دین

د بلخ چارواکي د افراطیت د منځه وړو په موخه دیني مدرسې ثبتوي

د هدایت الله راپور

افغان ماشومان د ۱۳۹۳ د چنګاښ په ۲۴مه په مزارشریف کې په یوه جومات کې د روژې په ترڅ کې قران کریم لولي. چارواکي په بلخ ولایت کې ټولې مدرسې ثبتوي او څاري ترڅو اطمینان ترلاسه کړي چې افراطي نظریات د نصاب برخه ونه ګرځي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

افغان ماشومان د ۱۳۹۳ د چنګاښ په ۲۴مه په مزارشریف کې په یوه جومات کې د روژې په ترڅ کې قران کریم لولي. چارواکي په بلخ ولایت کې ټولې مدرسې ثبتوي او څاري ترڅو اطمینان ترلاسه کړي چې افراطي نظریات د نصاب برخه ونه ګرځي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کندوز -- چارواکي وایي، د بلخ د حج او اوقافو ریاست یو پروګرام روان کړی چې په ترڅ کې به یې په دغه ولایت کې ټولې دیني مدرسې ثبت کړي او دا به ډاډمنه کړي چې زده کوونکیو ته صحیح دیني زده کړه ورکړل شي.

د بلخ ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي محمد دانشجو د لړم په ۱۸مه وویل، حکومت د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې، په مزارشریف او د بلخ ولایت په ولسوالیو کې د ۵۰۰ مدرسو له جملې څخه ۱۴۰ مدرسې ثبت کړي دي.

هغه وویل، د نوم لیکنې د دغې لړۍ موخه دا ده ترڅو تعلیمي معیارونو ته وده ورکړل شي او د زده کوونکیو تر منځ د افراطي نظریاتو د ودې مخه ونیول شي.

هغه وویل، «دا وخت له ۵۰ څخه د ډېرو مدرسو اسناد تر پروسې لاندې دي او په نږدې راتلونکي کې به خپل جوازونه ترلاسه کړي،» او زیاته یې کړه چې ځینې نورې «مدرسې چې ثبت شوي نه دي ... هغه به د کال تر پایه پورې خپل جوازونه ترلاسه کړي.»

دانشجو وویل، «موږ جدي یو چې ټولې مدرسې ثبت کړو او د هغو فعالیتونه وڅارو. موږ به هغه مدرسې چې د حکومت د تګلارې پر خلاف فعالیت کوي بندې کړو.»

هغه وویل، په بلخ ولایت کې په هره مدرسه کې نږدې ۱۵۰ زده کوونکي اسلامي تعلیمات ترلاسه کوي. د مدرسو د پیاوړي کولو له لارې، حکومت په هېواد کې دننه د ځوانو افغانانو لپاره د زده کړې فرصتونه رامنځته کوي، او که داسې ونشي هغوی به د دیني زده کړو د ترلاسه کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ په بلخ ولایت کې د مدرسو د ګټورو فعالیتونو ستاینه کوو.»

په اسلام کې افراطیت ته ځای نشته

په بلخ ولایت کې د مدني ټولنې د سازمانونو د اتحاد رییس عبدالحمید صفوت وویل، تېر کال، وروسته له هغه چې د مدني ټولنې فعالینو په بلخ ولایت کې په ځینې مدرسو کې د مشکوکو ترهګریزو نظریاتو د تدریس په هکله خپل غږ پورته کړ، محلي حکومت غبرګون وښود او د هغو قانوني ثبت یې پیل کړ.

هغه وویل، «زموږ موندنو وښودله چې په بلخ ولایت کې په ځینې نا ثبت شویو مدرسو کې، ځوانان هڅول کیږي چې افراطیت ته مخه کړي او داسې پېښې وشوې چې په کې هغوی له ځایي خلکو سره ځیږ چلند کاوه.»

هغه وویل، «موږ غواړو چې ټول تعلیمي موسسات له حکومت سره ثبت شي، او حکومت باید هغه وڅاري چې له مدرسو څخه د ناوړه هدفونو لپاره کار وانه خیستل شي.»

د مزارشریف یوه اوسېدونکي صبغت الله رشیدي وویل، د اسلام دښمنان غواړي چې له جوماتونو او مدرسو څخه ناوړه استفاده وکړي او د مسلمانانو تر منځ افراطیت ته وده ورکړي، له دې امله، عام خلک او حکومت ته په کار دی چې بیدار اوسي.

هغه وویل، «زه په حکومت باندې غږ کوم چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نا ثبت شویو مدرسو د فعالیتونو مخه ونیسي ځکه چې هغوی تاوتریخوالي او افراطیت ته وده ورکوي ... او هېواد د مذهبي شخړو په لور بیایي.»

په مزارشریف کې د اسدیه مدرسې یوې زده کوونکې حلیمې جعفري وویل، د دیني علم زده کړه د ځوانو افغانانو لپاره ضروري ده، لاکن افراطي نظریات په اسلام کې ځای نه لري.

