خوست -- د خوست یو ۳۳ کلن سړی چې یوه پښه، یو لاس او دواړه سترګې یې د ماین په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړي دي، د انګیرنو خلاف په زرګونو خلکو ته د زده کړو فرصت برابروی.
د ولایتي مرکز متون د خاباشخېلو د کلي اوسېدونکی حیات الله صابر په ۱۳۸۶ کال کې د ښوونځي له پای ته رسولو څخه لږ وروسته ټپي شو.
هغه له ټپونو سره سره، د راډېو د ټولنیزو او سیاسي پروګرامونو کوربه توب کوي او له ۱۰ کاله راهیسې په خوست کې د رسنیو له بېلابېلو ځایي موسساتو سره کار کوي.
په وروستیو کې، د تېر کال په ترڅ کې صابر د یوه داسې راډېوي پروګرام ثبتول پیل کړل چې هدف یې اورېدونکیو ته د لیک لوست ورزده کول دي.
اوس هغه د ولایت په مرکز او د خوست په نورو ولسوالیو کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر زده کوونکي لري.
صابر د انګلیسي او پښتو ابتدایي کتابونه لیکي او بیا یې په بېلابېلو کلیو او ولسونو کې دوکانونو او تجارتي شرکتونو ته د اورېدونکیو په ادرس لېږي چې ویې پېري.
په دغو کتابونو کې د یوه نمبر مطابق لیکونه، لغتونه او جملې لیکلي وي. صابر په خپل پروګرام کې شمېر یادوي او بیا په لوړ اواز محتویات خپلو اورېدونکیو ته لولي.
که څه هم چې صابر ړوند دی، هغه د خپلو دوستانو په مرسته درسونه په یاد زده کوي. په خپل کور کې له ثبتولو څخه وروسته، هغه ثبت شوي مواد څلورو محلي راډېو سټېشنونو ته لېږي چې خپاره یې کړي.
د هغه اکثر زده کوونکي بې سوادې نجونې او ښځې دي چې په لیرې پرتو سیمو کې اوسېږي چې یا په خپلو سیمو کې ښوونځي نه لري یا اجازه نه لري چې ښوونځیو ته لاړې شي.
صابر وویل، «په پيل کې موږ دا پروګرام د دې لپاره پيل کړ چې هغو کورنیو ته ښوونه وکړو... چې یا په خپلو سیمو کې ښوونځي نه لري یا د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له امله ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې شوي دي.»
سږ کال تر دې دمه، صابر د کتابونو درې لړۍ چاپ کړي دي.
د درېیمې لړۍ درسونه چې په پښتو او انګلېسي سربېره ریاضي هم په کې ده، اوس هم خپرېږي او ژر به بشپړ شي.
هغه وویل، «د دغو درسونو له لارې، موږ نه یواځې معنوي امتیاز ترلاسه کوو بلکې همدارنګه په میلیونونو افغانۍ ګټه هم کوو. موږ هڅه کوو چې دا پروګرام نورو ولایتونو ته هم پراخ کړو.»
د زده کړې فرصت
د خوست ولایت د یوې لیرې پرتې سیمې اوسېدونکې شازیې سهار چې ۲۰ کاله عمر لري، وویل چې هغه له یوه کال راهیسې د صابر راډېوي پروګرامونه تعقیبوي او په لږ وخت کې یې ډېره زده کړه کړې ده.
هغې وویل، «دا پروګرام باید لا نور پراخ کړای شي. د دې پروګرام چلونکي موږ ته ډېر څخه را زده کړي. موږ په کور کې د تاریخ تیرو درملو نیټه نشوای لوستلای، خو اوس موږ په ډېرو شیانو باندې پوهېږو.»
د شازیې خور مریم سهار چې ۱۸ کاله عمر لري او هغه هم دغه راډېوي پروګرامونه اوري، محلي کلتوري محدودیتونو یا لیرې جغرافیوي فاصلو ته په اشارې سره وویل، «په لیرې پرتو سیمو کې ښایي نجونې ښوونځي ته لاړې نشي.»
