د ښځو حقوق

امریکا مېشتې موسسه د کندهار نجونو ته د خیاطۍ زده کولو د پروګرام له لارې هیله ورکوي

د رحیم الله خپلواک راپور

د ښوونې او روزنې او د مهارتونو جوړولو له لارې د افغان نجونو د پیاوړتیا لپاره، د شییرډ هیومنیټي یو اېس ای په نامه یوې په ګټه نه ولاړې موسسې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، په کندهار ښار کې د خیاطۍ یو مرکز پرانستی، چې په لسګونو هغو نجونو ته چې له رسمي زده کړو څخه بې برخې پاتې دي، فرصت برابروي چې زده کړه وکړي او نوي مهارتونه زده کړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د شییرډ هیومنیټي یو اېس ای په نامه یوې غیر انتفاعي موسسې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، په کندهار کې د هغو لسګونو نجونو لپاره چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ له فرصت څخه بې برخې پاتې دي، د حرفوي روزنې یو مرکز پرانستی دی.

نجونې د خیاطۍ په دغه مرکز کې چې دوه میاشتې وړاندې جوړ شوی، په وړیا توګه انګلېسي ژبه او خیاطي زده کوي.

شییرډ هیومنیټي یو اېس ای په کندهار کې نجونو ته د حرفوي زده کړو او بې وزلو کورنیو ته د څښاک د اوبو او خوراکي توکو د برابرولو په موخه کار کوي. دغه غیرحکومتي موسسه د لطیفې ووډ هاوس له خوا چې اصلا د کندهار اوسېدونکې ده او اوس په نیویارک ایالت کې ژوند کوي، تاسیس شوې ده.

سيما اميري، چې په کندهار ښار کې د خياطۍ د مرکز مدیریت پر غاړه لري، وويل، په دغه مرکز کې هره ورځ ٦٠ نجونې خياطي او انګلېسي ژبه زده کوي.

یوه ښځه د وري په ۱۹مه په کندهار ښار کې د روزنې په ترڅ کې یې جوړ کړی کمیس نندارې ته وړاندې کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

یوه ښځه د وري په ۱۹مه په کندهار ښار کې د روزنې په ترڅ کې یې جوړ کړی کمیس نندارې ته وړاندې کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغې وويل،‌ «موږ د خياطۍ دوه ډوله روزنيز پروګرامونه لرو: يو شپږ مياشتنى پروګرام، د هغو کسانو لپاره چې د خياطۍ په برخه کې معلومات نه لري؛ او یو درې مياشتنى پروګرام د هغو نجونو لپاره چې د خياطۍ پخوانۍ تجربه لري، وړاندې کېږي.»

هغې وويل، «دې نجونو په دوو مياشتو کې تر يوه حده خياطۍ زده کړې چې په دې روزنیز پروګرام کې شاملې شوې دي. دا نجونې ټولې د کار او روزنې په بدل کې یو څه عاید ترلاسه کوي څو د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ وکړي.»

اميري وويل، دا موسسه نجونو ته ټولې اسانتياوې لکه د ګنډلو ماشينونه، کالي او نور لوازم په وړيا توګه برابروي.

د نهیلۍ په منځ کې هیله موندل

د برخه والو نجونو لپاره، دا روزنیز پروګرام په کور کې له میاشتو میاشتو پاتې کېدلو څخه وروسته د ارام او سکون یوه لمحه ده، ځکه په یاده موده کې هغوی نشوای کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي چې په نتیجه کې یې په روحي فشارونو اخته شوې وې.

سامعه اسحاقزۍ چې ۱۶ کاله عمر لري، په کندهار ښار کې د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ده، چې له دوو میاشتو راهیسې خیاطي زده کوي.

هغې وويل چې د خياطۍ په زده کولو سره په دې بريالى شوې، چې له زده کړو څخه د بې برخې کېدلو له امله د رامنځته شویو روحي فشارونو مخه ونيسي.

هغې وويل، «ما په روزنه کې له ګډون وروسته بيا د ژوند هيله پيدا کړه. په داسې حال کې چې ښوونځی زما پر مخ تړلی، د دغه روزنیز مرکز پرانستې زه له ذهني فشار او په کور کې له ایسار پاتې کیدلو څخه وژغورلم.»

سامعې وويل، «که موږ ښوونځي ته نشو تللای، نو دا به ښه وي چې لږ تر لږه يوه حرفه زده کړو. په کور کې ناسته او انتظار کول بې ګټې دي. موږ ټولې نجونې باید په ټولنه کې فعال حضور ولرو. محدودیتونه باید زموږ د پرمختګ خنډ نشي.»

