اقتصاد

په هرات کې د تارو شرکت د آی او اېم په مرسته د اړمنو ښځو لپاره ۲۵۰۰ کاري فرصتونه رامنځته کړي دي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې یوه خصوصي شرکت چې تار تولیدوي، د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) په مرسته سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات ولایت کې یوه خصوصي شرکت چې تار تولیدوي د مهاجرت د نړۍ وال سازمان (آی او اېم) په مرسته په سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په هرات ښار کې د حسیني او قنبري په ۲۴ تاسیساتو کې نږدې ۲۵۰۰ ښځې په کار بوختې دي ترڅو د غالۍ اوبدنې لپاره وړۍ پروسېس کړي.

د شرکت مالک حسن حسیني وویل، آی او اېم شرکت ته مواد، لمریزه انرژي او تجارتي مشورې ورکوي.

حسیني وویل، دغه راز هغه د شرکت کارمندانو ته د میاشتې ۶۰۰۰ افغانۍ (۷۱ ډالر) تنخا هم ورکوي.

ښځې د زمري په ۱۶مه په هرات کې د حسیني او قنبري فابریکه کې تارونه تولیدوي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د زمري په ۱۶مه په هرات کې د حسیني او قنبري فابریکه کې تارونه تولیدوي. [عمر/سلام ټایمز]

شرکت کارګرانو ته د هر کیلو تار د تولیدولو په بدل کې ۶۰ افغانۍ (۰.۷۱ ډالر) ورکوي.

حسیني زیاته کړه، «دې مالي مرستې په سلګونو کورنیو سره د لوږې او سختې بې وزلۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته کړې ده.»

هغه زیاته کړه، «دا ټولې ښځې چې زموږ په شرکت کې کار کوي، دوی ته د خپلو کورنیو نفقه ور تر غاړې ده.» ښځې «مجبورې دي چې له خپلو کورونو څخه بهر کار وکړي، او د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.»

دغه شرکت په ورځ کې تر څلورو ټنو پورې تار تولیدوي. د تار یوه برخه د دودیزو افغاني غالیو په جوړولو کې کارول کیږي او بله برخه نورو هیوادونو ته صادریږي.

۴۰ کلنې فیروزې، چې د یوې نهه کسیزې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي، وویل، خوشحاله ده چې له کوره بهر کار او د خپلې کورنۍ لپاره روزي پیدا کولی شي.

هغې وويل، «زما مېړه يو کارګر دى چې هره ورځ ښار ته د کار لپاره ځي، خو کار نه پيدا کوي. له همدې امله، زه باید له خپل کور څخه بهر کار وکړم څو خپل ماشومان له لوږې څخه وساتم.»

فیروزې زیاته کړه، «دا کار زما د کورنۍ لپاره ډېر مهم دی. زه د خپل معاش له لارې، خپل ماشومان ښوونځي ته لېږم، خواړه ورته پرې اخلم او کتاب کتابچې ورته پرې اخلم.»

د کورنیو ملاتړ

۵۰ کلنه کیمیا، چې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ نفقه ګټونکې ده، وویل چې مېړه یې زوړ او د کار کولو نه دی.

هغې وويل، «زما کورنۍ بې وزله ده، او موږ واقعا دې کار ته اړتيا لرو. زه پوهیږم چې زه زړه شوې یم او کار کول زما لپاره اسان نه دي، لاکن د بې وزلۍ له امله چې ورسره مخامخ یو، زه مجبوره یم چې کار وکړم.»

هغې زیاته کړه، «د ښځو په کار له محدودیتونو سره سره،افغانې ښځې په زړورتیا سره کار کوي څو وکولی شي چې خپلې کورنۍ له بې وزلۍ څخه وساتي.»

کیمیا وویل، «فقر موږ دې ته مجبورې کړو چې له کوره بهر کار وکړو،» او زیاته یې کړه چې د آی او اېم مرستې او هغه معاش چې هغه یې له شرکت څخه ترلاسه کوي د هغې د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

د زهرا په نامه یوې بلې ۴۷ کلنې کارکوونکې وویل، په هغو پیسو چې هغه یې له کار څخه ترلاسه کوي، خپل زوی پوهنتون ته استوي، څو هغه وکولی شي د خپل او خپلې کورنۍ راتلونکی جوړ کړي.