هغې وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې په دې برخه کې مرسته وکړي. دا وخت محلي راډېو سټېشنونه په ځینو لیرې پرتو سیمو کې خپرونې نه کوي. که خپرونو هغو سیمو ته پراخې کړای شي، دا پروګرام به لا ډېر اورېدونکي ولري.»
د سهار دوی کاکا ولي خوستي چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل، «زما دواړه ورېرې بې سوادې دي، خو اوس هغوی له انګلېسي او پښتو دواړو سره بلدې دي.»
هغه وویل، «زه په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوم چې دې نجونو ته له بېلابېلو لارو د زده کړې فرصتونه برابر کړي.»
خوستي وویل، د هغه په ورېرو سربېره، د هغه زوی او وراره هم د صابر د راډېویي پروګرامونو له لارې زده کړه کوي.
د پرمختګ یواځینۍ وسیلې
په خوست ښار کې د شیخ زاهد پوهنتون د طب پوهنځي یوه استاد شبروز پکتین وویل، د راډېو له لارې تدریس کول یوه مبتکرانه طریقه ده.
هغه وویل، «څومره چې ما تعقیب کړي دي، د «صابر سره زده کړه وکړئ» پروګرامونه د زده کوونکیو لپاره ډېر مهم دي. دغه پروګرام د لوستلو او لیکلو په برخو کې ډېره مرسته کړې ده.»
هغه وویل، «ښوونه او روزنه په یوه هېواد او یوه ټولنه کې د پرمختګ یواځینۍ وسیله ده چې موږ ته د دېوړتیا راکوي چې له نورو سره سیالي وکړو.»
«له صابر سره زده کړه وکړئ» چې په خوست کې د څلورو محلي راډېو سټېشنونو له لارې په بېلابېلو وختونو کې خپرېږي، د کوربنو لپاره هم یوه مهمه عایداتي منبع ګرځېدلې ده.
په خوست ولایت کې د ولس غږ محلي راډېو سټېشن د پروګرامونو مدیر شریف الهام وویل، د صابر تعلیمي پروګرام نه یواځې د ولس غږ راډېو سټېشن د اورېدونکیو شمېر زیات کړی بلکې همدارنګه یې د اعلانونو له لارې عواید رامنځته کړي دي.
الهام وویل، «کله چې دا پروګرام پیل شو، صابر له ولس غږ راډېو سره هم د پروګرام د خپرولو یو تړون لاسلیک کړ چې تر اوسه پورې روان دی.»
هغه وویل، «دې پروګرام زموږ د اورېدونکیو شمېر زیات کړ ځکه چې د ښوونځیو د زده کوونکیو په ګډون په زرګونو زده کوونکي ورته غوږ نیسي.»
دا رښتیا ده، چې ړوندوالی، یا معلولیت عیب نه دی او که څوک عزم ولري نو هیڅوک له مبارزې نه شي ایسارولی. صابر یې ښه بیلګه ده. دا په ژوندکې انسانانو او په خاصه توګه افغانانو ته یوه ژوندۍ بیلګه ده. هر انسان باید له صابره زده کړه وکړي، دا چې په دې حالت کې د زده کړې له مبارزې لاس نه اخلي نو روغ انسانه ستا څه خیال دی، ته څه کوې او په کوم طرف روان یې! پریږدۍ چې خویندې او وروڼه په ګډه زده کړې وکړي او خپل راتلونکی ژوند روښانه کړي.
