اقتصاد

ملګري ملتونه په هرات کې ۱۲۰ ښځو ته حرفوي روزنه او میاشتنی معاش ورکوي

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په هرات کې د بېلابېلو عمرونو ۱۲۰ بې ځایه شویو یا هغو افغانو ښځو لپاره چې له څه مودې مهاجرت څخه وروسته خپلو کورونو ته ستنېږي، یو نوښت پیل کړی دی. هغه ښځې چې «د افغانستان جوړونې» پروګرام کې برخه اخلي د غالۍ اوبدلو، ګلدوزۍ، نقاشۍ، میناتورۍ او د بیکونو ګنډلو مهارتونه زده کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په هرات کې د بېلابېلو عمرونو ۱۲۰ بې ځایه شویو یا هغو افغانو ښځو لپاره چې له څه مودې مهاجرت څخه وروسته خپلو کورونو ته ستنېږي، یو نوښت پیل کړی دی.

هغه ښځې چې «د افغانستان جوړونې» پروګرام کې برخه اخلي د غالۍ اوبدلو، ګلدوزۍ، نقاشۍ، میناتورۍ او د بیکونو ګنډلو مهارتونه زده کوي.

دا پروګرام د افغانستان د پرمختګ خیریه ټولنې (ودان) په نامه یوې محلي غیر حکومتي موسسې له خوا پلي کیږي.

په هرات کې د ودان موسسې رییس حسن خان احمدزي وویل، په پروګرام کې برخه اخیستونکي ښځې د خپلو کورنیو یواځینۍ نفقه ګټونکې دي.

دوه داخلي بې ځایه شوې ښځې د چنګاښ په ۳۱مه په هرات کې په یوه ورکشاپ کې چې د یو اېن اېچ سي آر په ملاتړ ترسره کېږي، ګلدوزي کوي. [عمر/سلام ټایمز]

دوه داخلي بې ځایه شوې ښځې د چنګاښ په ۳۱مه په هرات کې په یوه ورکشاپ کې چې د یو اېن اېچ سي آر په ملاتړ ترسره کېږي، ګلدوزي کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وويل، «د تخنيکي او حرفوي روزنې تر څنګ، هر زده کوونکی د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره ٧٠٠٠ افغانۍ [۸۰ ډالر] مياشتنۍ تنخوا ترلاسه کوي. يو شمېر ګډونوالو د روزنې له بشپړولو څخه وروسته خپل کاروبارونه پرانيستي او اوس د خپلو ځانونو لپاره د ژوند څوری ګټي.»

هغه وویل، «دا ښځې او نجونې به له فراغت څخه وروسته هم زموږ له ادارې څخه ملاتړ ترلاسه کړي. موږ هڅه کوو چې د دوی لاسي صنایعو ته په هېواد او بهر کې مناسب بازار پیدا کړو.»

هغه زیاته کړه، «موږ د آنلاین پلورنې پلیټ فارم پیل کړی، چې پیرودونکي په کې د هغو توکو وینا کوي چې غواړي وایې خلي،»

هغه وویل، د دې نوښت هدف دا دی چې بې ځایه شویو او له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنو شویو ښځو ته د کاري فرصتونو د برابرولو له لارې مرسته وکړي، او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي چې په فقر او بې وزلۍ باندې برلاسې شي.

کورنۍ له بې وزلۍ څخه ژغورل

۲۲ کلنه مرضیه حیدري چې دوه کاله وړاندې له بامیان ولایت څخه هرات ته کډه شوې وه، «د افغانستان جوړونې» پروګرام کې برخه اخلي او یو نوی مسلک زده کوي.

هغې وويل، اوه مياشتې مخکې له دې پروګرام سره په یو ځای کېدلو د هغې ژوند بدل شوى دى، او زياته یې کړه چې، «موږ په کورنۍ کې شپږ تنه يو، پلار مې سپین ږیری دى او کار نشي کولى. زه يوازينۍ کسه یم چې نفقه پيدا کوم.»

هغې وويل، «موږ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ يو، خو له هغه وخته چې زه په پروګرام کې شامله شوې یم، زموږ ژوند ډېر ښه شوی دی.»

حیدري وویل، هغه له خپلې تنخوا څخه هم ورځني لګښتونه پوره کوي او هم پرې د برق او اوبو بیلونه تادیه کوي.

