حق نه لري چې هغوی شکنجه کړي یا یې ووژني.

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال جنیدالله اشکاني وویل، د ایراني ځواکونو دغه عملونه «د بخښلو وړ نه» دي.

هغه وویل، «موږ په ایران کې د افغان وګړو او کډوالو وژل په کلکه غندو. دا یو د نه بښلو وړ او غیرانساني جنایت دی چې د ایران امنیتي ځواکونو ترسره کړی دی.»

هغه زیاته کړه، په ایران کې د افغان کډوالو وژنه په نړۍ وال قانون کې هېڅ ځای نه لري او د ښه ګاونډيتوب له اساساتو سره مخالف عمل دی.‌

اشکاني وویل، «ایراني امنیتي ځواکونه تل افغان کډوال وژني او شکنجه کوي، خو ایرانۍ رسنۍ یې نه خپروي او پټ پاتې کېږي. وروستۍ دوه پېښې چې په کې هغوی کډوال په سیند کې وغورځول او اور یې ور واچاوه د بې ګناه کډوالو پر ضد د ایراني حکومت تاوتریخوالی ښیي.»

هغه وویل، ملګري ملتونه او هغه سازمانونه چې بشري حقونه او کډوال حمایه کوي باید په سملاسي توګه د کډوالو او کارکونکو پر ضد د ایران ظلم ودروي، او زیاته یې کړه چې د افغان کډوالو پر ضد د رژیم له تاوتریخوالي څخه ډک چلند هیچاته هم د منلو وړ نه دی او د بشریت پر ضد یو جنایت دی.

هغه وویل، «افغان حکومت له نړۍ والو سازمانونو سره په همغږۍ کې باید په ایران باندې فشار واچوي. که د دغو وژنو ترسره کوونکي دا ځل سزا ونه ویني، په راتلونکي کې به نور بې ګناه کډوال او کارکونکي هم ووژل شي.»

یو دښمن که یو ګاونډی

د قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي عبدالسمیع قادري وویل، د ایران حکومت ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، خو کارونه یې ښیي چې هغه د افغانستان دښمن دی.‌

هغه زیاته کړه، «موږ د ایران د منفور حکومت دغه وحشیانه، بزدلانه او ناوړه کارونه په کلکه غندو. زه په هغوی باندې تاکید کوم چې د افغان کډوالو پر ضد دغه غیر ضروري تاوتریخوالی ودروي.»

هغه وویل، «په رسمي حلقاتو کې، د ایران حکومت ادعا کوي چې د افغان حکومت او خلکو دوست دی، او وایي چې دواړه هېوادونه شریکه ژبه او دین لري، خو د صحنې شاته، هغه دښمن دی او افغانستان د شا له خوا په چاړه وهي.»

په بادغیس ولایت کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد انور وکیلي وویل، د ایران رژیم نه یواځې د کډوالو د وژلو تر شا لاس لري، بلکې په افغانستان کې دننه هم په هغو وژنو کې ښکېل دی چې طالبان او نور ترهګر ګروپونه یې هره ورځ ترسره کوي.

د ایران حکومت طالبانو ته د پیسو او وسلو په ورکولو سره د بې ګناه ملکي خلکو او افغان امنیتي سرتېرو په وژلو کې مستقیما لاس لري.

هغه زیاته کړه، «له نړۍ والې ټولنې څخه زموږ غوښتنه ده چې په ایران باندې فشار واچوي څو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه، او د کډوالو ځورونه ودروي. هغه کسان چې د کډوالو په ډوبولو او سوځولو کې یې لاس درلود هغوی باید په ګوته او د قانون منګولو ته راکش کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو ښه لاره دا ده چې ټول افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه کړای شي او له افغانستان څخه دغو هېوادونو تللې لارې بندې کړای شي. اوس د ایران پر ضد زمونږ اعتراض بې ګټې دی. اوس زمونږ په میلیونونو افغان کډوال د ایران په خاوره پراته دي، او هره ورځ مونږ د ایران پر ضد لاریونونه کوو او شعارونه ورکوو. دا به زمونږ د هغو افغانانو لپاره چې په ایران کې اوسیږي ستونزې راپورته کړي. که مونږ دغه کار ته دوام ورکړو، د ایران روغتونونه به دې ته تیار نشي چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو ناروغان ومني، او ښوونځي به یې افغان ماشومانو ته داخله ورنه کړي. نو، لومړی باید مونږ خپل هېواد امن کړو، له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان څخه افغان کډوال راستانه کړو، د خلکو د اقتصاد لپاره کار وکړو او خپل هېواد ته انکشاف ورکړو،‌ او بیا له ایران سره دښمني اعلان کړو ځکه چې په تشو لاسونو هېڅ شی نه کیږي. مونږ په خپل هېواد کې هېڅ شی نه لرو، په دې هېواد کې فقر او لوږه اوج ته رسېدلي، او په هېواد کې په میلیونونو خلک بې کاره دي. طالبان عملاً له افغان حکومت سره په جنګ کې ښکېل دي، له دې امله، لومړی باید مونږ په خپل هېواد کې سوله یقیني کړو، د خپل هېواد د اقتصاد د انکشاف لپاره کار وکړو، کاري فرصتونه برابر کړو او خپل کډوال هېواد ته راستانه کړو، بیا باید مونږ له ایران سره خپل سرحدونه بند کړو.

ځواب ورکړئ