بادغیس -- په قلعه نو ښار کې د بادغیس غږ په نامه یوه محلي راډېو هره اونۍ اته ساعته دې ته وقف کوي چې په بادغیس ولایت کې په زرګونو نجونو ته د ثانوي زده کړو پروګرامونه وړاندې کړي.
د «ښوونه او روزنه په کور کې» دوه ساعته اوږد پروګرام په اونۍ کې دوه ورځې په ۸۸.۸ اېف اېم څپه خپرېږي او په اونۍ کې دوه ځلې بیا تکرارېږي څو ډېر خلک وکولی شي چې دغه پروګرام واوري.
د بادغیس غږ راډېو مدیر عبدالرازق صدیقي وویل، هغه تېر کال د خپلې راډېو له لارې د درسونو وړاندې کول پيل کړل.
هغه وویل، «کله چې زه پوه شوم چې نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستل کېدلو هیله له لاسه ورکړه، ما د ښوونځي او پوهنتون له ۱۰ استادانو سره په ګډه د ښوونه او روزنه په کور کې پروګرام پیل کړ،».
هغه وویل، «ښوونکي هره ورځ د ښوونځي د مضامینو درسونه ثبتوي، او هغه بیا د یوه مهالوېش له مخې په راډېو خپرېږي.»
هغه وویل، «ښوونکي په داوطلبانه توګه تدریس کوي او مونږ هم د ښوونه او روزنه له کور څخه خپرونه په وړیا ډول خپروو،»
نوموړي وویل، «په روان بد وضعیت کې به، چې ښوونځي بند او نجونې مجبورې دي چې په کورونو کې پاتې شي، مونږ د انسان دوستۍ په اساس او له نجونو سره د مرستې په خاطر د ښوونه او روزنه له کور څخه خپرونې خپرولو ته دوام ورکړو.»
صدیقي وویل، په بادغیس کې د قلعه نو ښار د سیمو او مقر، آب کمري، قادس او سنګ آتش ولسوالیو په شمول تقریباً ۷۰٪ نجونې د ښوونه او روزنه له کور څخه خپرونې ته غوږ نیسي.
خلیل رحمان صادق چې د بادغیس غږ راډېو له لارې د ثانوي ښوونځي تاریخ او جغرافیه تدریسوي، وویل، دې راډېوي خپرونې له ښوونځیو څخه درسي ټولګي اخیستي او د نجونو کورونو ته یې ور رسولي دي.
هغه وویل، «دا ښوونیز پروګرام ډېر مؤثر دی. نجونې کولی شي چې په اسانۍ سره د خپلو موبایل فونونو له لارې په راډېو خپرېدونکو د ښوونځي درسونو ته لاسرسی ولري. مونږ هڅه کوو په داسې طریقه تدریس وکړو چې ټولې نجونې وکولی شي په درسونو باندې پوهې شي.»
صادق وویل، «په نننۍ نړۍ کې، هیڅوک هم نشي کولی چې د ښوونې او روزنې مخه ونیسي،»
کتابونو ته په ستنېدلو سره خوښي
نازګل ابراهیم زاده، چې ۱۸ کاله عمر لري او په قلعه نو کې د ۱۰م ټولګي زده کوونکې ده، د وري په ۲۷مه په خپل کور کې ښوونه او روزنه په کور کې خپرونې ته غوږ نیولی و. هغې خپل کتاب پرانستی و، استاد ته یې غوږ نیولی و او نوټ یې اخیست.
هغې وویل، «د دې راډېوي خپرونې له پيلېدلو راهیسې، ما بیا دا انګېزه اخیستې چې زده کړه وکړم،»
هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم د راډېو له لارې د ښوونځي درسونو ته غوږ ونیسم، او دا پروګرام زمونږ نجونو لپاره ډېر مؤثر دی.»
هغې وویل، «کله چې مسلکي ښوونکي د راډېو له لارې تدریس کوي، زه داسې احساس کوم لکه په ټولګي کې چې یم. زه هیله لرم چې دا خپرونه لا نوره پراخه شي او دوام وکړي، څو مونږ وکولی شو زده کړه وکړو.»