٢٣ کلنه سکينه ميرزايي چې له خپلې کورنۍ سره له دايکندي ولايت څخه هرات ته کډه شوې، له تېر کال راهيسې د غالیو اوبدل زده کوي.

هغې وویل، «زه اوس دومره عاید لرم چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم.»

۳۰ کلنې فاطمې رضايي، چې د دغه پروګرام د خامک ګنډلو په برخه کې کار کوي، هم وويل، له دې پروګرام سره له يو ځای کېدلو څخه وروسته يې د کورنۍ اقتصادي وضعيت ښه شوی دی.

هغې وويل، «زما مېړه مزدور کاري کوي او هر سهار د کار موندلو لپاره بهر ته ځي، خو ماښام تش لاس کور ته راځي. هغه په مياشت کې يواځې دوه ورځې کار پيدا کوي.»

هغې زیاته کړه، «زما کار زما او زما کورنۍ ته ډیر ارزښت لري. زه میاشتنی معاش ترلاسه کوم، او کولی شم چې خواړه او د کور نور توکي واخلم.»

ډېرې ښځې مجبورې دي چې کار وکړي

ځينې وايي، افغانې ښځې مجبورې دي چې له کور څخه بهر کار وکړي او د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي، څو په فقر کې له ور ډوبېدلو څخه ځانونه وژغوري.

۳۲ کلنه فاطمه غلامي چې څلور ماشومان لري له یوه کال راهیسې د هرات ښار په یوه خصوصي شرکت کې د پاکوونکې په توګه کار کوي.

نوموړې د لیسانس سند لري او د هرات د ښځو چارو ریاست د جنسیت په څانګه کې یې کار کاوه خو د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې یې دنده له لاسه ورکړله.

غلامي چې مېړه یې د پولیسو افسر و او د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې د دندې پر مهال مړ شو، وویل، «زه په کور کې ډوډۍ راوړونکی نه لرم. که زه کار ونه کړم، زما ماشومانو ته به څوک ډوډۍ ورکړي؟»

هغې زیاته کړه، «زما په څیر ډیرې ښځې شته چې باید له کور نه وځي او کار وکړي، څو خپلې کورنۍ له فقر او لوږې څخه وژغوري.»

غلامي وويل، «خو له بده مرغه، افغاني ټولنه له کور نه بهر د کار کولو لپاره د ښځو لېوالتيا له پامه غورځوي. پر ښځو ټولنيز محدوديتونه شته چې ډېرې کورنۍ يې له فقر او لوږې سره مخامخ کړي دي.»

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې پروانې توپان وویل، اقتصادي بحران بې وزلي رامنځته کړې چې ډیری کورنۍ یې اغیزمنې کړې دي. له دې امله، ډیری ښځې اړتیا لري چې د ژوند کولو لپاره کار وکړي یا د خپلو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې برخه واخلي.

هغې وویل، «ښځې په بېلابېلو سکتورونو او په ځانګړې توګه د لاسي صنایعو او سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې ښه ظرفیتونه لري او باید د کار فرصت ورته برابر شي.»

هغې زیاته کړه، «که ښځې کار ونه کړي او نارينه ونشي کړای چې کار پيدا کړي، د کورنۍ اقتصاد به خراب شي او فقر به رامنځته شي.»

پروانې په داسې حال کې چې د خنډونو او محدودیتونو پر ضد د افغان ښځو د زړور چلند ستاینه وکړه، وويل، په اقتصاد کې د ښځو له پياوړي حضور پرته هيڅ هېواد پرمختګ نه دی کړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په داسې حال کې چې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان د نړۍ تر ټولو هغو هېوادونو په لړ کې بولي چې خلک یې د مرستو زیات اړمن دي، خو زموږ حکومت په بېهوده کارونو خپل وخت ضایع کوي. پرون د افغانستان په دې دومره لویه بدبختۍ کې په حکومتي کچه دا خبر زمزمه کېده چې په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د موسیقۍ وسایل راټول او سوزولي دي. دې ته یې ګڼ شمېر پلویانو د خوشالۍ سرېندې غږولې چې ګوندې دا ډېر لوی کار شوی دی. خو له دې خبر نه دي چې د افغانستان ښځې په کوم وضعیت کې دي؟ خلک زموږ بد وضعیت ته ګوته په غاښ دي او هره ورځ راباندې تبصرې کوي، خو افغان واکمن چې په تلویزیوني یا راډیوي بحثونو کې کېني، یوازې د ښځو په اړه خبرې کوي. ښځې دې دا وکي او هغه دې وکي. چې راغلي همدا یې ښځې یې په خوله دي، خو قسم یې کړی چې د ذرې هومره امنیت هم ورنکړي. نه ورته د مور په سترګه ګوري، نه د خور، نه د لور او نه د مېرمنې. سړی فکر وکړي چې ایا طالب خو به خرې نه وي زېږولی؟

