امنیت

طالبانو د برېښنا د ستنې په ویجاړولو سره د هرات صنایعو ته غټ تاوانونه ور واړول

د علي راپور

ځایي چارواکي وايي، طالبانو د روانې میاشتې په نیمایي کې په هرات ولایت کې د برېښنا یوه ستنه ویجاړه کړه چې په دغه ولایت کې سم نیمایي کورونو او یوه مهم صنعتي پارک باندې یې برېښنا پرې کړه. [علي/سلام ټایمز]

هرات -- ځایي چارواکي وایي، طالبانو د روانې میاشتې په نیمایي کې په هرات ولایت کې د برېښنا یوه ستنه ویجاړه کړه چې په سم نیمایي کورونو او یوه مهم صنعتي پارک باندې یې برېښنا پرې کړه.

د غبرګولي په ۱۶مه طالبانو د ایران د سرحد په اوږدو کې د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په کمانه کلي کې د برېښنا یوه ستنه والوزوله.

د هرات د هغه وخت والي سید وحید قتالي تېره پنجشنبه /د غبرګولي ۲۰مه/ سلام ټایمز ته وویل، د طالبانو برید ملکي خلک په ګرمه هوا کې له برېښنا څخه محروم کړل.

د سې شنبې په ورځ‌ ډګر جنرال عبدالصبور قانع د قتالي پر ځای والي وټاکل شو.‌

د طالبانو له خوا په غوریان ولسوالۍ کې د برېښنا د یوې ستنې له ویجاړېدلو څخه وروسته د چپسو د پروسیس کولو یو ماشین د غبرګولي په ۲۱مه د هرات صنعتي پارک کې په ولاړ حالت کې لیدل کیږي.‌ [علي/سلام ټایمز]

د طالبانو له خوا په غوریان ولسوالۍ کې د برېښنا د یوې ستنې له ویجاړېدلو څخه وروسته د چپسو د پروسیس کولو یو ماشین د غبرګولي په ۲۱مه د هرات صنعتي پارک کې په ولاړ حالت کې لیدل کیږي.‌ [علي/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «په دغه صنعتي ښارګوټي کې نږدې ۲۰۰ فابریکې مجبورې شوې ترڅو فعالیت ودروي او له ۲۰ زرو څخه ډېر کارمندان او کارګران د برېښنا د بندښت له امله په موقت ډول بې کاره شول.»

نوموړي وویل، «طالبانو له دوه میاشتو څخه په لږ وخت کې په هرات ولایت کې له ۲۰۰ ځلې څخه ډېر پلونه، سړکونه او عامه بېخبناوې والوزولې.»

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاندې ذینب محسني د جمعې په ورځ وویل، د طالبانو له څو ورځنیو ګواښونو څخه وروسته، په هرات کې د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکیو ترتیبات ونیول چې یاده ستنه بیا ورغوي، کېبلونه ونښلوي او هرات ته برېښنا بیا جوړه کړي.

هغې وویل، د افغانستان د برېښنا شرکت د ټیمونو له خوا د ستنې د بیارغونې پر وخت، طالبانو په مکرر ډول هڅې وکړې چې په هغوی باندې بریدونه وکړي، لاکن امنیتي ځواکونو شنډ کړل.‌

محسني وویل، د طالبانو د ګواښونو له امله کارکوونکي مجبور شول چې څو ځلې د بیارغونې کار ودروي.‌

مالي لګښتونه

محسني زیاته کړه، طالبانو د ستنې په ورانولو سره د افغانستان د برېښنا شرکت د هرات څانګې ته تقریبا ۷.۹ میلیونه افغانۍ (۱۰۰ زره ډالر) مالي زیان ور واړاوه.

د هرات صنعتي ښارګوټي کې د خوراکي توکو د یوې فابریکې کارکوونکی سید احمد شهید پور وویل، برېښنا نه حکومت پورې تړاو لري نه طالبانو پورې؛ هغه د ملت مال دی او خلک ترې استفاده کوي.

هغه وویل، د طالبانو له خوا د برېښنا د پرې کولو له امله یواځې د هغه د فابریکې ۲۴۰ تنه کارکوونکي اغېزمن شول.‌

هغه وویل، «دا ۲۴۰ کسان د ۲۴۰ کورنیو غړي دي. د طالبانو دغه ډول عملونه د فقر سبب کیږي.»

