اقتصاد

د هرات جایزه ګټونکې سوداګرې د ۱۰۰ ځایي کسانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي

د عمر راپور

یوې افغانې ښځې په هرات ولایت کې، د خوړو د پروسیس یو مرکز جوړ کړی چې د تقریبا ۱۰۰ ځایي کسانو لپاره کاري فرصتونه برابروي. کارکوونکي چې ډېرې یې ښځې دي، د ملکه جامي په نامه مرکز کې له وطنیو مېوو لکه انارو، مڼو، شفتالو او انځرو څخه مربا جوړوي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- یوې ۴۵ کلنې هراتۍ سوداګرې نفس ګل جامي د خوړو د پروسیس یو مرکز جوړ کړی چې د ځایي خلکو لپاره کاري فرصتونه برابروي.

ښځې د ملکه جامي په نامه مرکز کې له وطنیو مېوو لکه انارو، مڼو، شفتالو او انځرو څخه مربا جوړوي.

دغه راز، هغوی د رومیانو رب او د ګلپیانو، ګازرو، مرچکو او بادرنګو اچار جوړوي.‌

جامي وویل، ملکه جامي د خوړو د پروسیس مرکز ۷۰ ښځې او ۳۰ سړي په کار ګومارلي دي.

کاریګر د لړم په ۲۴مه په هرات ښار کې د ملکه جامي د خوړو د پروسیس مرکز کې د رومیانو رب جوړوي. [عمر/سلام ټایمز]

کاریګر د لړم په ۲۴مه په هرات ښار کې د ملکه جامي د خوړو د پروسیس مرکز کې د رومیانو رب جوړوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې وویل، «موږ تر ډېره داسې ښځې چې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې دي، په کار ګومارلي دي. هغوی په خپلو عوایدو سره د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.»

هغې زیاته کړه، «هغه نجونې چې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوي او هغه ښځې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې څخه مخکې یې کارونه کول او خپلې وظیفې یې له لاسه ورکړي دي، زموږ د کاري ځواک برخه دي.»

د دې مرکز د تولیداتو ورځنۍ اندازه یو مټریک ټن ده، او د بازار د تقاضا په اساس کم او زیاتیږي.‌

په هرات سربېره، د ملکه جامي د خوړو د پروسیس مرکز تولیدات په کابل، کندهار، مزار، غزني، بادغیس، فراه او نیمروز کې هم توزیع کیږي.

ډېره د اړتیاوړ د عوایدو منبع

سلیمه رحماني چې ۲۵ کاله عمر لري، د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې د ملکه جامي د خوړو د پروسیس مرکز کې کار کوي او د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ (۵۷ ډالر) ګټي.

د هغې کورنۍ ۸ غړي لري. د هغې پلار په هرات ښار کې رکشه چلوي خو د رحماني عاید د هغه په پرتله ډېر دی.

هغې وویل، «هغه ۵۰۰۰ افغانۍ تنخوا چې زه یې ترلاسه کوم د کورنۍ د لګښتونو لپاره مصرفوم چې یوه برخه یې پوره کوي. د بې کارۍ په روان او ناوړه اقتصادي حالت کې، هغه تنخوا چې زه یې ترلاسه کوم ډېره ارزښتناکه ده.»

هغې زیاته کړه، «دوه میاشتې کېږي چې زه په دې مرکز کې کار کوم. په روان سخت حالت کې، زما په څېر ښځو وړتیا چې له کور څخه بهر کار کوي یوه مثبته نښه ده.»

توبا کمالي چې ۳۵ کاله عمر لري، په دې مرکز کې یوه بله کارکوونکې ده.

هغه د پنځو بچیانو مور ده او د هغې مېړه چې یو مزدورکار دی، له څو اونیو راهیسې کار نه دی کړی.

اوس د کورنۍ د نفقې ګټل توبا ته ور تر غاړې دي او هغه هم د میاشتې ۵۰۰۰ افغانې ګټي.

هغې وویل، «زه خوشحاله یم چې دلته د نورو ښځو تر څنګ کار کوم.»

هغې وویل، «زما مېړه کار کاوه، او زموږ ژوند ښه و، خو تقریبا یو کال وشو چې هغه بې کاره دی، او اوس موږ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ یو

هغې وویل، «زه تر ډېره په همدې تنخوا باندې تکیه کوم. موږ بل عاید نه لرو، او که دا وظیفه نه وای، زما ماشومان به له لوږې مړه شوي وای.»

مسعوده سعیدي چې ۳۳ کاله عمر لري، هره ورځ له سلیمې او توبا سره یوځای کار کوي.

هغه دوه میاشتې مخکې په کار وګومارل شوه او د مربا د تولید په څانګه کې کار کوي.

هغې وویل، «زما مېړه یو مزدورکار دی او هره ورځ د کار په لټون وځي خو تش لاس راستنېږي. په دې دوه میاشتو کې چې زه تنخوا اخلم، زموږ اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.»

