اقتصاد

د یو اېن ډي پي په مرسته جوړ شوی مارکیټ د بدخشان له ښځو سره مرسته کوي چې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي

د محمد قاسم راپور

دا نوی جوړ شوی مارکیټ، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته جوړ شوی، ۲۵ دوکانانونه او یو لړ اسانتیاوې لري، چې د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ پیاوړي کولو لپاره وقف شوي دي. په عکس کې چې د زمري په ۱ اخیستل شوی، د بدخشان ولایت په فیض آباد کې د مارکېټ دوه پوړیزه وداني لیدل کیږي. [عکاس: حکیم سعیدي]

دا نوی جوړ شوی مارکیټ، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته جوړ شوی، ۲۵ دوکانانونه او یو لړ اسانتیاوې لري، چې د ښځو په مشرۍ سوداګرۍ پیاوړي کولو لپاره وقف شوي دي. په عکس کې چې د زمري په ۱ اخیستل شوی، د بدخشان ولایت په فیض آباد کې د مارکېټ دوه پوړیزه وداني لیدل کیږي. [عکاس: حکیم سعیدي]

فیض اباد -- یو ۱۰۰۳ مربع متره (۱۰۸۰۰ فټه) پراخ د لاسي صنایع محلي مارکیټ چې تېره میاشت په بدخشان ولایت کې پرانستل شو، هغو لاسي صنایعو ته وده ورکوي چې افغانې ښځې یې د خپلو اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره تولیدوي او پلوري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د پامیر بازار د جوړولو لپاره د ۱۶ میلیونو افغانیو (۱۹۰،۵۰۰ ډالرو) مالي مرسته کړې ده.

په بازار کې د لاسي صنایعو د تولیدونکو د ټولنې مشر اذرخش یفتلي وویل، دا ځمکه په ۱۳۹۷ کال کې د پنځو ښځینه سوداګرو په ګډون د ۲۵ تنو سوداګرو له خوا د خصوصي بسپنې له لارې په ۷۱۰۰۰ ډالرو اخیستل شوې وه.

د رغونې کار چې په هېواد کې د سیاسي بدلونونو له امله ځنډیدلی و، بشپړ شوی، او ودانۍ د زمري په ۱ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه.

ښځې د تېرې تلې په ۲۲مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې د لاسي صنایعو له یوه لنډمهالي نندارتون څخه لیدنه کوي. [عکاس: منوچهر عابدي]

ښځې د تېرې تلې په ۲۲مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې د لاسي صنایعو له یوه لنډمهالي نندارتون څخه لیدنه کوي. [عکاس: منوچهر عابدي]

يفتلي وويل، «دا مارکېټ د 'زموږ کلي، زموږ وياړ' تر شعار لاندې په يوه دوه پوړيزه ودانۍ کې چې شاوخوا ١٠٨٠٠ مربع فټه پراخوالی لري، جوړ شو.»

هغه وویل، «مارکېټ فعال دی او شاوخوا ۲۵ دوکانونه او نور تاسیسات لري چې د سوداګریو او متشبثینو د فعالیتونو ملاتړ کوي

هغه وويل، د مارکېټ لپاره د ښځو له خوا جوړ شوي لاسي صنايع او نور توليدات به هم انکشاف ومومي او په کورنيو او نړۍ والو بازارونو کې به وپلورل شي.

په تولیداتو کې لاسي ګنډل شوي ټغرونه، غالۍ، واسکټونه، کمیسونه، ټیکري، چرمي او د څارویو محصولات شامل دي.

يفتلي وويل، «دا دوکانونه ښځينه متشبثينو ته په مناسبه بيه په کرايه ورکړل شوي، او دوی به د خپل توان سره سم زده کوونکي استخدام کړي څو له هغوی سره مرسته وکړي، او زياته یې کړه، چې ښځې به وکولی شي چې دلته په خوندي چاپيريال کې کار وکړي.

پرځان بسیاینه

ښځینه متشبثینو د ملګرو ملتونو د دې نوښت هرکلی کړی او هیله لري چې دا مارکېټ د نړۍ بازارونو ته د دوی د لاسي صنایعو د صادرولو لپاره لاره هواره کړي.

