زده کړه

په کابل ولایت کې ګرځنده ښوونځی ۱۰۰۰ ماشومانو ته وړیا زده کړې وړاندې کوي

د حمزه راپور

وزیر خان په ۱۴۰۱ کال کې په کابل ولایت کې یو وړیا ګرځنده ښوونځی تاسیس کړ او اوس شاوخوا ۱۰۰۰ هغو ماشومانو ته زده کړه ورکوي چې پخوا له زده کړو څخه بې برخې ول. [حمزه]

وزیر خان په ۱۴۰۱ کال کې په کابل ولایت کې یو وړیا ګرځنده ښوونځی تاسیس کړ او اوس شاوخوا ۱۰۰۰ هغو ماشومانو ته زده کړه ورکوي چې پخوا له زده کړو څخه بې برخې ول. [حمزه]

کابل -- په کابل ولایت کې د وزیرخان په نامه یو ۲۳ کلن ځوان، هغو ۱۰۰۰ نجونو او هلکانو ته چې له ښوونځي څخه پاتې شوي، وړیا زده کړې ورکوي.

خان شاوخوا یو کال وړاندې «د نن ماشوم ګرځنده ښوونځی» پرانیست او د کابل ولایت د بګراميو او خاک جبار ولسوالیو په لیرې پرتو کلیو کې ماشومانو ته درس ورکوي.

دا ماشومان د بې وزلۍ، په سیمه کې د ښوونځیو د نشتوالي او یا د کور او ښوونځي تر منځ د ډېر واټن له امله له زده کړو څخه بې برخې پاتې شوي ول.

هغه وویل، «ما د یوه لوستي اوسیدونکي په توګه غوښتل چې په خپله سیمه کې د ماشومانو په وړاندې خپل انساني مسؤلیت ادا کړم، نو له خپلو لږو امکاناتو څخه په استفادې سره مې ګرځنده ښوونځی جوړ کړ.»

نجونې او هلکان او حتی ځینې لویان بهر، د سوځنده لمر یا ورېدونکي باران لاندې، درسونه لولي. [حمزه]

نجونې او هلکان او حتی ځینې لویان بهر، د سوځنده لمر یا ورېدونکي باران لاندې، درسونه لولي. [حمزه]

هغه زیاته کړه، «شاوخوا ۱۰۰۰ ماشومان، چې ډېر یې نجونې دي، د ورځې دوه ساعته په ګرځنده ښوونځي کې زده کړه کوي. په دغه ښوونځي کې معیوب ماشومان او د کوچیانو ماشومان هم زده کړې کوي، او ځايي مشران لیواله دي چې د سواد زده کړې درسونه ولولي.»

هغه وويل، «زه په يوه خصوصي پوهنتون کې د دويم کال محصل يم. زه په ښوونځي کې ماشومانو ته د پښتو، دري، قرآن کريم، انګريزي او عامې ویناوالۍ درس ورکوم.»

هغه وویل، «نن زه په ویاړ سره ویلی شم چې دا ماشومان چې له کتابونو، کتابچو یا قلمونو سره بلد نه وو، اوس لیک لوست کولی شي.»

خان وویل، «زه په خپله خوښه دا کار کوم چې زما د هیواد هر ماشوم تعلیم وکړي او ښه راتلونکی ولري، څو زما په هېواد کې نور ناپوهي ختمه شي، او د نورو هیوادونو په څېر، مونږ هم یو پرمختللی او سوله ایز هیواد ولرو.»

راتلونکي نسل ته الهام ورکول

هغه ماشومان چې د خان ګرځنده ښوونځي ته ځي، په خورا لیوالتیا سره، حتی تر ګرم لمر یا اورښت لاندې، زده کړه کوي.

لس کلنې وږمې چې په ګرځنده ښوونځي کې زده کړې کوي، وويل، «زه له نږدې يو کال راهيسې دلته زده کړې کوم، او ما ډېر څه زده کړي دي.»