هغې وویل، «هغه څوک چې په ناپوهۍ له دین څخه ناوړه استفاده کوي او نور نظریات تعقیبوي هغوی له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري.»

جعفري وویل، د مدرسو ثبتول کولی شي چې د هغو اعتبار زیات کړي او د دې وړ یې وګرځوي چې زده کوونکیو ته له قانون سره سم درسونه ورکړي.

د اکرامیه مدرسې مدیر قاري عبدالعزیز عزیزي وویل، په مزارشریف کې اکرامیه مدرسه د اسلامي ارزښتونو په اساس نصاب وړاندې کوي او د دې مدرسې منسوبین به هېڅکله هم بهرنیو بنسټونو ته اجازه ورنه کړي چې ناوړه استفاده ترې وکړي.

هغه وویل، «زموږ د مدرسې په ګډون د بلخ ډیری مدرسې داسې مضامین یا مواد نه تدریسوي چې هغه افراطي نظریاتو ته لاره هواروي.»

عزیزي وویل، «حکومتي چارواکي تل د مدرسو له ښوونکیو او مدیرانو سره په تماس کې دي، او هغوی هر کال د زده کوونکیو د فراغت په مراسمو کې برخه اخلي. هغوی باوري دي چې په دغو مدرسو کې افراطي نظریاتو ته وده نه ورکول کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه ګام دی چې باید کلونه مخکې اخیستل شوی وای. د هېواد د ټولو ولایتونو مدرسې باید د پوهنې وزارت له خوا ثبت شي، او حکومت باید ښوونکیو ته تنخاګانې ورکړي. اوس دا معلومه نه ده چې د هغو مدرسو، چې د پوهنې وزارت سره ثبت نه دي، ښوونکیو ته څوک تادیات کوي. یو شمېر مدرسې نېغ په نېغه د سعودي عربستان له خوا تمویلېږي او هغه هېواد د ښوونکیو تنخاګانې هم ورکوي. هغه مدرسې چې د سعودي عربستان له خوا تمویلېږي هغوی سلفي فقه تدریسوي او هر کال په زرونو وهابیان تولیدوي. تاسو پوهېږئ چې پخوا افغانستان داسې یو هېواد وو چې ډېرو خلکو په کې د حنفي فقې پلوي کوله،‌ او په تېرو شلو کالو کې د امریکا په موجودیت کې په زرونو خلک وهابیان شول، او اکثر وهابیان د افراطیت، په ځانګړې توګه د داعش په لور میلان لري.‌ دا به د افغانستان په معاصر تاریخ کې ثبت شي چې دا خلک په تېرو شلو کالو کې د امریکا په موجودیت کې وهابیان شول. ولې خلک پخوا وهابیان نه وو چې د امریکا په موجودیت کې وهابیان شول؟ زه فکر کوم چې دا کار له امریکا سره په همغږۍ کې کېږي څو امریکا او عربي هېوادونه وکولی شي چې په دې توګه اورپکي استخدام کړي او خپل هدفونه ترسره کړي.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له ځینې تبصرو سره موافق یم. د افغانستان په مدرسو کې د افراطیت د مخنیوي لپاره په کار دی چې حکومت یو شمېر د شرعیاتو پوهنتونونه جوړ کړي.‌ دغه پوهنتونونه باید د افغانستان په څلورو یا پنځو غټو ښارونو کې واقع وي.‌ هغه کسان چې غواړي دیني علوم زده کړي هغوی باید په دغو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي، او له پوهنتونونو څخه تر فراغت وروسته باید هغوی د جوماتونو د امامانو په توګه وټاکل شي او حکومت باید نور ځوانانو ته اجازه ورنه کړي چې پاکستان او ایران ته لاړ شي او په هغو هېوادونو کې دیني زده کړې وکړي. حکومت باید داسې یو ضرب الاجل وټاکي چې له اوس نه، هغه خلک چې له پاکستاني او ایراني مدرسو څخه ترلاسه شوې ډګریانې راوړي، د هغوی ډګریانې نورې د اعتبار وړ نه دي، او حکومت به هغوی مقرر نه کړي. همدارنګه، هغه باید ټولې هغه مدرسې چې په غیرقانوني توګه فعالیت کوي او د حکومت له خوا ثبت شوې نه دي، بندې کړي، او د وهابیت مخه ونیسي. وهابیان د افغانستان لپاره ډېر خطرناک دي، ځکه چې هغوی له شیعه ګانو سره دښمني لري او تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې د شیعه فرقې پلویان له پېړیو راهیسې د سني فرقې له پلویانو سره د ورونو په څېر ژوند کوي. افغانستان یو ۱۰۰٪ مسلمان هېواد دی او دغلته دوه مذهبي فرقې چې سني او شیعه دي موجودې دي. خلک به له دغو دوو فرقو څخه ایسته نورې اسلامي فرقې قبولې نه کړي.

ځواب ورکړئ