هغې وويل، «موږ شپږ کسيزه کورنۍ يو، او مېړه مې مړ شوی دی. زما زوی ۲۱ کلن دی او پوهنتون ته ځي. اوس مهال زه د خپلې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې یم او دومره عاید لرم چې د ژوند لګښتونه پرې پوره کړم.»

هغې زیاته کړه، «زه خوشحاله یم چې زما په څېر ښځو ته په داسې سخت وخت کې کار شته، او موږ کولی شو له کور څخه بهر کار وکړو.»

هغې وویل، «که چېرې د کار فرصتونه وي، ډېرې ښځې غواړي کار وکړي، څو وکولی شي خپلې کورنۍ له فقر څخه وژغوري.»

د فقر کمول

۳۶ کلنه ذکیه چې له دوو میاشتو راهیسې د تار جوړولو په شرکت کې کار کوي، پنځه ماشومان لري او مېړه یې ناروغ دی.

هغې وويل، له هغه راهيسې چې په شرکت کې يې کار پيل کړى، د هغې اقتصادي ستونزې کمې شوې دي.

ذکيې وويل، «زه هغه پيسې چې په دې شرکت کې د خپل کار له لارې ترلاسه کوم د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو او جامو په برابرولو لګوم. پخوا چې زه وزګاره وم، ما ډېرې ستونزې درلودلې، او مجبوره وم چې له خپلو ګاونډیانو څخه اوړه او/یا ډوډۍ په پور واخلم.»

هغې زیاته کړه، «زه دې کار ته ډېره اړتیا لرم، او که زه کار ونه کړم،زه حتی د یوې ډوډۍ د اخیستلو وس نه لرم.»

هغې وویل، «زما د کار له برکته، زما کورنۍ له لوږې څخه خوندي شوې ده. زه به له کوره بهر کار ته دوام ورکړم څو ډاډ ترلاسه کړم چې موږ وږي پاتې نه شو.»

٢٨ کلنې سکينې وويل، چې بايد له کوره بهر کار وکړي او پيسې وګټي، څو درې ماشومان يې وږي نه شي.

هغې وويل، «زما مېړه مزدورکار دى، خو هغه په مياشت کې يواځې يو يا دوه ځلې کار موندلى شي. هغه په میاشت کې ۱۰۰۰ افغانۍ (۱۲ ډالر) هم نه ګټي، نو ما هم پرېکړه وکړه چې د هغه تر څنګ کار وکړم.»

هغې زياته کړه، «په دې ناوړه اقتصاد کې، بېکاري زياته شوې ده.»

هغې وویل، «ډېرو نارینه وو خپلې دندې له لاسه ورکړي؛ نو ښځې هم مجبورې دي چې کار وکړي. که ښځو ته د کار زمینه برابره شي، هغوی هم غواړي کار وکړي او د خپلې کورنۍ د عاید په برابرولو کې برخه واخلي.»

سکينې وويل، په غیر دولتي موسسو او دولتي ادارو کې د ښځو پر کار محدوديتونه په افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدلو له عواملو څخه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یوه معجزه ده چې د طالبانو په رژیم کې، چې له ظلم څخه جوړ دی، ښځو ته داسې د کار موقع ورکول کیږي. نړۍ واله ټولنه بايد افغان مېرمنې د نن په څېر بېکاره پرې نه ږدي. پر حکومت باید فشار راوړل شي چې ښځو ته کاري فرصتونه پیدا کړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي.

