زده کړه

یونیسف د تخار په سلګونو ماشومانو سره د ښوونې او روزنې او رواني روغتیا په برخو کې مرستې کوي

د محمد قاسم راپور

یوې نجلۍ د تلې په ۲۲مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د یونیسف له خوا د مرستې په لړ کې ورکړل شوې کتابچه په لاس کې نیولې ده. [د افغانستان د پرمختیایي او خیریه خدمتونو موسسې څخه په مننه]

یوې نجلۍ د تلې په ۲۲مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د یونیسف له خوا د مرستې په لړ کې ورکړل شوې کتابچه په لاس کې نیولې ده. [د افغانستان د پرمختیایي او خیریه خدمتونو موسسې څخه په مننه]

تالقان -- د افغانستان د پرمختیایي او خیریه خدمتونو موسسه (ای ډي ډبلیو اېس او) د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ په تخار ولایت کې شاوخوا ۱۴۰۰ ماشومانو ته د رواني روغتیایي پاملرنې او زده کړو فرصتونه برابروي.

په تخار ولایت کې د ای ډي ډبلیو اېس او رییس کامران سادات سلام ټایمز ته وویل چې د هغه موسسه د هېواد په نهو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د تېرو څلورو کالونو په ترڅ کې د یونیسف له خوا تمویل شوې بېلابېلې پروژې پلې کوي.

سادات وویل، د وروستۍ پروژې هدف دا دی چې د ماشومانو د کار مخه ونیسي او هغه ماشومان معلوم کړي چې جګړې او تاوتریخوالي اغېزمن کړي وي.

هغه وویل، د ای ډي ډبلیو اېس او د تعلیمي او اروایي درملنې د پروګرامونو لپاره د نجونو په ګډون د شاوخوا ۱۴۰۰ ماشومانو نومونه ثبت شوي، څو هغوی داسې لوی شي چې بریالي او په ټولنه کې د نفوذ څښتنان واوسي.

یو ځوان سړی د لړم په ۱ د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې په یوه دوکان کې چې د یونیسف له خوا تمویلیږي، ناست دی. [د افغانستان د پرمختیایي او خیریه خدمتونو موسسې څخه په مننه]

یو ځوان سړی د لړم په ۱ د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې په یوه دوکان کې چې د یونیسف له خوا تمویلیږي، ناست دی. [د افغانستان د پرمختیایي او خیریه خدمتونو موسسې څخه په مننه]

هغه وویل، «موږ د تخار ولایت په بېلابېلو برخو کې ۲۳ د دوستۍ مرکزونه جوړ کړي دي. په هر ټولګي کې تر ۶۰ پورې ماشومان راټولېږي چې دوه ښځینه ښوونکې درس ورکوي.»

دا نهه میاشتنۍ پروژه د وري په میاشت کې پيل شوه او په پام کې ده چې د مرغومي په میاشت کې پای ته ورسږي.

سادات زیاته کړه، «دا پروژه یتیمان، معلول ماشومان او داسې ماشومان تر پوښښ لاندې نیسي چې په فزیکي، انکشافي یا رواني ستونزو باندې اخته وي. سربېره پر دې، موږ داسې ماشومان هم انتخاب کړي چې د فقر له لاسه له ښوونځیو څخه پاتې شوي، او موږ د هغوی ملاتړ کوو.»

هغه وویل، دغه راز، دا پروګرام د داسې تنکیو ځوانانو ملاتړ کوي چې له افغانستان څخه ایران ته تللي ول خو ایراني مقاماتو بېرته رالېږلي دي. پروګرام هغوی ته کوچني کاروبارونه برابروي څو له هغوی سره د یوه عاید په ګټلو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، «موږ د هر تنکي ځوان لپاره د ۴۰۰۰۰ افغانیو (۴۵۰ ډالرو) په قیمت دوکانونه جوړ کړي او هغوی ته مو د خرڅلاو لپاره توکي برابر کړي دي. موږ هیله لرو چې هغوی به له غیرقانوني کډوالۍ څخه تېر شي او وبه کولی شي چې له اقتصادي پلوه د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.»

سادات وویل، دې پروګرام په تخار ولایت کې له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر اړمن ماشومان په ګوته کړي دي. دوی پلان لري چې د یونیسف په مالي مرسته د پروژې د راتلونکې مرحلې په ترڅ کې هغه ماشومان په نښه کړي.

د ماشومانو خوبونه په حقیقت بدلول

د یونیسف له خوا تمویل شوې پروژه کې ډېرو برخه والو وویل چې هغوی د جګړې، د مناسبو اسانتیاوو د نشتوالي، اقتصادي سختۍ او کډوالۍ له امله نه وو توانېدلي چې ښوونځیو ته لاړ شي.‌

د تالقان ښار یوې اوسېدونکې سعدیې مشفق چې ۱۰ کاله عمر لري او د یونیسف په مالي ملاتړ چلېدونکي یوه مرکز کې له خپل ورور سره یوځای زده کړه کوي، وویل چې هغې خپل پلار دوه کاله مخکې د موټر په یوه ټکر کې له لاسه ورکړ.

هغې وویل، «وروسته له هغه چې زما پلار مړ شو، نه ما او نه مې ورور کولی شوای چې ښوونځیو ته لاړ شو. اوس موږ ډېر خوښ یو چې دا فرصت لرو چې زده کړه کوو او ملاتړ ترلاسه کوو.»