نازګل وویل، هېڅ هېواد هم له لوستو ښځو څخه پرته پرمختګ نشي کولی.
هغې زیاته کړه، «د یوې زده کوونکې په توګه، زه د ښوونځیو د ژر تر ژره بیا پرانستل کېدلو غوښتنه کوم. دوه کاله کیږي چې ښوونځي بند دي. که ښوونځي پرانستي وای، اوس به زه فارغه وای.»
په قلعه نو ښار کې د ۱۱م ټولګي یوې زده کوونکې شکریې بارکزۍ چې ۲۰ کاله عمر لري، وویل چې هغه او نورې افغان نجونې کولی شي مرسته وکړي چې افغانستان د ښوونې او روزنې له لارې لا نور پرمختګ وکړي او د خپلو خلکو لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړي.
هغې وویل، «کله چې په راډېو د ښوونځي درسونه پیل شي، زه ډېر په شوق سره خپلو استادانو ته غوږ نیسم. زه داسې احساسوم لکه په ټولګي کې چې زده کړه کوم. که څه هم چې هغه یو دوه ساعته پروګرام دی، زه ورسره دومره علاقه لرم چې وخت یې ډېر ژر او په منډه تېرېږي.»
هغې زیاته کړه، «له هغه وخت نه چې پروګرام پيل شوی، ما بیا انګېزه اخیستې او د پخوا په څېر زده کړه کوم. زه به هېڅکله هم هڅې او مطالعات ونه دروم.»
د ښوونځيو بندول هېڅ منطق نه لري
د قلعه نو ښار یوه اوسېدونکي عبدالغفور چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل چې هغه ډېر دردېږي چې ویني چې د هغه دوه لوڼې، ۱۹ کلنه زلیخا د ۱۱م ټولګي زده کوونکې او ۱۶ کلنه آمنه د ۸م ټولګي زده کوونکې، د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځيو له بندېدلو څخه وروسته له زده کړو څخه محرومې شوي دي.
هغه وویل، «که څه هم چې زما لوڼې له دوو کلونو راهیسې د زده کړو له ترلاسه کولو څخه محرومې کړای شوي، لاکن هیڅوک هم مونږ ته د دې فیصلې تر شا موجود منطق او انګېزه نه روښانوي،»
غفور وویل، «دا ډېره دردوونکې ده چې زما د لوڼو په څېر په میلیونونو افغان نجونې نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي، که څه هم چې د دې کار هېڅ دیني یا منطقي دلیل نشته.»
عبدالغفور وویل، څو چې نجونې د هلکانو په څېر د زده کړو او ښوونې او روزنې اجازه ترلاسه نه کړي، د افغانستان بیا رغونه او پرمختګ ناشونی دی.
هغه وویل، «د یوه پلار په توګه، زه د خپلو لوڼو لپاره د ښوونځیو د سملاسي بیا پرانستې غږ کوم. زه په ریښتیا سره نور د خپلو لوڼو محرومیت او درد نشم لیدلی.»
زلیخا وویل چې هغې د ښوونځیو له بندېدلو راهیسې په کور کې د بنديتوب احساس کاوه او د رواني ناروغۍ په ستونزو باندې اخته شوې وه.
هغې وویل، «زما خپل ټولګیوال او ښوونځی ډېر سخت یادېږي. هره شپه زه تر نیمې شپې پورې نشم ویده کېدلی او کله چې د خپل ښوونځي بندېدا را یاده کړم، ژاړم.»
هغې وویل، «زه غوام چې ښوونځی مې بیا پرانستل شي. مونږ، ټولې نجونې غواړو چې زده کړه وکړو او د خپلو ځانونو لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړو،» او زیاته یې کړه چې هغه غواړي په راتلونکي کې ډاکتره شي، خو که ښوونځي بیا پرانستل نشي، د هغې خوب به هېڅکله هم ریښتیا نشي.
زلیخا وویل، «دا مناسبه نه ده چې هلکان کولی شي زده کړه وکړي په داسې حال کې چې زمونږ لپاره ښوونځي بند دي.»
