اقتصاد

د جوزجان ښځینه متشبثینې د کار پر وړاندې د خنډونو شتون خواشیني کړي دي

د محمد قاسم راپور

ښځې د زمري په ۵مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې په یوه نندارتون کې لاسي صنایع ګوري. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

ښځې د زمري په ۵مه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې په یوه نندارتون کې لاسي صنایع ګوري. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

شبرغان -- په جوزجان کې د لاسي صنایعو په یوه نندارتون کې، ښځینه متشبثینو د خرڅلاو د زیاتوالي او د هغو ستونزو په هکله د پوهاوي د کچې د لوړولو په هیله خپل کارونه نندارې ته وړاندې کړل چې د ښځو د کار او تعلیم په برخه کې د پرله پسې محدودیتونو له امله ورسره مخامخ دي.

په شبرغان ښار کې دغه نندارتون، چې د زمري په ۵مه د سیف دې چلدرن موسسې په مرسته جوړ شوی و، ۱۷ ډوله لاسي صنایع او کرنیز محصولات، چې د شاوخوا ۱۰۰ ښځو له خوا تولید شوي وو، نندارې ته وړاندې کړل.

۳۲ کلنې پرنیان شهیدي چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی و، وویل، د ښځو د کار محدودیت د کورنیو لپاره اقتصادي ستونزې راپیدا کړي او پر ښځو یې رواني اغېز هم کړی دی.

هغې وويل، «هر کسب له ښځو او نجونو څخه اخيستل شوى، چې دا د کورنيو لپاره يوه ستره اقتصادي او تعليمي ضربه ده.»

شهیدي وویل، له دې ډول اقداماتو سره سره یو شمېر سوداګرو ښځو هڅه کړې چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، خو حاکمې فضا د هغوی مخه ډب کړې ده.

هغې وويل، «ستونزه دا ده چې يو شمېر شرکتونه چې پخوا نارينه او ښځينه وو دواړو په ګډه په کې کار کاوه، يا بند شوي یا یې فعالیتونه درولي دي.»

هغې زیاته کړه، «که فعالیت هم وکړي، په وېره یې کوي، ځکه چې د تازه لارښوونو په اساس نارینه او ښځینه دواړه نشي کولی چې په یو ځای کار وکړي، که څه هم ځینې تولیدي فعالیتونه د دواړو ګډون ته اړتیا لري.»

بندیدلو ته مجبور شوي

د ښځینه متشبثینو لپاره د خپلو تولیداتو د پلورلو په موخه د بازار نشتوالی د کورنیو د اقتصادي وضعیت بله ننګونه ده.

۳۰ کلنې عالیې غفوري چې له تېرو ۱۰ کالونو راهیسې یې د لاسي صنایعو بېلابېل ډولونه تولیدول، وویل، «زما کار د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې څخه مخکې ډېر ښه و. ما به خپلې کورنۍ ته د لاسي صنایعو له پلورلو خپل عاید برابراوه، خو اوس زموږ محصولات مشتریان نه لري.»

هغې وويل، «له بده مرغه ښځو خپله سرمايه له لاسه ورکړې او د سرمايې او کورني او بهرني بازار له نشتوالي سره مخامخ دي.»

غفوري، چې د څلورو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې ده، خبرداری ورکړ، «که چېرې دا وضعیت دوام وکړي، نو په څلورو یا پنځو میاشتو کې به د ښځو ټولې کوچنۍ او لویې تصدۍ مجبورې شي چې خپلې دروازې وتړي.»

فعالان وايي، په تېرو دوو کلونو کې ښځې په سیستماتیک ډول له زده کړو، کار او عامه ځایونو څخه ایستل شوي او په ځینو برخو کې چې لا هم فعالې دي له محدودیتونو سره مخامخ دي.

په جوزجان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ۳۵ کلنې معصومې محمدي وویل، «افغانې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخامخ دي،. ښځینه نفقه ګټونکي په ښځو باندې د لګېدلیو محدودیتونو له امله نشي کولی چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړي.»

هغې وويل، «د ښځو ټولنيز، اقتصادي او تشبثي فعاليتونه ورو او په تدريج سره بنديږي. په ښځو باندې دا ټول محدودیتونه په مستقیم ډول د کورنیو په اقتصادي هوساینې باندې اغیز کوي، او حالت یې خرابوي.»

د دغه نندارتون یوې لیدونکي سنګي ماه چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل، «ښځو په وروستیو کلونو کې سترې لاسته راوړنې درلودلې، خو که د ښځو ملاتړ ونشي، لږ تر لږه د دوی لاسته راوړنې باید له لاسه ورنه کړل شي.»