هغې زیاته کړه، «دلته موږ ته د ښوونځي د بېلابېلو موضوعاتو درسونه راکول کیږي. ډاکتران د ناروغو ماشومانو درملنه کوي او وخت په وخت یې ګوري.»

د یونیسف له خوا مقررې شوې یوې ښوونکې ارزو محرابي چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، «جنګ او تاوتریخوالي د دې ماشومانو په ‌مغزونو باندې منفي اغېز کړی دی. په پیل کې دوی ډېر قهرجن ول، خو د دوی رواني روغتیا ورځ تر بلې وده کوي.»

هغې وویل، «زه خوشحاله یم چې په داسې یوه مرکز کې خدمت کوم چې د بې وزلو، یتیمو یا جګړې اغېزمن کړیو ماشومانو لپاره جوړ شوی دی. زه په دې افتخار کوم چې د هغوی ښوونکې یم.»

هغې وویل، درسي ټولګي داسې ترتیب شوي چې د هغو ماشومانو لپاره چې جنګ او ضربه یې لیدلې ده، یو اراموونکی او ملاتړ برابروونکی چاپېریال رامنځته کړي.

د ماشومانو په رواني حالت باندې د جګړې اغېزې

شنونکي وویل، روانه شخړه او ناامني په هېواد کې د ماشومانو په رواني روغتیا باندې منفي اغېزې لري، او تعلیمي پروګرامونه لکه هغه چې یونیسف یې تمویلوي کولی شي چې مثبت تغیرات رامنځته کړي.

په تخار ولایت کې د ټولنیزو علومو یوه پوه صالح محمد نصرتي سلام ټایمز ته وویل، «ډېرو ماشومانو په روان جنګ کې خپل پلرونه له لاسه ورکړل.»

نصرتي وویل، «هغوی له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په نشه ییزو توکو د اعتیاد، انساني قاچاق، ناوړه چلند او د ماشومانو کار په څېر خطرونو سره مخامخ دي.»

هغه وویل، «له دغو ناوړو پایلو څخه هرې یوې د کړکېچ ځپلیو ماشومانو لپاره دا ډېره سخته کړې چې د روغتیا په داسې یوه چاپېریال کې ژوند وکړي چې هغوی یې مستحق دي.»

هغه وویل، «شخړې د ماشومانو څو نسلونه له ښوونې او روزنې ترلاسه کولو څخه محروم کړي دي. له بده مرغه چې، دا حالت اوس هم روان دی او لا ډېر ماشومان له عین راتلونکي سره مخامخ دي.»

په کندوز ولایت کې د ډاکتر ضیاءالدین فرید په نامه یوه رنځپوه سلام ټایمز ته وویل، ماشومان تل د شخړو او تاوتریخوالي قربانیان ول او دي.

هغه وویل، «په هېواد کې جګړې او داخلي جنګونو ډېر ماشومان د هغوی له اساسي حقونو لکه صحي تغذیې، رواني روغتیا او مناسبې ښوونې او روزنې څخه محروم کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه چې جنګ او بې ثباتۍ د ماشومانو په دماغي روغتیا باندې اغېز کړی دی. ښایي هغوی ونشي کولی چې مطالعه او زده کړه وکړي او په راتلونکو کالونو کې د خپل ماشومتوب له خوښۍ څخه خوند واخلي.»

هغه وویل، د هغو موسساتو له خوا چې د ماشومانو، او په ځانګړې توګه هغو ماشومانو چې جګړې اغېزمن کړي دي، د حقونو د خوندي کولو لپاره مامور شوی دي، د هر اړخیزو پروګرامونو تطبیق ته جدي اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، دا موسسات باید د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو او د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه چلند د غندلو په څېر مهمو برخو کې د خلکو پوهاوی زیات کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دې ادارې د یونیسف په مرسته یو داسې پروګرام پیل کړی چې تر اوسه هیڅ دولتي یا غیر دولتي بنسټ نه دی ترسره کړی. موږ افغانان ډېر یتیم او بې وزله ماشومان لرو. د هغوی برخلیک معلوم نه دی، او هغوی د خپل راتلونکي په هکله اندیښمن دي. ستاسو کار کولی شي د دې ماشومانو په ژوند کې مثبت رول ولوبوي. همدا راز زموږ ډېری ځوان نسل د بېکارۍ له امله هېواد پرېږدي او د یونیسف دغه پروژه هر ځوان ته د کار په بدل کې ۴۰ زره افغانۍ ورکوي. زموږ ځوانان باید له دې پیسو څخه سمه ګټه پورته کړي او خپل برخلیک جوړ کړي او د خپلې کورنۍ لپاره یوه ټوټه ډوډۍ پیدا کړي. د یونیسف دا کار یو نوی نوښت دی. دا پروګرام زموږ د ماشومانو او تنکيو ځوانانو په ذهنونو کې مثبت رول لوبولی شي او له دغې محترمې ادارې څخه مې غوښتنه ده چې خپل پروګرامونه لا نور پياوړي کړي. غوره احترامات بلال

ځواب ورکړئ

ټولو هیوادوالو ته سلامونه. دا زموږ د هیواد د ماشومانو لپاره خورا اغیزمنه ده چې د لا زیاتو مرستو څخه برخمن شي او زموږ د هیواد په ټولو ولایتونو کې د داسې ورځې په هیله ترسره شي چې زموږ د هیواد ټول ماشومان او تنکي ځوانان په سوله کې خپلو زده کړو او ژوند ته دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