روغتیا

په افغانستان کې د رواني روغتیا د ستونزو په زیاتېدلو سره د ځوانانو لپاره د ټیلیفون له لارې مرسته وړاندې کیږي

د امین الله راپور

یو سړی د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۳۰مه په کابل کې د یوه سرک پر غاړه په خپل ګرځنده تلفون خبرې کوي. [سجاد حسین/ای اېف پي]

یو سړی د ۱۴۰۰ د چنګاښ په ۳۰مه په کابل کې د یوه سرک پر غاړه په خپل ګرځنده تلفون خبرې کوي. [سجاد حسین/ای اېف پي]

کابل -- یو ټیلیفون لین چې ځوانانو ته مشورې ورکوي او یوه لسیزه مخکې رامنځته شوی و، اوس هم له هغو افغان ځوانانو سره چې په رواني روغتیايي ستونزو کې ایسار دي، مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو مرستندوی صندوق (یو اېن اېف پي ای) په ۱۳۹۱ کې د دې لپاره مالي او تخنیکي مرسته برابره کړه چې د ځوانانو د روغتیایي چارو لپاره د ۱۲۰ ټیلیفون نمبر رامنځته کړي او له هغو افغان ځوانانو سره چې نشي کولی خپلې ستونزې نېغ په نېغه له ارواپوهانو یا ډاکترانو سره شریکې کړي، مرسته وکړي.

دغه ټیلیفون نمبر ته په افغانستان کې له هرې شبکې څخه د ۱۲۰ شمېرې په دایرولو سره په وړیا توګه لاسرسی کیږي.

د هېلت نېټ ټي پي او په نامه یوه نړۍ واله غیرحکومتي موسسه د دغه ټیلیفون لین مدیریت ترسره کوي.

ډاکتر وحید نوري چې د دغه ټیلیفون نمبر څارنه ور په غاړه ده، سلام ټایمز ته وویل، «د ۱۲۰ مرستندوی لین د مرکز جوړولو هدف دا دی چې ځوانان له روغتیایي، رواني او د تکثري روغتیا په برخو کې پیاوړي کړي.»

نوري وویل، دغه ټیلیفون لین ځوانو افغانانو ته اجازه ورکوي «چې خپلې رواني ستونزې او اندېښنې، چې کېدی شي د کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له امله یې شریکول سخت وي، له خپل کور څخه په اسانۍ سره او په وړیا توګه له یوه ډاکتر یا ارواپوه سره شریکې کړي.»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې د دغه مرکز د کارمندانو شمېر شرایطو ته په پام سره لږ او ډېر کېږي، اوه نارینه او ښځینه متخصصین دا وخت په دغه مرکز کې کار کوي.»

نوري وویل، د اړیکو نیونکو شمېر هره ورځ او میاشت زیاتېږي.

هغه زیاته کړه، د تېرې میاشتې په اوږدو کې، دغه ټیلیفون لین له ټول هېواد څخه ۹۰۸۸۸ ټیلیفوني مکالمې ثبت کړي دي. د هغوی له جملې څخه ۴۱۴۵۷ کسان سړي او ۴۹۴۳۱ کسان ښځې وې.

نوري وویل، دا مرکز په اونۍ کې ۶۰ ساعته پرانستی او په دوو شفټونو کې یعنې د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو او د ماسپښین له ۳ بجو څخه د ماخوستن تر ۸ بجو پورې کار کوي.

هغه یاده کړه چې، «اکثر هغه ځوانان چې دغه مرکز ته زنګونه وهي جنسي، د رواني روغتیا، تکثري روغتیا او د کورني تاوتریخوالي ستونزې لري.»

د مرستندوی لین ګټې

د کابل پوهنتون یوه ارواپوه محمد ناصر حبیبي وویل، هغو ستونزو ته په پام سره چې ځوانان ورسره مخامخ دي، دا مرستندوی لین ډېر مؤثر دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «رواني مسایلو ته په پام سره، دا وخت افغانستان په یوه ډېر بد حالت کې دی.»