هغې وویل، «ما مخکې ښوونځی نه و لیدلی ځکه چې تر ټولو نږدې ښوونځی هم زمونږ له کور څخه ډیر لیرې دی. زه ډیره خوشحاله یم چې کولی شم لیک لوست وکړم، او زه غواړم چې په راتلونکي کې ښوونکې شم.»‌

۸ کلنې مريم وويل، هغه له تېرو نهو مياشتو راهيسې په ګرځنده ښوونځي کې زده کړې کوي.

هغې وويل، «مونږ پنځه مضامین لولو، او په آزاده فضا کې ناست يو. کله ناکله لمر ډېر زیات ګرم وي او کله ناکله هوا ډېره ګردجنه وي، خو زه خوشحاله یم چې کور ته نږدې مې د زده کړو فرصت ترلاسه کړ او ډېر شیان مې زده کړي دي.»

دغو ماشومانو پر افغان چارواکو او د بشري مرستو پر ادارو غږ وکړ چې په خپلو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي.

د بګراميو ولسوالۍ اوسيدونکي محمدالله چې ۱۱ کاله عمر لري، وويل، «مونږ د کابل ولايت په يوه لیرې پرته سيمه کې ژوند کوو، چې هلته ښوونځي نشته. زه د سختو اقتصادي ستونزو له امله هیڅکله ښوونځي ته نه وم تللی

هغه وويل، «یو کال مخکې چې استاد وزیرخان مونږ دلته راټول کړو، ما په مینه سره زده کړه پیل کړه. اوس زه کولی شم چې په پښتو، دری او انګلیسي لیکل وکړم، او کولی شم چې د لومړي او دویم ټولګي درسي کتابونه ولولم.»

محمدالله وويل، «مونږ د کلي په يوه سرخلاصې سيمه کې زده کړه کوو. کله ناکله لمر تود وي او کله کله باران وریږي. مونږ د ښوونځي ودانۍ یا درسي خونه نه لرو.»

هغه زیاته کړه، «مونږ له حکومت او نړۍ والو مرستندویو ادارو غوښتنه کوو چې زمونږ لپاره یو ښوونځی جوړ کړي.»

محمد داوود چې ۹ کاله عمر لري، وویل چې غواړي په راتلونکي کې ډاکټر شي.

هغه وويل، «زه خوښ يم چې د زده کړې فرصت لرم. دولت باید دلته نوي ښوونځي جوړ کړي او مونږ ته کتابونه، کتابچې او قلمونه راکړي.»

د زده کړو اهمیت

ځايي مشرانو د ګرځنده ښوونځي د نوښت ستاینه وکړه.

د نادر تره خېل په نامه یوه ۶۰ کلن ځايي مشر وویل، «ښوونه د ماشومانو لپاره ډېره مهمه ده. لوستي او نا لوستي خلک سره ډېر توپير لري. د اسلام له نظره، د ديني او عصري زده کړو ترلاسه کول په هلک او نجلۍ دواړو باندې فرض دي او هره کورنۍ بايد خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.»

هغه وویل، «د دې سیمې اوسیدونکي ډیر غریب دي، او لکه تاسو چې ونئ، ماشومان دلته په سرخلاصي ځای کې په ډیره لیوالتیا سره زده کړې کوي.»

هغه وويل، «زه په چارواکو او نړۍ والو مرستندويو موسسو باندې غږ کوم چې د دغو ماشومانو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي ښوونځي جوړ کړي او د رسمي زده کړو زمينه ورته برابره کړي،»

يوه بل ځايي مشر محمد کريم چې ۷۸ کاله عمر لري، وويل، «زه د هغو ماشومانو لپاره چې دلته زده کړې کوي ډېر خوښ يم. دلته ټول خوښ دی.»

هغه وويل، «په دې سيمه کې په سلګونو بې وزله کورنۍ ژوند کوي.»

کريم وويل، «مونږ څو ځلې دلته د ښوونځي د جوړېدلو غوښتنه وکړه، ژمنې وشوې، خو عمل پرې ونه شو.»

