اقتصاد

د بدخشان ښځو په یوه نندارتون کې خپل لاسي صنایع او هنري کارونه نندارې ته وړاندې کړل

د محمد قاسم راپور

په افغانستان کې له کورونو څخه بهر د ښځو په فعالیتونو باندې له محدودیتونو سره سره، شاوخوا ۱۵۰ ښځو د تلې په ۲۲مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د لاسي صنایعو یو نندارتون ترسره کړ. [عکاس: منوچهر عابدي]

بدخشان -- په افغانستان کې له کورونو څخه بهر د ښځو په فعالیتونو باندې له محدودیتونو سره سره، په لسګونو ښځو په وروستیو کې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د لاسي صنایعو یو نندارتون ترسره کړ.

د دغه نندارتون برخه والو ښځو وویل، هغوی غواړي نړۍ ته وښیي چې هغوی لا هم فعالې دي او دا چې افغانانې کولی شي چې تر هر ډول شرایطو لاندې کار وکړي.

په بدخشان کې د کهکشان حرفوي موسسې رییسې او د نندارتون یوې منتظمې وحیدې وهاج وویل، شاوخوا ۱۵۰ ښځو چې د لاسي صنایعو په سکتور کې کار کوي، د تلې په ۲۲مه خپل جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړل.

هغې وویل، «د دې نندارتون هدف دا دی چې ښځې له اقتصادي پلوه پیاوړې او پر ځان بسیا کړي، د ښځو تر مالکیت لاندې کوچنیو او متوسطو تجارتونو ته وده ورکړي، په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو او نجونو برخه اخیستنه پراخه کړي او د هغو ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي چې خپلې وظیفې یې له لاسه ورکړي وي.»

ښځې د تلې په ۲۲مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې په یوه نندارتون کې لاسي صنایع ګوري. [عکاس: منوچهر عابدي]

ښځې د تلې په ۲۲مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې په یوه نندارتون کې لاسي صنایع ګوري. [عکاس: منوچهر عابدي]

هغې وویل، «موږ د دودیزو جامو، خامک شویو واسکټونو، د بالښتونو او توشکو پوښونو، ډول ډول دستمالونو، خامک شویو تکو، له وړیو څخه اوبدل شویو توکو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د لاسي صنایعو بېلابېل ډولونه نندارې ته وړاندې کړل.»

وهاج وویل، «پخوا، له بدخشان څخه بهر زموږ مشتریانو موږ ته فرمایشونه راکول، خو اوس ښځو د لاسي صنایعو د پلورلو د بازار د نشتوالي او په لاسي صنایعو کې د کموالي له امله د لاسي صنایعو په سکتور کې علاقه مندي له لاسه ورکړې ده.»

هغې په غیر حکومتي موسساتو باندې غږ وکړ چې له ښځو سره د هغوی د لاسي صنایعو لپاره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

هغې وویل، په سکتور کې بوختې ښځې د خپلو لاسي صنایعو د خرڅلاو په هکله اندېښمنې دي ځکه چې هغوی د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره مناسب ځای نه لری.

راتلونکي ته هیله مندي

د فیض اباد اوسېدونکیو چې له دغه نندارتون څخه یې لیدنه کوله، وویل چې د داسې پروګرامونو ترسره کول د ځایي لاسي صنایعو په هکله د خلکو د خبرتیا ډېرولو او د ځایي توکو پېرودلو ته د خلکو د هڅولو لپاره مهم دي.

د نندارتون یوې کتونکې دیده بهار وویل، وارد شویو توکو ته نه ووایئ او وطني صنایعو ته وده ورکړئ.‌

هغې وویل، «زه په ټولو افغانانو باندې غږ کوم چې وطني توکي، په ځانګړې توګه لاسي صنایع واخلي، او هغوی ته وده ورکړي څو موږ وکولی شو چې تر هر ډول شرایطو لاندې خپل کلتور وساتو.»