د برېښنا د بندښت له امله چې په صنعتي ښارګوټي کې د فعالیت د پرې کېدلو سبب شو، د هرات صنایعو ته په ورځ کې له ۷۹ میلیونو افغانیو (۱ میلیونو ډالر) څخه ډېر زیانونه ور ورسېدل.‌

د هرات د کانونو او صنایعو د خونې رییس حمیدالله خادم وویل، د برېښنا بندښت په صنعتي ښارګوټي کې د اکسیجن د تولید د دستګاوو تولیدات بند کړياو هغه هم «په داسې وخت کې چې په هرات ښار کې د کووېډ-۱۹ د پېښو د ورځ‌ په ورځ ډېرښت له امله اکسېجن ته سخته اړتیا لیدل کیږي».

خادم وویل، «په صنعتي ښارګوټي کې موږ غټې فابریکې لرو، او هره یوه له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې کارکوونکي لري». هغه زیاته کړه چې د تولیداتو په بندېدلو سره فابریکې اوس هم مجبورې دي چې له کاره وتلیو کارکووکو ته تنخواګانې ورکړي.‌

هغه وویل، د افغاني تولیداتو له بندېدلو څخه وروسته ګاونډي هېوادونه افغانستان ته خپل تولیدات رالېږي چې د افغانستان د داخلي تولیداتو ځای پرې نیسي.

هغه وویل، «موږ په یوه ننګوونکي او غیر سالم رقابتي بازار کې فعالیت کوو،» او زیاته یې کړه چې د برېښنا وروستي بندښت وضعیت له بد نه بدتر کړ.

خادم وویل، «ډېر احتمال شته چې د برېښنا د ستنې ویجاړتیا دغې سختې سیالۍ سره تړاو ولري.»

د طالبانو - ایران اتحاد

په هرات کې د اقتصادي چارو پوه محمد رفیق حسیني وویل، د افغاني تولیداتو پر وړاندې د ایران دښمنۍ په پام کې نیولو سره، په دې کې شک نشته چې د ایران حکومت له طالبانو سره همکاري کړې ترڅو د برېښنا ستنه ونړوي.‌

هغه وویل،‌ «ایران تل داسې کارونه کړي چې صنعتي ښارګوټي او داخلي صنایعو ته زیان ور ورسوي.»

دغه راز، حسیني په ایراني رژیم باندې تور ولګاوه چې افغانستان ته د توکو په ناقانونه صادراتو او قاچاق کې لاس لري.

د غوایي په ۲۷مه د هرات صنعتي ښارګوټي کې د درې فابریکو د پرانستې په مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثار احمد غوریاني ژورنالستانو ته وویل چې ګاونډي هېوادونه نه غواړي چې افغانی صنایع وده وکړي.‌

غورياني وویل، د ګاونډیو هېوادونو مخربو سیاستونو داخلي صنایع سختې زیانمنې کړي دي.‌

هغه زیاته کړه چې، «حکومت په وروستیو کې د ګاونډیانو د بازار ماتوونکیو سیاستونو پر ضد مبارزه پیل کړېاو پر وړاندې یې سخت چلند کوي.»

د هرات پخواني والي قتالي سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان ګاونډیان غواړي چې په هر قېمت وي د دې هیواد داخلي تولیداتو ته زیان ورسوي او د افغانستان بازار ونیسي.

هغه زیاته کړه، «په دې سیمه کې د جنګ ریښې په اقتصادي ګټو کې نغښتې دي. څو چې جنګ روان وي، ګاونډي هېوادونه به افغانستان ته د خپلو ځانونو لپاره د یوه مناسب بازار په سترګه ګوري.»

قتالي ژمنه وکړه چې افغانستان به دغو ګاونډیو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې داخلي صنایعو ته یې نور زیانونه ورسوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اصلا دا لوبه اوسنۍ نه ده، د افغانانو پر ضد دا لوبه له ۴۵ کالونو راهیسې روانه ده. ایران، پاکستان او حتی غربي هېوادونو هغه وخت د مخربینو ملاتړ کاوه او اوس یې ایران مستقیما ملاتړ کوي، پاکستان یې د غرب په استازیتوب او مرسته ملاتړ کوي. زمونږ خلک باید پخپله فکر وکړي، هوښیار شي، او خپل ملکیتونه او بېخبناوې پخپله خراب نه کړي.

ځواب ورکړئ