زده کړه

افغان سوداګر په هلمند کې ۷۰۰ یتیمانو ته وړیا ښوونه او روزنه برابره کړې ده

د عبدالخالق همیم راپور

عمري د عصري علومو ښوونځی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې موقعیت لري، هغو ۷۰۰ هلکانو او نجونو ته وړیا ښوونه او روزنه برابروي چې مور یا پلار، تر ډېره پلرونه یې مړه شوي وي. د ډېرو زده کوونکیو لپاره، دا لومړی ځل دی چې ښوونځي ته ځي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هلمند -- عمري د عصري علومو ښوونځی چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې موقعیت لري، هغو ۷۰۰ هلکانو او نجونو ته ښوونه او روزنه برابروي چې مور یا پلار، تر ډېره پلرونه یې مړه شوي وي.

د ډېرو زده کوونکیو لپاره، دا لومړی ځل دی چې ښوونځي ته ځي.

یوه افغان سوداګر او د خصوصي ښوونځي مؤسس محمد عیسی عمري وویل، شاوخوا ۳۰۰ یتیم زده کوونکي د هلمند د ولسوالیو د لیرې پرتو سیمو خلک دي.

هغه وویل، «دا ماشومان ... په لیلیه کې وړیا ژوند کوي او هره ورځ درې وخته ډوډۍ هم ترلاسه کوي.»

دا عکس چې د لړم په ۱۶مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د عمري د عصري علومو ښوونځي کې یو درسي ټولګی ښیي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

دا عکس چې د لړم په ۱۶مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د عمري د عصري علومو ښوونځي کې یو درسي ټولګی ښیي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، ۴۰۰ نور زده کوونکي د لښکرګاه اوسېدونکي دي او د هغوی د کورونو او ښوونځي تر منځ وړیا ټرانسپورټي خدمتونه ورکول کیږي.

عمري وویل، د ښوونځي ټول اړتیا وړ مواد، لکه کتابونه، کتابچې، قلمونه او جامې په وړیا توګه ورکول کیږي.

هدایت الله چې ‍۱۰ کاله عمر لري او په ښوونځي کې زده کړه کوي، د یوه پخواني پولیس افسر زوی دی.

د هغه پلار درې کاله مخکې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې په جګړه کې ووژل شو، چې هدایت الله، د هغه ورور او دوه خویندې یې بې سرپرسته پرېښودل.

د هغه یوه خور هم په دغه ښوونځي کې شامله شوې ده. دوه نور خور ورور یې لا تر اوسه واړه دي.

هغه وویل، زموږ کلي کې سنګین کې ښوونځی نشته او ماشومان نشي کولی چې هلته زده کړه وکړي.

هغه زیاته کړه، «دا لومړی ځل دی چې زه ښوونځي ته راځم، او زه خوښ یم. زه غواړم چې زما ورور او بله خور هم کله چې هغوی اوه کلن شي، په دې ښوونځي کې شامل کړای شي.»

هدایت الله وویل هغه غواړي چې زده کړه وکړي ترڅو د خپل ځان او هېواد لپاره یو بهتر راتلونکی جوړ کړي.

د یوه بهتر راتلونکی هیله

د ښوونځي یوې بلې زده کوونکې عایشې چې ۱۱ کاله عمر لري، خپل پلار پنځه کاله مخکې هغه وخت له لاسه ورکړ چې هغه په لښکرګاه کې په خپلو پټیو کې د کار کولو پر مهال په جګړه کې ووژل شو.

هغې وویل هغه ډېره خوشحاله ده چې په لومړي ځل په ښوونځي کې شامله شوه.

عایشې وویل، «زه غواړم چې په راتلونکي کې ډاکتره شم... زما مور ډېر مشکلات لیدلي. زه غواړم چې له ډاکتره کېدلو څخه وروسته د هغې ښه پاملرنه وکړم.»

هغې زیاته کړه، «که دا ښوونځی نه وای، ما به هېڅکله هم دا وړتیا نه وای ترلاسه کړې چې زده کړه وکړم. زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، چې د جامو، قلمونو، کتابچو د اخیستلو وس نه لرو. دې ښوونځي موږ ته هر څه وړیا برابر کړي دي.»

هغه هیله لري چې ټولې افغان نجونې به وکولی شي چې د هغې په څېر زده کړه وکړي او یو بهتر او لا روښانه راتلونکی ولري.

