زده کړه

افغانو نجونو له عصري ښوونې او روزنې څخه له ممانعت وروسته مدرسو ته مخه کړې خو وایي راتلونکی نه لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په کابل کې د یوې مدرسې په یوه ټولګي کې د تنکیو پېغلو نجونو کتارونه وړاندې وروسته ښورېږي او د یوه دیني عالم تر څار لاندې د قران کریم آیتونه تکراروي. د ۱۴۰۰ لمریز کال له زمري راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دیني مدرسو شمېر زیات شوی، چې ورسره تنکیو پېغلو نجونو له منځنیو ښوونځیو څخه له ممانعت وروسته په ډېرېدونکي شمېر سره مدرسو ته مخه کړې ده. [ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- په کابل کې په یوه مدرسه کې د تنکیو پېغلو نجونو کتارونه وړاندې وروسته ښورېږي او د یوه دیني عالم تر څار لاندې د قران کریم آیتونه تلاوت کوي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال له زمري راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دیني مدرسو شمېر زیات شوی، چې ورسره تنکیو پېغلو نجونو له منځنیو ښوونځیو څخه له ممانعت وروسته په ډېرېدونکي شمېر سره مدرسو ته مخه کړې ده.

د فرح په نامه یوې ۱۶ کلنې نجلۍ چې مخ او وېښتان یې د یوه ټیکري په وسیله پټ کړي ول، وویل، «موږ په ژور خفګان اخته وو ځکه چې موږ یې له ښوونې او روزنې څخه ایسارې کړې وو.»

هغې وویل، «له همدې امله زما کورنۍ پریکړه وکړه چې زه باید لږ تر لږه دلته راشم. اوس مدرسه یواځینی ځای دی چې زموږ پر مخ پرانستی دی.»

افغانې نجونې د سلواغې په ۲۴مه د کابل په لمنه کې په یوه مدرسه کې قران کریم په یاد زده کوي. [ای اېف پي]

افغانې نجونې د سلواغې په ۲۴مه د کابل په لمنه کې په یوه مدرسه کې قران کریم په یاد زده کوي. [ای اېف پي]

افغانې نجونې د سلواغې په ۲۴مه د کابل په لمنه کې په یوه مدرسه کې قران کریم زده کوي. [ای اېف پي]

افغانې نجونې د سلواغې په ۲۴مه د کابل په لمنه کې په یوه مدرسه کې قران کریم زده کوي. [ای اېف پي]

د ریاضي او ادبیاتو پر ځای، نجونې په عربي ژبه د قران کریم په زده کړه باندې تمرکز کوي، په داسې حال کې چې ډېرې په عربي نه پوهېږي.‌

هغه نجونې چې غواړي د ایتونو معنی زده کړي جلا زده کړه کوي، او هلته یو ښوونکی متن د هغوی په محلي ژبه پښتو یا دری ورته توضیح کوي.

ای اېف پي په کابل او کندهار کې له درې مدرسو څخه لیدنه وکړه. عالمانو ورته وویل چې د زده کوونکیو نجونو شمېر له تېر کال راهیسې دوه برابره شوی دی.

د فرح لپاره، د هغې د څارنوالې کېدلو هیله هغه وخت په سیند لاهو شوه چې چارواکو نجونې له ثانوي ښوونځیو څخه ایسارې، او څو میاشتې وروسته ښځې پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې.

هغې وویل، «د ټولو هیلې په سیند لاهو شوې

بیا هم فرح، چې اصلي نوم یې د دې مرکې لپاره چې ای اېف پي له زده کوونکیو سره کړې ده د هغوی د هویت د پټ ساتلو له امله بدل شوی دی، له دې امله ځان نېکمرغه بولي چې مور او پلار یې هغې ته اجازه ورکړې چې په دغو درسونو کې برخه واخلي.

مدرسې راتلونکی نه لري

د تعلیمی مرکزونو د بندولو لپاره د پیسو له نشتوالي څخه رانیولې د اسلامي ارزښتونو په اساس د نصاب جوړولو لپاره د اړتیا وړ وخت، د جنسیت په اساس جلا ټولګیو او اسلامي یونیفورم په ګډون چې ډېر یې وار له مخه هم تطبیق وو، یو شمېر بهانې وړاندې کړای شوي دي.

ځینې چارواکي وایي، حقیقت دا دی چې یو شمېر ډیر محافظه کار علما د ښځو عصري زده کړو ته په ژور ډول په بده سترګه ګوري.

