تروريزم

افراطي ډله د مالوماتي جګړې لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه ناوړه استفاده کوي

د محمد قاسم راپور

د ۱۴۰۲ د لیندۍ په ۹مه د ګرځنده تلیفون یو کاروونکی د ټولنیزو رسنیو مشهور اپلیکیشنونه ګوري. [جوناتھن را/نور فوټو د ای اېف پي له لارې]

د ۱۴۰۲ د لیندۍ په ۹مه د ګرځنده تلیفون یو کاروونکی د ټولنیزو رسنیو مشهور اپلیکیشنونه ګوري. [جوناتھن را/نور فوټو د ای اېف پي له لارې]

کابل -- شنونکو سلام ټایمز ته وویل، القاعده او د هغې ملګري په زیاتیدونکي توګه د مالوماتي جګړې لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي او هڅه کوي چې په حکومتونو باور له منځه وېسي، نفاق وپاروي او نازکې ټولنې بې ثباته کړي.

له افغانستان او سومالیا څخهتر یمن او ساحل سیمې پورې، افراطي شبکو د عامه افکارو د کنټرول لپاره د موجودو ګیلو مانو لکه قومي سیالي، سیاسي نارضایتۍ او اقتصادي مبارزو څخه د ګټې اخیستنې ستراتیژي غوره کړې ده.

شنونکو وویل، د وېرې او ګډوډۍ په زیاتولو سره، هغوی ځانونه د عادي خلکو د مدافعینو په توګه وړاندې کوي.

په انقره کې مېشت د نړۍ والو چارو شنونکي، آصف طاهري، د دغې ډلې چلند قصدي او له مکارۍ څخه ډک وباله.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د جعلي خبرونو او جعلي کیسو په خپرولو سره، القاعده او د هغې ملګري په جنګ ځپلیو ټولنو کې د خلکو نظریات زهرجنوي،»

هغه زیاته کړه چې له ستونزو څخه د ګټې اخیستنې او د ډیجیټل وسیلو کارولو له لارې، هغوی هڅه کوي چې په بحران ځپلیو ټولنو کې مورال او یووالي کمزوری کړي.

د طاهري په وینا، پایله یې یو مات شوی ټولنیز جوړښت دی چې بې باوري او نفاق په کې د افراطي نفوذ لپاره حاصل خېزه ځمکه رامنځته کوي.

ډیجیټل لومړۍ کرښې

شنونکو وویل، د مالوماتو له لارې لاسوهنه د تاوتریخوالي له دودیزو بڼو څخه کمه خطرناکه نه ده.

افراطي ډلې په زیاتیدونکي توګه د مشهورو پلیټ فارمونو لکه ټیلیګرام او ټیک ټاک څخه ګټه پورته کوي څو په ځانګړي ډول ځوانو لیدونکو ته ورسیږي چې ممکن په تفریحي بڼو کې پروپاګند ونه پیژني.

په کابل کې مېشت د نړۍ والو اړیکو شنونکي مختار موسوي وویل، له بندیزونو څخه د خلاصون لپاره، دا ډلې ډېری وختونه سمبولونه پټوي یا د ویډیو او آډیو ځانګړتیاوې کاروي.

موسوي وویل، «دا ډلې خپل افراطي مواد د طنز، انځورونو، موسیقۍ، لنډو ویډیوګانو او آنلاین لوبو له لارې په داسې لارو خپروي چې عادي او تفریحي ښکاري،»

هغه زیاته کړه، «که ځوانان د دې محتوا څخه اغېزمن شي، کېدی شي چې هغوی د تاوتریخوالی باورونه او چلندونه غوره کړي او ځانونه افراطیت ته جذب کړي،»

هغه ټینګار وکړ چې زده کړه او آزاده خبرې اترې له ځوانانو سره د داسې کیسو پیژندلو او ردولو کې د مرستې لپاره ضروري دي.

په کابل کې مېشت سیاسي کارپوه سمیر رضایي وویل، انټرنټ افراطي ډلو ته د واقعیتونو تحریفولو او ټولنیز یووالي ته د زیان رسولو لپاره نړیوال سټیج هم چمتو کړی دی.

هغه یادونه وکړه چې هغوی د حکومت ناکامي مبالغه کوي، قومي یا مذهبي شخړې روښانوي او د بې باورۍ او دښمنۍ د کرلو لپاره تاوتریخوالی زیاتوي.

هغه وویل، هدف دا دی چې خلک له خپلو حکومتونو څخه لرې کړي په داسې حال کې چې افراطیان ځانونه د باور وړ بدیلونو په توګه وړاندې کوي.

د بلخ پوهنتون پخوانی استاد نقیب الله محسني د افراطي ډلو د وړتیا په اړه هم خبرداری ورکړ چې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو له لارې مستقیم زیان منونکي شخصیتونه په نښه کوي.

محسني وویل، «پلیټ فارمونه نه یوازې د ځوانانو د استخدام بلکې د همغږۍ او سرچینو راټولولو لپاره هم کارول کیږي،»

هغه خبرداری ورکړ چې، «په پایله کې، آنلاین ځای د افراطي فعالیتونو لپاره له اصلي زیربناوو څخه ګرځېدلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500