د ښځو حقوق

د حکاکۍ کارځایونه د هرات په لسګونو ښځو ته کاري فرصتونه برابروي

د عمر راپور

حکاکي، چې یو لرغونی هنر دی او له شاوخوا ۶۰۰ کاله پخوا د تیموریانو دورې څخه په میراث پاتې دی، اوس په هرات ښار کې په لسګونو ښځو ته د نفقې ګټلو فرصت برابروي. ناروېژن چرچ ایډ موسسې د زمري په ۲۴مه په هرات ولایت کې له ۵۰ څخه د ډېرو ښځو لپاره د حکاکۍ اته کارځایونه پرانستل چې اوس هغوی دایمي او ګټورې وظیفې لري. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- حکاکي، چې یو لرغونی هنر دی او له شاوخوا ۶۰۰ کاله پخوا د تیموریانو دورې څخه په میراث پاتې دی، اوس په هرات ښار کې په لسګونو ښځو ته د نفقې ګټلو فرصت برابروي.

ناروېژن چرچ ایډ موسسې د زمري په ۲۴مه په هرات ولایت کې له ۵۰ څخه د ډېرو ښځو لپاره د حکاکۍ اته کارځایونه پرانستل چې اوس هغوی دایمي او ګټورې وظیفې لري.

په یوه شپږ میاشتني روزنیز کورس کې له برخه اخیستنې څخه وروسته، اوس دغه ښځې کولی شي چې د لرګي او ډبرې په کیندلو او حکاکۍ سره بېلابېل ډول سینګارتوکي جوړ کړي.

یوې حکاکې مریم احمدي چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «زه خوشحاله یم ځکه چې زه هره ورځ کار ته راځم. زه له بې کارۍ نه پوزې ته راغلې او په کور کې بندۍ وم. له نېکه مرغه چې، اوس زه یو کار او عاید لرم او د خپلې ټولنې خدمت کوم.»

ښځې د وږي په ۶مه په هرات ښار کې د سینګار توکو د جوړولو لپاره لرګي حکاکي کوي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د وږي په ۶مه په هرات ښار کې د سینګار توکو د جوړولو لپاره لرګي حکاکي کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، «د حکاکۍ له هماغه پیل راهیسې په ما کې انګېزه پیدا شوه او د خپل ژوند په هکله هیله منه شوم. اوس زه خپلواکه شوې او په خپلو پښو درېدلې یم.»

هغې وویل، ښځې هره ورځ بېلابېل ډولونه حکاکي شوي توکي جوړوياو کولی شي چې په ښه قیمت د هرات په بازار کې وپلوري.

ریحانې محمدي چې ۲۵ کاله عمر لري او هغه هم په هرات ښار کې د حکاکۍ په کارځایونو کې کار کوي، وویل چې د حکاکۍ مهارتونو هغه دې ته جوړه کړې چې له خپل کور څخه بهر کار وکړي.

هغې وویل، «حکاکي زما په ژوند کې ډېره ارزښتناکه ده ځکه چې دغه کار له ما سره مرسته کړې چې د کور له اسارت څخه وځم او د ټولنې یوه فعاله غړې شم.»

هغې وویل، «اوس چې زه کولی شم حکاکي وکړم، زه عاید لرم او هیله لرم چې په راتلونکي کې د حکاکۍ کاروبار وچلوم. زه د ورځې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانۍ (۵.۶۵ تر ۱۱.۳۰ ډالر) ګټه کووم، او دا په روان حالت کې یو ښه عاید دی.»

محمدي د خپل راتلونکي په هکله ډاډ څرګند کړ او هیله لري چې د نورو ښځو لپاره به هم دغو ته ورته فرصتونه برابر شي.

د کورنیو مالي ملاتړ

ډېرې هغه ښځې چې حکاکي زده کوي،‌ د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې دي.‌

د افغانستان د بې ساري اقتصادي ناورین په ترڅ کې، ښځې د خپلو کورنیو په مالي ملاتړ کې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د کورنیو نارینه غړي بې وظیفې شي، یو مهم رول لوبوي.‌

مدینه مطهري چې ۲۳ کاله عمر لري، د خپلې څلورکسیزې کورنۍ نفقه ګټونکې ګرځېدلې ده.

د هغې پلار یو دولتي مامور وو چې یو کال مخکې له کاره ګوښه شو او له هغه وخت راهیسې بې کاره ګرځي.

مطهري وويل، «د تېر کال په ترڅ کې موږ هر هغه څه چې سپمولي وو ولګول. زما پلار ونشوای کړای چې یوه بله وظیفه ومومي. اوس چې زه یوه وظیفه لرم، کولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه وګټم.»

هغې وویل، «موجودو اقتصادي ننګونو او محدودیتونو مونږ مجبور کړي یو چې له لا نورې ژمنتیا او هوډ سره کار وکړو. زه غواړم لا نور کار وکړم څو په راتلونکي کې لا ډېرې پیسې وګټم.»

مطهري، چې په هرات ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم کال محصله ده، وویل چې اوس هغه کولی شي دومره څه وګټي چې د خپلو زده کړو او د خپلې کورنۍ لګښتونه پرې تادیه کړي.

هغې زیاته کړه، «څومره چې هغوی ډېر د جنسیت محدودیتونه لګوي، هومره به زمونږ هوډ ډېر قوي کیږي چې له کورونو څخه راوځو او کار کولو ته دوام ورکړو.»

