ځوانان

افغانانو په هرات کې د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې اندېښنې شریکې او د ژوند د شرایطو د بهترولو غوښتنه وکړه

د عمر راپور

د هېواد د لوېدیځې سیمې له ۳۰۰ څخه ډېر افغانان د دې لپاره سره راغونډ شول چې د ژوند د بهترو شرایطو او د خپل برخلیک په تړاو د پریکړې په هکله یو قوي غږ پورته کړي. دغو ځوانانو چې د هرات، غور، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو اوسېدونکي دي، د لیندۍ په ۱۲مه د هرات ښار د ارګ تالار کې په یوه غونډه کې برخه واخیستله. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د لوېدیځې سیمې له ۳۰۰ څخه ډېر افغانان د شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ د دې لپاره سره راغونډ شول چې د ژوند د بهترو شرایطو او د خپل برخلیک په تړاو د پریکړې په هکله یو قوي غږ پورته کړي.

د هرات، غور، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو ځوانانو -- چې نیمایي یې نجونې او ښځې وې -- د هرات ښار د ارګ تالار کې په جوړه شوې غونډه کې برخه واخیستله.

د افغانانو غږ میکانیزم دا غونډه د دې لپاره ترسره کړه چې د افغانانو او په ځانګړې توګه د ځوانانو او ښځو غوښتنې او ننګونې له نړۍ والې تولنې سره، شریکې کړي.

د دغې موسسې مرستیال عبدالرحیم خرم وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې به دې ته ورته غونډې ترسره شي څو خلکو ته دا فرصت ورکړل شي چې خپل نظرونه وړاندې کړي.

د ښځو په ګډون، په سلګونو افغانان د لیندۍ په ۱۲مه د هرات ښار د ارګ تالار کې د دې لپاره سره راغونډ شول چې د ژوند د بهترو شرایطو او د خپل برخلیک په تړاو د پریکړې په هکله یو قوي غږ پورته کړي او خپلې اندېښنې له نړۍ والې ټولنې سره شریکې کړي.

د ښځو په ګډون، په سلګونو افغانان د لیندۍ په ۱۲مه د هرات ښار د ارګ تالار کې د دې لپاره سره راغونډ شول چې د ژوند د بهترو شرایطو او د خپل برخلیک په تړاو د پریکړې په هکله یو قوي غږ پورته کړي او خپلې اندېښنې له نړۍ والې ټولنې سره شریکې کړي.

هغه وویل، «موږ د هېواد د هر کونج د خلکو نظرونه راټولوو او له نړۍ والې ټولنې سره یې شریکوو.»

هغه زیاته کړه، «موږ غواړو چې په هېواد کې مدني ټولنه بیا را ژوندۍ کړو. په تېر کال کې، مدني فعالیتونه تقریبا له منځه تللي، خو هڅې روانې دي چې بیا راژوندي کړای شی.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې معصومې جامي وویل، ښځې غواړي چې د مدني فعالیتونو د بیا راژوندي کېدلو له لارې خپل حقونه وغواړي.

هغې وویل، «مدني فعالان خپله برخه کار کوي. زه هیله منه یم چې سړي او ښځې به په ګډه د یوه بهتر راتلونکي لپاره مطلوب شرایط رامنځته کړي.»

هغې زیاته کړه، «که څه هم چې ښځې له جدي ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ دي، د ښځو تر منځ رامنځته شوې روحیه او خوځښت به وضعیت بدل کړي.»

جامي وویل، د ښځو لپاره هدف دا دی چې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د پخوا په څېر کار وکړي.

ښځې خپل حقونه غواړي

په غونډه کې برخه والو ښځو د نجونو او ښځو په کار او زده کړو باندې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

په فراه ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مرضیې نورزۍ چې ۴۲ کاله عمر لري او په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، افغانې ښځې او نجونې عدالت غواړي.

هغې وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې موږ هېرې نه کړي.»

هغې وویل، «موږ یو نیم کال یوې پریکړې او د وضعیت تغیر ته انتظار وکړ. دا وضعیت نور زموږ لپاره د منلو وړ نه دی. ښځو ډېرې قربانۍ ورکړي او باید چې له تاوتریخوالي څخه پاک ژوند ولري.»

نوموړې وویل، «موږ هغه حقونه غواړو چې اسلام ښځو ته ورکړي او په اسلامي هېوادونو کې ورکړل کیږي. موږ د شریعت مطابق خپل حقونه غواړو.»

هغې زیاته کړه، «ښځې غواړي چې خپل ټول سیاسي، اقتصادي او ټولنیز امتیازات ترلاسه کړي. موږ نه غواړو چې نور دې قربانیانې شو. موږ په سوله ییز ډول او په سمه توګه خپل حقونه غواړو.»