ځواب ورکړئ

فقر کورنۍ دې ته مجبورې کړي چې خپل ماشومان وپلوري. فقر او بېکاري په خپرېدو ده او طالبان د بېوزلۍ د کمولو لپاره کوم پلان او حل لاره نه لري. طالبان په داسې حال کې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ کلیزه لمانځي چې له ۷۰٪ څخه زیات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېرې کورنۍ مجبورې دي چې د خپلو ماشومانو د تغذیې لپاره یوه ستونزمنه پریکړه وکړي، چې یو ماشوم وپلوري او پاتې نورو ته پرې خواړه برابر کړي. په ورته وخت کې، نجونې وختي پلورل کیږي او د وختي ودونو شمېر ډېر زیات شوی دی. رسنۍ نور نشي کولی چې د پخوا به څېر په آزاده توګه راپور ورکړي، او خبریالان وخت په وخت وهل کیږي او معلوماتو ته لاسرسی محدود دی. د بې پولې خبریالانو سازمان نوی راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې په افغانستان کې ۵۴۷ رسنۍ وې، خو په تېر کال کې ۲۱۹ رسنۍ تړل شوې دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، ټولټال ۷۰۹۸ خبریالان اوس کار نه کوي، چې ۵۴.۵۲٪ یې نارینه دي. د دغه سازمان په وینا، ښځینه خبریالانې له دغه وضعیت څخه زیاتې اغېزمنې شوي او ۷۶.۱۹٪ یې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.

ځواب ورکړئ

په نړۍ کې له نویو بدلونونو، په ځانګړې توګه د اوکراین په جګړې سره، نړۍ والې ټولنې د افغانستان د بې وزله خلکو برخلیک د یوې داسې افراطي ډلې په لاس کې ورکړې چې له ۲۵ کلونو راهیسې په جګړو او تاوتریخوالي اخته او له سولې، زغم او د اتباعو حقونو سره نابلد دي. هغه ډله چې د یوې توطیې په نتیجه کې یې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، هغوی د تابعیت او بشري حقونو هیڅ اصولو ته پابند نه دی. دا ناقانونه ډله وخت په وخت نوي فرمانونه او حکمونه پلي کوي ترڅو د تابعیت حقونه او معلوماتو ته د لاسرسي حق محدود کړي. دا ډله په سوله باور نه لري او د اتباعو حقونو ته درناوی نه کوي. دوی سوله د متقابلو غوښتنو منل نه بلکې د خپلو مخالفانو بې شرطه تسلیمېدل ګڼي او په هېڅ صورت ریفرنډم او ټاکنې نه مني. یو کال وړاندې، کله چې په افغانستان کې جمهوریت واکمن و، د حکومتولۍ، پارلمان، قضا، سیاست، اقتصاد، ټولنې، پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د ښځو ونډه د افغانستان د پرمختګ روښانه بېلګې ګڼل کېدې او د دغو لاسته راوړنو ساتل او د ښځو شتون مهم ګڼل کېدل. په قطر کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ښځینه استازې هم شاملې وې او له طالبانو سره یې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په هکله خبرې اترې کولې، خو د طالبانو له خوا د جمهوريت له نسکورېدلو څخه یو کال وروسته د دې هېواد ښځې حتی د ژوند له وړو او اساسي حقونو، یعنې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې شولې. د افغانستان د ښځو په هکله هېڅ نه ویل کیږي، او موږ د ټولنې په بېلابېلو کچو کې د حکومتوالۍ په جوړښت کې د ښځو ونډه نه وینو. د طالبانو تور ذهنې ډلې په سولې ملنډې ووهلې او افغانې ښځې د هغوی له اساسي حقونو څخه بې برخې شولې.

