کابل -- شنونکو سلام ټایمز ته وویل د القاعدې په څېر افراطي ډلې له بشري بحرانونو څخه د تاوتریخوالي لپاره ناوړه استفاده کوي، او د جګړې په سیمو کې بې ځایه شوي ځوانان د خپل ښکار هدف ګرځوي.
دا ځوانان چې له خپل هویت، زده کړې ته لاسرسي او اساسي فرصتونو څخه محروم شوي، په ځانګړي ډول د ناوړه استفادې پر وړاندې بې وسه دي.
په هالنډ کې د ترهګرۍ ضد شنونکي شفیق الله عاصي وویل، د کوچنیانو په استخدامولو سره، افراطیان هغوی له زده کړې او شخصي ودې څخه «د تاوتریخوالي وسیلو» باندې اړوي.
هغه د ځوانانو استخدام «د راتلونکي نسل لپاره ښکاره بې عدالتي» وبلله، چې دوی ته د خپلو ټولنو د خدمت کولو او ګټور ژوند جوړولو فرصت نه ورکوي.
![له ایران څخه ایستل شوي افغان کډوال د ۱۴۰۱ د تلې په ۲۶مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2025/08/15/51477-m_1-585_329.jpg)
له ایران څخه ایستل شوي افغان کډوال د ۱۴۰۱ د تلې په ۲۶مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]
له ناچاریو څخه ناوړه استفاده کول
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په وینا، د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه پورې، ۶.۱ ملیون افغانان په ټوله نړۍ کې کډوال ول او یا یې هم حفاظت ته اړتیا درلوده، په داسې حال کې چې ۳.۳ ملیونه داخلي بې ځایه شوي ول او یا هم په بې هیواده حالت کې وو.
د هغوی ډېر په کمپونو او لنډمهاله میشت ځایونو کې ژوند کوي، چې اساسي خدمتونه په کې محدود دي او د ساتنې خلاوې په کې زیاتې دي.
په دې شرایطو کې، ځوانان په متواتر ډول افراطي موادو سره مخامخ کیږي.
افراطي ډلې د تجربې نشتوالي، فقر، ټولنیزې انزوا او رواني فشار څخه ګټه اخلی.
شنونکو وویل، هغوی د استخدام شبکو ته د ځوانانو د ور جلبولو لپاره له تړاو، لومړني درناوي او د مالي ملاتړ غلطو ژمنو څخه کار اخلي.
دا طریقې ډیری وختونه په پټه توګه د غیر رسمي غونډو، رسالو، یا حتی د نغدي مرستې له لارې پیل کیږي، او په جبر او مغز وینځنه باندې اوړي.
په فرانسه کې د منځني ختیځ د سیاسي چارو څېړونکي نبي الله فاطمي وویل،د زده کړې او منظمو فرصتونو نشتوالي ځوان کډوال د هغو روایتونو په وړاندې خورا آسیب منونکي کوي چې هویت او هدف د تاوتریخوالي په لور تحریفوي.
شنونکو وویل،افراطیان له نهیلۍ څخه ګټه پورته کوي، په خطرناکو او د تاوتریخوالي فعالیتونو کې د ګډون په بدل کې د خوندیتوب او حیثیت خیال وړاندې کوي.
د استخدام پټ جالونه
په کابل کې مېشت د نړۍ والو چارو شنونکي مختار موسوي د مهاجرت بحران د ترهګرو شبکو لپاره د نړیوالې «لوبې ډګر» په توګه یاد کړ.
هغه روښانه کړه چې، القاعده لومړی د کوچنۍ کچې ملاتړ یا د ګواښونو څخه د ساتنې چمتو کولو له لارې باور ترلاسه کوي.
د وخت په تېرېدلو سره، دا باور په اوږدمهاله کنټرول باندې بدلیږي، د فوري ژوندي پاتې کیدو اړتیاوې د استخدام په وسیلو باندې اوړي او د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي دورانونه دوام کوي.
د دغه دوران ماتول په څو ګامونو باندې مشتمل چلند ته اړتیا لري. یوازې امنیتي اقدامات کافي نه دي. له هغوی سره باید پراختیایي پروګرامونه، کلتوري او تعلیمي نوښتونه، او نړۍ واله همکاري یوځای شي.
په انقره کې د اسلامي مطالعاتو څېړونکی روح الله حق زار وویل، د اسلامي او نړیوالو انساني اصولو لکه عدالت، رحم، د انسان ژوند ته درناوی او سوله ییز ګډ ژوند پیاوړتیا کولی شي د افراطي تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.
هغه سلام ټایمز ته وویل،مذهبي پوهاوی او د باکیفیته ښوونې او روزنې ترلاسه کول د ایډیالوژیکي لاسوهنې په وړاندې مهم ډالونه دي.
په ټوله سیمه کې د ملیونونو افغان کډوالو او بې ځایه شویو خلکو په خپرېدلو سره، شنونکي خبرداری ورکوي چې د ځوانانو ساتنه د سرحدونو د خوندي کولو څخه ډېره اړتیا لري.
دا د ټولنې په کچه دوامداره ښکیلتیا، هدفمند تعلیم او د کارموندنې پروګرامونو، او د استخدام شبکو د له منځه وړلو لپاره ګډې هڅې ته اړتیا لري.
شنونکو وویل، یوازې هغه وخت د ناوړه استفادې د دورې مخه نیول کېدیاو د یوه مکمل نسل راتلونکی خوندي کېدی شي.
![د زمري په ۱۹مه د پاکستان د پیښور په څنډه کې د خراسان په نامه د کډوالو کمپ کې یو افغان کډوال ماشوم د یوې ښځې تر څنګ، چې غالۍ ګنډي، ولاړ دی. [عبدالمجید/ ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2025/08/15/51530-afghan-child-refugee-585_329.jpg)