کارپوهان وايي چې القاعده د غیر رسمي او نه کنترول شویو مدرسو په جوړولو سره د افغانستان او پاکستان د تعلیمي سیسټمونو له کمزورتیاوو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
بې وزلي، بې ثباتي او د دولتي ښوونځیو کمښت ډېری کورنۍ پرته له دې چې بله چاره ولري، د بې خبرۍ په حالت کې خپل ماشومان افراطي زده کړو ترلاسه کولو ته استوي.
په اسلام اباد کې د کابل پوهنتون د اسلامي علومو پخواني استاد ابراهیم عثماني وویل، القاعده په قصدي ډول د دې تش په نامه ښوونځیو او مذهبي شبکو له لارې د کوچنیانو د اساس جوړېدلو د کلونو په بهیر کې هغوی په نښه کوي.
هغه وویل، «د افراطي ایډیالوژۍ او ځانګړي نصاب سره، دوی د ماشومانو د مغز مینځلو او تاوتریخوالي عقیدې رامینځته کولو لپاره چاپیریال رامنځته کوي،»
عثماني وویل، دا ښوونځي د جهاد د ستاینې او ځوانانو د تشویق لپاره څو اړخیزه تعلیمات، تبلیغاتي کتابونه، لیکچرونه او آنلاین رسنۍ کاروي چې ښیي چې له القاعدې سره یوځای کېدل یوه مقدسه دنده ده.
هغه وويل، «د القاعدې د بقا لپاره یو له لویو وسیلو څخه په افغانستان او پاکستان کې د تعلیمي تشو څخه ګټه پورته کول دي. کله چې تعلیم د افراطیانو لاس ته ولویږي، نه یوازې اکاډمیک او ټولنیز راتلونکی ویجاړیږي، بلکې ټولنه هم د شاته پاتې کیدو او تاوتریخوالي په لور ټېل وهل کیږي.»
په تهران کې مېشت یو اسلامي څیړونکی مولوي محمد ظاهر مسلم وویل، اسلام د خپلو تعلیماتو د داسې لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
هغه وویل، «ترهګرې ډلې د سیاسي او نظامي اهدافو لپاره له دین څخه ناوړه ګټه پورته کوي. هغوی د غیر رسمي ښوونځیو په جوړولو سره، بې ګناه ماشومان ګمراه کوي. دا نه یوازې د اسلام پر وړاندې خیانت دی بلکې د ملتونو د راتلونکي پر وړاندې هم خیانت دی.»
هغه وویل، «دیني زده کړې باید د درناوي وړ عالمانو او ادارو تر څارنې لاندې پاتې شي څو د تحریف او افراطیت مخه ونیول شي،»
د القاعدې تر نفوذ لاندې د کوچنیانو راتلونکی
شنونکو دا خبرداری هم ورکړ چې په هغو مدرسو کې چې تفتیش کیږي نه د القاعدې شتون نه یوازې نن ورځ یو خطر دی بلکې د نسلونو لپاره یو ګواښ دی.
هغوی وویل، له مناسب تعلیم څخه د کوچنیانو په محرومولو سره، دا ډله هغوی د خپلو ټولنو د راتلونکي جوړونکو پرځای د تاوتریخوالي په وسیلو باندې بدلوي.
په جرمني کې مېشت د بشري حقونو څېړونکي محمد طاهر قیومي وویل، القاعده له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان، پاکستان او نورو سیمو کې د زده کړې تشې څخه ګټه پورته کړې څو له ښوونځیو څخه د استخدام مرکزونو په توګه کار واخلي.
هغه وویل، «په دغو ښوونځیو کې ماشومانو ته اکاډمیک مضامین نه تدریس کیږي، بلکې د نفرت، جهاد او دښمن جوړولو سره اشنا کیږي. دا یو مکمل نسل له خپلې طبیعي لارې څخه منحرف کوي او هغوی د ژوند او کاري اړینو مهارتونو څخه محروموي.»
په نوي ډیلي کې مېشت د سویلي اسیا شنونکی عتیق الله احدي دا ښوونځي د وسله والو د تولید «فابریکې» وبللې.
هغه وویل، «کله چې یو لس کلن ماشوم له پیل څخه د افراطي کیسو سره لوی شي، نو په راتلونکي کې د تاوتریخوالي او حتی د ځان وژونکي بریدګر کیدو چانس یې ډیر لوړ وي،»
احدي ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان باید د ښوونځیو د اصلاحاتو، د ښوونکو د روزنې او سخت نظارت لپاره ګډې ستراتیژۍ غوره کړي.
هغه وویل، «له داسې اصلاحاتو پرته، راتلونکی نسل به یو ځل بیا د ترهګرۍ قرباني شي. تعلیمي اصلاحات نه یوازې یوه اکاډمیکه اړتیا ده بلکې سیاسي او امنیتي لومړیتوب هم دی،»
![افغان کوچنیان د ۱۳۹۵ د چنګاښ په ۳مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې په یوه دیني مدرسه کې د روژې په میاشت کې قران کریم لولي. [محمد شریف شایق/نور فوټو د ای اېف پي له لارې]](/cnmi_st/images/2025/10/01/52162-afp__20160626_-585_329.jpg)