زده کړه

کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو په خاطر له افغانستان څخه وځي

د احسان الله راپور

د افغانستان د ښوونځیو نجونې د وري په ۱۰مه د کابل په لمنه پغمان ولسوالۍ کې د باران په ترڅ کې د سرک پر غاړه روانې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د ښوونځیو نجونې د وري په ۱۰مه د کابل په لمنه پغمان ولسوالۍ کې د باران په ترڅ کې د سرک پر غاړه روانې دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي، ډېرو هغو افغان کورنیو چې د ښوونځي د عمر ماشومان لري، خپل وطن پرېښی او یا هم غور پرې کوي ترڅو یې لوڼې زده کړې وکړي.

ځینو کورنیو سلام ټایمز ته وویل چې هغوی د کډوالۍ له ستونزو سره سره له هېواده وتلي، او نور وایي چې هڅه کوي ژر تر ژره وځي.

احمدشاه سخي زاده چې د کابل اصلي‌اوسیدونکی دی او اوس د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ژوند کوي، وویل، «ما د خپلو لوڼو د راتلونکي لپاره افغانستان پریښود، څو هغوی وکولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

سخي زاده سلام ټایمز ته وویل، هغه لوړې هیلې لرلې، چې لوڼې یې، چې اوس په اوم او نهم ټولګي کې دي، بالاخره وکولی شي په طبي او مالي برخو کې مسلکي کار وکړي.

هغه وویل، «لاکن هغوې د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې په کورونو کې ایسارې وې. اوس چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي، زه مجبور شوم چې پاکستان ته را مهاجر شم.»

هغه وویل، «ما خپل کور، موټر او خپل ټول وسایل په افغانستان کې په ټیټه بیه وپلورل چې د کډوالۍ ډېر لوړ لګښتونه پرې پوره کړم. دا هر څه ډېر دردناک وو.»

د کابل اوسېدونکی شکېب منصوري چې درې لوڼې لري، سلام ټایمز ته وویل چې د دوی په خاطر یې له افغانستانه د وتلو پرېکړه کړې ده.

هغه وويل، «موږ هيله من وو، چې د روان کال په پيل کې به د نجونو ښوونځي پرانيستل شي او زما لور به وکولی شي چې ګډون په کې وکړي. په هرصورت، موږ اوس ټوله هیله له لاسه ورکړې ده.»

منصوري وویل چې د هغه درې لوڼې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې څخه مخکې په ۸م، ۱۰م او ۱۱م ټولګیو کې وې خو نور نشي کولی چې ښوونځيو ته لاړې شي.

هغه وويل، «زما د کورنۍ ټول غړي لوستي دي، او موږ ټول د زده کړې ارزښت او اهميت پيژنو. له همدې امله موږ پریکړه وکړه چې هیواد پریږدو او داسې ځای ته لاړ شو چې زما لوڼې زده کړې وکړي.»

د کابل اوسېدونکې فرشتې یعقوبي سلام ټایمز ته وویل، هغې هم پرېکړه کړې چې د خپلو لوڼو د راتلونکي لپاره افغانستان پرېږدي.

يعقوبي وويل، «زما لور په دولسم ټولګي کې وه او اوس به په پوهنتون کې وای، او زما بله لور په لسم ټولګي کې وه چې اوس به يې لېسه بشپړه کړې وي، لاکن هغوی ونه توانېدلې چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

د هغوی رواني روغتیا او هوساینې ته د اندېښنې له امله چې دواړه ښوونځیو ته په تګ کې د ناتوانۍ له امله سختې اغېزمنې شوې وې، یعقوبي خپل کور په ۱.۲ میلیونو افغانیو (۱۳۹۰۰ ډالرو) خرڅ کړ ترڅو یوه لوېدیځ هېواد ته د مهاجرت لګښت پرې برابر کړي.

هغې وویل، «موږ له بدې ورځې خپل هیواد پریږدو، او دا یوه اسانه پریکړه نه ده.»

