کابل -- د ژوند د بېلابېلو پوړونو اړوند افغانان د طالبانو دا ادعا د خندا وړ بولي چې وایي هغوی نجونې د هغوی د خوندیتوب لپاره له ښوونځیو څخه ایسارې کړې وې.
د طالبانو یوه جیګپوړي پخواني چارواکي سید اکبر اغا، چې اوس په کابل کې اوسېږي، د مرغومي په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د واکمنۍ پر وخت [۱۳۷۵-۱۳۸۰]، زمونږ په وطن کې جنګونه او نا امنۍ وې، او له همدې امله، هغوی ښځو او نجونو ته اجازه نه ورکوله چې له کورونو څخه وځي، او ښوونځیو، کار او داسې نورو ته لاړې شي،»
هغه وویل، «طالبانو نه غوښتل چې افغانې ښځې او نجونې له کورونو څخه وځي او خپل وقار او عزت له خطر سره مخامخ کړي. د طالبانو مشرتابه ... په یوه خوله له دې سره موافقه وکړه چې ښځو ته باید اجازه ور نه کړل شي چې له خپلو کورونو څخه بهر درس ووایي یا کار وکړي.»
هغه وویل، «که د ښځو ښوونه او روزنه په شریعت برابره وي، او امنیت برابر کړای شي، طالبان به [نجونو] ته اجازه ورکړي چې زده کړه وکړي او تعلیم ترلاسه کړي،»
![افغان ماشومان د وري د میاشتې په ۱۵مه په کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون بس کې کتابونه لولي. [شاه مری/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2019/02/15/16743-000_14c1va-585_329.jpg)
افغان ماشومان د وري د میاشتې په ۱۵مه په کابل کې په یوه ګرځنده کتابتون بس کې کتابونه لولي. [شاه مری/ای اېف پي]
خو دیني عالمان، تحلیلګران او د کابل اوسېدونکي دغه د تاریخ بیا لیکنه د مسخرو وړ بولي.
'خندوونکې بهانه'
په کابل کې د ښوونځي یوې ۴۶ کلنې ښوونکې، فوزیې صفدري، سلام ټایمز ته وویل، د طالبانو دا ادعا چې د جګړې د وخت له امله یې د ښوونځي د عمر نجونې بې علمه او د هغوی کورونو پورې محدودې وساتلې «له یوې خندوونکې ادعا څخه پرته نور هېڅ» ده.
هغې وویل، «زما ډېر ښه په یاد دي چې کله طالبان په کابل حاکم وو، هغه وخت په دې ښار کې هېڅ جنګ نه وو، خو بیا هم ښځې او نجونې مجبورې کړای شوې وې چې د بندیانو په څېر په کورونو کې ایسارې پاتې شي.»
هغې وویل، «د طالبانو نظریات غیر اسلامي دي. په هېڅ دین یا مذهب کې ښځې د زده کړې له حق څخه نه دي محرومې شوي.»
په کابل کې د سیاسي علومو یوه پوه، یونس فکر طالبانو ته په اشاره وویل، «هغوی دروغ وایي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، له ټولو ښځو او نجونو څخه د ښوونې او روزنې او نور حقونه اخیستل شوي ول.»
هغه وویل، طالبان غواړي چې «افغانان بې سواد او له متمدنې نړۍ څخه لیرې وساتي. هغوی غواړي چې خپله افراطي نظریه په اسانۍ سره تطبیق کړي.»
فکر وویل، «طالبان په دې باور دي چې ښځې کولی شي چې یوازې قران کریم، اودس، لمونځ زده کړي او په کور دننه پاتې شي خو پر عکس یې اسلام ښځو او سړیو ته یو ډول حقونه او مسؤلیتونه ورکړي دي. اسلام وایي چې علم په ښځو فرض دی.»
د پوهنې د وزارت ویاندې، نوریه نزهت خبرداری ورکړ چې «د بې سوادو افغان ښځو» د یوه نسل رامنځته کول دا معنی لري چې د هغوی ماشومان به هم په برابر ډول بې علمه او په اسانۍ بې لارې کېدونکي جوړ شي.
هغې سلام ټایمز ته وویل، «په افغاني ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکیو شمېر له ۱۳۸۰ کال راهیسې په پرله پسې توګه زیاتېږي،»
هغې وویل، «په دې کال کې خواوشا ۹.۶۵ میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. د هغوی له جملې څخه ۳.۶ میلیونه نجونې دي -- چې د تېر کال په نسبت ۲۰۳۰۲۸ نجونې ډېرې شوي دي.»