حسنا چې پخوا د طب پوهنځي محصله وه او اوس په کندهار کې په یوه مدرسه کې تدریس کوي، له ۳۰ څخه ډېرو نجونو ته قران کریم تدریس کوي او هغوی یې هغې پسې وروسته تکراروي.‌

هغې وویل، «په پوهنتونونو کې زده کړه د راتلونکي په جوړولو کې مرسته کوي او موږ له خپلو حقوقو څخه خبروي.»

هغې وویل، «خو په مدرسو کې راتلونکی نشته. هغوی له دې امله دلته زده کړه کوي چې بې وسه دي.»

دغه مدرسه چې په یوه زړه ودانۍ کې واقع ده، کوچنۍ درسي خونې لري چې برېښنا هم په کې نشته.‌

که څه هم چې د دغه ښوونځي اداره له مالي ستونزو سره مخامخ ده، په لسګونو زده کوونکې په کې په وړیا توګه درسونه لولي.

د مدرسو د ښوونیز ارزښت په هکله ډېر بحثونه کیږي، او شنونکي وایي هغوی داسې اړتیاوړ مهارتونه نه وړاندې کوي چې د لویانو لپاره ګټور کاري فرصتونه برابر کړي.

د عبدالباري مدني په نامه یوه دیني عالم چې اکثر په تلوېزیون کې د دیني چارو په هکله خبرې اترې کوي، وویل، «د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، عصري ښوونې او روزنې ته اړتیا یو لومړیتوب دی.»

هغه وویل، «په کار ده هڅې وشي چې اسلامي نړۍ شاته پاتې نشي... د عصري ښوونې او روزنې پرېښودل له ولس سره د خیانت په څېر دي.»

د ښځو د حقوقو او د نجونو د ښوونې او روزنې نور ښکاره ملاتړي د چارواکو له خوا له ګواښونو او حتی له نیول کېدلو سره مخامخ شوي دي.‌

د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې ریاست د اسلامي څېړنو د ادارې مدیر نعمت الله الفت وویل، په ورته وخت کې مقامات «شپه او ورځ په دې هکله فکر کوي چې څنګه د مدرسو شمېر زیات شي».‌

هغه وویل، «نظر دا دی چې موږ وکولی شو د دې هېواد نوی نسل نړۍ ته داسې وړاندې کړو چې په ښه ښوونه او روزنه او ښو اخلاقو باندې سمبال وي.»

نجونې هوډ لري چې زده کړه وکړي

یلدا، چې پلار یې انجنیر دی او مور یې د ښوونځیو په بندېدلو سره د وظیفې له لاسه ورکولو څخه مخکې ښوونکې وه، په خپل پخواني ښوونځي کې په خپل ټولګي کې اولنمره وه.‌

هغه اوس هم په خپله مدرسه کې مخکې ده او په ۱۵ میاشتو کې یې قران کریم په یاده زده کړی دی.

دغې ۱۶ کلنې نجلۍ وویل، «مدرسه له ما سره مرسته نه کوي چې زه ډاکتره شم، خو بیا هم ښه ده. هغه زموږ د دیني پوهې د پراختیا لپاره ښه ده».‌

دغه مدرسه چې د کابل په لمنه کې پرته ده، په دوو بلاکونو وېشل شوې ده چې یو یې د نجونو او بل یې د هلکانو لپاره دی.

بیا هم، ټولګي په دوو بېلابېلو وختونو کې ترسره کیږي څو دا یقیني شي چې د دواړو جنسونو تر منځ هېڅ تماس ونشي.‌

ګڼ شمېر نجونو ای اېف پي ته وویل چې مدرسې ته تګ یو څه انګېزه او له دوستانو سره د یوځای والي فرصت برابروي.

سارا وویل، «زه خپل ځان ته وایم چې ښایي یوه ورځ ښوونځي پرانستل شي او زما ښوونه او روزنه بیا پيل شي».‌

که نه، هغه هوډ لري چې په یوه لاره نه یوه لار زده کړه وکړي.

هغې زیاته کړه، «اوس چې ځیرک تلفونونه او انټرنټ شته ... ښوونځي د ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو یواځینۍ لاره نه ده».‌

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې نجونو داسې لارې موندلي چې د ښوونځیو د بندېدا اغېز له منځه وېسي. په دې برخه کې د کورنیو ښوونځیو له لارې زده کړه، آنلاین ښوونه او روزنه او حتید راډېوي پروګرامونو له لارې ښوونه او روزنه شامل دي.