د کندهار پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي محصلې فضيلې رؤفي چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل، له پوهنتون او زده کړو څخه لیرې پاتې کېدل د هغې لپاره له ډېرو ستونزو څخه ډکې دي، خو د شرايطو په پام کې نيولو سره خوښه ده چې کولی شي د خياطۍ په مرکز کې کار کوي.

هغې وويل، «په اوسني ستونزمن حالت کې چې ټولې دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي، د دغه روزنيز مرکز پرانيستې موږ ته هيله او انګيزه راکړه. که دا روزنیز مرکز نه وای، ما به په کور کې د بند پاتې کېدلو رواني فشار تحملولی.»

هغې وویل، «موږ په نړۍ والو مرستندویو ادارو باندې غږ کوو چې د محرومو افغان نجونو لپاره دا ډول نور فرصتونه هم برابر کړي. که فرصتونه وي، ډېرې نجونې غوره بولي چې له کورونو څخه بهر وځي او په ټولنه کې فعالیت وکړي.»

رؤفي زیاته کړه، که افغان نجونې د نړۍ والې ټولنې زیات ملاتړ ترلاسه کړي، کولی شي چې په ډیر قوت سره د محدودیتونو او محرومیتونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د کورنیو د اقتصاد ملاتړ کول

په داسې حال کې چې نجونې خیاطي زده کوي، هغوی ته په مرکز کې د کار کولو او د جامو ګنډلو لپاره میاشتنۍ پیسې هم ورکول کیږي.

د کندهار پوهنتون د سياسي علومو د پوهنځي د لومړي کال محصلې پلوشې چې ۲۱ کاله عمر لري، وویل، له فراغت وروسته خپل هېواد ته د خدمت کولو ډېره لېواله وه، خو د پوهنتونونو په تړل کېدلو سره يې هيلې له خاورو سره خاورې شوې.

هغې وويل، «کله چې پوهنتونونه وتړل شول، زه ډېره خوا بدې وم. زما ژوند په بشپړ ډول تياره شو، خو د روزنې لپاره له نوم ليکنې وروسته مې بيا هيله پيدا شوه، او زه يو ځل بيا وهڅېدم.»

پلوشې وویل، «زه د خیاطۍ په مرکز کې د میاشتې ۳۰۰۰ افغانۍ [۳۵ ډالر] عاید لرم، چې زه یې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره کاروم.»

هغې وویل، «زما پلار په حکومت کې کار کاوه، خو څه باندې یو نیم کال مخکې یې وظیفه له لاسه ورکړه او اوس بې کاره دی. که څه هم درې زره افغانۍ لږې پیسې دي، خو په اوسني وضعیت کې یو لوی ملاتړ دی.»

پلوشې وويل، هڅه کوي چې په راتلونکي کې د خياطۍ دوکان پرانيزي، څو د نورو نجونو او ښځو لپاره د کار پيدا کولو ترڅنګ، وکولی شي چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ وکړي.

په کندهار ښار کې د يوولسم ټولګي یوې زده کوونکې شکریې چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل، ډېره خوشاله ده، چې له اوږدې مودې بې باورۍ او په کور کې ایسار پاتې کېدلو څخه وروسته يې د خياطۍ په زده کولو کې برخه اخيستې ده.

هغې وويل، «کله چې ښوونځي او د زده کړې مرکزونه زموږ پر مخ وتړل شول، زما لپاره بله لاره نه وه چې له کوره وځم او په ټولنه کې فعالیت وکړم. دا د خیاطۍ مرکز زموږ نجونو لپاره یو ښه فرصت دی چې مهارتونه زده کړو.»

هغې وویل، د زده کړې تر څنګ یې بل امتیاز د پیسو ترلاسه کول دي، او زیاته یې کړه چې، «دا پیسې زما د کورنۍ لپاره ښه ملاتړ دی او تر یوې اندازې پورې زموږ لګښتونه پوره کوي.»

هغې زیاته کړه، «زه غواړم یوه تکړه خیاطه شم، چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ وکړم.»