د ناوې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خلیل احمد چې ۱۰ کاله عمر لري او په دې ښوونځي کې زده کړه کوي، خپل پلار د یوې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ، چې هغه او د هغه مور او درې کوچنۍ خویندې ترې بې سرپرسته پاتې شول.

عمري د عصري علومو ښوونځي هغه او د هغه یوې خور ته وړیا ښوونه او روزنه برابره کړې ده. د هغه دوه نورې خویندې لا اوه کلنۍ ته رسېدلې نه دي.

احمد وویل دا لومړی ځل دی چې هغه یوه درسي ټولګي ته ورننوتی دی، او زیاته یې کړه چې هغه په مینه او لېوالتیا سره زده کړه کوي او هیله لري چې په راتلونکي کې یو انجنیر ترې جوړ شي.

هغه زیاته کړه، «ما تل هیله لرله چې ښوونځی ته لاړ شم او زده کړه وکړم، خو زموږ په کلي کې ښوونځی نشته. د ولسوالۍ په مرکز کې ښوونځی شته، خو دا چې لیرې دی او نورې ستونزې هم شته ما نشوای کولی چې هلته لاړ شم.»

احمد وویل، «زه ډېر خوښ یم چې کولی شم زده کړه وکړم او دلته ټولو اسانتیاوو ته لاسرسی ولرم. ما [په پښتو کې] الفبا زده کړي او کولی شم ویې لولم.»

له تیارې څخه خلاصون

د ښوونځي یوه ښوونکي نظرمحمد صمیم وویل، د ماشومانو لپاره «بې سوادي د هغوی ذهنونه تیاره ساتي، او هغوی اړ باسي ترڅو خپل ټول ژوند په تیاره کې تېر کړي.»

هغه وویل، «دغه ښوونځي مرسته کړې چې ۷۰۰ کسان له تیارو څخه وساتي. د دې ماشومانو هر یو به د خپلې ښوونې او روزنې له لارې د افغانستان په پرمختګ او ښېرازۍ کې د یوه ځواک په توګه رول ولوبوي.»

په لښکرګاه کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالله نورزي وویل، بې سوادي د افغانستان د اوسني ګډوډ حالت اصلي عامل دی او د راتلونکي یو لوستی نسل به یو بهتر هېواد جوړ کړي.

نورزي وویل، په داسې حال کې چې په دې ولایت کې په زرګونو ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي، د عمري د عصري علومو ښوونځي کې د ۷۰۰ ماشومانو شمولیت هیله مندي رامنځته کوي.

هغه وویل، «له بده مرغه چې، د ډېرو کالونو جنګ زموږ ښوونځي ویجاړ کړي او د ځوانانو د ښوونې او روزنې مخه یې نیولې ده. تر اوسه داسې اړتیاوړ ګامونه نه دي اخیستل شوي چې د هلمند په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې ښوونځي بیا پرانستل شي.»

هغه زیاته کړه، «په روانو حالاتو کې، په هلمند کې ماشومانو ته په وړیا توګه د ښوونې او روزنې برابرول یو ښه ګام دی.»

نورزي وویل هغه هیله لري چې د عمري د عصري علومو ښوونځي په څېر نور ښوونځي به هم جوړ شي، او دولتي ښوونځي به هم بېرته پرانستل شي.

نورزي وویل، په هلمند کې ټولې کورنۍ غواړي چې ماشومان یې ښوونځيو ته لاړ شي او زده کړې وکړي، خو د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د زده کړو فرصتونه برابر شوي نه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه اقدام دی. په دې هیله چې د عمري ښوونځي په څېر نور ښوونځي هم جوړ شي. جنګونو له ډېرو افغان کوچنیانو پلرونه، میندې او د فامیل نور غړي اخیستي. په هیواد کې په لکونو کوچنیان لرو چې له زده کړو محروم دي. که د دغه ښوونځي د جوړونکي په څېر نور شتمن خلک هم اقدام وکړي د ډېرو ماشومانو راتلونکی به رڼا شي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د تیرو ۴۵ کالونو په نتیجه کې روسیې، پاکستان، برتانیا، ایران، عربو او غربي هیوادونو په میلیونونو افغان ماشومان یتیمان کړل. هغوی دا کارونه چا په مستقیما د خپلو ګټو لپاره وکړل او چا په غیر مستقیم ډول. یوه هیواد هم د دغو یتیمانو او فقیرانو په حال رحم ونه کړ. بې تعلیمه پاتې شول او اقتصاد یې هم ویجاړ شو.