نورو بیا د حرفوي روزنې د کورسونو له لارې د ارام ساه اخیستېاو کاري فرصتونه ترلاسه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لومړی باید تاسو ته یادونه وکړم چې په دولتي ښوونځیو کې تدریسي سیستم په بشپړه توګه مات شوی دی. درسونه د ورځې درې یا دوه ساعته خالي وي او ښوونکي یې درسونو ته چمتو نه وي او شاګردان یې په خپل منځ کې د خپلو کورونو کیسې کوي. دا مهال د افغانستان د اوسني حکومت له خوا د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي چې سم کار نه دی، ځکه د اسلام په مبارک دین کې پر ښځو او نارینه وو د علم زده کړه فرض ده. اوس مهال د دیني مدرسو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې دي. نجونې په دیني مدرسو کې خپلې دیني زده کړې کولی شي، خو افغانستان په هره څانګه کې ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري، له ښځینه کارکوونکو پرته د افغانستان دولت ښه حکومتولي نشي کولی. تر ټولو لومړی، موږ ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لرو. د ښځینه ډاکټرانو پرته به ټول روغتونونه، دولتي وي او که خصوصي، تړلي وي. هیڅوک په دیني مدرسو کې عصري زده کړې نشي کولی او افغانستان په عصري زده کړو سمبالو نجونو ته اړتیا لري. نجونې مجبورې دي چې ښوونځیو ته لاړې شي، ځکه چې د هغوی د ښوونځیو دروازې تړل شوې وې، هغوی پرته له دې چې ښوونځي ته لاړې شي بله چاره نه لري.

ځواب ورکړئ

(4) ښځه روغتون ته تللې وي، تعليم يافته وي، نو هغې ته د وارډونو نومونه چې عموما په انګليسي کې ليکل شوي وي؛ معلومېږي چې دا د ماشومانو وارډ دی، دا بلډ بنک دی او دا ليبارټري ده، نو ستونزې نه پېښېږي. (5) ما په مکه مکرمه او مدينه منوره کې ښځې ليدلي دي چې زده کړې لري، پر عربۍ يا انګليسي پوهېږي هغوی هلته نه بې درکه کېږي، خپلو استوګنځيو ته په اسانۍ ځي راځي، د کور سړیو چې ورته کوم ځای د انتظار کولو ويلي وي هملته وي، او داسې نورې اسانتياوې د تعليم په وجه ورته حاصلې وي. (6) په هوايي ډګرونو کې د خپلو پروازونو وختونه، دروازې، ټکټ، سيټ نمبر او جهازونه سره پېژني او د ضرورت په وخت کې خپل مشکل د انګليسي، عربي يا بلې نړۍ والې ژبې په ويلو سره حلولای شي. (7) کوم وخت چې سودا اخلي، نو تعليم يافته ښځې کولای شي تاريخ تېر مواد وپېژني هغه که دوا وي او که نور خوراکي او غير خوراکي مواد وي. (

ځواب ورکړئ

د نجونو د ښوونځيو مخالفان: دغه څوک چې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو مخالف دي، دوی په حقيقت کې د تعليم پر فلسفه، حقيقت، ګټو او ښو نتايجو له سره خبر نه دي. دوی د کوهي چندخان دي، د دوی ذهن بې حده محدود دی، دوی د يوې تعليميافته کورنۍ د اعلا اخلاقو او ښکلي ژوند خوشبويي هم نه ده حس کړې. د الله بنده ګانو! که يوه ښځينه لوړې يا لږ تر لږه ثانوي زده کړې ولري او هېڅ کومه دولتي يا نادولتي وظيفه هم ونه لري، او بس په اصطلاح housewife (هاوس وايف) وي، بيا هم د هغې په وجه کور روښانه او بااخلاقه وي، لاندې به يې زه يو څو نورې ګټې وليکم: (1) په عمومي ډول تعليم لرونکې ښځه باسليقه، مهذبه، متمدنه او پر خبره پوهه وي. د تعليميافته ښځو ماشومان د عالي اخلاقو خاوندان وي، د نظافت او نزاکت خيال لرونکي وي، تر دې چې يو کور ته د تعليميافته ښځې په راتلو سره د خاوند او د کور د نورو غړيو اخلاق لوړېږي، حُسن او ښکلا په کې راځي. (2) کله چې ماشومان له ښوونځي څخه راشي تعليميافته مور يې ډايري ګوري چې د ادارې له خوا د ماشوم اړوند کوم هدايات ورکړ شوي دي، کومه کورنۍ وظيفه ورکړ شوې او په ښوونځي کې ماشومانو نن څه لوستي دي؟ د دغو هداياتو او لارښوونو په رڼا کې دغه تعليم يافته مور په همدغه ورځ د ماشومانو اړوند کارونه ترسره کوي. د قلم، کتابچې، کتاب او نورو آلاتو څخه يې ځان خبروي. په داسې حال کې چې د ماشومانو پلار به چيرې ماښام مازيګر راځي. (3) ځينې وخت ماشوم مريض شي، مور يې روغتون ته يوسي، ډاکټر نسخه وليکي، په هغه محل کې دغه دوا نه ترلاسه کېږي، تعليم يافته زنانه خاوند، ورور ، پلار يا زوی ته په ټليفون کې د دوا نوم اخلي، سپېلنګ يې ورته وايي او دوا په وخت راورسېږي. ((دوهمه برخه لري))