هغې زیاته کړه، «زه خوشحاله یم چې په دې حالت کې مې په داسې یوه چاپېریال کې کار موندلی چې د ښځو لپاره مناسب دی.»

هغې وویل، که هغه کار ونه کړي کورنۍ به یې له لوږې ومري.

د ښځو تر مالکیت لاندې کارونو ملاتړ کول

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وروستیو کې جامي ته د دغه تجارت له امله د بي بي خدیجې جایزه ورکړله.

دا کلنۍ جایزه په وروستیو کالونو کې بریالیو ښځینه سوداګرو ته ورکول کیږي.‌

دغه راز، یادې خونې جامي ته ۱۳۱۰۰۰ افغانۍ (۱۵۰۰ ډالر) نغده جایزه هم ورکړله.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییسې نرګس هاشمي وویل، که څه هم چې د جامي کاروبار کوچنی دی خو بیا یې هم د ډېرو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي.

هغې وویل، «جامي سږ کال د تجارت او کارونو برابرولو په برخه کې د یوې نمونوي ښځې په توګه پېژندل شوې ده. که څه هم چې امکانات یې کم وو، لاکن هغې وکولی شوای چې خپل تجارت پراخ کړي او نورې ښځې له بې کارۍ څخه وژغوري.»

هغې زیاته کړه، «د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه له نورو موسساتو سره په همکارۍ کې، د ښځو تر مالکیت لاندې کوچنیو سوداګریو ملاتړ کوي. هغوی د دغه ملاتړ په لړ کې، مالي مرسته برابروي، روزنه او د ظرفیتونو وده ترسره کوي، نندارتونونه جوړوي او د ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازارونه مومي.»

هاشمي وویل، د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) ښځینه سوداګرو ته مالي ملاتړ برابروي.

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې سیمین مجیدي وویل، د روانو سختو حالاتو په پام کې نیولو سره، ښځې ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه، «وضعیت داسې دی چې ښځې نشي کولی چې یواځې هېڅ هم وکړي او مرستې ته اړتیا لري. د ښځو لپاره د نړۍ والو موسساتو ملاتړ مهم او ارزښتناک دی.»

هغې زیاته کړه، «افغانو ښځو له هغه محرومیت او محدودیتونو سره سره چې هغوی په ټولنه کې ورسره مخامخ دي، په زړورتیا سره خپل کار ته دوام ورکړی دی. که د دغو ښځو ملاتړ وشي، دوی به پرمختګ وکړي او په ټولنه کې به یو مهم رول ولوبوي.»

تجارتي فعالیتونو ته وده ورکول

په هرات کې تر ۱۵۰۰ پورې ښځې او نجونې په بېلابېلو سوداګریزو فعالیتونو کې بوختې دي، چې شاوخوا ۳۵۰ ښځو په کې د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې خپل شرکتونه پرانستي دي.

مثلا، د هرات ښار نوی پرنسیس مارکېټ د ښځو او نجونو له خوا د ښځو او نجونو لپاره فعالیت کوي، چې هغوی ته د جامو د اخیستلو او د پیسو ګټلو یو خوندي ځای برابروي.‌

په دغه مارکېټ کې، چې د لړم په ۲۵مه پرانستل شو، شاوخوا ۳۵ ښځو داسې دوکانونه پرانستي چې جامې او نور لوازم خرڅوي.

دغه راز په هرات کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) او یوې جرمنۍ خیریه موسسې ۵۵۰ سړیو او ښځو ته روزنه ورکړه ترڅو کارونه ومومي او عواید ترلاسه کړي.

په هرات ښار کې د جرمنۍ خیریه ادارې هیلیفي څووه شیلبشتیلفی په دفتر کې، شاوخوا ۲۰۰ ښځې او ۳۵۰ سړي د لړم په ۲۳مه له یوه شپږ میاشتني روزنیز پروګرام څخه له فراغت وروسته په کاري ځواک کې شاملیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ټولنیزو رسنیو کې د یوه هلک ویډیو ښکته پورته کېږي. ویل کېږي دا هلک د پکتیا پوهنتون محصل و او د فراغت په ورځ یې خپل تصدیق او ځانګړي لباس ته اور اچولی. په ټوله دنیا کې ژوند سخت دی او هر څوک یې له سختو ورځو تېر شوي او څوک اوس د تېرېدو په حال کې دي خو ولاکه داسې په کار وي چې سند دې وسوځول شي. ستونزه داده چې افغانستان کې ټول خلک دولتي او دفتري کارونه غواړي او هېڅ امکان نه لري چې دا چاره دې د ټولو لپاره پلې شي. افغانستان کې به د نورې دنیا د خلکو څو چنده زغم ګالې، ستړې به تېروې، د پوهنتون ترڅنګ به په نورو مهارتونو کار کوې چې متاسفانه موږ یوازې د محصلۍ دوره کې د پوهنتون درسونو ته اړولي وي، نور هر څه رانه پاتې وي. زه وایم فراغت سره سم هغه څوک چې یو څه سرمایه لري د دندې لټولو پر ځای دې کاروبار ته مخه کړي دې سره به نه یوازې ډېره ګټه وکړي بلکې نورو کسان به ځان سره په کار بوخت کړي لکه دې مېرمنې چې سل کسانو ته په مستقیم ډول کار برابر کړی دی. حوصله په کار ده، ژوند کې تر ټولو سخت حالات راځي، امتحان رانه اخلي؛ خو په وړاندې یې درېدل په کار دي نه ماتې منل.