په قصدي توګه د نجونو د زده کړو مخنیوی
د دیني عالمانو په وینا، طالبان د ناپوهۍ فیصلې کوي.
په کابل کې مېشت دیني عالم سلیم حسني وویل، «طالبان له ریښتنې اسلامي عقیدې څخه ناخبره دي. هغوی په قصدي توګه د نجونو په مخ د ښوونې او روزنې لاره بندوي.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «اسلام او قران کریم هېڅکله نه دي ویلي چې ښځې دې له زده کړې څخه ایسارې کړای شي،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو سخت چلند افغان ښځو ته ډېر دروند پرېوځي.
حسني وویل، «دا وخت د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د نجونو هېڅ یوه لېسه نشته ځکه طالبان وایي چې نجونې باید یوازې د ۷ کلنۍ او ۱۱ کلنۍ تر منځ موده کې زده کړه وکړي،»
هغه وویل، «اسلام د نجونو او هلکانو له خوا د زده کړو لپاره د عمر محدودیت نه دی وضع کړی. د اسلام غوښتنه دا ده چې ښځې او سړي دواړه کولی شي او باید چې له زانګو څخه تر قبره پورې زده کړه وکړي.»
د طالبانو له وخت نه ډېر مختلف
هغه افغانې ښځې، چې د طالبانو له مخالفت سره سره یې زده کړې کړي دي، په دې هکله چې هغوی باید زده کړه وکړي یا ونه کړي، د اورپکي ګروپ نظریاتو ته اهمیت نه ورکوي.
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو محصلې تهمینې وویل، که څه هم چې اوس په افغانستان کې جګړه او ناامني موجوده ده، «په میلیونونو نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي،»
هغې سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو دا هڅې، چې د نجونو د ښوونې او روزنې مخه نیسي، سیستماتیکې او قصدي دي. هغوی د نجونو په سلګونو ښوونځي سوزولي، په ځینې ولایتونو کې یې ډېرې ښوونکې وژلي او د پوهنتونونو محصلانې یې په مرګ ګواښلي دي.آیا هغوی د خپلو کارونو لپاره منطقي توجیه لري؟»
هغې وویل، «د نجونو ښوونه او روزنه د افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې په تر ټولو لویو لاسته راوړنو کې راځي،»
تهمینې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته زده کړې پیل کړې.
هغې وویل،«زه د کمپیوتر په کارولو، انټرنټ او انګلیسي پوهېږم. زه په دې ویاړم چې زده کړه کوم او په خپلو لاسته راوړنو -- او د میلیونونو نورو افغان نجونو د لاسته راوړنو په هکله فکر کوم -- چې د طالبانو د واکمنۍ د نسکورېدلو او د نړۍ والې ټولنې په همکارۍ ترسره شول.»
تر ټولو لومړی، زه باید ووایم چې زه د طالب اورپکو له ډلې څخه نه یم بلکې زه په کابل کې له یوه پوهنتون څخه فارغ شوی یم. دویم، اسلام اسلامي امارت پورې مختص نه دی، بلکې هغه د ټول مسلمان امت دین دی. درېیم، په افغانستان کې موجود تعلیمي سیستم بې له شکه په اسلام کې رد شوی دی، ځکه چې په اسلام کې په یوه ټولګي کې د ښځینه او نارینه زده کوونکیو د تعلیم اجازه نشته. د اسلام د مقدس دین لپاره د خدمت کولو پر ځای، تاسو هغه ویجاړوئ. تاسو د ښځو د تعلیم په هکله د یونس فکور نظر پوښتئ، په داسې حال کې چې هغه یو کمونست دی. ولې تاسو د ډاکتر ایاز نیازي په څېرد نویو عالمانو نظرنه غواړئ؟ زه پخپله د ښځو د تعلیم پلوي یم، خو په موجود شکل نه. د یوه مسلمان په توګه، تاسو حجاب د یوه اسلامي اصل په توګه منئ که نه یې منئ؟ که داسې وي، بیا هغه حجاب چېرې دی؟ دا دین چې څومره زما دی هومره ستاسو، د افغان حکومت او طالبانو هم دی.
ځواب ورکړئ2 تبصره
په دې برخه کې، د طالبانو ادعا قانوني ده. ځکه چې د دیموکراسۍ په چټلو قوانینو کې، هېڅ نجلۍ د نجسو خلکو له تېري څخه خوندي نه ده، په داسې حال کې چې د شرعي قوانینو په تطبیق سره، هېڅ نجس انسان نشي کولی چې زمونږ نجونو ته حتی په بده سترګه وګوري.
ځواب ورکړئ2 تبصره