تروريزم

په ښوونځیو کې د ترهګرو ډلو نفوذ تعلیم او تربیې ته زیان رسوي او د ماشومانو راتلونکې په خطر کې اچوي

د محمد قاسم راپور

افغان ماشومان د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۰مه د بدخشان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په یوه مدرسه کې د قرآن کریم تلاوت کوي. [Omer Abrar / AFP]

افغان ماشومان د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۰مه د بدخشان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په یوه مدرسه کې د قرآن کریم تلاوت کوي. [Omer Abrar / AFP]

شنونکي خبرداری ورکوي چې په تعلیمي ادارو کې د القاعدې نفوذیوه له هغو خطرناکو لارو څخه ده چې دا ډله یې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره کاروي.

د ښوونځیو او پوهنتونونو په نښه کولو، ښوونکو ته د ګواښونو ورکولو، او د سالمو لارښوونو پر ځای د افراطي تبلیغاتو له لارې،دا ډله هڅه کوي ترڅو د پوهنې سیستم له دننه څخه له منځه یوسي.

په کابل کې د نړیوالو اړیکو شنونکي مختار موسوي وویل، تعلیم او تربیه همیش د ټولنې د ملا تیر او په اسلامي تمدن کې یو اساسي ارزښت بلل کیږي.

هغه وويل، په همدې خاطر افراطي ډلې هڅه کوي چې پکې لاسوهنه وکړي.

هغه وويل، «کله چې يو ښوونکی، د مهربانۍ، پوهې او درناوي پر بنسټ د انساني او اسلامي ارزښتونو د تدريس پر ځای، د زده کونکو ذهنونه له افراطي نظریاتو څخه ډکوي، نو په اصل کې دا ډول ښوونکي په هغوی کې د جرم او ټولنيز ضد چلند تخم کري.»

هغه خبرداری ورکړ چې هغه ماشومان چې د کوچنيوالي څخه د کرکې او تاوتریخوالي د فکر سره مخ وي، د سن په لوړیدو سره د استخدام لپاره ډیر زیانمنونکي کیږي.

موسوي وويل چې القاعده تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د ګواښونو، تښتونو او کاذب مذهبي مشروعيت له لارې پر ځينو ښوونکو فشار راوړي.

هغه وويل، خطر لا هغه وخت لا نور هم زیات شي کله چې ښوونکي، د جبر له لاسه یا په سهوه سره، زده کونکو ته افراطي نظریات انتقال کړي.

د بشري حقونو څېړونکي محمد طاهر قیومي وویل، د ځینو افراطي ښوونکو له لارې د القاعدې نفوذ هم امنیتي ګواښ دی او هم د ماشومانو له حقونو څخه مستقیمه سرغړونه ده.

هغه وويل، «ماشومان حق لري ترڅو په یو خوندي او سالم ماحول کې چې له ایدیالوژیک تاوتریخوالي څخه خالي وي زده کړې وکړي،» خو کله چې افراطیت د ښوونکي له لارې نفوذ وکړي، «نو تر هرڅه مخکې دغه بنسټیز حق له منځه وړي.»

قیومي ټینګار وکړ چې هغه ښوونکي چې د افراطي افکارو مخه نیسي «په حقیفت کې د بشري حقونو د مدافعینو په توګه عمل کوي،» او د راتلونکي نسل د یو له خورا اړینو حقونو څخه ساتنه کوي.

د افراطیت پایلې

ځینې ​​استادان او دیني عالمان خبرداری ورکوي چې کله تعلیم او تربیه کې نفوذ وشي، نو ماشومان د خپل حفاظت وروستۍ کرښه هم له لاسه ورکوي.

د تخار پوهنتون پخواني استاد صفت الله صابر وویل، ښوونکي د ماشومانو د ټولنیز پرمختګ په وده کې ډیر مهم رول لوبوي.

هغه وويل، «هغه ښوونکي چې په قصدي ډول د القاعدې عقاید ترویجوي، یو لوی خیانت کوي، چې نه یوازې ماشومانو ته بلکې ټولنې، مذهب او د هیواد راتلونکې ته هم زیان رسوي.»

هغه خبرداری ورکړ چې دغه ډول ښوونکي د ماشومانو ذهنونه د کرکې او تحریف شوي مذهبي تعبیرونو په ډکولو سره، هغوی جرم او تاوتریخوالي ته هڅوي.

صابر وویل، مستحکم او د لوړ کیفیت لرونکې زده کړې، ماشومانو ته دا توان ورکوي ترڅو د فریب او افراطیت پر وړاندې مقاومت وکړي، او مرسته ورسره کوي ترڅو په راتلونکي کې مسؤل او پوښتنې کوونکي وګړي شي.

په کابل کې میشت دیني عالم مولوي عبدالفتاح محمدي وویل، سمې زده کړې د ماشومانو د تحلیل، د اخلاقو د درک او د صحیح او غلطو د توپیر وړتیا پیاوړې کوي.

هغه وويل، «په اسلامي تعليماتو کې، تعليم او تربیه يو ځانګړی مقام لري،» او يادونه يې وکړه چې حضرت محمد (ص) هيڅکله اجازه نه ده ورکړې چې پوهه د تاوتريخوالي لپاره د يوې وسيلې په توګه وکارول شي.

هغه وويل، هغه ښوونکي چې په قصدي ډول افراطي افکارو ته وده ورکوي، مذهب او د ټولنې راتلونکې دواړو ته زیان رسوي.

هغه وويل، هغه کسان چې د داسې افراطیت پر وړاندې مقاومت کوي، «د دین ریښتیني ساتونکي دي»، چې له اساسي اسلامي ارزښتونو څخه، چې وده، عدالت او سوله ده، دفاع کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500