ځواب ورکړئ

حکومت او نړۍ واله ټولنه دې د دې ښځې د کار ملاتړ وکړي. له دې نه دې پلان وغواړي چې په راتلونکي کې څه کولی شي؟ که فکر یې پراخ وي او ظرفیت لري، د دې کار ته دې وسعت ورکړي. بله خبره دا ده چې د میاشتې ۵ زره افغانۍ او هغه هم ټوله ورځ کار کول ظلم دی. لږ تر لږه د ورځې ۱۰ زره افغانۍ باید ورکړي. دغه ډول کوچنۍ فابریکې کولی شي چې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي. هغه ۴۰ میلیوني کڅوړې چې هره اونۍ افغانستان ته راځي، باید د همداسې پروګرامونو په تقویه کولو او پراخولو باندې ولګول شي چې خلکو ته کار پیدا شي.

ځواب ورکړئ

ډیر ښه! دې ته په ځان باور ویل کیږي. په حقیقت کې، پر ځان باور د بریالیتوب اصلي راز ګڼل کیږي. زموږ اکثره ځوانان په دې باور دي چې زده کړه له پوهنتونونو تر فراغت وروسته په دولتي مقام کې د کار کولو مانا لري. بلکل داسې نه ده. زده کړه د انسان ذهن روښانه کوي چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي. موږ کولی شو دا خبر یو ښه مثال وبولو. نفس ګل جامي یې ښه بېلګه ده. هغه نه یوازې د اچار له دې کوچنۍ فابریکې پیسې ګټي، بلکې نورو خلکو ته د کار زمینه هم برابروي. دا د یو هیواد د خلکو د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو ښه لاره ده چې ځوانان د دې هراتي میرمنې په څیر کار او هڅې وکړي.

ځواب ورکړئ

څومر ښه! دې ته وایي په ځان باور لرل. په حقیقت کې په ځان باور لرل د کامیابیو اصلي راز ګڼل کېږي. زمونږ ډېری ځوانان په دې آند دي چې تعلیم کول په دې معنی چې د پوهنتون تر فراغت وروسته به په حکومتي چوکۍ ګمارل کېږي. اصلا خبره داسې نه ده. تعلیم کول د انسان ذهن داسې رڼا کوي چې د خپل راتلونکي په اړه ښه فکر کولی شی. مونږ یې ښه مثال همدغه خبر بللی شو. نفس ګل جامي یې ښه مثال دی. هغه نه یواځې دا چې د اچارو له دغې کوچنۍ کارخانې خپل ځان ته نفقه برابروي، بلکې نورو خلکو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې. د یوهېواد د وګړو اقتصادي رشد لپاره همدغه ښه لاره ده چې ځوانان یې لاس په کار شي او د دغې هراتۍ مېرمنې په څېر کار وکړي.

ځواب ورکړئ

هغه خوندورې میوې چې افغانستان لري په نورو بهرنیو هیوادونو کې نه موندل کیږي. که موږ د نفس ګل جامي په څېر نورې مېرمنې ولرو چې مربا، اچار او وچې مصالحې جوړې کړي، باور وکړئ چې د افغانستان په څېر خوندورې مېوې د نړۍ په نورو هېوادونو کې نه موندل کېږي. نفس ګل جامي که په خپله دنده کې لږه پانګونه وکړي، کولی شي په راتلونکي کې د مربا جوړولو فابریکه جوړه کړي او نورو هېوادونو ته یې صادره کړي. نفس ګل جامي باید پوه شي چې که خلک زموږ د هیواد مربا په بهر کې وکاروي، بیا به هیڅوک د نورو هیوادونو مربا ونه کاروي. افغانستان پخپله بهرنۍ مربع او اچار کاروي، چې هر کال د ملیونونو ډالرو څخه زیات د مربا، اچار او لبنیاتو محصولات له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي. که موږ د خپل هیواد له تولیداتو څخه ښه ګټه پورته کړو، نو د خپل هیواد اقتصاد ته وده ورکولی شو او خپلو هیوادوالو ته به د کار کولو مناسب چاپیریال برابر کړو او خپل اقتصاد به پیاوړی کړو. د هرات ولایت د کرنې ریاست باید نفس ګل جامي وهڅوي او همکاري ورسره وکړي تر څو وکولی شي خپل مسلک ته وده ورکړي او خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. نفس ګل جامي باید هڅه وکړي چې له یوې ادارې څخه مرسته وغواړي ترڅو وکولی شي خپله دنده بلې سطحې ته ورسوي. نفس ګل روښانه راتلونکی لري.

ځواب ورکړئ