نورزۍ وویل،‌ که په یوه ټولنه کې ښځې حضور ونه لري، هغه ټولنه نامکمله او بې نظمه ده. ښځو او نجونو ته باید ازادي، خپلواکي او د زده کړو او کار حقونه ورکړل شي.‌

په غور کې د ښځو د حقونو یوې فعالې او د غونډې برخه والې ګل افروز غفوري چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، د ښځو او نجونو لومړنۍ غوښتنه دا ده چې سمدلاسه د نجونو ښوونځي بیا پرانستل شي.

هغې زیاته کړه، ښځې باید په روانو ټولو پروسو کې شاملې کړای شي.

هغې وویل، «ښځو او نجونو ته باید د پخوا په څېر د کار حق ورکړل شي.»

هغې وویل، «ښځې د ټولنې نیمه برخه ده او باید په کور کې بندیوانې نه کړای شي. د محدودیتونو له امله، په غور کې ډېرې فعالې ښځې مجبورې شوې چې له دغه ولایت څخه وځي.»

غفوري وویل، «داسې یوه مسؤله مرجع باید جوړه کړای شي چې په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي کړي.»

هغې وویل، «موږ ښځې په نړۍ باندې غږ کوو چې په داسې نازک حالت کې افغانانې پرې نه ږدي او زموږ د انساني حقونو په غوښتلو کې زموږ ملاتړ وکړي.»

ځوانانو ته پاملرنه

په غونډه کې ځوانو افغانانو هم د داسې فرصتونو غوښتنه وکړه چې د هېواد په ټولو حیاتي تصمیم نیوونکیو پروسو کې برخه واخلي.

د هرات یوې اوسېدونکې نادیې رضایي چې ۲۴ کاله عمر لري، او په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، ښځې له پامه غورځول او له ټولنې څخه یې پسې اخیستل به د افغانستان راتلونکی تیاره کړي.‌

هغې زیاته کړه، «ځوانان باید له پامه ونه غورځول شي... د هغوی له انرژۍ او پوهې څخه باید د روانو حالاتو د پرمخ بوولو لپاره کار واخیستل شي.»

هغې وویل، «موږ افغان ځوانان په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې زموږ، په ځانګړې توګه ښځو ملاتړ ته د تېرو شلو کالونو په څېر دوام ورکړي.»

رضایي وویل، «د یوه بهتر راتلونکي لپاره، موږ باید موجود نامعلوم وضعیت ته تغیر ورکړو او موږ ملاتړ ته اړتیا لرو.»

د بادغیس یوه اوسېدونکي نذیر احمد قاري زاده چې ۲۷ کاله عمر لري او په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، په روانو حالاتو کې ځوانان له رواني فشار او بې باورۍ څخه د خلاصېدلو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.‌

هغه وویل، «زه دوه کاله مخکې د سیاسي علومو پوهنځي څخه فارغه شوم، خو ما ونشوای کړای چې یوه ورځ کار هم پیدا کړم.»

هغه وویل، «ما سخته هڅه کړې خو هېڅ کاري فرصتونه مې نه دي موندلي. زما کورنۍ، زما مور او پلار غواړي چې زما د ۱۶ کالونو د زده کړې او زیار مېوه وخوري.»

هغه زیاته کړه، هغه په دې هیله زده کړه کړې وه چې خپل هېواد جوړ کړي او د خپلو خلکو خدمت وکړي خو پرځای یې هغه بې کاره او د ټولنې په اوږو بار دی.

هغه وویل، «زه غواړم چې ... له خپلو وړتیاوو څخه په استفادې سره د افغانستان په جوړولو کې برخه واخلم.»

قاري زاده وویل، ټول لوستي ځوان افغانان په لوړه سطحه اکاډمیکې وړتیاوې لري او، که ملاتړ یې وشي، هغوی به ټولنې کې بدلون رامنځته کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت پخوانۍ وکیلې مسعودې کروخي وویل، بې کاري او بې سرنوشتي ځوان افغانان مهاجرت ته مجبور کړي دي.‌

هغې وویل، «زموږ ځوانانو هیله له لاسه ورکړې او راتلونکی ورته تیاره ښکاري. ډېرو یې د مهاجرت لاره نیولې، چې ځینې په کې له ګاونډیو هېوادونو سره په سرحدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او نور یې په سمندرونو کې ډوبېږي.»

هغې زیاته کړه،‌ «هغه افغان ځوانان چې په دومره زحمتونو سره یې زده کړه کړې د داسې یوه سخت ژوند لایقه ندي. هغوی ته باید په تصمیم نیولو کې برخه ورکړل شي، او هغوی باید حق ولري چې خپل راتلونکی پخپله وټاکي.»

