د ښځو حقوق

په افغانستان کې د یونیفورم ګنډلو فابریکې د جګړې کونډو ته کاري فرصت برابر کړی دی

د ای اېف پي راپور

شاوخوا ۱۲۰ هغه ښځې چې د افغانستان په جګړه کې کونډې شوي دي د اردو له خوا د دې لپاره په کار ګومارل شوي ترڅو په کابل کې په یوه فابریکه کې پوځي یونیفورمونه وګنډي. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- په لسګونو ښځې چې د افغانستان په جګړه کې کونډې شوي دي په کابل کې په یوه فابریکه کې د سرتیرو او بندیانو لپاره د یونیفورمونو د ګنډلو له لارې د ژوند څوری ګټي.

د دفاع وزارت په دې فابریکه کې شاخوا ۱۲۰ ښځې استخدام کړي دي. ډېرې یې کونډې دي، خو ټولې د داسې چا خپلوانې دي چې په پوځ کې یې خدمت کاوه او یا مړ شوی یا معلول شوی دی.

دغه کار د ډېرو کورنیو لپاره، چې معمولا د مالي ملاتړ لپاره په سړیو باندې متکي دي، د ژوند څوری برابروي.

له دې جلا، افغان حکومت په جنګ یا ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو افغان امنیتي منسوبینو د کورنیو لپاره د اضافي ملاتړ برابرولو او د امتیازاتو د پروسې د اسانولو لپاره د یوه نوښت د رامنځته کولو هڅه کوي.

هغه ښځې چې د طالبانو او نورو وسله والو ګروپونو پر ضد جګړه کې یې خپل مېړونه یا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په یوه فابریکه کې پوځي یونیفورمونه ګنډي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه ښځې چې د طالبانو او نورو وسله والو ګروپونو پر ضد جګړه کې یې خپل مېړونه یا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په یوه فابریکه کې پوځي یونیفورمونه ګنډي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په یوه فابریکه کې کار کوي. دغې فابریکې هغو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې د افغانستان په جګړه کې یې مېړونه یا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د سلواغې په ۲۰مه په کابل کې په یوه فابریکه کې کار کوي. دغې فابریکې هغو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې د افغانستان په جګړه کې یې مېړونه یا د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دغه نوښت، د شهیدانو کورنیو ته په هغو امتیازاتو سربېره چې تر اوسه یې ترلاسه کړي دي، ۱۰۰ زره افغانۍ (۱۲۹۰ ډالر) نورې هم ورکوي.

د یادې فابریکې یوې کارکوونکې رویا نعمتي چې ۳۱ کاله عمر او څلور ماشومان لري په پلازمېنه کې هغه وخت وظیفه او یو اپارتمان ترلاسه کړل چې مېړه یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په سیند کې ډوب شو.

هغې وویل، «په پیل کې ما هیله له لاسه ورکړه او حیرانه وم چې خپلو وړو ماشومانو ته به څنګه روزي برابروم او څنګه به یې لویوم. زه د دفاع وزارت نه د دې کار د راکولو له امله مننه کوم.»

نعمتي چې ۵ کلنه لور یې د کالیو ګنډلو ماشین سره نږدې ورته ناسته ده اوس د خپلې کورنۍ خرڅ ګټي او د میاشتې ۱۲۰۰۰ افغانۍ (۱۵۵ ډالر) ترلاسه کوي.

دوه لسیزې وشوې چې افغانستان د طالب یاغیانو پر ضد په جګړه بوخت دی. د جنګیالیو لوریو تر منځ د سولې خبرو سره سره، په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی او په زرګونو سرتیري او ملکي خلک وژل شوي دي.

په جنګ کې د وژل شویو افغان امنیتي منسوبینو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو په ۱۳۹۸ کې ولسمشر اشرف غني وویل چې پنځه کاله مخکې د هغه له ټاکل کېدلو راهیسې له ۴۵ زرو څخه ډېر کسان «قرباني شوي دي».‌

۳۷ کلنې محبوبې سدید پرواني وویل، «کله چې زه ګنډل کوم زه د خفګان احساس کوم ځکه زما زوی به همداسې یونیفورم اغوست. که څه هم چې زما زوی مړ شو، خو زه خوشحاله یم چې نور ځوانان د خاینو طالبانو پر ضد جنګ کوي.»

سمیرا هم د هغه کار په هکله چې هغه پرې د خپلې کورنۍ لپاره د ژوند څوری ګټي، همداسې متضاد احساسات څرګند کړل.

هغې وویل، «ښایي طالبان دا د محبس یونیفورم چې زه یې ګنډم واغوندي... زه نه غواړم چې حتی لاس پرې ولګوم، خو بله چاره نه لرم -- زه درې ماشومان لرم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه پیسې چې حکومت یې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته د هغوی له وژل کېدلو څخه وروسته ورکوي، ډېرې لږې دي. حکومت پخوا د قربانیانو کورنیو ته سل زره افغانۍ ورکولې او اوس شپېته زره ورکوي. حکومت باید د هر قرباني کورنۍ ته لږ تر لږه پنځه سوه زره افغانۍ ورکړي څو د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنۍ وکولی شي چې د ځانونو لپاره یو کوچنی کاروبار جوړ کړي او په دې توګه یو عاید ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ

مونږ هم یوه ښځه پېژنو چې ۵ ماشومان لري. هغه په یوه کرایي کور کې اوسیږي. هغه د یوه معلول نظامي شخص مېرمن ده.‌

ځواب ورکړئ

مونږ هم یوه ښځه پېژنو چې ۵ ماشومان لري. هغه په یوه کرایي کور کې اوسیږي. هغه د یوه معلول نظامي شخص مېرمن ده، خو هغه په ولایت کې ده. له هغې سره په دې برخه کې همکاري وکړئ چې په دې پروسه کې شامله شي.

ځواب ورکړئ