ځواب ورکړئ

دا د هرات ولایت د ښځو لپاره یو ښه خبر دی، ځکه چې د ملګرو ملتونو دغه پروژه کولی شي د ښځو د ستونزو یوه برخه حل کړي ځکه چې افغان مېرمنې له هغه ستونزمن حالت څخه تیریږي چې لامل یې په اکثرو کورنیو کې ښځې سرپرستان نه لري، او هغوی د جګړې په کلونو کې خپل مېړونه، پلرونه، ورونه او خپلوان له لاسه ورکړي دي. له همدې امله دوی د خپلو کورنیو نفقه پر غاړه لري، او اوس د افغان ښځو پر مخ ټولې دروازې تړل شوي او بې وزله ښځې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د خوښۍ خبره ده چې افغان مېرمنې د لاسي صنایعو د جوړولو وړتیا او ښه ظرفیتونه لري. په دې توګه هغوی کولی شي چې له خپل ځان او هېواد سره مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

ځکه چې لیتیم ته د کور له لوښو څخه نیولې تر کښتیو پورې او د انسان په زړه کې له پیس میکر څخه د ګرځنده لپ ټاپ بیټرۍ پورې په هر څه کې اړتیا ده. د امریکاغږ ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په نړۍ کې د ماشینونو طاقت یعنی بیټرۍ د لیتیم نه بغیر ناممکن دی، او اوس موټرونه هم د بیټرۍ په چارجولو سره چلیږي او د لیتیم استعمال مهم دی. لیتیم ته اړتیا به لا نوره زیاته شي. لیتیم چیرته دی؟ په نړۍ کې د لیتیم مثلث موجود دی چې د لیتیم مثلث په نوم یادیږي او دا په ارجنټاین، چیلي او بولیویا کې موقعیت لري. خو اوس افغانستان هم د لیتیم په مثلث کې شمیرل کیږي. په ۲۰۱۹ کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر اشرف غني ته «د کانونو د سکټور د ۲۰۱۹ لارنقشه» په نوم یو سند وسپارل شو. په دغه سند کې ویل شوي چې په افغانستان کې د درې تریلیون ډالرو په ارزښت کانونه شته. د دغه سند له مخې، په افغانستان کې د دوه زره اووه سوه کیلو ګرامو سره زر، دوه میلیارده مټریک ټنه اوسپنه او درې میلیونه مټریک ټنه مس سربیره، له څلور میلیون میټریک ټنو څخه زیات نادر ځمکني معدنونه شته. لیتیم او یورانیم هم په کې شامل دي. جیولوجست ډاکټر یاسین وویل چې لیتیم او نور منرالونه د افغانستان د پولو په اوږدو کې شته. د هغه په وينا، په افغانستان کې تر ثابتو څېړنو وروسته معلومه شوې، چې د نورستان، کونړ او بدخشان په سرحدي غرونو کې د ليتيم سترې زېرمې شته. د وروستیو خبرونو په اساس، د افغانستان کانونه د پاکستان او چین لخوا د لوټ کیدو له جدي خطر سره مخ دي.

