زده کړه

د هرات یوه سوداګر په سلګونو افغان نجونو ته وړیا زده کړې برابرې کړي دي

د عمر راپور

په هرات کې یوه سوداګر د هغو افغان نجونو لپاره وړیا ښوونځی پرانیستی چې میندې او پلرونه یې له لاسه ورکړي او یا هم ښوونځيو ته د تګ توان نه لري. دغه ښوونځی د احمدشاه فقیري خیریه لېسه په نوم یادېږي او تر ۶۰۰ ډېر زده کوونکي لري. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په هرات ولایت کې یوه سوداګر د افغان نجونو لپاره د زده کړو یو وړیا خصوصي ښوونځی پیل کړی دی.

له ۶۰۰ څخه زیاتې نجونې چې میندې او پلرونه یې له لاسه ورکړي او یا ښوونځيو ته د تګ توان نه لري، د احمدشاه فقیري خیریه ښوونځي کې شاملې دي.

دغه ښوونځی تر دولسم ټولګي پورې د زده کوونکو د منلو ظرفیت لري، خو په افغانستان کې د نجونو په ښوونه او روزنه باندې د روان بندیز له امله یواځې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې نجونې جذبوي.

د ښوونځي اجرائیه مدیر شعیب فقیري وویل، «د دې ښوونځي له پرانیستلو څخه زما موخه دا ده چې نجونې زده کړې وکړي او د خپلو ځانونو او کورنی لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړي.»

د شپږم ټولګي زده کوونکيو د زمري په ۱۵مه په هرات کې د احمدشاه فقیري خیریه لېسه کې په یوه ټولګي کې خپل ښوونکي ته غوږ نیولی دی. [عمر/سلام ټایمز]

د شپږم ټولګي زده کوونکيو د زمري په ۱۵مه په هرات کې د احمدشاه فقیري خیریه لېسه کې په یوه ټولګي کې خپل ښوونکي ته غوږ نیولی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «دا د ډېرو بې وزلو کورنیو نجونې دي، او دوی نشي کولی په دولتي یا خصوصي ښوونځیو کې زده کړې وکړي.»

هغه وويل، «زموږ ټيمونه په ټوله لوېديځه سيمه کې يتيمې او غریبې نجونې لټوي او کله چې مستحقې تثبیت شي، په ښوونځي کې يې نوم ثبتوي. موږ نجونو ته د زده کړو ټول توکي او وسایل وړيا برابروو.»

د ښوونځي مدیرې، صاحبې مومن وویل، دغه ښوونځي د هغو نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې چې په بشپړه توګه ښوونځي ته له تللو بې برخې وې، ځکه چې کورنیو یې توان نه درلود.

هغې وویل، «د وړیا زده‌کړو سربیره، ښوونځی د دغو نجونو لپاره وړیا کتابونه، قرطاسیه او یونیفورم هم برابروي.»

هغې زياته کړه، «موږ يو مجهز کتابتون، لابراتوار او د کمپيوټرونو لابراتوار لرو، چې نجونې په کې عملي درسونه اخلي.»

مومن وويل، «زموږ زده کوونکې ډېرې تکړه دي، او په هرات ولايت کې يې د استعداد په يو شمېر سياليو کې جايزې ګټلې دي.»

هیلې تعقیبول

که څه هم چې د فقيري لېسې زده کوونکي له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، خو هڅه کوي د زده کړو له لارې خپلې هیلې پوره کړي.

۸ کلنه ثنا د دریم ټولګي زده کوونکې د یوې غریبې کورنۍ څخه ده چې پلار یې ناروغ دی، غواړي ښوونکې شي او افغانو نجونو ته تعلیم ورکړي.

هغې زیاته کړه، «ښوونځي زموږ ټولې اړتیاوې پوره کړې، او موږ په آرامۍ سره زده کړه کوو.»

هغې وویل، «که دا ښوونځی نه وای، موږ نشوای کولی زده کړه وکړو او خپلې هیلې پوره کړو. زه او زما خویندې غواړږ چې زده کړې وکړو او خپله کورنۍ له بې وزلۍ څخه وباسو. زه هیله لرم چې زده کړه وکړم او ژوند مې ښه شي.»

ثنا وویل چې په قوي روحیه او انګیزه سره زده کړه کوي ترڅو وکولای شي په راتلونکي کې د یوې لوستې ښځې په توګه افغانستان ته خدمت وکړي.