کروخي وویل، د افغان ځوانانو غوښتنې باید واورېدل شي او د هغوی د ستونزو د حلولو لپاره باید عملي ګامونه پورته کړای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د دې خاورې بچیانو ته د نجونو ښوونځي پرانیزي. د دې خاورې دغه نجونې او ښځې د هر ډول زده کړو حق لري. زمونږ د هیواد ښځې داسې څوک دي چې له افغانستان سره یې خیانت نه دی کړی. کله چې نور اسلامي هېوادونه د خپل وطن ښځو او نجونو ته د زده کړې اجازه ورکوي او پر هغوی هېڅ ډول بندیز نه لګېږي، نو آیا موږ له دغو هېوادونو څه کم یو؟ زده کړه د نارینه او ښځینه لپاره لازمي ده، دا د نه انکار وړ حق دی. د افغانستان اکثره ملایان په پاکستان کې روزل شوي وو. ښځې د نارینه وو تر څنګ کار کوي. په افغانستان کې امنیت تامین شوی دی. په دې اوسني حالت کې باید د نجونو ښوونځي ونه تړل شي. د عدم تشدد په فضا کې، په هرات ښار کې د لوېدیځ زون د ښځو راغونډېدل ډېر ښه کار دی. د لوېديځ زون مېرمنې د افغانستان له اوسني حکومت څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي او له ملګرو ملتونو او يا هم د بشري حقونو له ادارې څخه د ښوونځيو د دروازو د پرانستلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي. د اسلامي امارت دنده ده چې د دغو نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي او ښځې په دندو وګماري. اکثره ښځې د هغو کورنیو مشرانې دي چې میړونه یې مړه شوي دي او دا ښځې د خپلو کورنیو لپاره نفقه ګټي. د ښځو په جامو کې هیڅ توپیر نه دی راغلی. اوس هم همداسې ده لکه پخوا چې وه. نو اجازه ورکړئ چې زده کونکي د پخوا په څیر ښوونځیو ته لاړ شي.

ځواب ورکړئ

افغانان هم د نورو انسانانو په څېر د بهتر ژوند کولو حق لري او په کار ده چې دغه حقه حق یې ورکړل شي. افغانان هم انسانان دي نو د انسان حق خوړل یا نه ورکول ظلم دی، چې متاسفانه د افغان انسان د حق خوړولو پېړۍ پېړۍ کېږی او حق یې نه ورکوول کېږي. که ورکول کېږي هم ډېررررررررررررررر کم یا خو ورته د انسان په سترګه بلکل کتل کېږي نه. اوس وخت کې چې رسنۍ سانسور دي او په افغانستان کې د میلیونونو انسان غږ خاموش دی، لومړی ځل دی چې زه دا خبره اورم چې خپلې ستونزې یې په یوه لویه غونډه کې شریکې کړي دي. د ستونزو په مقابل کې باید غږ پورته شي او مسؤلین دغه غږ واوري او یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي. افغانستان کې د ژوند شرایط ډېر بې خونده او خلک له سل قسمه ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ځواب ورکړئ

مونږ انسانان یو خو بدبختانه چې په ډېرو مواردو کې مونږ انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او کوو. شاید یو عامل یې دا وي چې مونږ د جنګ نسل یو، په جنګ کې پیدا شوي یو، په جنګ کې لوی شوو او ډېر مو په جنګ کې ووژل شول. یعنې دا هم یو دلیل دی چې مونږ پرې ځانونه خلاصوو. لاکن حقیقت دا دی چې مونږ باید اوس د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره ځانونه جوړ کړو. زمونږ افغانانو لپاره د اوسني نظام ملاتړ ډېرې ګټې لري ځکه چې یو خو ټول نظام په یوه حکم چلېږي او د پخوا په څېر داسې نه دی چې په بلخ کې یو کس واکمن وه په جوزجان او فاریاب کې بل کس واکمن و، په بامیانو کې بل کس واکمن و، په کندهار کې بل او په ننګرهار کې بل کس واک په لاس کې درلود. هغوی اکثر جنګسالاران او د بشري حقونو ناقضین ول او هڅه یې کوله چې له مرکز کابل څخه په پټه خوله خپل بغاوت ته دوام ورکړي. بدبختانه چې نړۍ وال ائتلاف او بالخصوص د امریکا په شمول یو شمېر سفارتونو یې ملاتړ هم کاوه. یعنې د جمهوري نظام د سقوط یو لوی عامل هماغه جنګسالاران ول چې پاس ذکر شول. البته، یوه خبره مهمه ده چې که د اوسني نظام واکمنان بشري حقونو، د ښځو حقونو، د نجونو تعلیم، د اقلیتونو حقونو ته احترام ونه کړي، او له نړۍ وال کلي سره د تفافهم ګډه ژبه پیدا نه کړي،‌ دا بیا کولی شي چې د افغانستان او افغانانو لپاره ډېر بد عواقب رامنځته کړي چې کېدی شي جبران یې ډېر کالونو ونیسي. د یادونې وړ ده چې د ترهګرو مور او پلار (پاکستان او ایران) دواړه غواړي او په اوسني نظام کې د خپلو اجیرانو او جاسوسانو له لارې هڅې کوي چې د اوسني حکومت او نړۍ تر منځ فاصله زیاته کړي او په افغانستان کې یوې بلې بدبختۍ او جنګ ته لاره هواره کړي.

ځواب ورکړئ