هغې وویل، «د داسې نندارتونونو ترسره کول د خلکو خبرتیا زیاتوي او مصرفوونکي دې ته هڅوي چې افغاني تولیدات واخلي. که نور ملاتړ برابر شي، زه باوري یم چې د ښځو لاسي صنایع به لا نوره پراختیا ومومي.»

بهار هغه ښځې او نجونې چې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړای شوي دي، وهڅولې چې غښتلې اوسي او یوه حرفوي مرکز ته لاړې شي څو یوه حرفه زده کړي او د خپلو ځانونو او خپل هېواد خدمت وکړي.

د فیض اباد یوې اوسېدونکې صابرې سبحاني چې خپل په لاس جوړ کمیسونه یې په نندارتون کې د خرڅلاو لپاره راوړي وو، وویل چې ښځې د هغوی لپاره د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله له ډېرو زیاتو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي.

هغې وویل، «زه ډول ډول کمیسونه جوړوم، او دلته راغلې یم چې خرڅ یې کړم. زه هیله لرم چې زما تجارت یو ځل بیا وغوړېږي او زه وکولی شم چې خپله کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغورم.»

هغې وویل، «افغانانې د نړۍ والې ټولنې په ملاتړ سره، تقریبا پر ځانونو بسیا شوې وې. زه هیله لرم چې هغه لاسته راوړنې به خوندي کړای شي.»

د بدخشان د والي ویاند معزالدین احمدي وویل، افغانو ښځو د دوو لسیزو په ترڅ کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، پانګونې کولو او لاسي صنایعو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون بېلابېلو برخو کې بې ساري لاسته راوړنې لرلې دي.

هغه وویل، «په اشکاشم ولسوالۍ کې د ښځو بند کړای شوی بازار، بېرته پرانستل شو څو له ښځینه سوداګرو سره مرسته وکړي چې اوس په دې بازار کې خپل توکي خرڅ کړي.»

احمدي زیاته کړه چې هغوی په دې کار کوي ترڅو یو بل مارکېټ، چې په فیض اباد ښار کې جوړ کړای شوی و، پرانیزي او د ښځو تولید شوي توکي خرڅ کړي، او په دې توګه ځایي سوداګرۍ ته وده ورکړي او ښځو ته د دې اسانتیا برابره کړي چې خپل توکي په نورو ښځو باندې خرڅ کړي.

احمدي وویل، ولایتي اداره په دې کار کوي ترڅو ژر یو بل مارکېټ، چې په فیض اباد ښار کې جوړ کړای شوی و، پرانیزي او د ښځو تولید شوي توکي خرڅ کړي، ځایي سوداګرۍ ته وده ورکړي او د دې اسانتیا برابره کړي چې ښځې خپل توکي په نورو ښځو باندې خرڅ کړي.

هغه وویل، «بهرني سیلانیان هغه ځایي لاسي صنایع خوښوي چې په بدخشان کې یې ښځې جوړوي. د ځایي تولیداتو حمایه کول د دې یواځینۍ لاره ده چې له ښځو سره د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وشي.»

د ښځو اقتصادي وده

په نندارتون کې د لاسي صنایعو یوې پلورونکې انګېزې هجران وویل، «موږ هڅه کوو چې کاري فرصتونه رامنځته کړو ترڅو افغانان وکولی شي چې مشروع عاید ترلاسه کړي.»

هغې وویل، «موږ د هغو دندو په بیا جوړونه باندې تمرکز کوو چې ښځو سوداګرو رامنځته کړې وې، او اقتصادي ننګونو او د بازار نشتوالي هغوی مجبورې کړلې چې خپلې دندې پرېږدي.»

هغې وویل، «د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، موږ د اړوندو موسساتو او نړۍ والې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرو. له دې امله، موږ له هغوی څخه غواړو چې د هغو ښځو ملاتړ وکړي چې کاري فرصتونه رامنځته کوي.»