نه جبران کېدونکی زیان

په کابل کې د مدني ټولنې فعال رحیم الله میرزايي سلام ټایمز ته وویل، نجونې د زده کړو له دوام څخه منع کول به راتلونکي نسلونه له اساسي سواد او نورو مهارتونو څخه بې برخې کړي، چې دا به په ټولنه باندې پراخې اغیزې ولري.

هغه وويل، «له زده کړو د نجونو محرومېدل په دې معنی دي چې په څو کلونو کې به موږ ښځينه پروفيسرانې، ښځينه ډاکټرانې، نرسانې او يا په نورو برخو کې ښځې ونه لرو.»

هغه وویل، «دا به د ټولنې لپاره په یوه لویه ننګونه باندې واوړي.»

میرزايي وویل، «موږ ولیدل چې په تېر یو نیم کال کې یو زیات شمېر افغانان د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدلو له امله له هېواده وتلي،» او یادونه یې وکړه چې ډېر د کډه کېدلو پر وخت له ستونزو او حتی مرګ سره مخامخ شوي دي.

په ترکیه کې میشت د پوهنتون استاد فهیم چکري سلام ټایمز ته وویل، «ښځې د افغاني ټولنې سیمه نیمه برخه جوړوي. د نجونو پر زده کړو بندیز د هیواد اقتصاد او ټولنیز حالت ته نه جبران کیدونکی زیان ور رسوي.»

چکري وویل، د هغو کورنیو وتل چې له افغانستان څخه د دې لپاره وځي ترڅو لوڼې یې ښوونځيو ته لاړې شي «د هېواد د پوهنې د سیستم لپاره ښه نه دي.»

هغه زیاته کړه، «د نجونو په ښوونځیو پرله پسې بندیز به زموږ د ټولنې لپاره یو لوی خنډ وي،» او په اوږد مهال کې به جدي ټولنیزې اغېزې ولري.

په کاناډا کې د بشري حقونو مدافع دیما هیرم، چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي د بهبود لپاره هڅې کوي، وویل، د افغانستان اوسنی وضعیت «خفه کوونکی» دی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ډیرې افغان کورنۍ د خپلو لوڼو د راتلونکي او د دې لپاره له هېواده وتلي چې نه غواړي لوڼې او ښځینه خپلوانې یې په ډار او بې باورۍ کې ژوند وکړي.»

هغې وویل، «داسې ښکاري چې نړیوالې ټولنې په تېر کال کې د ۲۰ میلیونو افغان نجونو او ښځو بدبختۍ او کړاوونه هېر کړي دي،» او زیاته یې کړه چې، دا «د سپکاوي» خبره ده چې ښځې باید په ۲۱مه پېړۍ کې خپل اساسي حقونه وغواړي.

د آروین آنلاین ښوونځي مدیر سید بشیر طارق د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدلو سخته اندېښنه وښودلهاو ویې ویل چې د دې وضعیت په اړه د احساساتو د بیانولو لپاره کافي الفاظ نه لري.

هغه وویل، «د افغاني ټولنې نږدې نیمایي برخه له ښځو څخه جوړه شوې ده، او له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو نشتوالی به څو نسلونه دې ته اړ کړي چې نالوستي او له زده کړو څخه لیرې پاتې شي،»