شکریې وویل، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې له زیاتیدونکو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخامخ دي، د خیاطۍ دغه مرکز په تیاره کې د هیلې په یوه کړکۍ او رڼا باندې بدل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

برپدر دې د دې مؤسسې لعنت شي چې پر ځای د دې چې نجونو ته د خیاطۍ زده کولو د پروګرام له لارې هیله ورکوي؛ خپل فعالیت دې همدا نن بند کړي او بار او بستره دې وتړي رنګ دې ورک کړي. افغانستان نیم خیریه بنسټونه شو او نیم یې دا حرفوي کسبونو ونیوه اخر دا تعلیم او تحصیل به څنګ شي. تعلیم به څوک کوي، څوک به دا وطن له نورې نړۍ خو څه چې حد اقل د مخ پر ودې هېوادونو په قطار کې ودروي؟ ولې افغان بچي بې سېواده رالویوئ. نن چې طالبانو تر شبږم د نجونو ښوونځي بند کړي سبا به وايي بیخي دې نجونې مکتب ته نه ځي؛ نو ستاسو دا ډول پروګرام کې به بیا یوه نجلۍ څنګه ګډون وکړي او دا لږ لیکل چې پکاریږي هغه به څنګه لیکي. بس دی مړو بیخ مو ووځه په دې بې خونده پروګرامونه چې سبا شي طالب ښځه په یو اړخ اړوي او تاسو یې په بل اړخ اړوئ. یا د افغانستان د راتلونکي سم پلان ولرئ او یا مو هر څه درغوټه کړئ مخه ښه وکړئ نور. د خدای لپاره هره میاشت د ډالرو کڅوړې رارواني دي، دلته په داخل د افغانستان کې مالیات ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دي. طالب یوازې پیسې ټولوي او صرف او صرف په خپلو پلویانو یې ویشي؛ باقي ټول ولس د خیریه بنسټونو یو خوراک ته د سرک په سر ټوله ورځ تېروي. د امریکا او نړیوالو ډالر که په دې شکل راځي موږ یې نه غواړئ. لطفا دربند یې کړئ او طالب ته په صریحو الفاظو ووایئ چې یا د علم دروازې خلاصې کړه یا ټول مؤسسات خپل کارونه بندوو...

ځواب ورکړئ

دې کې زه درسره موافق نه یم چې موسسات دې خپل فعالیتونه په ګران وطن کې ودروي. همدا چې تا په بد نوم یاد کړي، دا موسسات هره میاشت خلکو ته په کافي اندازه ګټه رسوي. اوس وخت کې که ډیر نه وي دا لږ مرستې هم په ډېرو حساب دي. خپله هم دې نتیجې ته رسېدلی یې چې خلک سوال ته مجبور دي. نو چ سوال ته مجبور دي بیا خو ښه ده چې یو څه ورته ورسیږي. او که دا هم ورته ونه رسیږي انساني ناورین به رامنځته شي. پرېږده چې یو چاته خو یې خیر رسیږي. هغه که هره برخه وي، مهم دا چې موږ زده کړه وکړو او د خپلو زده کړو په پایله کې د کار کولو جوګه وګرځو. دغه د خیاطۍ پروګرام چې تاسو ته ناچیزه ښکاري که په سم ډول تعقیب او خیاطي زده شي، مطمین یم یوه نجلۍ د نیم کور مصارفو ته اوږه ورکولی شي...

ځواب ورکړئ

زه د کابل ښار په یوه سیمه کې روان وم. د کابل له یوه مشهور بازار څخه تېرېدم. ومې ولیدل چې د کوچني اختر په ورځ د ښځو د جامو په پلورنځیو کې ډېرې کمې ښځې جامې اخلي. هر دوکاندار غږ کوي چې څه ته اړتيا لرئ، دوکان ته دننه راشئ او داسې نور. دوکاندار له خپل دوکان څخه راووت او خلکو ته يې غږ وکړ، چې دوکان ته دننه راشئ، پوښتنه يې وکړه، چې څه ته اړتيا لري؟ پوه شوم چې مشتریان نشته او له همدې امله دوکاندار له دوکاندار څخه راوځي او خلکو ته غږ کوي چې د جامو د اخيستلو لپاره د هغوی دوکانونو ته ورشي. که دا روزنيز کورس د دې لوستو نجونو لپاره وي چې ګنډل زده کړي او د ګنډلو له دې زده کړې څخه د ځان او خپلې کورنۍ لپاره پيسې وګټي، دا ناسمه ده، ځکه چې که ټولې نجونې خياطانې شي او يا خپلې جامې جوړې کړي، نو جامې به اخلي څوک؟ د سلام ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې چې ما ولوستل په نږدې دوو کلونو کې په هر ولایت کې د بهرنیو موسسو له خوا د خیاطۍ روزنیز کورسونه پیل شوي دي. دا د حل لاره نه ده چې ښوونځي ته له تګ څخه محرومو ټولو نجونو ته د ګنډلو زده کړه ورکړل شي. افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، د دې ټولو ستونزو اصلی عامل امریکا ده. که د ښوونځیو دروازې تړلې وي، که خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، په افغانستان کې دا ټولې بدبختۍ، د دې ټولو بدبختیو اصلي لامل امریکا ده. کله چې د یوه هیواد ۸۰٪ خلک د خوراکي توکو د پیرودلو توان نه لري، خلک به څنګه جامې واخلي؟ که د یوه هیواد اقتصاد مستحکم نه وي او د یوه هیواد ۸۰٪ خلک وزګار وي، نو د خیاطۍ زده کړه څه معنی لري؟ کله چې خلک د اوړو د اخیستلو توان نه لري، په څه حساب به جامې واخلي؟ او دا بې وزله نجونې د خیاطۍ له زده کړې څخه څو میاشتې وروسته هم بې کاره پاتې دي.