ځواب ورکړئ

شفا بنت عبدالله رض د عمر رض د خلافت په وخت کې د مدینې ښار د تجارتي معاملاتو د کنترول مسؤله وه. هغه ډېره لوستې مېرمن وه (هغه لومړنۍ مسلمانه معلمه هم ګڼلی شو)، د طب په برخه کې یې هم کار کاوه، د پیغمبر ص مېرمن بي بي حفصه رض د هغې په شاګردانو کې راځي، کله چې شفا مسلمانه شوه نو پیغمبر ص ته یې و ویل چې آیا زه د طبیبې په توګه خپلې دندې ته دوام ور کولی شم!؟ پیغمبر ص هغه لا زیاته و هڅوله او ورته و یې ویل چې حفصې رض ته د پوستکي د ناروغیو علاج ور زده کړه. په اقتصادي چارو کې د هغې له بریا وروسته عمر رض په مکه کې هم د بازار د کنترول چارې یوې مېرمنې (سمره بنت نحیک) ته و سپارلې. ماخذ کتابونه: تاریخ البلدان، الطبقات الکبیر سليمان څارګر

ځواب ورکړئ

په اوس وخت کې د ښوونځیو ډېر زده کوونکي داسې دي چې دیني مدرسو ته ځي. په دولتي ښوونځیو [عصري ښوونځیو] کې زده کوونکو ته سم درس نه ورکول کیږي. د ټولګیو ساعتونه معلوم نه دي، او ښوونکي ټولګیو ته نه ورځي. په ښوونځیو کې زده کوونکي د زده کړې پر ځای په جنګي وسایلو لوبې کوي. د هغه پرعكس، په ديني مدرسو كې زده كړه شته. زده کوونکي او استادان په خپل وخت حاضر وي. درسونه منظم دي. د دیني ښوونځي زده کونکي د عصري ښوونځیو د زده کونکو په پرتله ډیر لایق دي. په اصل کې، زموږ د ځوانانو برخلیک نامعلوم دی. زموږ ټول ځوانان داسې ګڼي چې راتلونکی ژوند او وخت یې معلوم نه دي. نجونې حیرانې دي چې له خپل نامعلوم راتلونکي سره څه وکړي. په افغانستان کې یوازیني ښوونیز مرکزونه دیني مدرسې دي. له همدې امله نجونو خپل پام دیني مدرسو ته اړولی دی. زما په اند، نجونې په دې پوهېږي، چې دیني مدرسې ته تلل تر دې غوره دي چې په کور کې کېني او له زده کړو بې برخې پاتې شي.