زه د کمپیوټر ساینس محصله یم. زه په درېیم ټولګي کې وم خو طالبانو پوهنتونونه بند کړل. لطفا راته ووایئ چې څنګه زه کولی شم چې دوام ورکړم؟
ځواب ورکړئ8 تبصره
سره له دې چې تجربو ثابته کړې چې حضورې زده کړې او غیرحضورې زده کړې سره ډېر فرق کوي، خو بیا هم دا یو ښه پیل دی. د زدکړو به برخه کې نړۍ ډېر داسې ټوټوریل پروګرامونه و ازمویل چې د معلم په نه حضور کې هم هماغسې زده کړه رامنځ ته کړي په کوم کې چې معلم حضور لري خو دا چاره هغسې بریالۍ نه شوه. دلته خبره د شتون او نه شتونه ده. دا چې اوس په افغانستان کې د نجونو لپاره ښوونځي تړل شوي، دا چاره له نه شتون څخه ښه ده. په کار دا ده چې له راډیو سره سره په تلویزون هم دا لړۍ پیل شی. دا صحیح ده چې تلویزون ته به د ډیری نجونو لاس رسی نه وي خو فایده یې تر راډیو ځکه زیاته ده چې هلته په بصري ډول تدریس کېږي، یعني څه چې تدریسېږي، لیدل کېږي هم.
ځواب ورکړئ8 تبصره
دلته د ښځو په وړتیا بې باوري، د ښځو د حقونو قرباني کول او د ښځو د ګټو پر محور نه راټولیدل د پیړیو نرواکي او د لسیزو جګړو پایله ده چې په کورني تر ټولنیز او سیاسي چاپیریال کې یې حتی د ښځو په خپلمنځي اړیکو عمیق تاثیر کړی. ټول یې روزانه ویني خو دومره ټولنه کې عادي شوې چې نورمال ښکاري. موږ یې وینو چې په کورنیو کې څنګه ښځې په دوامداره توګه د کورنۍ د نارینه د سهولت او د کورنۍ د اقتصاد لپاره، د رسم او رواج، ښځیتوب، پښتو او د دین په نوم قرباني ته ټیل وهل کیږي او دا منلی او عادي عمل دی. موږ یې وینو چې څنګه په ټولنه کې د رواج په نوم پر ښځو ظلم کورنۍ مسئله بلل کیږي. موږ یې وینو چې څنګه په ټولنه کې د غیرت په نوم د ښځو غږ خفه کیږي او دېته هڅول کیږي چې پرې شوي ظلم او تیري باندې خوله پټه کړي. موږ یې وینو چې څنګه په ټولنه کې ښځه متضرره ده خو موږ ته دا عادي عمل دی. موږ وینو چې څنګه په سیاسي ماحول کې د قامي ګټو په نوم د ښځو د انسجام او وحدت مخه نیول کیږي موږ وینو چې په شتنه منابعو کې د ښځو سهم نشته. موږ وینو چې څنګه هر ارزښت لکه، مذهب، قام، حزب، سمت، ولایت د ښځو تر سترو حقونو د ځینو ښځو په شمول سیاسیونو ته لومړیتوب لري خو دا عادي عمل بلل کیږي
ځواب ورکړئ8 تبصره
راډیو او وغیره نورې رسنۍ د زده کړو برخه کې بلکل ښه رول لوبولی شي. مګر څنګه چې حضوري زده کړې تاثیر ګذاره دي آنلاین، راډیوي او ټلویزیوني هومره اغیزناکې نه شي تمامېدای. اصلاً موږ له دې هم د بد ترې ورځ خاوندان کیدای شو. د تاریخ په اوږدو کې موږ د نورو لپاره کار کړی. که لږ هم موږ د خپل راتلونکي او خپلو هېوادوالو په غم کې وای نن به د نجونو حضوري درسونه وای. پوهنتون او ښوونځي ته به تلې. خو موږ د پردیو په اشاره د خپلو خلکو د بربادۍ اجنډاوې پلي کوو. دا اوس مې یو راپور ولوست. د امریکا