د شپږم ټولګي زده کوونکې، مرجان عثماني، چې پلار يې مړ شوی دی، وويل، چې غواړي د ژوند له ستونزو سره سره زده کړه وکړي، څو وکولی شي خپله د ډاکټر کېدلو هیله پوره کړي.

هغې وويل، «زما کورنۍ دومره غریبه ده چې حتی يوه کتابچه هم نشي اخیستلی.»

عثماني وویل، «دې ښوونځي ماته د زده کړې ټول مواد په وړيا توګه راکړي دي. زه غواړم چې له دې فرصت څخه د زده کړې لپاره ګټه واخلم، څو وکولی شم د ځان لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړم.»

هغې زياته کړه، «که دا ښوونځى نه واى، زه به نه وای توانېدلې چې زده کړه وکړم.»

هغې وويل، «په ژوند کې ستونزو زه کلکه کړې یم، او زه هوډ لرم چې د زده کړو له لارې د خپل ځان او خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم،» او زياته یې کړه چې تعليم ترلاسه کول له تيارو څخه د وتلو يوازينۍ لار ده.

په ښوونه او روزنه باندې د بندیز په هکله اندیښنې

اوم ټولګي ته پورته کېدونکې زده کوونکې په هېواد کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په هکله اندېښمنې دي. د هغوی په ډله کې ۱۲ کلنه محدثه سروري هم شامله ده.

هغې وويل، «زه به په څو مياشتو کې له شپږم ټولګي څخه فارغه شم، خو که ښوونځي زما په څېر نجونې له شپږم څخه پورته ټولګیو ته ونه لېږي، زه به له زده کړو څخه بې برخې شم.»

هغې وویل، «زه هیله لرم چې ښوونځي ژر پرانستل شي څو نجونې وکولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

هغې زیاته کړه، «زه غواړم چې ډاکټره شم، له دې امله زه شپه او ورځ مطالعه کوم.»

محدثې وويل غواړي ډاکټره شي تر څو ليرې پرتو سيمو ته سفر وکړي او له بې وزلو ښځو او نجونو سره مرسته وکړي.

۱۲ کلنې اسرا جهاني وویل، په دې دردېږي چې منځني ښوونځي او لېسې د نجونو لپاره تړلي دي او اندېښمنه ده چې د زرګونو نورو نجونو په څېر به له زده کړو څخه بې برخې شي.

هغې وویل، «څو میاشتې وروسته د شپږم ټولګي له بشپړولو څخه وروسته، زه نه غواړم چې په کور کې پاتې شم.»

هغې وويل، «زه لا هم ماشومه يم او غواړم چې زده کړه وکړم. زه غواړم چې انجنيره شم او خپل هېواد ته خدمت وکړم،» او زياته یې کړه چې، «د اسلامي هېوادونو په ګډون په ټولو هېوادونو کې نجونې زده کړې کوي او په ازاده توګه پرمخ ځي.»

اسرا وویل، «موږ هم غواړو چې زده کړه وکړو او د خپل هیواد په پرمختګ کې مرسته وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر عالي خبر دی. په داسې یو وخت کې چې وطن کې تیارې خپرې دي او دا لږ ښه خبر هم اورو نو ورته له زړه خوشالیږو. د داسې یوې ورځې په هیله چې وطن کې نجونو ته د تعلیم او ښځې په حیا او عزت کې د کار کولو اجازه ولري څو وکولی شي خپل ضرورتونه په خپله پوره کړي.

ځواب ورکړئ

دا ډول زده کړې د نجونو لپاره غوره او اساسي رول لري. ټول افغانان بايد په دې حساسو او بدو تعليمي شرايطو کې د نجونو لپاره داسې وړيا ښوونيز مرکزونه جوړ کړي چې د جهالت پر وړاندې مبارزه وکړي او دا لړۍ ونه دروي. که ښوونیز مرکزونه وتړل شي، دا به په نړۍ کې د انسانیت په وجود تور داغ وي. که د څلوېښتو میلیونو خلکو په منځ کې داسې څوک پیدا نشي چې د خپلو بچیانو لپاره د رڼا ډیوې بلې کړي او د تیارو مخه ونیسي، داسې وګڼئ چې بیا به افغانان په ټول ژوند کې له دې نه بدتر حالت ونه ویني. د نجونو لپاره باید د وړیا زده کړو لا نور مرکزونه جوړ شي.

ځواب ورکړئ