ځواب ورکړئ

دا څه معنی؟ مهرباني وکړئ وګورئ چې تاسو د پیغام لیکلو پر وخت څه لیکئ. تاسو په دوو مسلو تمرکز کړی دی. یو دا چې د ګنډلو مهارتونه چې بې کاره نجونې زده کوي بې ګټې دي. څه؟ ولې بې ګټې دي؟ ایا د مهارت، مسلک، سوداګرۍ زده کول بې ګټې دي؟ نه، پوه شئ چې ښوونځي د طالبانو حکومت تړلي دي. طالبان په سیمه کې د پاکستان او په نهایت کې د برتانیا سیاستونه پلي کوي. د پاکستان او برتانیا د څو لسیزو پالیسي دا ده چې افغانان باید بې تعلیمه وساتل شي. کله چې زمونږ خلک بې تعلیمه وي، د افغانستان دښمنان په اسانۍ سره کولی شي له دوی څخه جنګیالي استخدام کړي. او کله چې یوه نجلۍ بې سواده پاتې شي، دا پدې مانا ده چې د سبا مور بې سواده پاتې کیږي. کله چې مور بې سواده وي، نو اولادونه یې بې سواده او بد اخلاقه لویېږي، چې خپل کورني مسوولیت، محلي مسوولیت، ملي مسوولیت، دیني او اسلامي مسوولیت نه پېژني او د خیاطۍ زده کړه تر دې غوره ده چې نجونې بې کاره ناستې وي. په کور او د ښوونځي په نشتوالي کې په رواني ناروغیو اخته وي. حتی که سبا د نجونو لپاره د ښوونځي دروازې پرانستل شي، دوی کولی شي بیرته خپلو ښوونځیو ته لاړې شي. دوهم، تاسو د امریکا د ملامتولو خبره کړې ده. ستاسو دا ادعا هم بې بنسټه ده. کله چې تاسو ادعا کوئ، مهرباني وکړئ خپل دلیلونه بیان کړئ. ايا امريکا عبدالله عبدالله ته ويلي چې د ټاکنو کمېسيون پرېکړه ونه مني او ځان ولسمشر اعلان کړي؟ ایا امریکا عطا محمد نور ته ویلي چې د حکومت پر ضد ودریږي او بلخ ولایت د یوې خپلواکې پاچاهۍ په توګه پرمخ بوځي؟ ایا امریکا دوستم ته ویلي چې نظام وننګوي؟ مونږ پخپله ملامت یو.

ځواب ورکړئ

څرنګه چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلې، دا ډول پروګرامونه په حقیقت کې د ښځو په ژوند کې د مثبت عمل یوه بیلګه ده. په هرصورت، وخت ښودلې چې خبره یو شی دی او عمل بل څه دی. د دې ډول پروګرامونو په اغیزمنتیا کې، دا ګټوره ده چې د څارنې یو پیاوړی ټیم جوړ او هر دوه اونۍ وروسته یې ارزونه وکړي. د دې ډول مسايلو د برياليتوب يو مهم شرط دا دی چې کوم پروګرام چې پيل کېږي بايد په پرله پسې توګه ترسره شي او په راتلونکي کې پر دې سربېره پر نورو پروګرامونو هم کار وشي.

ځواب ورکړئ