ځواب ورکړئ6 تبصره
په پیل کې د سلام ټایمز ادارې څخه مننه چې ډېر وخت وروسته یې د پښتنو د یوې سیمې راپور خپور کړی دی او غوښتنه مو ترې داده چې د نورو هغو ولایتونو چې اکثریت یې پښتانه دي راپورونه/خبرونه پرې ولیکي/نشر کړي. د هغو سیمو د خلکو ستونزې راواخلي ځکه سلام ټایمز یوه نړیواله رسنیزه اداره ده چې نشرات یې ډېرو زیاتو خلکو ته رسېږي او مسؤل کسان (موسسات او مسؤل چارواکي) یې غږ اورېدلی شي چې بیا په ډېرې اسانۍ سره یې ستونزو ته رسېدنه کېدای شي. بیا له صابر څخه هم مننه چې په نیم ځان لګیا دی، کار کوي او خپل همت یې له لاسه نه دی ورکړی. په ننګرهار، کونړ او کابل ولایتونو کې هم د نابینایانو لخوا مختلف کارونه ترسره کېږي. تدریس کوي... د نابینایانو لپاره د (برېل) په نوم خط دی چې تدریسېږي. زما یو ملګری نابینا دی، د برېل خط تدیس کوي. ګڼ شمېر زده کوونکي لري. قرآن کریم یې په برېل خط لیکلی دی. په مجموع کې ویلی شو که معلول کسان وغواړي خپل ژوند ته تغیر ورکولی شي، چاته به احتیاج نه وي او نه به چاته لاس اوږدي. په نړیواله کچه یې هم بېلګې شته او د افغانستان په داخل کې هم ډېر داسې معلول کسان شته چې د ژوند د پرمخ بېولو لپاره لګیا دي کار کوي او چاته لاس نه نیسي.
ځواب ورکړئ6 تبصره
زه له ښاغلي صابر نه مننه کوم چې د خوست خلکو او په ځانګړې توګه ښځو لپاره یې تعلیمي پروګرامونه برابر کړي دي. دغه ډول پروګرامونه باید لا نور وسیع او پراخ شي. دا باید یوازې راډېو پورې منحصر نشي، باید په دې برخه کې تلوېزیوني پروګرامونه هم جوړ او خلکو ته وړاندې کړای شي. اوس د ټکنالوجۍ زمانه ده. مونږ باید له رادېو، تلویزیون، انټرنټ څخه د خپلو خلکو د پوهولو او په ټولنه کې ډ ناپوهۍ د له منځه وړلو لپاره کار وکړو. زه استاد صابر ته د هغه په کارونو کې د لا نور بریالیتوب هیله کوم.
ځواب ورکړئ6 تبصره
زه د دې فداکار انسان د احساس او هڅو ستاینه کوم، خو موږ باید په یاد ولرو چې غیر رسمي زده کړې هیڅکله د رسمي زده کړو ځای نشي نیولی. زه ګورم چې په دې ورځو کې ډیری ادارې او دفترونه د زده کونکو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د آنلاین یا راډیو درسونو په چمتو کولو بوخت دي، خو له بده مرغه په دې برخه کې کارول شوې پیسې او انرژي تر ډیره حده ضایع کیږي. دا سمه ده چې دا کار به د خلکو پوهه زیاته کړي، خو په عین وخت کې به دا کار د خلکو ذهنونه له اصلي مسایلو په ځانګړې توګه د نجونو له رسمي زده کړو څخه واړوي او د غیر ضروري لګښتونو لامل به شي. د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه باید په ګډه او په یوه غږ له طالبانو وغواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیزي او پر طالبانو تر وروستۍ کچې پورې فشار راوړي.
ځواب ورکړئ6 تبصره
حيات الله صابر چې د ماين په چاودنه کې يې خپله يوه پښه، يوه لاس او دوه سترګې له لاسه ورکړي دي، د خپلې راډيو له لارې په زرګونو ښځينه او نارينه زده کوونکو ته وړيا زده کړې ورکوي. حيات الله صابر ښايي ډېرې ستونزې ولري، ځکه د هغه چا لپاره چې خپلې دواړه سترګې، يوه پښه او لاس يې له لاسه ورکړی وي، ستونزمن وي. دا یو ډیر ستونزمن کار دی. هره ورځ له کوره وتل او راډيو ته تلل ګران کار دی، خو صابر قوي اراده لري. هغه یو ناممکن شی ممکن ګڼي او لاسته یې راوړي. په نړۍ کې هیڅ شی تر هغه وخته ستونزه نه وي چې قوي اراده ورته موجوده وي. هر هغه څوک چې د صابر په څېر مبارزه کوي او د دې وطن لپاره کار کوي، ان شاالله بې سوادي به له منځه ولاړه شي.
ځواب ورکړئالله تعالى د يې تل لپاره زموږ بريالۍ لري
ځواب ورکړئ6 تبصره