د نندارتون په څنډه کې، په سلګونو سیاسي، ټولنیز، مذهبي، اقتصادي، ادبي او کلتوري کتابونه، او له ۵۰ څخه ډېر د انځورګرۍ او خطاطۍ هنري کارونه چې د ښځو پیغامونه او د هغوی پخلی یې انځور کړی و، نندارې ته وړاندې کړای شول.‌

د نندارتون یوې منتظمې پیمانې پایز وویل، «د دې نندارتون د ترسره کولو هدف دا دی چې د بدخشان ځوانو مغزونو ته وده ورکړای شي، او موږ وغوښتل چې د بدخشان د ځوانانو استعداد راوباسو او د لارې په سر یې نندارې ته واړندې کړو.»

هغې زیاته کړه، په نندارتون کې تقریبا ۴۰ د انځورګرۍ او خطاطۍ کارونه چې د بدخشان هنرمندانو کړي ول، او شاوخوا ۱۰۰۰ د فلسفې، تاریخ، ادبیاتو، سیاست، قانون، فزیک او ټولنپوهنې کتابونه نندارې ته وړاندې کړای شول، چې په سلګونو زده کوونکي او عام خلک یې ورجلب کړل.

پیمانې وویل،‌ «زه په نجونو باندې غږ کوم چې پرېشانۍ او اقتصادي ستونزو ته تسلیم نشي او ځانونو ته د انګېزې ورکولو او د ټولنې د خبرولو لپاره لا ډېر زیار وباسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بدخشان ولايت ښځې له تېرو کلونو راهيسې په لاسي صنایعو، ګلدوزي او غالۍ اوبدلو کې ډېرې مشهورې دي. د بدخشان ښځې تل له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي. دا چې د بدخشان ولايت زياتره ولسوالۍ په واورو پوښلي دي، ډېر وختونه دغه لارې بندې وي. د دې ولایت ښځې کولی شي چې د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې د یوه نندارتون له لارې خپل لاسي صنایع وپلوري او هغو افغانانو ته چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، خپل پیغام ورسوي چې هلته د دوی لاسي صنایعو لپاره پېرېدونکي ومومي. دا ممکنه ده چې د نړۍ خلک د دوی ټول توکي د انټرنیټ له لارې واخلي. هرڅه ممکن دي. صداقت د بریالیتوب شرط دی. تاسو ښځې تل د خپلو وروڼو او مېړونو تر څنګ ودرېږئ او هیله له لاسه مه ورکوئ. خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړئ. هڅه وکړئ خپل لاسي صنایع د افغانستان د نورو ولایتونو بازارونو ته ورسوئ او خپل لاسي صنایع مشهور کړئ، دا به ستاسو راتلونکی جوړ کړي.

ځواب ورکړئ

لاسي صنایع د یو هېواد په اقتصاد کې رغنده رول لري. دا کار په نوره نړۍ کې یواځې ښځو پورې محدود نه دی بلکې نارینه هم د لاسي صنایعو د جوړولو په برخه کې رول لري. دلته په افغانستان کې بیا د نورې نړۍ خلاف عمل دی. یعنې په افغانستان کې د لاسي صنایعو د جوړولو په برخه کې مېرمني کار کوي. د یادونې ده چې کومې افغانې مېرمني دا چاره مخ ته وړي، تر ډېره حده بازار په نظر کې نه نیسې بلکې دغه کسب د میراث په ډول دوی ته پاتې دی. زما په فکر افغان مېرمنو په دې برخه کې د مسلکیتوب کورسونه او درسونه نه دي تعقیب کړي. که موسسات او دولت په دې برخه کې افغان مېرمنو ته روزنه ورکړي او دا چاره د مسلک پر بنیاد مخ ته لاړه شی، بازار په نظر کې ونیول شي، باوري یم چې عاید به یې تر اوسني وخت څو برابره شي. زه پر ټولنیزو رسنیو د ځينو هېوادونو وېډیو ګانې ګورم، په ځانګړي ډول د چین، جاپان او ځینې نورو هېوادونو، د کورنۍ ټول غړي په کار اخته وي. ځینې کورتۍ جوړوي، ځینې جرابې جوړوي... بازار ته یې وړاندې کوي او د خپل ژوند ټول ضرورتونه له همدغې لارې پوره کوي. نو خبره دا ده چې افغانانو ته هم باید په دې برخه کې روزنه ورکول شی تر څو کار وکړي او ژوند یې ښه شي.