طارق وویل، «دا به زموږ د ټولنې لپاره یوه لویه ضربه وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغو کورنیو ته چې فرصت برابر دی او کولی شي؛ سل په سلو کې باید له افغانستانه ووځي او د خپلو بچیانو راتلونکي ته فکر وکړي. طالبان د پوهې دښمنان دي. هره ورځ په هغو فعالیتونو چې د تعلیم برخه کې کېږي بندیزونه پرې لګوي. مطیع الله ویسا چې پوهه یې خپروله لا خوشې نه دی، تازه نن طالبانو په کندهار او هلمند ولایتونو کې د نړیوالو مرستندویو ادارو له لوري پر تمویلیدونکو تعلیمي فعالیتونو بندیز لګولی دی. د افغانستان د پوهنې وزارت چې د طالبانو تر چتر لاندې کړنې ترسره کوي په یوه لیک کې ویلي، چې پر دغو تعلیمي فعالیتونو« ملاحظې» لري. خو دغه بدبخته او د تیارو ملګرې ډلې په خپل لیک کې د ادعا شویو ملاحظو په اړه جزیات نه دي ورکړي چې دوی څه ډول ملاحظات لري. هممهال یو شمېر رسنیو راپورونه مې ولوستل چې له دغه بندیز سره به شاوخوا ۷۰۰ نجونې او هلکان په ۶۸۰ کلیوالو ټولګیو کې له ور کول کیدونکو زده کړو محروم شي. دغو ماشومانو ته چې په کلیوالو سیمو کې د لومړي تر څلورم ټولګي زده کړې ورکول کیدې او په کورنیو کې یې د روښانه راتلونکي څرک لېدل کېده بېرته به د تیارو لوري ته لاړ شي او په تیارو کې به ژوند غوره کړي. د دوی دا بندیزونه یوازې زما دې کمنټ ته نه دي محدود؛ بلکې د ټول افغان ولس توند غبرګونونه یې راپارولي، خو دې وحشي ډلې (طالبانو) سره نه له خبرو دا مسئله حل کېږي او نه یې د زور څوک دي چې په زور یې ورسره حل کړي.

ځواب ورکړئ

د امان الله خان له دورې څخه تر ننه پورې د افغانستان هیڅ پاچا د خپل ژوند تر پایه پورې په افغانستان کې ژوند نه دی کړی. همدارنګه، د دوی اولادونه په افغانستان کې نه دي اوسیدلي. هیڅ یو وزیر او ولسمشر او د هغوی د کورنۍ هیڅ غړی د واک له پای ته رسیدلو وروسته په افغانستان کې نه دی پاتې شوی. دا په ډاګه کوي چې د افغانستان پاچاهانو او واکمنو هیڅکله د افغانستان د جوړولو فکر نه درلود. دوی یوازې په دې فکر کې وو چې کله به د دوی واکمني پای ته ورسیږي او له خپلو کورنیو او نږدې خپلوانو سره له افغانستان څخه وتښتي. د کلونو په اوږدو کې د افغانستان حکومت هر دولتي مامور د تعلیمي سویې د لوړولو په موخه بهر ته استولی، خو بېرته افغانستان ته نه دی راستون شوی. هغه کسان چې بهرني هیوادونه یې لیدلي هیڅکله په افغانستان کې ژوند کولو ته زړه نه ښه کوي، ځکه چې د افغانستان خلک د خپل راتلونکي په هکله نه دي خبر. دوی یوازې د دې خاورې شتمني لوټ کړه او له افغانستان څخه بهر لاړل، دوی نور په افغانستان کې د ژوند کولو هیله نه لري ځکه چې دوی په افغانستان کې د ژوند کولو تمه نه درلوده. په دې معنی، چې افغانستان د راتلونکي نسل لپاره خوندي ځای نه دی جوړ کړی. دا مهال بې وزله خلک زده کړو او یوې مړۍ ډوډۍ پسې سرګردان ګرځي. د افغانستان پاچاهانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په عیش او عشرت ژوند تېر کړي، افغانستان ته یې داسې خدمت نه دی کړی، چې د افغانستان راتلونکی نسل په خوښۍ سره ژوند وکړي. د افغانستان ټول خلک له افغانستان څخه د تیښتې هڅه کوي. ایا هغه څوک چې د ځان لپاره خوندي ځای چمتو کړي له خپل وطن څخه تښتي؟ هیڅکله نه. افغانانو خپل وطن د ځان لپاره دوزخ جوړ کړی دی. هرڅوک له دې جهنم څخه تښتیدلی او په هر قیمت چې وي تښتي.

ځواب ورکړئ

کورنۍ څه ملامتې دي دا د وخت جبر دی چې اولادونه یې د ژوند له شیرین نعمت څخه چې زده کړې دي محرومېږي، که وضیعت په همدې رقم دوام وکړي نو د دهېواد راتلونکی نسل به له یوې بې سواده شي،

ځواب ورکړئ

له زده کړو څخه د نجونو منع کول د ټولنې راتلونکي ته لوی ګوزار دی. په ۲۱مه پېړۍ کې د واکمنې ډلې دا کار له کرکې او حماقت څخه ډک دی.