هغه وويل، «زه له هغه ځوان څخه چې ګرځنده ښوونځی يې جوړ کړی دی، مننه کوم. زمونږ هېواد په ځانګړې توګه هغه سيمه چې مونږ پکې ژوند کوو، ښوونکو، ډاکټرانو، نرسانو او قابلو ته اړتيا لري. مونږ پر چارواکو او نړۍ غږ کوو چې دلته یو ښوونځی جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یوه تازه خبر له مخې، په روسیه کې د نړۍ د پوهنتونونو د سپورتي سیالیو په لړ کې نن دوه افغان غیږ نیوونکيو له خپلو سیالانو سره غېږې ونیولې. پهلوانانو چې په سیالۍ کې یې په خپل لګښت او له روزونکي پرته برخه اخیستې وه د قرغزي او روسي غیږ نیوونکو په وړاندې مسابقې ته ښکته شول، او دواړو د تخنیکي ضربې له امله ماتې وخوړله. سید احمد هاشمي د ۶۱ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې له خپل قرغزي حریف سره سیالي وکړه او په دویم پړاو کې له ماتې سره مخامخ شو. علي سجاد امیري په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې په لومړۍ لوبه کې ماته وخوړه او په دویم پړاو کې یې له روسي غیږ نیوونکي سره مقابله وکړه او په لومړۍ لوبه کې یې له تخنیکي پلوه ماتې وخوړه. د افغانستان نورالله میرزاد به په ۶۵ کیلو ګرامه کټګورۍ کې د ایران له فردین حیدري سره سیالي وکړي. د نړۍ د پوهنتونونو په ورزشي سیالیو کې د نړۍ د ۳۶ هېوادونو ورزشکارانو په ۱۴ ورزشي سیالیو کې برخه اخیستې وه، چې د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې ترسره کېږي. افغانستان په کې د غیږې نیولو، لامبو وهلو، سوک وهلو، تکواندو او جودو په برخو کې ګډون کړی دی. موږ د دې افغان ځوانانو د کار ستاینه کوو. سره له دې چې د یوه شرمناک تړون په پایله کې د افغانستان واک د طالبانو تروریستي ډلې ته تسلیم شو او د کابو شلو کالونو مخکنۍ ټولې لاسته راوړنې له منځه لاړې، خو دا ډول کړنې واقعا د سړي زړه خوشحالوي.

ځواب ورکړئ

که څه هم ماشومان حق لري چې په رسمي ښوونځي کې زده کړه وکړي او هر هغه څه چې ورته اړتیا لري، ورته چمتو شي، لاکن له بده مرغه داسې نه ده. اوس د دغه زړور ځوان په دغه اقدام سره د لیرې پرتو سیمو ماشومان یو څه زده کولی شي او د جهالت او بې سوادۍ له جهالت او تیارو څخه راوتلی شي. مونږ له نړۍ والو مرستندويو ادارو څخه غوښتنه کوو، چې له دغه ځوان سره مرسته وکړي، څو د لیرې پرتو سيمو ماشومانو ته په اسان او مناسب چاپېريال کې زده کړې برابرې کړي، څو ښه راتلونکی ولري.

ځواب ورکړئ

د اوس لپاره، مهمه خبره دا ده چې په داسې حالت کې، مونږ باید د ستونزو د لیرې کولو لپاره مبارزه وکړو. دا یوه ښه لاره ده. که حکومت د نجونو لپاره پر ښوونځیو بندیز لګوي، مونږ ټول باید چمتو اوسو. مونږ ټول پوهیږو چې په داسې شرایطو کې جګړه ستونزمنه ده. د نيولو، شکنجو او نورو ستونزو سره به مخامخ کېږو، خو د هېواد د راتلونکي په خاطر به دا هر څه زغمو، ځکه بله چاره نه لرو او د ټول ملت لپاره ضروري ده چې د دې خلکو ملاتړ وکړي. که نه نو زموږ راتلونکی به تیاره وي.

ځواب ورکړئ