٣٨ کلنې سعيدې صفوت وويل، له تېرو دوو کلونو راهيسې يې په بدخشان ولايت کې په خپل کور کې لاسي صنايع توليد کړي، چې شاوخوا ۱۵ ښځو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

هغې وويل، «زه خوشحاله يم چې د لاسي صنايعو مارکېټ جوړ شو، اوس کولی شم هلته يو دوکان پرانيزم او خپل فعاليت پراخ کړم.»

هغې زیاته کړه، «د بازار پرانیستل د مسلکي ښځو لپاره یو ښه نوښت دی ځکه چې له دې لارې موږ کولی شو د خپلو محصولاتو حجم زیات کړو او حتی نړۍ والو بازارونو ته یې صادر کړو.»

د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، امان الله چهره وویل، «د ښځو د لاسي صنایعو د سوداګرۍ د یوه مرکز پرانیستل به د محلي تولیداتو د تولید او بازار موندنې او د ښځو د پر ځان بسیاینې په برخه کې یو ډېر مهم ګام وي.»

هغه وويل، «د لاسي صنايعو د مارکېټ په پرانيستلو سره، موږ په دغه ولايت کې د ښځو د اقتصادي ودې په برخه کې یو مثبت او مهم ګام په خپلو سترګو وینو.»

هغه وویل، «بازار د تولیدوونکیو ګروپونو او کوچنیو تصدیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د جوړولو اسانتیا برابره کړې ده. هیله ده چې دا د دې سوداګریو پرمختګ نور هم پیاوړی کړي او خپل پیرودونکي له ملي څخه بین المللي بازارونو ته زیات کړي.»

هغه وویل، «موږ هیله لرو چې چارواکي او د تجارتي بازار نور سوداګر به د بدخشان د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو په برخه کې د پانګونې لپاره جدي هڅې وکړي او نه یوازې په نورو ولایتونو کې بلکې په بهر کې هم دغو تولیداتو ته بازار پیدا کړي.»

د ننګونو زیاتېدل

سره له دې چې له کوره بهر کار کول منع دي،افغانې ښځې هوډمنې دي چې د ځان او نورو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د هیواد اقتصادي کړکیچ ډېری ښځې دې ته مجبورې کړي چې صبر وکړي او د محدودیتونو پر ضد مبارزه وکړي.

۳۶ کلنې حلیمې منصوري وويل، له تېرو دوو لسيزو راهيسې د بدخشان په فيض اباد ښار کې دوديزې افغاني جامې توليدوي او پلوري.

هغې وويل، «رنګينې محلي جامې د ښځينه پېرودونکو په منځ کې مشهورې دي، خو د اقتصادي بحران له امله د دې ډول جامو بازار اوس دومره ښه نه دی.»

هغې زياته کړه، «له بده مرغه، په هره کچه د ښځو پر وړاندې ستونزې مخ په زياتېدو دي، خو موږ نه شرمېږو او خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوو.»

۳۲ کلنې محدثې اماني، چې د خپلې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې ده، وویل، «موږ اندېښمن یو چې که موږ خپل کار ودروو، زموږ ژوند به څنګه کیږي.»

اماني ډول ډول محلي جامې جوړوي او په بازار کې يې پلوري، خو ویره لري چې که د کار کولو مخه یې ونیول شي، د هغې او د هغې د ماشومانو ژوند به د فقر او لوږې له ګواښ سره مخامخ شي.

هغې وويل، «لاسي صنايعو ته د هغو د کيفيت له امله ډېره تقاضا شته، خو زموږ کار د بل هر وخت په پرتله اوس ډېر ستونزمن شوی، ځکه چې ښځې نور اجازه نه لري چې له نارينه پرته له کوره بهر سفر وکړي.»