ځواب ورکړئ

له زده کړو څخه د نجونو منع کول د ټولنې لپاره لوی ګوزار دی. که اوسنی نظام همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې په راتلونکو څو کلونو کې به نه ډاکټره وي او نه ښوونکې، ځکه د افغان ولس هغه هیلې او امیدونه چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره یې درلودلې له منځه ولاړې.

ځواب ورکړئ

دا د افغانستان لپاره د بدبختۍ اوج دی چې افغانان د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره بل وطن ته ځي. پاکستان د افغانستان دښمن دی لاکن بدبختانه چې افغانان د خپلو نا اهلو او رذیلو مشرانو له لاسه دې ته مجبور شول چې د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره د دښمن کور ته ورشي. په افغانستان باندې حاکم ځناوران په دې نه پوهیږي چې ټولنه تعلیم یافته ښځو او نارینه وو ته اړتیا لري. مونږ د طالبانو له مشرانو څخه غواړو چې ژر تر ژره په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره فرصت برابر کړي. که دا کار نه کوي، باید ولس د دغو وحشیانو پر ضد قیام وکړي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو له لوري د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، کولای شي یوازې یوه توجیه ولري او هغه داچې دغه ډله د ښځو له پرمختګ او زده کړو نه وېره لري او له همدې امله د خپلو تیارو فکرونو له امله نشي کولای دا درک کړي چې له ټولنې نه د ښځو د لیرې کولو په صورت کې به دوی هم لمنځه ولاړ شي. روښانه ده چې دا ډول پرېکړې له دین نه د ناقص درک له امله دي. تحصیل او زده کړې د ښځو شرعي او مسلم حق دی او طالبان باید له تېر نه درس واخلي او نباید چې ددغه ډول پرېکړو له امله له دین نه خپله لږه پوهه ترپوښتنې لاندې راولي؛ ځکه علم او زده کړه که د نړۍ په تر ټولو لیرې ځای کې هم وي، باید ترلاسه شي. د زده کړې ترلاسه کول له جهالت، بې وزلي او بې دیني نه د انسان د ژغورنې یوازینۍ لاره ده. له زده کړو او تحصیل نه د نجونو او ښځو بې برخې کول، د طالبانو ډلې پر وړاندې د خلکو د کرکې زیاتوالي، په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو د مرستو نه ترسره کول، د ځوان نسل او استعدادونو تېښتې، د کورني او بهرني پانګې اچونې نشتون او د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي ودې نه کولو پرته، بله پایله به ونه لري. رښتیا هغې ډلې چې له تاوتریخوالي او له منځه وړلو، د ټوپک په زور واک چلولو او زورواکي پرته بله څه نه وي تجربه کړي او کلونه کلونه ټوپک په لاس په غرونو او دښتو کې، له قلم او کاغذ سره نااشنا ژوند یې تېر کړی وي، له کومه ځایه به د زده کړو او تحصیل په ارزښت پوی شي او لږ تر لږه د دین په اړه لږ او سمه پوهه ولري؟

ځواب ورکړئ

ننۍ نجونې او ښځې بیا دومره له غیرت نه ډکې او زړورې دي چې د خپلو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له هغې ډلې د زده کړو او تحصیل د حق ترلاسه کولو لپاره په خپل هوډ کلکې ودریږي او د هغو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي. له همدې امله، هېڅ جاهل لکه د طالبان په څېر نشي کولای د زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې ددغو زړورو نجونو او ښځو مخنیوی وکړي. هغوی له هرې ممکنه لارې، له زده کړو او تحصیل نه لاس نه اخلي. طالبان عملا له ټولو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي برخو نه د ښځو د لیرې کولو په هڅه کې دي. هغوی غواړي د زده کړو او تحصیل په مخنیوي سره، ښځې یوې څنډې ته کړي او هویت یې لمنځه یوسي. دا ډول طالباني ظلم او سیاست به دوام ونکړي؛ ځکه د یوه هېواد په ټولو برخو کې د ښځو شتون یوه اړتیا ده. ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او که نیمه ټولنه خوځښت ونه لري او فلج وي یا هم لمنځه لاړې شي، یاده ټولنه د زوال او د لمنځه تللو په لوري ځي. ټول د دې شاهد یو چې د تاریخ په لړ کې هېڅ واک او استبدادي حکومت تر ډېره دوام نه دی کړی، بلکې ټول له منځه تللي دي. استبدادي حکومتونه په استبداد او د ټوپک په زور او تیارو فکرونو او افراطي عقیدو او ځورونکو چلندونو سره نه شي کولای دوام وکړي.