د دفاعي پوهنتون پاکستاني الاصله استاد او څېړونکي حسن عباس د طالبانو د بیا واک ته رسیدو په اړه خپل تازه خپور کړي کتاب کې له پاکستان سره د شمال ټلوالې له پټو معاملو پرده پورته کړې ده. هغه ویلي دي چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط په درشل کې د عطا محمد نور د زوی خالد نور په ګډون د شمال ټلوالې یو پلاوی پاکستان ته لاړ او د دغه هېواد د هغه مهالي صدراعظم عمران خان او د پوځ مشر سره یې خپلې غوښتنې مطرح کړې. او له عمران خان او پوځي مشر باجوه څخه غوښتي یې وغوښتل چې د پاکستان په محوریت کې له جمهوري نظام څخه وروسته د جوړیدونکي طالب رژیم په اډانه کې دوی ته هم برخه ورکړي. حسن عباس زیاتوي، چې د طالبانو ترڅنګ د شمال ټلوالې مشران هم پاکستان سره له پخوا ژورې اړیکې لري او تر اوسه دغو اړیکو ته دوام ورکوي، چې د طالب مشرانو ترڅنګ د شمال ټلوالې مشران هم پاکستان کې جایدادونه، شتمنۍ او نورې ګټې لري.
ځواب ورکړئ8 تبصره
له راډیو او ورته نورو رسنیزو وسایلو نه یوازې د زده کړو لپاره ښه ګټه اخیستل کېدای شي؛ بلکې هره برخه کې د زده کړې ښه مرجع دي. هنر، کسب او کار، تجارت او زده کړه ترې حاصلیدای شي. خو چون اوس په افغانستان کې رسنۍ هم له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، که سپانسران پیدا شي. او دغه خپرونې چط تعلیمي دي سپانسر یې کړي خیر به یې ټولنط ته زیات وي. موږ وینو چې پیسې هسې هم مصرفیږي، مګر که د زده کړو برخه کې مصرف او خپرونې پرې یا جوړې او یا هم سپانسر شي ګټه او خیر یې زیات دی.
ځواب ورکړئ8 تبصره
د بادغیس ولایت ټولې نجونې راډیو ته لاسرسی نه لري. ډیرې کورنۍ په خپلو کورونو کې راډیوګانې نه لري. د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل سم کار نه دی. هیڅوک نشي کولی خپل غږ پورته کړي. حکومت ولې د نجونو ښوونځي تړلي؟ په ټولو هیوادونو کې مسلمانې نجونې په ازاده توګه زده کړې کوي او هیڅوک ددې نجونو مخه نه نیسي. زمونږ او نورو اسلامي هیوادونو کې څه توپیر دی چې په افغانستان کې نجونې زده کړې نشي کولی، په داسې حال کې چې په نورو هیوادونو کې زده کړې کوي؟ د افغانستان اکثرو مفتیانو په پاکستان کې زده کړې کړې دي. ولې پاکستاني استادان نجونې ښوونځيو ته نه پرېږدي، په داسې حال کې چې دلته په افغانستان کې د همدې پروفیسورانو زده کوونکې نجونې ښوونځيو ته نه ځي؟ په ښوونځیو کې زده کړه او د راډیو له لارې زده کړه خورا ډېر توپیر لري. په یوه ورځ کې یوه انجلۍ په ښوونځي کې شپږ ساعته زده کړه کوي، تاسو څه فکر کوئ چې آیا یوه نجلۍ کولی شي شپږ ساعته راډیو واوري چې څه زده کړي؟ یوه نجلۍ په کور کې شپږ ساعته راډیو نه اوري، ځکه په کور کې ډېر ماشومان وي او نجونې له ماشومانو سره په عذاب وي، او ښه زده کړه نشي کولی.