ځواب ورکړئ

نن چې یوه نجلۍ دا خبره کوي چې ګوندې مدرسه ویل راتلونکی نه لري د ګناه مسؤلیت یې په خپله د بې سواده ملا په غاړه دی. که ملا په خپل ژوند کې خپل مسؤلیت په ښه شکل ترسره کړی وی او د حضرت محمد ص د وارث په توګه پاتې شوی وی، ولې به نن یې نجلۍ داسې خبره کوله. په داسې حال کې چې موږ مسلمانان یو خو داسې یوه خبره کوي چې د مدرسې لوستل راتلونکی نه لري. د مدرسې لوستل راتلونکی لري او بیخي فوق العاده راتلونکی لري چې د آخرت ګټه ده او موږ مسلمانان په مرګ او بېرته راژوندي کېدو بارو لرو. نو کله چې یو څوک په مرګ او بېرته ژوندي کېدو باور لري مجبور دی چې په دې هم عقیده ولري چې د مدرسې لوستل اخروي ګټه لري. خیر دنیايي به نه وي مګر د اخرت لپاره ګټه ده. ما وویل چې ملا خپل مسؤلیت نه دی ترسره کړی او دا خبره ځکه کوم چې ملا باید لومړی خپل د دندو لایحه راواخلي او وګوري چې مسؤلیت یې څه دی؟ رښتیا ملایان خو د دندو لایحه لا نه لري، په کار ده چې لومړی ورته د مسؤلینو له لوري د دندو لایحه جوړه شي او د هغې په رڼا کې خپل ورځني فعالیتونه وکړي. او هغه فعالیتونه په دې شکل وي چې د مدرسې زده کوونکي ته په کافي اندازه وخت ورکړي، منظمه اسلامي او وطني روحیه باندې شاګرد وروځي او ورته ووايي چې دا د خدای لاره او دا د رسول لاره ده او باید مسلمان انسان یې تعقیب کړي؛ خو دا چې ملا خپله دنده پرېښې او ځي په سیاست کې ګوتې وهي یا په نورو هغو کسبونو کې چې دی په کې تخصص نه لري؛ ګوتې وهي حتمي به نجونو دا خبره کوي چې د مدرسې لوستل راتلونکی نه لري. خو که ملا خپل مسؤلیت سم ادا کړي او خپل شاګرد ښه ورزي او په دې یې وپوهوي چې مسلمان باید هم دیني او هم عصري زده کړې وکړي هېڅکله به ورته نجونې داسې خبرې ونکړي.

ځواب ورکړئ

له ځان نه احمق مه جوړوه. نجلۍ صحیح خبره کړې ده. د مدرسې فارغ به څه کوي؟ په مدرسه کې کوم مسلک ورښودل کیږي؟ لږ فکر وکړه چې آیا د مدرسې فارغ له ملایۍ او په یوه مدرسه کې له تدریس پرته بل کار کولی شي؟ نه. دا د مدرسو سیستم اصلا د یو شمېر خارجي استخباراتي ادارو وړاندې شوی دی. هدف یې دا دی چې مسلمانان له عصري علومو څخه محروم شي. ما په مدرسه کې وخت تېر کړی دی.‌ څلور کاله ما مدرسه لوستلې ده. بیا مې پرېښودله. د مدرسې د شاګرد لپاره د یو شمېر متعصبو یهودانو په څېر، یوازې خپل ځانونه مسلمانان او د هر څه مستحق ګڼي. مشکل په قران او حدیثو کې نشته. مشکل د مدرسو په دغه موجود سیستم کې دی. زما وړاندیز دا دی چې د مدرسو دا موجود سیستم دې کاملا منحل شي. پرځای دې هر شاګرد (هلک او نجلۍ) دواړه مکتب ته ولیږل شي. په افغانستان کې په مکتبونو کې قران کریم، حدیث، فقه، او عقاید تدریس کیږي. دا څلور مضامین کافي دي. ملایان کولی شي چې د قران کریم حفظ هم ورسره زیات کړي. ټول شاګردان باید تر دولسم پورې مکتب ولولي. وروسته که څوک غواړي، کولی شي چې په پوهنتون کې دیني علوم په مسلکی شکل سره ولولي. یعنې شاګرد به له نورو انسانانو سره یو ځای تربیه شي او د شاګردانو تر منځ به فرق له منځه لاړ شي. که نه همداسې به نفرتونه ورځ تر بلې پسې زیاتیږي.