ځواب ورکړئ

دغه راز ښځې د اسلام په صدر کې نه یوازې دا چې د زده کړو له حق نه برخمنې وې، بلکې دا حق یې هم درلود چې د ښځو او نارینه و ترمنځ د زده کړو په خپرولو کې ونډه واخلي. که ښځه زده کړې ونه کړي او له حکمونو، شریعت او قانون نه پوهاوی ونه لري، نه شي کولای په ټولنه او کورنۍ کې په ښه ډول خپل مسوولیتونه ترسره کړي. دا ښځې دي چې د کورنۍ د نارینوو تر څنګ په غوره روزنې او ټولنې ته د پوه اولادونو په وړاندې کولو سره، د یوې کورنۍ، ټولنې او یوه هېواد راتلونکې او برخلیک ټاکي. له همدې امله د ښځو زده کړه له ځانګړي ارزښت نه برخمن دی او د هغه په اړه باید بې پروا ونه اوسو، بلکې په اړه یې جدي فکر وکړو. طالبان د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو سره غواړي، ښځې او نجونې د روحي او رواني له پلوه ترخپلې ولکې لاندې راولي. هغوی د نړۍوالو هېڅ ژمنې، پیمان او منشور او دغه راز دیني اصولو او حکمونو ته ژمن نه دي. له دین او قانون نه یوازې دومره پوهېږي چې ښځې نباید په ټولنه کې حضور او رول ولري؛ ځکه دغه ډله غواړي د پخوا په څېر په ښځو واکمن وي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو یو کال او اووه نیمې میاشتې تېرېږي او تر دا مهاله طالب کور ذهنه او وروسته پاتې ډلې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره پرېکړه نده کړې او د زرګونه نجونو او ښځو له راتلونکې او برخلیک سره یې لوبه پیل کړې ده. بل لوري ته، طالبانو تر دا مهاله ونه شوای کړای په اسلام کې پر ښځو او نارینوو د علم د فرضیت په اړه حدیثونه او ایتونه پیدا کړي؛ هغه ځای کې چې د یوه عالم د پرانیستو سترګو او د یوه جاهل د نالیدلو سترګو تر منځ توپیر رامنځته کېږي. خدای انسان ازاد پیدا کړی دی او هر انسان د حق او حقونو درلودونکی دی. کله چې د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوو، هغه ټول حقونه او امتیازونه پکې شاملېږي، چې یو کس د انسان په توګه له هغه نه برخمن کېږي. اسلام زده کړې ته ډېر ارزښت ورکړی دی. د علم زده کړه او د پوهې ترلاسه کول له هغو حکمونو دي چې ښځه او نر په هغه کې ګډه ونډه لري او اسلام هېڅکله جنسیت د پوهې ترلاسه کولو په لاره کې خنډ نه بولي؛ ځکه زده کړه د نور او روښنايي او جهل د ظلمت او وروسته والي په توګه بولي. د زده کړې ترلاسه کول یوازې په نارینوو او ځانګړې ډلې پورې اړوند نه ده. ښځې هم د نارینوو په څېر له دغه حق نه برخمنې دي او د نارینوو په څېر کولای شي په هره برخه کې چې استعداد ولري، زده کړې وکړي او د زده کړو ترلاسه کولو په لاره کې یې هېڅ ډول شرعي او قانوني مانع شتون نه لري. ښځې په ټولو عبادي حکمونو او ټولنیزو حقونو کې له نارینوو سره شریکې دي او په هره برخه او چارو کې چې نارینه خپلواکي لري، لکه د میراث حق، معاملې، ښوونې او روزنې او له حقونو نه دفاع او نور، ښځې هم خپلواکې دي.

ځواب ورکړئ