ځواب ورکړئ8 تبصره
رادیو، تلویزیون، انټرنټ... دا ټول داسې وسایل دي چې کېدی شي د زده کړې، تجارت، اقتصاد، ټکنالوجۍ ... د پراختیا په برخو کې ترې استفاده وشي. دا یو فوق العاده مثبت ګام دی چې په داسې لیرې پراته ولایت کې یوې راډیو او استادانو داسې کار پيل کړی دی. دا واقعا د نجونو او د نجونو تر څنګ د هلکانو د زده کړو د پرمخ بوولو په برخه کې مرسته کوي. په هر ولایت کې باید رادیوګانې او تلویزیونونه متعلمینو ته د زده کړو د فرصتونو په برخه کې مرسته وکړي. خبره دا ده چې په افغانستان کې حاکم انسانان ځانونه انسانان او د دین عالمان بولي، لاکن په حقیقت کې هغوی روبوټان دي. دغه روبوټان د انګرېزانو له خوا جوړ شوي او د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د افغانستان په سټیج لوبول کیږي. د دغو روبوټانو حماقت له دې څخه ښه معلومیږي چې د امریکا په څېر زبرځواک سره یې د افغانستان اړیکې خرابې کړې خو د برتانیا له یوه ناجایز بچي پاکستان سره اړیکې پالي او د هغوی په خوښه خپل سیاست پر مخ بیایي. دوی نه افغانان دي چې د افغانستان ګټو ته وفادار واوسي، نه دیني عالمان دي چې د دین واقعي روح او پیغام خلکو ته ورسوي او نه کوم متمدن نسل دی چې د نوي عصر د تقاضاوو سره سم خدمتونه وړاندې کړي.
ځواب ورکړئ8 تبصره
که په واقعي مانا یو څوک وغواړي چې زده کړې وکړي؛ نو هېڅ محدودیت یې پر وړاندې خنډ نه شي کېدای. د کرزي وخت و. په دولتي برخه او مؤسساتو سره د کار ښه پرېمانه چانسونه وو. خو دا چې تعلیمي مراکز هغه وخت په افغانستان کې کم وو او د ټولو ورته وس هم نه کېده چې درس دې ووايي. ځکه اکثر خلک په لرې پرتو سیمو کې و، چې ښارونو ته یې رسېدګي په سختۍ کېده. په همدې وخت کې د انګلېسي ژبې د زده کړې سخت کش و او چې لږ به هم چا زده کړه، نو کولی شوای د ځان لپاره مناسبه دنده پیدا او کار وکړي. زه په دویم که درېیم صنف کې وم، خو دا چې زموږ د ساحې ځینو هلکانو مخکې ښوونځي خلاص کړي و؛ نو د راډیو له لارې یې انګلېسي ژبه تعقیبوله چې د څو میاشتو په تېرېدو یې وشو کولی د ځانونو لپاره مناسبې دندې پیدا او ځیني داسې هم و چې امریکایانو سره د ترجمانانو په توګه مقرر شول. هدف دا چې نن سبا په هر کور کې یو نه چې څو تنه استادان شته خو که لټي ونه شي او زده کړو ته کار وویل شي. دا استاد نه دا چې باید یو شخص دی، بلکې مبایل چې انټرنټ هم په کې شته استاد دی، کمپیوټر کې ډونلوډ شوي درسونه هم استاد دی، راډیو هم استاد دی چې له بېلا بېلو خپرونو یې زده کړه کیدای شي. بلخصوص زده کړه ییزې خپرونې. ټلویزیون هم یو استاد دی. دا اوس اوس بي بي سي یو ټلویزیوني پروګرام پیل کړی چې ټول مضامین په ویډیوي شکل او د پښتنو او دري ژبو پرزنټرانو له لوري د شکلیاتو په ښودلو سره تدریسوي چې ډېره ښه زده کړه ترې کیدلی شي. نو دا هر پروګرام د زده کړې دی، خو چې وخت ورکړل شي او په سمه توګه تعقیب کړل شي. شخصاً زما چې وس شوی ما د زده کړو برخه کې له ډېرو ملګرو او فامیلونو سره همکاري کړې او بیا به یې هم کوم. او که داسې وسایل راسره په واک کې وی بیا خو به لا ډېر خدمت کاوه.
ځواب ورکړئ8 تبصره