ځواب ورکړئ

وروسته په ۲۰۰۱ کال کې ټول ثبت شوي مواد د افغانستان د جیولوژیکي سروې ریاست ته وسپارل شول. په دې توګه په ۲۰۰۴ کال کې د امریکا د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي اېس) او د افغانستان د جیولوژیکي سروې (ای جي اېس) په ګډو هڅو دا ریکارډ کشف کړ، نړۍ ته معلومه شوه چې په افغانستان کې د لیتیم زیرمې شته. په ۲۰۰۷ کې، د ځمکې لاندې منرالونو درې اړخیز ریکارډ د برتانوي بمي وسیلو په واسطه چې د ځمکې لاندې زیرمې کشفوي، راټول کړای شو. په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په لارښوونه له عراق څخه یوه ډله افغانستان ته راغله او د دغو کاني زیرمو په اړه یې یو راپور جوړ او پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړ. په دې راپور کې د لیتیم د زیرمو یوه ځانګړې کتنه وړاندې شوې وه. په ۲۰۱۰ کال کې افغان او امریکايي کارپوهانو دغه کار نور هم ګړندی کړ او په ۲۰۱۰ کال کې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۴ بېلابېل ځایونه په نښه کړل چې هلته په زیاته اندازه منرالونه موجود وو او معلومه شوه چې په ډېرو ولایتونو کې د لیتیم زیرمې هم شته. د همدغو راپورونو په رڼا کې چین له پخواني افغان حکومت سره څو تړونونه لاسلیک کړل چې یو یې د افغانستان په لوګر ولایت کې د مسو په زیرمو د کار کولو لپاره دی. په ٢٠٠٨ کال کې دوو چينايي شرکتونو د درې مليارډو ډالرو په ارزښت د ٣٠ کلونو لپاره دغه تړون وکړ. ولې لیتیم مهم دی؟ ډاکټر یاسین، چې په سیمه کې د معدني سرچینو په برخه کې کار کوي، وايي، که لیتیم د یوویشتمې پیړۍ د سرو زرو په نوم یاد شي، نو دا به بې ځایه نه وي.

ځواب ورکړئ

افغانستان په داسې حال کې له دغه ناوړه برخلیک سره مخامخ دی چې دا هېواد ډېرې تر ځمکې لاندې سرچینې لري، لاکن هېڅوک نشته چې له دغه هېواد سره په دې برخه کې مرسته وکړي. په عین حال کې، حریص ګاونډیان په ځانګړې توګه پاکستان او چین د افغانستان د ځمکې لاندې سرچینو د لوټ کولو لپاره شیبې شماري. د یوه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې طالبان له امنیتي او اقتصادي ستونزو او همدارنګه د ۳ تریلیون ډالرو په ارزښت د طبیعي کانونو د ساتنې او سم استخراج له ستونزو سره مخامخ دي. په افغانستان کې د یوویشتمې پیړۍ د سرو زرو په نوم د لیتیم زیرمې موجودې دي چې ټوله نړۍ په ځانګړې توګه چین ورته سترګې نیولي دي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې افغان طالبانو د چینايي اتباعو له خوا د لیتیم د قاچاق هڅه ناکامه کړه. کله چې روسیه افغانستان ته راغله، هلته یې د کانونو په استخراج پیل وکړ. روسیې په ۱۹۸۴ کال کې د لومړي ځل لپاره د جیولوجیکي سروې په ترڅ کې معلومه کړه چې په افغانستان کې د لیتیم پراخې زیرمې شته، خو دا معلومات تر هغه پټ پاتې شول چې افغان حکومت د امریکايي ایتلافي ځواکونو له راتګ وروسته په کار پیل وکړ. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په ویب سایټ کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۱۹۹۲ کال د کورنۍ جګړې له امله د افغانستان د جیولوجیکي سروې ټول ریکارډونه او نقشې له دغه ریاست څخه د ډاکټر میر اکبرخان په لارښوونه لیرې کړای شول، او د افغانستان د جیولوجیکي سروې د کارکوونکو په کورونو کې وساتل شول.

ځواب ورکړئ

په عمومي توګه، ځینې ټولنې د پرمختګ لپاره حرفوي زده کړې او کوچنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي. دا یو ستر کار دی چې نړۍ واله ټولنه په هېواد کې د ښځو لپاره دا ډول اسانتیاوې برابروي. په دې کار سره نه یوازې ښځې او د هغوی کورنۍ په خپلو پښو دریږي، بلکې هغوی رواني باور هم ترلاسه کوي او په خوښۍ سره ژوند کوي.

ځواب ورکړئ

په ټوله کې دیوې ټولنې د پرمختګ باعث همدغه ډول حرفوي زده کړې او کوچني کاروبارونه په پښو دروي. دا زبردست کار دی، چې په هیواد کې دننه نړیواله ټولنه میرمنو ته دغه ډول د کاري زمینو لار برابروي. دې سره نه یواځې دا چې میرمنې او کورنۍ یې په پښو دریږي، بلکې په رواني لحاظ ډاډه کېږي او خپل ژوند به په خوشالۍ سره مخته وړي.

ځواب ورکړئ