فرشته رضايي چې ۲۱ کاله عمر لري،‌ هم د خپلې کورنۍ د لګښتونو د تادیه کولو لپاره له خپل عاید څخه کار اخلي.

هغې وویل، «زما پلار ناروغ دی او کار نشي کولی. زما پلار مزدورکار دی خو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې یې هېڅ نه دي ګټلي.»

هغې وویل، «د حکاکي شویو توکو په خرڅولو سره، زه د ورځې له ۵۰۰ افغانیو (۵.۵۰ ډالرو) څخه ډېرې ګټم. دا مبلغ تر څه حده زما د کورنۍ لګښت پوره کوي.»

رضایي وویل، «که زه کار ونه کړم، موږ به عاید ونه لرو او نه به دا وړتیا ولرو چې خپل لګښتونه تادیه کړو.»

په ټولنه کې د ښځو مهم رول

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په وینا، ډېرو ښځو په وروستیو میاشتو کې خپل کارونه بیا پيل کړي دي.‌

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیسې نرګس هاشمي وویل، «په هرات کې د سوداګرۍ په بېلابېلو سکتورونو کې له ۲۲۰ څخه ډېرې ښځې کار کوي. سربېره پر دې، په هرات ښار او ولسوالیو کې په غیر رسمي کاري فعالیتونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ ښځې ښکېلې دي.»

هغې یادونه وکړه چې،‌ اکثرو دغو ښځو خپل تجارتي جوازونه په وروستیو میاشتو کې ترلاسه کړي دي.

هاشمي وویل، «ښځې په غټه ژمنتیا او انګېزه سره کار کوي او دا یې ثابته کړې چې بریالۍ دي. په داسې حال کې چې اقتصادي ناورین د ښځو په کار او فعالیتونو باندې اغېز کړی دی، لاکن هغوی د نفقې د ګټلو لپاره له هېڅ کار څخه درېغ نه کوي.»

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې نعیمې کریمي وویل، جنسیتي محدودیتونو او ننګونو په ټولنه کې د کار کولو لپاره د ښځو هوډ لا نور قوي کړی دی.

هغې وویل، «ښځې د کورنیو د اقتصادونو په جوړولو کې مهم رول لوبوي. له روان ناورین سره سره، ښځې خپلې کورنۍ له بې وزلۍ څخه ژغوري

کریمي زیاته کړه، «په تېرو څو میاشتو کې په هرات کې د ښځو لاسته راوړنې ښیي چې که افغانو ښځو او نجونو ته فرصت ورکول شي، هغوی کولی شي چې د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت او دغه راز د افغانستان اقتصاد ته وده ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په اند د دې ډول پروژو له پلي کولو مخکې باید یوه سروی ترسره شي او هغه مستحقې ښځې چې کار ته اړتیا لري باید په ګوته شي. له هغې وروسته، دوی باید په پروژه کې وساتل شي او فعالې وساتل شي. دا د دې میرمنو لپاره ګټه ده. یو شی چې زه حیران یم هغه دا دی چې ولې د سلام ټایمز ویب پاڼه یوازې هرات ته تمرکز کوي. هرات په حقیقت کې زموږ د هیواد برخه ده، خو افغانستان نور ولایتونه هم لري. پر هرات سربېره د ننګرهار، کونړ، پکتیا، نورستان، بغلان، کندهار او خوست ولایتونه هم شته. سړی نه پوهېږي چې ولې له پښتنو سره دا ډول چلند کېږي.

ځواب ورکړئ

هغه څه چې ډېر مهم دي د کار کولو لپاره د ښځو هڅونه او انرژي ده. ښځې واقعاً پریکړه کونکی ځواک او لیوالتیا لري. دا هم یو مثبت ټکی دی چې په دې وروستیو کې د ښځو لپاره ګڼ شمېر پروګرامونه ترسره کیږي او د هغوی لپاره د پام وړ کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. په هرات کې د ښځو د ملاتړ لپاره د نارویژن چرچ ایډ د مرستې له امله مننه.

ځواب ورکړئ

زه یوه شي ته ډېر حیران یم چې سلام ټایمز آنلاین مجله ولې یوازې په هرات باندې تمرکز کوي؟ ابله ورځ یې د یوې لیکنې په عنوان کې د هرات او کندهار دواړو ذکر کړی وو خو ما یې چې لیکنه ولوستله په کندهار کې یې د فعالیتونو په هکله هیڅ نه وو لیکلي. دا صحیح ده چې هرات زمونږ د هیواد برخه دی لاکن افغانستان نور ولایتونه هم لري. مونږ په هرات سربیره، ننګرهار، کونړ، پکتیا، نورستان، بغلان، کندهار، خوست... هم لرو. سړی نه پوهیږي چې له پښتنو سره ولې داسې چلند کیږي؟

ځواب ورکړئ

ښه خبر دی. یو دا چې د حکاکۍ هنر ورسره ژوندی ساتل کېږي او بل یې دې مېرمنو ته هم ګټه رسېږي. په اوس وخت کې چې د کار بیخي قحطي ده دا ډول پرژوې عملي کول لوی کار دی. زما په نظر مخکې له دې چې دا ډول پروژې عملي کېږي په کار ده چې یوه سروې وشي او مستحقې مېرمنې راپیدا کړل شي چې واقعیت کار ته اړتیا ولري او بیا تر هغې وروسته په پروژه کې شامل کړل شي.

ځواب ورکړئ