ځواب ورکړئ

د دغه خصوصي ښوونځي د مؤسس محمد عیسی عمري زیاته زیاته زیاته زیاته مننه چې دغه ناچاره او بې څوکه قشر ته یې د زده کړو فرصت برابر کړی دی. دی واقعاً یو اتل دی. ځکه اتل دی چې د افغانستان راتلونکی روښانه کوي، مصارف پرې کوي او بلاخره ټولنې ته د خدمت په موخه داسې ماشومان وړاندې کوي چې ټوله جامعه پرې ښایسته ښکاري. یو شمېر تجاران بیا ایران ته تللي او هلته یې پانګونه کړې ده ترڅو ایرانیانو ته سهولتونه محیا شي او له خپله ژونده خوند واخلي مګر د فقیر افغان په کیسه کې نه دي. ‏‏د ایران تسنیم خبري اژانس په خپل یوه راپور کې لیکلي چې يوازې د ایران په خراسان رضوي ښار کې د افغان جمهوري نظام له سقوط وروسته افغان پانګوالو او ۱۶۰۰ افغان پورې شرکتونه جوړ کړي. په دغه ښار کې د افغان سوداګرو د ټولنې مشر بشير احمد اریایي ویلي چې پر دغو شرکتونو لږ تر لږه یو میلیارد ډالره پانګونه شوې ده. هوټل داري، سياحت، د معادن صنعت، کرنه او سوداګريز خدمتونه د دغې پانګونې مهمې برخې ښودل شوي. او دا هم معلومه نه ده، چې د ايران په نورو ښارونو کې به له یو نيم کال راهیسې افغانانو خپله څومره پانګه له هېواده ویستې او هلته په کار اچولې وي؟ خو افسوس زموږ په دې پانګوالو چې د افغانانو وینې یې وڅښلې او اوس په نورو وطنونو کې پرې مزې کوي. چا هوټلونه جوړ کړي، چا کورونه اخیستي، چا شرکتونه جوړ کړي چا یو او چا بل کار پرې روان کړی دی. که څېړنه وشي د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان ميلياردونه ډالره نوره پانګه هم له هېواده ویستل شوې ده چې متحده عربي امارات، ترکیه، پاکستان او د منځني اسيا هېوادونه د افغان پانګې ډېر جذبونکي یادیږي. په داسې حال کې چې افغان ماشوم نه ډوډۍ لري او نه د نورو بشري حقونو څخه برخمن دي. خدای دې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

له ډېرو ورځو وروسته مې یو ښه خبر تر لاسه کړ او ډېر خوشحاله شوم. په هلمند ولایت کې د څو کلنو جګړو له امله تعلیمي ادارې ویجاړې شوي او په دغه ولایت کې ګڼ شمېر ماشومان یتیمان شوي دي. زموږ د ګران ورور محمد عیسی عمري څخه مننه چې یو داسې نوښت یې وکړ چې ما یې په هکله مخکې نه وو اورېدلي. زموږ نور سوداګر باید پوه شي چې د یتیمانو او بې وزلو ماشومانو لپاره چې د ځانونو لپاره د قلمونو او کتابونو د اخیستلو توان نه لري، باید ښوونځي جوړ کړي. زموږ ورور محمد عیسی عمري د عصري علومو د ښوونځي د زده کوونکو ټولې ستونزې حل کړي دي. د دغو ښوونځيو زده کوونکي هم بايد له دې زرين چانس څخه ښه ګټه پورته کړي او ډېر وخت په زده کړو تېر کړي.

ځواب ورکړئ

دا واقعاً د خوښۍ ځای دی چې د هلمند په جګړه ځپلي ولایت کې دا ډول خدمتونه وړاندې کیږي. له بده مرغه هلمند، کندهار، اروزګان او نورې ګاونډۍ سيمې په تېرو شلو کلونو کې د ويجاړوونکې جګړې شاهدې وې چې په پايله کې يې ميليونونه ځوانان له زده کړو څخه بې برخې شول. موږ له نړيوالې ټولنې او ملي سوداګرو څخه غوښتنه کوو، چې په يادو شويو سيمو کې د کار او زده کړو زمينه برابره کړي، څو د دغه ولايت اوسېدونکي د هېواد د نورو اوسېدونکو په څېر زده کړې وکړي.

ځواب ورکړئ