ځواب ورکړئ

له یوې خوا بې وزلي او بېکاري او له بلې خوا د طالبانو سخت او غیر انساني محدودیتونه، هغه عوامل دي چې ښځې یې په عملي توګه منزوي کړې دي. اوس مهال، د طالبانو د حکومت په کابینه، دولتي دفترونو او د افغانستان په ټولو ټولنو کې ښځې نشته. په حقیقت کې د افغاني ټولنې نیمه برخه له صحنې لیرې شوې ده. د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ خبرې له منځه تللي دي. هغه څو خبریالانې چې په رسنیو کې پاتې دي هغوی مجبورې دي چې په رسنیو کې ماسکونه وتړي. طالبانو په خپلو ځانونو هر ډول نیوکه جرم ګڼلی او هر نیوکه کوونکی یې ځپلی، سپک کړی، شکنجه کړی او زندانی کړی دی. نړۍ والې ټولنې د افغانو ښځو د غیر انساني وضعیت په اړه کوم عملي اقدام نه دی کړی او یوازې د ښځو پر وړاندې د شتو ننګونو په هکله یې خفګان څرګند کړی دی. په کومه ټولنه کې چې فقر او بې روزګاري پراخه وي، د ټولنې رواني امنیت ګډوډ شوی وي او د راتلونکي لپاره هیلې صفر ته نږدې وي، هلته نجونې چې له زده کړو بې برخې کیږي او هغه ښځې چې کارونه له لاسه ورکوي هغوی د داسې وضعیت لومړنۍ قربانيانې دي. طالبان چې یوه ایډیالوژیکه ډله ده او د بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی نه کوي، واک ته له رسیدلو وروسته یې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون لغوه کړ او د ښځو پر وړاندې د تبعیض په قانوني کولو سره یې په ټولنه کې د ښځو د ونډې مخه ډب کړې ده. مستبدې او دیکتاتورې حاکمې ډلې چې کورني او نړۍ وال مشروعیت نه لري او د زور له لارې واک ته رسیدلي، د ښځو په هکله په خپل تنګ نظر سره قومي او مذهبي اقلیتونو او د هغوی ژوند ته ستونزې جوړې کړي دي. د طالبانو په حکومت کې یوازې هغه کسان کار کولی شي چې د طالبانو فکر او ایډیالوژي منعکسوي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د ښځو حقونه: په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په عمومي توګه د بشري حقونو وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت بدل شو. طالبان چې پخپله یوه سخت دریځه اسلامي ډله ده، په دولتي ادارو او ټولنه کې د ښځو له حضور سره سخت مخالفت کوي. دغې افراطي ډلې چې د ولسمشر اشرف غني له تګ څخه وروسته یې په کابل کې واک ترلاسه کړ، د ښځو وزارت منحل کړ او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت باندې یې بدل کړ. ډېر وخت نه و تېر چې د دغې افراطي ډلې مشر د ښځو پر وړاندې یو حکم صادر کړ چې په کې یې د ښځو لپاره د حجاب د لازمي کولو په هکله خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې که ښځې له دغه حکم سره سم عمل ونه کړي، ښځو او بیا د هغوی د کورنۍ نارینه مشرانو ته به سزا ورکړي. د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو قوانینو له امله ښځې له خپلو اساسي او بشري حقونو څخه بې برخې شوې، نجونې نور ښوونځي ته نشي تللی، ښځې د نارینه وو تر څنګ د کار له حقه محرومې شوې او په ټولنه کې د ښځو حضور کم شوی دی. د افغانستان زړورې ښځې څو ځلې سرکونو ته راووتې او د ازادۍ، زده کړې او کار شعارونه یې پورته کړل، خو هر ځل د طالب وسله والو له خوا وزورول شوې، شکنجه شوې، سپکاوی یې وشو او زندان ته واچول شوې، او په زندان کې له ښځو څخه په زور اعترافونه واخیستل شول. په حقیقت کې په افغانستان کې ښځې د طالبانو له خوا یرغمل شوې دي. که د طالبانو دا هڅې چې د هغوی استبدادي، قومي او مذهبي حکومت د نړۍ والې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، ناکامې شي، طالبان به د یوه نوي فرمان له مخې پر ښځو نور بندیزونه ولګوي. یوازې ښځې چې د کورنۍ نفقه ګټونکي دي، د ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو قوانینو په پلي کېدلو سره، چې ښځې یوازې بهر ته