حبیبي وویل، «ارزونې ښیي چې افغانستان په نړۍ کې د ډېرو خفه هېوادونو له ډلې څخه دی. اقتصادي وضعیت د ټولنې د غړو په رواني حالت باندې اغېز کړی، او د نهیلۍ کچه ورځ په ورځ پورته کیږي

هغه زیاته کړه، «رواني روغتیا ډېره سخته متاثره شوې ده. په روانو حالاتو کې، د رواني ملاتړ له پیاوړي کولو څخه پرته بله ښه لاره نشته.»

په افغانستان کې د یو اېن اېف پي ای ویاند عبدالرحمان زعیم وویل، «د دغه مرکز بودجه د فعالیتونو سطحې پورې تړاو لري، نو د هر کال بودجه جلا ده. که موږ ته ډېر ټیلیفونونه راشي او ډېر خدمتونه وړاندې کړای شي، لګښتونه هم زیاتېږي، او په کمېدلو سره یې لګښتونه هم کمیږي.»

هغه زیاته کړه، «په هر حال، بودجه شته او په بودجه کې محدودیتونه نشته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په اوس وخت کې دا ښه اقدام دی. ځکه چې اکثر ځوانان له رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي او که داسې خدمات ورته وړاندې شي، نو په ژوند کې به پر ځای د دې چې په منفي لارو فکر وکړي مثبتو هغو ته به یې فکر واوړي. په افغاني ټولنه کې ډېر داسې مسایل شته چې په ښکاره ډول یې څوک له چاسره نه شي شریکولی. خو که دغسې خدمات موجود له یوه کس سره په اسانۍ سره شرېکېدلی شي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې زموږ ځوانان د شتو ستونزو له امله په رواني ناروغیو اخته دي. په افغانستان کې، زموږ ځوانان، که نارینه دي که ښځینه، د خپل برخلیک په اړه اندیښمن دي. په وروستیو کلونو کې د ښې حکومتولۍ نشتوالی د دې لامل شوی چې زموږ ځوانان د خپل راتلونکي په اړه ناخبره وي او تل د دې حالت له امله ځورېږي. زموږ ځوانان که څه هم لوستي وي، روښانه راتلونکی به ونه لري. زموږ د ۸۰٪ ځوانانو لپاره، د کار ساحه مساوي نه ده. په افغانستان کې د ۷۰ سلنه ځوانانو د عزت ارمانونه نه پوره کېږي. په افغانستان کې زموږ ۶۰ سلنه ځوانان د خپل اقتصاد او یا هم د کورنیو ستونزو له امله واده نه شي کولی. دا ستونزې زموږ د ځوانانو د رواني ناروغیو لامل ګرځي. د مرستندوی ټیلیفون لین ۱۲۰ نومره نن ورځ د دې ځوانانو سره ډیره مرسته کولی شي.

ځواب ورکړئ

د تېرو ۲۰ - ۲۲ کالونو په اوږدو کې ملګرو ملتونو او په ځانګړې توګه امریکایي خیریه او حکومتي موسساتو په افغانستان کې ډېر ګټور کارونه وکړل. دا صحیح ده چې امریکایي پوځیانو ډېر افغانان ووژل او له دواړو خواوو ډېر ظلمونه وشول لاکن حقیقت دا دی چې ډېر مثبت کارونه هم وشول. د داسې ټیلیفوني خدمت برابرول د ځوانانو لپاره واقعا ګټور دي. یو طرف ته افغاني ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده. بل طرف ته د تېرو څلور نیمو لسیزو جنګ مونږ د نړۍ د پرمختګ له عظیم کاروان څځه ډېر وروسته پاتې کړي یو. تاسو باور وکړئ چې زما د عمر ۲۵ کاله پوره شوي وو خو ما د شرم احساس کاوه چې له دوکاندار نه د خوټو کلولو ماشینونه وغواړم. زه چې په کوم جرئت دلته د خوټو لفظ لیکم، په همدې جرئت د خلکو په مخکې خبرې نشم کولی او داسې الفاظ نشم یادولی. له دې نه مې هدف دا دی چې د مرستندوی ټیلیفوني لین په څېر خدمتونه باید لا نور پراخ شي. دا د هلکانو او نجونو لپاره فوق العاده او ځانګړی اهمیت لري. په ځانګړې توګه هغه نجونې چې واده شوي نه دي، هغوی ډېرې ستونزې لري چې باید پټ په پټه یې له ډاکترانو سره شریکې کړي. مننه

ځواب ورکړئ