ځواب ورکړئ

هغه به د پوهنتون او تحصیلاتو په هکله څه مثبت فکر وکړي. بله خبره دا ده چې د مدرسو هغه سیستم چې د پاکستان د استخباراتي ادارو تر څار لاندې فعالیت کوي، د هغوی محصول همداسې څه دی چې له معاصرې نړۍ سره هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي او نه یې کولی شي. که دا د احمق زامن پوهېدلی دوی باید هېڅکله نجونې له کار څخه منع کړې نه وای. دغو احمقانو کولی شوای چې نجونو ته یو مشخص لباس وړاندې کړي چې دا لباس استعمالوئ او یوه ورځ هم درس پرې نه ږدئ. زمونږ د هیواد حالات داسې دي چې یوه ورځ نه چې یو ساعت هم باید متعلم او محصل (نر او ښځه) درس ترک نه کړي. د نن وخت تقاضا دا ده چې یو هیواد باید متخصص (نارینه او ښځینه) ډاکتر، انجنیر، وکیل، وترنر، ادب پوه، زراعت پوه، نرس، قابله، نڅاګر، نایي، حتی مسلکي فاحشې ولري. په ما باندې دې څوک د افراطیت ټاپه نه لګوي، زه حقیقت وایم. ګورئ که فاحشه مسلکی نه وي او صحیح روزل شوې نه وي، کېدی شي هغه غیرمحفوظ سکس وکړي، چې کېدی شي په ټولنه کې امراض خپاره شي او ټولنه فاسده شي. په هر حال، بحث اوږد دی. په تلو تلو کې یوه وړاندیز طالبانو ته لرم او بل امریکایانو ته. خدای دې وکړي چې دواړه یې ولولي: طالبان باید د افغانستان د ښېرازۍ او نېکبختۍ لپاره خپل حکومت پراخ کړي، نورو ډلو ته هم په حکومت کې ځای ورکړي او څومره ژر چې کېدی شي د ښځو لپاره دې د کار او د نجونو لپاره دې د تعلیم فرصت برابر کړي. امریکا ته زما وړاندیز دا دی چې اول دې د آیم اېم اېف له لارې په پاکستان باندې فشار دومره زیات کړي چې اتومي وسله له منځه وېسي او هېڅ اتومي وسله ورته پرې نه ږدي او هم ترې لیرې واټن توغندي واخلي. بله دا چې هغه طالب مشران دې د بې پیلوټه الوتکې له لارې په نښه کړي چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخه نیسي. په احترا

ځواب ورکړئ

پښتانه متل کوي چې، تیږه چې چېرته پرته وي هلته درنه وي. زمونږ د هیواد او خلکو ستونزه ډېره اوږده ده. تقریبا ۴۵ کاله کیږي چې افغانان د جنګ په اور کې سوزېږي. زمونږ ګاونډیان بالخصوص پاکستان او ایران زمونږ د وطن جنګ ته وسلې او راوړي او زمونږ ځوانانو ته یې په لاس ورکوي چې افغانستان وران کړي. ما اورېدلي چې د پاکستان استخباراتو د طالبانو له واک ته رسېدلو څخه وروسته د پخوانۍ شمال ټلوالې یوه قوماندان دین محمد جرئت ته وظیفه ورکړې چې په پېښور کې د ورسک غونډ سره چې یو وخت یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کې ځای پرځای کړی وه، اوس یې دین محمد جرئت تپه کې ځای پرځای کړی او هلته د جرئت تر سرپرستۍ لاندې تنکي افغان ځوانان تربیه کوي چې په افغانستان کې د انتحاري بریدونو لپاره تیار شي. امکان لري چې دغه تنکي ماشومان چې د غریبۍ له امله یې میندې او پلرونه په مدرسو کې شاملوي د جرئت او د پاکستان د استخباراتو له خوا ښکار شي او هلته انتحاري حملو ته چمتو کړای شي. بلې خواته نه روسیه نه چین نه امریکا ... یو هم نه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي. ځکه چې زمونږ د هیواد امنیت او ناامنۍ یو هم نه امریکا ته تاوان رسوي نه روسیې ته او نه چین ته. بلې خواته، بدبختانه چې زمونږ ځوان نسل یوازې توپک او مرمۍ پېژني. نور یې په مغز کې څه نشته. د افغانستان اوسني واکمنان د داسې مدرسو فارغان دي چې عملي نړۍ یې نه ده لیدلې. یوازې یې پخواني دیني کتابونه لوستلي، خوب یې کړی او غول یې کړي دي. نور یې نه د نننۍ نړۍ پرمختګونه لیدلي نه یې نور انسانان لیدلي نه یې د نړۍ حالات لیدلي چې کومې خواته روان دي. په یوه هېواد کې چې داسې څوک د عالي تحصیلاتو وزیر وي چې پخپله یې یوه ورځ پوهنتون کې نه وي تېره کړي، هغه به د پوهنتون او تحصیلاتو

ځواب ورکړئ