ځواب ورکړئ

خدای دې افغانان له دې حالته خلاص کړي، خو دا به هېر نه شي. دا ښځې باید نورو ته الهام ورکړي، په خپلو پښو ودریږي، او کار پیل کړي. د خپل کار سرته رسول د سوال کولو څخه زر ځله غوره دي. زه دوی په دې ستایم چې حتی په دې سخت چاپیریال کې هم هیله له لاسه نه ورکوي. زه د سلام ټایمز ویب له لارې پر ټولو هغو موسساتو چې د نړۍ په کچه د ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوي، غږ کوم چې نه یوازې ایراني ښځو ته بلکې افغان ښځو ته هم پام وکړي او د هغوی د حقونو په غوښتلو کې د هغوی ملاتړ وکړي.

ځواب ورکړئ

زه وایم آفرین چې دوی په دې تیاره تیاره ماحول کې هم خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي او هسکه غړۍ د مبارزې قدمونه اخلي. دوی ښځو ته څه چې نرانو ته هم د کار کولو انګېزه او انرژي ورکوي څو له ماتېدو وژغورل شي.

ځواب ورکړئ

هغه څه چې په دې راپور کې یې زه خوشحال کړم دا وه چې؛ «د دې نندارتون ګډونوالو ښځو وویل، دوی غواړي نړۍ ته دا ثابته کړي چې لا هم فعالې دي او افغان مېرمنې کولای شي په هر ډول شرایطو کې کار وکړي.» افغان ښځو په رښتیا هم خپله زړورتیا او قربانۍ ثابتې کړې دي. په حقیقت کې افغان میرمنو ته هغومره پام نه کیږي لکه بهرنۍ رسنۍ یې چې ایرانۍ میرمنو ته کوي. سره له دې چې د ایراني ښځو په پرتله سل چنده سختې وهل شوي او د طالبانو له خوا د هغوی حقونه تر پښو لاندې شوي او د هغوی غږونه چوپ کړای شوي، لاکن افغان ښځو له مبارزې څخه لاس نه دی اخیستی. دوی ورځ په ورځ پرمختګ کوي. دوی نوي حرکتونه رامینځته کوي او خپله اتلولي څرګندوي. زه د سلام ټایمز ویب سایټ له لارې له ټولو هغو بنسټونو څخه چې په نړۍ کې د ښځو او بشري حقونو ملاتړ کوي، غواړم چې نه یوازې ایراني ښځو بلکې افغان ښځو ته هم پام وکړي او د هغوی د حقونو په ترلاسه کولو کې یې ملاتړ وکړي.

ځواب ورکړئ

په افغانانو به دا وضعیت هم خدای تیر کړي خو هېر به نه شي. دا ښځې دې لا وځلېږي تر څو نورې هم ترې درس واخلي، په پښو ودرېږي او کار کولو ته مخه کړي. له سوال کولو دا زر ځلې بهتره ده چې خپله کار وکړي. زه داسې ښځې هم پېژنم چې په لاس خامک کوي خو په لارو کوڅو کې سوال ته نه کېني. بل دې په لاس جوړو کړو شیانو سره زموږ دود دستور ژوندی پاتې کېږي چې دا یې هم یو مهم اړخ دی.

ځواب ورکړئ