هغې وويل، «زه دلته داسې ښځې او نجونې پېژنم چې له کلونو راهيسې د بېلابېلو لاسي صنايعو په توليد او خرڅلاو بوختې دي او د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابروي... خو اوس داسې ښکاري چې ډېرو يې هيلې له لاسه ورکړي دي،»

د ښځو د کار ملاتړ کول

په ایران کې میشت یوه افغان دیني عالم، مولوي عبدالحفیظ کریمي وویل، اسلام په ښځو باندې له کور څخه بهر کار کولو بندیز نه لګوي.

هغه وويل، «کله چې حجاب مراعت کړای شي، د کار چاپېريال اسلامي وي، او بیا د هغوی کار د هغوی په کورنيو مسؤليتونو باندې اغېز ونه کړي... په ښځو باندې چې له کور څخه بهر کار کوي او عايد ترلاسه کوي، کوم محدودیت نشته.»

د جوزجان سیمه ییز چارواکي هم هڅه کوي چې د ښځینه متشبثینو سوداګریز فعالیتونه تشویق کړي.

د جوزجان د اقتصاد ریاست رییس محمد ظریف فیض وویل، «شاوخوا ۴۰۰۰ ښځې په جوزجان ولایت کې د لاسي صنایعو او کرنیزو تولیداتو په برخو کې کار کوي او د خپلو کورنیو لپاره روزي ګټي.»

هغه وويل، «موږ پلان لرو چې د ښځو لپاره يو مارکېټ جوړ کړو څو هغوی په یوه خوندي او سوله ييز چاپيريال کې لاسي صنایع تولید او خرڅ کړي او خپلو سوداګريزو فعاليتونو ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یاره تاسو هم نور دا د خواشینۍ خبرونه مه خپروئ. چېرته ښه خبرونه خپاره کړئ. زړونه مو هسې هم بد او خفه دي. په افغانستان کې که یو څوک وايي چې ولا ښځو سره ظلم روان دی او حقونه یې خوړل کېږي، نو سړي چېرته داسې په تخت او تاج کېنول شوي دي؟ د هر ځوان هلک هیلې هم اوبو وړي دي. هېڅ هیله مندي راتلونکي ته نه لري. ژوند یې له سخت ګړاو سره مخامخ دی. دا سمه ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې او ښځو ته د کار اجازه نشته؛ مګر هلکان چې مکتب وايي بیا پوهنتون وايي، که د کار اجازه ورته شته، خو کاري فرصت ورته نشته. اوس مهال په چوکیو اکثر ملایان ناست دي. او لا به نورې چوکۍ هم ملایان ځانته خوشې کوي. مانا دا چې هلکان هم سخت ذهني کړاو سره لاس او ګرېوان دي. له رسنیو مو هیله ده چې په نوم افغان انسان حق دې غږ پورته کړي او په زغرده دې نړیوالو ته وریاده کړي چې د افغانستان خاوره نور د انسانیت لپاره نه بلکې د څو ځناورو لاسته لوېدلې چې باید ترې خلاصه شي...

ځواب ورکړئ

د ښځو لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړول ډېر ښه دي. دا یو خوب دی ځکه چې حاکم نظام په ټولنه کې د ښځو رول پیژني او دا به خورا مثبته اغیزه ولري. که د اوسني حکومت چارواکي خپلې ښځې دې نندارتون ته راوغواړي او په کې برخه واخلي، نو وبه کتل شي چې کومې ښځې کار کوي، څوک دي او څه کوي. ښایي دوی هره یوه خپل مېړه قانع کړي او ورته ووایي چې وروسته له دې د ښځو محدودیتونه لیرې کړي.

ځواب ورکړئ

افغانې له سختو حالاتو سره مخامخ دي. د کار ټولې دروازې یې پر مخ تړلې دي. ښځې هم د خدای بندګان دي او خدای هر بنده ته ازادي ورکړې ده. کله چې ښځه حجاب اغوندي او د شرعي احکامو مطابق کار وکړي او زده کړه وکړي په دې کې څه ستونزه ده؟ خو داسې نه ده. د دې پر ځای چې د ښځو او نجونو کار او ښوونځي ته د تګ مخه ونیول شي، ولې د شریعت په چوکاټ کې ورته د کار او زده کړې زمینه نه برابروئ؟ ډیری هغه میرمنې چې د تیرو کلونو په جګړو کې یې خپل ورونه، پلرونه، میړه او زامن له لاسه ورکړي، ډوډۍ نه لري. هغوی مجبورې دي چې کار وکړي او د خپلو کورنیو مالي اړتیاوې پوره کړي. که دوی کار ونکړي، څه به کوي؟ دوی د خپلو غریبو کورنیو لپاره یوه ګوله ډوډۍ چیرته پیدا کولای شي؟

ځواب ورکړئ