اماني په بدخشان کې د ډېرو کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل، «ښځې له کار کولو پرته بله چاره نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نن دوه کاله پوره شول چې افغانستان د نړۍ له سیاسته څنډې ته دی. نه يې سیمه په رسمیت پېژني او نه هم لویه نړۍ. هم پوځ ړنګ شو، هم حکومت او هم د راتلونکي هیلې. د وطن لوڼې د ښوونځیو بندو دروازو ته اوښکې تويوي او پلرونه يې د خپلو اولادونو په تک تور لکه د ډبرو سکاره راتلونکي خفه دي. یواځې همدا درې څلور جملې هم کافي دي چې د اګست ١٥مه پرې یوه تکه توره ورځ ونومول شي.

ځواب ورکړئ

سبا ۱۵ داګسټ ده. دا هغه بدبخته ورځ وه چې موږ په کې ډېر څه وبایلل. ۱۵ د اګست يوازې يو حکومتي ساختار او د هيواد يو څو عسکر نه وو چې موږ وبايلل، موږ د ژوند هيلې، ارادې، ارزښتونه، د بيان ازادي، قانون، وطن، ملي حاکميت نړیوال مشروعيت، د واک صلاحيت، رنګونه کلتور سکون خوب او حتی ډير څه مو وبایلل. دا ورځ بده وه دومره بده چې کالونه او نسلونه به مو وزوروي! زموږ ځوانان، پېغلې، مشران او کشران د ژوند له یوه سخت حالت سره مخامخ یو. او علت یې هم ۱۵ د اګست ده چې طالبانو کابل ونیو او جمهوري نظام ړنګ شو او د پنجاب د ای ایس ای مشر د کابل په سرینا هوټل کې د شیدو پیالې سره په ډېر مغرور انداز کې ولاړ و. دا ورځ به مو د ژوند تر پایه ذهن کې وي...

ځواب ورکړئ

وګورئ، په ما باور وکړئ چې د فرښتو په څېر ښکاري. افغانې ښځې د نړۍ د ډېرو پاکو او پرده دارو ښځو په ډله کې راځي. دا پاکې فرښتې باید له تعلیم او کار څخه بې برخې نه شي. طالبان باید پوه شي چې افغانې ښځې د نړۍ د ټولو ښځو په څېر د زده کړې، کار او عادي ژوند حق لري. دا حق په قرآن او نبوي احادیثو ثابت دی او د نړۍ د متمدنې ټولنې فرهنګ هم ثابت کړی دی. طالبان چې د پاکستان د استخباراتو د لاس آله دي، او په مجموع کې د انګرېزانو د لاس آله دي، باید پوه شي چې د افغان نجونو له تعلیم او د ښځو د کار په منع کولو سره دا جاهل خلک د افغانانو ډېر نسلونه د زده کړې او کار له حق څخه بې برخې کوي چې جبیره کول یې اسان کار نه دی.

ځواب ورکړئ

لاسي صنایع د خپل کیفیت له امله موجودې دي، او په هیواد کې دننه او بهر ډیر مینه وال لري. د یو اېن ډي پي له خوا د دې مارکیټ جوړول د افغانو ښځو سره مرسته کوي چې خپل محصولات وپلوري او نندارې ته یې وړاندې کړي. که څه هم په افغانستان کې د ښځو وضعیت خورا کړکېچن دی، خو بیا هم دوی هڅه کوي چې د خپلو ځانونو او هېواد لپاره یو ویاړ ترلاسه کړي. حکومت باید د ښځو وضعیت درک کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

ځواب ورکړئ

دا یو اساسي کار دی چې د ښځو لپاره تر سره شوی دی، ځکه تر اوسه په ډېرو ولایتونو کې د ښځو د لاسي صنایعو د پلور لپاره مناسب ځای نه و. اوس حاکم نظام باید ښځو ته اجازه ورکړي چې خپل لاسي صنایع په دې بازار کې نندارې ته وړاندې کړي. که حکومت اجازه ورنکړي، د بازار جوړول به بې ګټې وي. حکومت باید په دې پوه شي چې له ښځو پرته ژوند، کاروبار او ورته نورې چارې بې خونده دي او هیڅوک به له داسې ژوند څخه خوند وانخلي.

ځواب ورکړئ