اقتصاد

خصوصي سکتور په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په اقتصاد کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده

د نجیب الله راپور

یو کارکووکی د هرات صنعتي ښارګوټي کې د کېک په یوه فابریکه کې، چې د غوایي په ۲۷مه پرانستل شوه، لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

یو کارکووکی د هرات صنعتي ښارګوټي کې د کېک په یوه فابریکه کې، چې د غوایي په ۲۷مه پرانستل شوه، لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

کابل -- د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، په وروستیو میاشتو کې په خصوصي سکتور کې د ۳.۹ میلیاردو افغانیو (۵۰ میلیونو ډالرو) پانګونې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تولیدي فابریکې پیاوړې کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند احمد فواد احمدي وویل، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې په کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰ فابریکو کار پیل کړ.‌

هغه وویل، «په دغو فابریکو کې محلي افغان پانګوونکیو پانګونې کړي دي،» او زیاته یې کړه چې ۴۰ نورې فابریکې دې ته چمتو کېږي چې په راتلونکیو میاشتو کې فعالیتونه پیل کړي.

هغه وویل، «موږ به په نږدې راتلونکي کې په هرات ولایت کې د ۱.۵ میلیاردو افغانیو (۲۰ میلیونو ډالرو) په پانګونې سره د غیر الکولي مشروباتو د تولید یوه فابریکه پرانیزو. تمه ده چې په دې فابریکه کې تر ۱۰۰۰ پورې کارکوونکي کار وکړي.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د غبرګولي په ۳مه اعلان وکړ چې، دغه وزارت په وروستیو کې د کندهار ولایت په شور اندام صنعتي پارک کې د ۹۴ میلیونو افغانیو (۱.۲ میلیونو ډالرو) په پانګونه درې صنعتي فابریکې پرانستلې.

دا فابریکې اورني یا پمپرونه، روغتیایي پټۍ یا کوتکس، کاغذي دستمالونه او پولي وینایل کلوراید پایپونه تولیدوي او د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه ډېرو کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د غوایي په ۲۸مه اعلان وکړ چې د یادې میاشتې په نیمایي کې وزارت د هرات صنعتي ښارګوټي کې درې تولیدي فابریکې چې ټولې تولیدي پروسې ځای په ځای ترسره کوي، پرانستلې.‌

دغو فابریکو د ۷۸۶ میلیونو افغانیو (۱۰ میلیونو ډالرو) پانګونو له لارې ۵۰۰ مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي دی.‌

د اورپکو د استخدام میدان

د پارلمان غړي او نور هېوادوال وایي، د حکومت له خوا تولیدي سکتور او د دندو رامنځته کولو ته پاملرنه د طالبانو د دروغژنو وعدو یو ښه بدیل دی.‌

طالبان د بېخبنایي پروژو او د پایښت وړ کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د افغانستان په راتلونکي کې د پانګونې پر ځاید جنګ او جګړې کولو او ویجاړتیا لپاره د بې روزګاره ځوانانو په استخدام سره له هغوی څخه ناوړه استفاده کوي.‌

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت یوه استازي غلام ولي افغان وویل، «په افغانستان کې بې وزلي او بې کاري داسې یوې کچې ته رسېدلي چې زموږ ځوانان مجبور دي له داسې ډلو سره چې د حکومت پر ضد جنګ کوي یوځای شي او بالاخره خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

هغه وویل، «طالبان او نورې ترهګرې ډلې له بې وزلۍ او بې کارۍ څخه په استفادې سره زموږ خلک استخداموي ترڅو په جنګ کې د هغوی ملګرتیا وکړي.»

په ولسي جرګه کې د سمنګان ولایت یوې استازې محبوبې رحمت تایید کړه چې د افغانستان په ځینو برخو کې طالبان له بې کارۍ او بې وزلۍ څخه په ناوړه استفادې سره یاغیان استخداموي.

هغې وویل، «د سمنګان په څېر ځینو ولایتونو کې له ټولو ننګونو سره سره، اوسېدونکو په ځانګړې توګه ځوانانو له طالبانو سره له یوځای کېدلو څخه انکار کړی دی.»

هغې وویل، د سمنګان ولایت ډېر ځوان اوسېدونکي له طالبانو سره د یو ځای کېدلو پرځای د کار کولو لپاره بهر ته تللي دي ځکه چې هغوی له طالبانو سره د یو ځای کېدلو او نورو افغانانو سره د جنګ کولو له ناوړه اغېزې څخه ښه خبر دي.‌

د کندز ولایت یوه اوسېدونکي فرهاد چې په کابل کې مېوه خرڅوي په دې هکله وغږیده چې طالبانو په هغه باندې څنګه فشار اچولی وو ترڅو له هغوی سره ملګری شي.‌

هغه له مستعار نامه څخه په استفادې سره وویل، «زه دوه کاله بې کاره وم. طالبان پوهېدل چې زه د ژوندي پاتې کېدلو لپاره پیسو ته اړتیا لرم، له دې امله هغوی زه ور وبللم او زه د پيسو ګټلو لپاره له هغوی سره ملګری شوم.»

هغه وویل، «له یادې ډلې سره له دوه کاله کار کولو څخه وروسته ما ولیدل چې زما په څېر ډېر نور کسان هم مجبور شوي وو چې د بې کارۍ له امله له طالبانو سره ملګري شي.»

هغه وویل، هغه پوه شو چې د طالبانو کارونه غلط او ظالمانه دي ځکه چې هغوی په افغانانو باندې ظلم کوي او له هغوی څخه په زور پیسې اخلي.

هغه وویل، «زما وجدان ماته اجازه رانه کړه چې د طالبانو ترهګرې ډلې سره کار کولو ته دوام ورکړم، نو پرېکړه مې وکړه چې له خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره یو ځای کابل ته راشم او حلاله نفقه وګټم.»

کاري فرصتونه رامنځته کول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي وویل، حکومت په دې کار کوي چې نور کاري فرصتونه رامنځته کړي او د ترهګرو ډلو له خوا د افغانانو د استخدام احتمال کم کړي.

هغه وویل، «حکومت د بې کارۍ د ستونزو د له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.»

احمدزي وویل، «موږ پوهېږو چې خبر او پوه خلک به هېڅکله هم له بې وزلۍ او بې کارۍ څخه د تېښتې د یوې لارې په توګه له ترهګرو او افراطي ډلو سره ملګري نشي.»

احمدزي وویل، «حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له لارې په خپل جوړښت کې کاري فرصتونه اعلانوي او کسان استخداموي.»

احمدزي وویل، وزارت د حرفوي روزنې د برابرولو له لارې د بې تعلیمه یا لږ تعلیم لرونکیو هېوادوالو لپاره فرصتونه برابر کړي ترڅو د کار بازار ته له ننوتلو څخه مخکې مهارتونه ترلاسه کړي.

احمدزي وویل، وزارت یو د پوهاوي یادښت لاسلیک کړی چې افغانان د کار لپاره بهر ته ولېږي، او زیاته یې کړه چې یو شمېر کارګران به ژر متحده عرب اماراتو او نورو هېوادونو ته لاړ شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500