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې افغانستان کې نران او ښځې له سخت ذهني فشار لاندې دي، خو په دغه خاوره کې د طالب په نوم یوه پدرنالتې ډله واکمني کوي او هره ورځ پر ځآی د دې چې خلکو ته د کار او ډوډۍ پیدا کولو غم وکړي، نوي نوي بندیزونه لګوي. دا پدرنالتې ډله د خپل بادار پټو معاملو ته پوره پوره چمتو ده او هره شېبه یې چې بادار (امریکا) فرمایش کوي، طالب یې مني ورسره، نه د خپل ملت په کیسه کې ده او نه د وطن. تازه د طالبانو د وحشیتوب وزارت (امرباالمعروف او نهې عن المنکر) وزیر شېخ محمد خالد حنفي د بامیان په بند امیر کې د ښځو پر ورتلو بندیز اعلان کړی دی. نوموړي ویلي، چې د دې پریکړې دلیل د ښځو لخوا د حجاب نه مراعتول دي. نو وه د خدای په قهر اخته شې طالبه که هر څه دي ته یې کوې، ستا جنګیالي یې کوي، هره ورځ بې له دې چې یوې ښځې/نجلۍ سره نکاح وکړي، غيي یې... بې حجابي او بې عزتي په خپله طالب جنګیالیو جوړه کړې، خو پر ځای د دې چې خپلې مستندې ویډیو ګانې وګوري چې فحاشي څوک کوي، د با حیا او باعزته ښځو رنګه بدوي او هېڅ طرف ته یې نه پرېږدي. بند امیر په ۲۰۰۹ کال ملي پارک نومول شوی، چې په دې وروستیو کې ډیر کورني او بهرني سیلانیان پرې ورمات دي، مګر طالب خر په دې نه پوهېږي چې له سیلانیانو پوره پوره ګټه ترلاسه کولی شي. مثلاً بهرني سیلانیان راځي، هوټل کې شپه کوي ګټه یې افغان ته رسيږي، مېوه اخلي ګټه یې افغان ته رسېږي، لباسونه اخلي ګټه یې افغان ته رسېږي... دغه د عاید یوه لاره ده دا هم بندوي. خو طالب یې څه کوي د امریکا ۴۰ میلیوني کڅوړې ورته راروانې دي هره اونۍ یې ترلاسه کوي... د افغانستان دغې حاکمې ډلې (طالبانو) په ډېرو نورو برخو کې هم پر ښځو پریمانه بندیزونه لګولي، چې خلک یې له ذهني کړاوونو سره مخامخ کړي دي.

ځواب ورکړئ

دا د هرات د ښځو لپاره یو ښه خبر دی ځکه چې په دې سختو شرایطو او بېکارۍ کې د دوی لپاره د کار کولو زمینه برابره شوه. ډیرې بې وزله مېرمنې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي او د ښځو لپاره د دولت بندیزونه ورځ په ورځ زیاتیږي. د ښځو لپاره د کار فرصتونه خورا لږ دي. په دې حالت کې د ښځو لپاره دا ډول خبرونه ډېر خوندور دي، ځکه چې په افغانستان کې ښځې ډېرې ستونزې لري.

ځواب ورکړئ

د ښځو په هکله دا ډول خبرونه د سړي زړه خوشحالوي. خدای دې دا ډول د خوښۍ خبرونه زیات کړي. په افغانستان کې ښځې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي دي او که د کار زمینه ورته برابره نشي، ښکاره خبره ده چې له ګڼو ستونزو سره به مخامخ شي. هغه ښځې چې د خپلو کورنیو یوازنۍ ډوډۍ ګټونکې دي، په دې حالت کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. حکومت د دې پر ځای چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، هره ورځ پر ښځو د کار کولو بندیزونه لګوي او پر دې مظلومې طبقې ډېر فشارونه اچوي چې د خپل وطن پرېښودلو ته مجبور شي. دا په ښکاره ډول د ښځو پر وړاندې ظلم دی او د جبران لپاره به یې ډېره ستونزمنه وي.

ځواب ورکړئ

په داسې حالاتو کې دا هم لوی کار دی. که همداسې په هره سیمه کې د ناچارو لاسنیوی وشي ښه ده، هم به پیسې ګټي او هم به ذهنا او فزیکا مصروف وي. وزګارتیا ډېرو خلکو ته ذهني تکلیفونه پیدا کړي، د داسې کارونو د پیل هرکلی کوم.

ځواب ورکړئ

په ټوله کې د میر منو لپاره د کاري فرصتونو برابرول یوه مهمه او سرونوشت سازه موضوع ده. په دې سختو شرایطو کې چې یوې میرمنې ته هم کاري فرصت برابریږي ډیر غټ کار دی. افغانې میرمنې مبارزې ښځې دي، چې معمولي شان زمینه سازي ورته وشي دوی بیا خپل کار کوي. افغان میرمنې نن سبا سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، هرې میرمنې ته کورنۍ ورپه غاړه دي، دوی ته که دغه ډول زمینه سازي ونه شي شاید په نورو ډېرو ناروغیو اخته شي، چې بیا به یې تاوان تر ټولو زیات ټولنې ته اوښتی وي.

ځواب ورکړئ