د ښځو حقوق

د طالبانو له خوا د وژل شویو عسکرو کونډو په ننګرهار کې یو بې ساري کاري فرصت وموند

د خالد زېري‌ راپور

نجیبې صاحبزاده، چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د داسې یوه افغان پوځي افسر کونډه ده چې مېړه یې وژل شوی دی، د نژدې ‍۱۰۰ نورو ښځو لپاره چې د هغوی مېړونه هم د هېواد لپاره د جنګ په ترڅ کې وژل شوي دي، کاري فرصتونه رامنځته کړي دي. [خالد زېری]

جلال اباد -- د جلال اباد په یوه سیمه کې په یوه کور کې چې څلور کوټې لري، ښځې په داسې حال کې لیدل کیږي چې قالینې اوبي، کمیسونه ګنډي او په کالیو باندې ګلان جوړوي.

د ۵۵ کلنې نجیبې صاحبزاده له برکته، شاوخوا ۱۰۰ ښځې چې ډېرې یی هغه کونډې دي‌ چې مېړونه یې طالب جنګیاليو وژلي دي،‌ خپله ډوډۍ ګټي.

صاحبزاده د یوه داسې پوځي افسر کونډه ده چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ (۱۳۶۶ - ۱۳۷۱) پر وخت وژل شوی وو. د هغه له مړینې څخه وروسته هغې پرېکړه وکړه چې په راتلونکي ژوند کې به د هغې هدف دا وي چې د نورو وژل شویو عسکرو کونډو ته کاري فرصتونه برابر کړي.‌

صاحبزاده وویل، «زه مې له مور سره ژوند کوم. هغه زړه او د زړه په ناروغۍ اخته ده. ما له هغې سره د یوه کاروبار د پيلولو په هکله خبرې وکړې، او هغې راته وویل چې زړوره اوسم.»

نجیبه صاحبزاده د نومبر په ۱۵مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په خپل استوګنځي کې خپلې کارګرانې د قالینې د اوبدلو پروخت ګوري. [خالد زېری]

نجیبه صاحبزاده د نومبر په ۱۵مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې په خپل استوګنځي کې خپلې کارګرانې د قالینې د اوبدلو پروخت ګوري. [خالد زېری]

«هغې ماته وویل چې که زه په داسې یوه کاروبار کې ښکېله شم چې یوازې ماته کاري فرصت برابر کړي، هغه به یوازې ماته ګټه ورسوي. نو هغې له مانه غوښتنه وکړه چې داسې یو کاروبار پیل کړم چې نورې خویندې (نورې کونډې) هم په کې بوختې شي او د ځان لپاره د عاید سرچینه ولري.»

هغې وویل، «له دې امله، ما تصمیم ونیو چې دا کور په کرایه ونیسم او پانګونه وکړم. اوس، شاوخوا ۱۰۰ ښځې چې ۶۰٪ یې د عسکرو کونډې دي له ما سره کار کوي.»

صاحبزاده وویل، «هغوی د خپلو کورنیو اصلي روزي ګټونکې دي.‌ هغوی له ماسره د قالینو په اوبدلو، ګلدوزۍ او د کمیسونو په ګنډلو کې کار کوي، او یو اندازه پیسې ګټي چې د یوه ښه ژوند په برابرولو کې ورسره مرسته کوي.»

محبوبه چې د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکې ده یوه له هغو ښځو څخه ده چې د صاحبزاده په کور کې کار کوي. د هغې مېړه په ملي اردو کې خدمت کاوه او دوه کاله مخکې په هلمند کې له طالبانو سره په یوه جګړه کې ووژل شو.»

محبوبې وویل، «زما مېړه په هلمند کې له اردو سره کار کاوه. وروسته له دې چې هغه په هلمند کې شهید شو، مونږ هېڅ عواید نه درلودل. زه خوشحاله یم چې یو چا ماته دا ځای راوښود.»

هغې وویل، «زه دلته د کالیو ګنډلو او ګلدوزۍ په برخه کې بوخته یم. زه په میاشت کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې ګټم او هڅه کوم چې د دغو پیسو په وسیله ژوند وکړم.»

هغې زیاته کړه، «زه په یوه کرایي کور کې ژوند کوم او خپل ماشومان پخپله پالم. زما ۹ کلنه لور په یوه خصوصي ښوونځي کې په درېیم ټولګي کې زدکړې کوي، او ژوند په دې توګه پرمخ ځي.»

داسې ځای چې د ماشومانو لپاره هم دی

د محبوبې لور سمینې وویل چې هغه دغه کور ته له خپلې مور سره له راتګ څخه خوند اخلي.

هغې وویل، «زه خوشحاله یم چې کولی شم له خپلې مورسره راشم. زه درس وایم او کله چې له ښوونځي څخه راوځم، له مور سره مې دلته راځم او دلته زه له هغې سره کار کوم یا ورسره همداسې پاتې کېږم.»

صایمې چې زوی او اوښی یې په ترتیب سره په هلمند او ننګرهار کې له ملي اردو سره د خدمت پر وخت وژل شوي، وویل چې هغه او د هغې نګور د ښخو د کالیو غاړې ګلدوزي کوي او اوس یو ښه ژوند لري.‌

هغې وویل، «موږ خوښ یو چې لږ تر لږه خیرات نه ټولوو او دغې سخي ښځې موږ ته داسې کار راکړې چې د ژوند مخته وړو کې راسره مرسته کوي.»

هغې هیله څرګنده کړه چې د هغې لمسیان به وکولی شي چې یو نېکمرغه او ښه ژوند ولري.

صاحبزاده وویل، که حکومتي او غیرحکومتي موسسې زما سوداګرۍ سره مرسته وکړي، نو زه به وکولی شم چې خپل کاروبار پراخ کړم او لا نورو ښځو لپاره به هم کاري فرصتونه برابر کړم.‌

هغې وویل، «ما له ډېرو غیرحکومتي موسسو سره خبرې کړي او هغوی ماته د ملاتړ اطمینان راکړی دی. که دا کار وشي، په سلګونو نورې ښځې به داسې کاري فرصتونه ترلاسه کړي چې د هغوی ژوند ته به وده ورکړي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، ځایي حکومتي اداره به د صاحبزاده د ملاتړ په برخه کې له خپلې وسې سره سمه ونډه ترسره کړي.

خوګیاڼي وویل، «هو، موږ خبر یو چې مېرمن صاحبزاده د خپلې مهربانۍ له مخې د ډېرو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي.موږ به له اړوندو حکومتي او غیرحکومتي ادارو سره به خبرې وکړو چې د نجیبې له سوداګریز مرکز سره مرسته وکړي ترڅو هغه د لا نورو ښځو لپاره هم کاري فرصتونه رامنځته کړي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان هوایي ځواک منسوبینو له دوه میاشتو راهیسې خپلې تنخاګانې نه دي ترلاسه کړي. دا یوه غټه ننګونه یا چلینج دی. آیا داسې څوک شته چې د هغوی د کورنیو له حاله دې خبر وي؟ لطفاً دا خبر ژر تر ژره خپور کړئ چې د ولسمشر دفتر پرې خبر شي. مننه

ځواب ورکړئ